د صبورالله «سیاه سنگ» لخوا د «پژوهشې بې همتا»تر سرلیک لاندې یوه لیکنه د هغه له فیسبوک پاڼې سربېره، اریايي بریښناپاڼې هم خپره کړې ده.

اریايي بریښناپاڼې له اوږده مهال راهیسې د خپلې ټندې پرمخ هغه توهین لیک هم خوندي ساتلی چې یو متعصب پاړسې ژبې د پټې خزانې په اړه لیکلی دی!

څه مهال وړاندې سټاکهولم کې یوه ادبې غونډه جوړه شوې وه. دې غونډه کې مې د پښتو ژبې نامتو شاعرعبدالباري جهاني سره د صبور الله سیاه سنګ د ناوړه او سپک چلند په هکله مالومات درلودل، لومړی مې فکر وکړ او حیران شوم چې ښاغلی سیاه سنګ او ادبي شننه او بې همتا پژوهش او هغه هم د رحمان بابا په اړه!؟

خو ډېر ژرد پژوهش سره د تړلو جملو په لوست چې ګنې د رحمان بابا په ځینو غزلو کې ښاغلي سیاه سنګ  داسې کلمې او مفاهیم چې هغه تر رحمان بابا مخکې، حافظ شیرازي  پخپلو شعرونو کې کارولي، موندلي او کشف کړي دي، د بې همتا پژوهش په ټوله منځپانګه ورسېدم!

د رحمان بابا د شعرونو په اړه په اصطلاح دغه بې همتا پژوهش راته د ترهګرو هغه برید ته  ورته ښکاره شو چې د ۲۰۰۹ کال د مارچ په میاشت کې يي د پېښور په هزارخانه هدیره کې د رحمان بابا مزار په بمونو والوځاوه. توپیر دا دی چې هلته بم والا ترهګرو د بابا مزار په نښه کړي وو، خو دلته قلم  والا ترهګر د بابا افغاني، صوفیانه او انساني اروا په نښه کړې ده.

البته تر هرڅه مخکې باید وویل شي هیڅ شاعر، لیکوال، فیلسوف او نور څانګپوهان سپېڅلي څلي نه دي چې څوک يي په اندونواو نظرونو نیوکه نه شي کولای او یا د دوی اندونه، ګروهې او موندنې تلپاتې، ابدي او یا د تغییر او بدلون څخه خوندي وګڼل شي. که د جوړونکو نیوکو او انتقاد مخه هر وخت ونیول شوه د ودې، پرمختګ او بدلون لار هم وتړل شوه.

د نورو پوهنو پشان د لیکوالۍ، شعر او ادب هرڅانګپوه کولای شی د رحمان بابا، خوشال بابا، حمید ماشوخیل، مولانا بلخي، حافظ شیرازي، سعدي، عبدل قادر بېدل، اقبال لاهوري او نورو پر شعرونو، اندونو او ګروهو څېړنې، شننې وکړي او په جوړونکي ادبي نقد يي حلاجي کړي. د ادبي نقد دروازه هیڅوک نه شي تړلای!

خو ادبي نقد د هرکس ناکس کار نه دی او اړینه څانګپوهنه غواړي. بلخوا ادبي نقد باید د سیاسي او نورو موخو او نیتونو څخه پاک وي او یوازې ادب ته د ودې، پرمختیا او لا غوړېدا په موخه ترسره شي.

باور نه کیږي چې ښاغلی سیاه سنګ دې په پښتو ژبه او په پښتو شعر دومره واک ولري چې وشي کولای د رحمان بابا د شعر ریښتینی انځور راوپېژني. بلخوا شعر یوازې موزون کلام نه دی، بلکې دې موزون کلام کې د ټولنې تاریخ، کلتور او د چاپریال نورې برخې داسې پېيل شوي چې سیاه سنګ ښای د رحمان بابا د مهال د پښتنې ټولنې د داسې انځور له پوهې په فرسنګونو لیري وي.

بلخوا د رحمان بابا په مهال او له هغه مخکې، په ټوله نږدې سیمه کې په دربارونو کې پاړسي ویل کېده. په دغو دربارونو لکه د غزنوي سلطان محمود په دربار کې به د پاړسي ژبو شاعرانو خولې د سروزرو او الماسو په سوغاتونو ډکېدلې. پښتوژبه او د سیمې نورې ژبې په دربارونو کې لکه د نن پشان رټل شوې ژبې وي. له دغو دربارونو څخه دا ډارهم محسوس وو، تېر له دې چې د پښتوژبې شاعرانو خوله کې سره زر ورسوغات کړي، پرځای يي ۳۲ غاښونه ورونه باسي!

د رحمان بابا په مهال د پښتو ژبې شاعران لکه د بېدیا خپلسري ګلان، د مالیار او بڼوال له پاملرنې پرته ټوکېدل او رژېدل. زما تر وخته هم د ښوونځي ترڅنګ د کلي له ملا څخه د ګلستان او بوستان لوست د اسلام فریضه ګڼل کېده.

نو ایا په داسې سیاسي او ژبني چاپېریال کې چې میم زرما ټوله زما وي، هیڅ بله ولسي او ملي ژبه رسمیت او چلښت ونلري کوم شاعر، لیکوال او پوهاند به وکولای شی د درباري ژبې له اصطلاحاتو او مفاهیمو له کارولو پرته، ریښتیني خپلواکي ولري او د خپلې ژبې، ادب او کلتور لپاره لکه څنګه چې پکار دی، هغه شان نومونې او ويیپانګه راخپله او هغه وکاروي. شاعر او لیکوال واکمن چاپریال ته اړ او د هغه پوروړی دی.

بلخوا د شعر په نړۍ کې د مفاهیمو او وزنونه زیږول او کارونه د یوه شاعر ملکیت نه شي ګڼل کېدای. د دغو مفاهیمو او وزنونو زیرمې شتمنې او پراخې دي. داچې کوم شاعر هغه څنګه کاروي او ګټه ترې اخلي، د هرچا ځواک، واک او د تخیل په کارونګ پورې اړه لري.

حافظ وايي :

تو خانقاه و خراب اند رین میانه نبین

خدا گواه که هر جا که اوست، با اویم

رحمان بابا وايی:

خدای لره به ورشم، په سودا د یار له مخه

بل غرض می نشته په کعبه په بتخانه

حافظ وايي:

گل در بر و می بر کف و معشوق به کام است

سلطان جهانم به چنین روز غلام است

رحمان بابا وايي:

چی د څنگه می دلبر په لاس کی جام دی

نن اورنگ د زمانی زما غلام دی

په پورته دواړه بیتونو کې کېدای شی، د مفهوم له مخې یو ډول ورته والی وي، خو دا مفهوم په دواړو ژبو کې بیخي په بېله توګه، بېل انداز او په بېلا بېل خوند بیان شوی دی.هغه خوند چې پاړسي ژبي يي د حافظ له بیت څخه اخلي، په هغمه شان پښتوژبي يي د رحمان بابا له شعره ترلاسه کوي.

که حافظ  پخپل شعر کې له شرابو (می) سره د سلطان جهان چې عام او مجرد مفهوم لري کاروي، رحمان بابا بیا خپله افغاني ټولنه، وخت او تاریخ په پام کې نیسي او د شرابو پرځای جام او د وخت پاچا اورنګزیب بیانوي چې هغه مهال د خلکو لپاره د پوهېدو وړ، مشخص، ځانګړی ځای او ارزښت لري.

شاعران، لیکوالان او څانګپوهان تل له نورو څخه اخیستنه کوي. پخواني اندونه، نظرونه او ګروهې تل د نویو هغو لپاره بنسټ جوړوي. په هیڅ برخه کې له نشت پیل نه شي کېدای. هرڅونه چې نویوال له پراخو زړو زیرمو څخه ګټه واخیستلای شی او د تفکر په بټۍ کې يي په نوي جوړښت او نوې منځپانګه وړاندې کړي، په حقیقت کې پرمختګ شوی دی.

حافظ چې په پاړسي ژبه د خپل مهال لوی شاعر تېرشوی، له نشت او یوازې له خپل ځان څخه يي پیل نه وو کړی، بلکې د تېرو او هممهالو شاعرانو له شعرونو يي ګټه پورته کړې. ایرانیان وايي چې «حافظ هفتاد در صد در اشعار خود از خواجوی کرمانی متاثر ګردیده است». له کرماني سربېره يي عطار نیشاپوری او نظامي ګنجوي څخه اخیستنې کړې دي.

دا چې حافظ د کومو شاعرانو څخه پخپل کلام کې ګټه اخیستی، یو څو بېلګې يي د دروند او ویاړلي ډاکټر لطیف یاد « د ښاغلي صبور سیاه سنګ په ځواب کې» تر سرلیک لاندې لیکنه کې چې په افغان جرمن منلې بریښناپاڼه کې خپره شوې، ترلاسه کېدای شي. یو څو بېلګې يي دا دی:

۱:خواجو: همچنین رفتست در عهد ازل تقدیر ما

حافظ: کاینچنین رفتست در عهد ازل تقدیر ما

 ۲ :خواجو: خرقه رهن خانه ی خمار دارد پیر ما

حافظ: روی سوی خانه ی خمار دارد پیر ما

 ۳ :خواجو: ای بسا عاقل که شد دیوانه ی زنجیر ما

حافظ: عاقالن دیوانه گردند از پی زنجیر ما

همدارنګه له عطا نیشاپوری څخه د حافظ اخیستنې:

۱ :عطار: همه کس طالب یارند

 ولیک مفلسی مست پدیدار کجاست(دیوان، ص 12)

حافظ: همه کس طالب یارند چه هشیار چه مست

 ۲ :عطار: خورشید را ز پرده مشکین نقاب بستیوان، ص 13)

حافظ: گلبرگ را ز سنبل مشکین نقاب کن

۳:عطار : بیا که قبله ما گوشه خراباتست

 بیار باده که عاشق نه مرد طاماتست (دیوان، ص 77)

 حافظ : بیا که قصر امل سخت سست بنیادست

 بیار باده که بنیاد عمر بر بادست

زه لوستونکې د دې درنې لیکنې لوستلو ته رابولم.

اوس پوښتنه دا ده، ایا د رحمان بابا په اړه د سیاه سنګ  کارول شوې ژبه ادبي نقد ګڼل کېدای شی، که د کوڅې ښکنځلې؟

ایا سیاه سنګ د رحمان بابا کلام د ادبې نقد لپاره رااخیستي، که دلته هغه نورې غوښتی وړاندې کوي او په اصطلاح د دې بې همتا پژوهش شاته نور څه پراته دي؟

له زیاتې تبصرې پرته ویل کېدای شی چې ښاغلی سیاه سنګ د دغه پژوهش په نوم غواړي دوه موخې ترلاسه کړي:

۱ــ د بېلتون ، شخړې او جګړې اور ته لمن وهل

۲ ــ د ده د ځانګړتیا او شخصي ذوق سره سم، د پلان له مخې هغه دندې چې د بېلتون او شرارت لپاره نوموړي ته سپارل شوی، مخې ته وړل

رحمان بابا ته په ښکنځلو، سیاه سنګ غواړي پښتانه لیکوال او شاعران وهڅوي چې هغوی هم د ده او ده ته د نورو پشان حافظ شیرازي، سعدي، مولانا جلال الدین بلخي، سنايی، ګنجوي، خیام او د پاړسي ژبې دا ډول نورو شاعرانو ته سپکې سپورې ووايي او په دې توګه د کلتوري داعش په بڼه یوه بله جګړه په کور دننه او د افغانستان او ایران ترمنځ راتوده کړي.

دې جګړه کې به سیاه سنګ له ایرانه پیسې خوري او هم به شاباسي ګټي او هم به په کور دننه نورو فاشیستي ژبني کړیو ته لاپې او باټې وهي چې د دوی د ژبې او کلتور لپاره جنګیږي او نوم يي باید په سرلیکنو کې په غټ او پیړ لیک ولیکل شي.

خو ښاغلی سیاه سنګ او د ده شاته کورنۍ او بهرنۍ لمسوونکي کړۍ باید په دې وپوهیږي چې پښتانه لیکوال او شاعران کوم درناوی چې رحمان بابا، خوشال خان خټک او نورو پښتنو شاعرانو او لیکوالانو ته لري، په همغه شان درناوي مولانا ، حافظ، سعدي او نورو ته هم لري. مولانا یوازې د تاجکو شاعر او پوهاند نه دی، بلکې هغه د ټولو افغانانو پوهاند او مشر دی او له دې سربېره هغه یو نړیوال شخصیت هم دی.

ارواښاد پوهاند رشاد خپل یو کتاب پر هغو ۲۸۶ تنو پښتنو لیکلی چې په پاړسي ژبه يي شعرونه ویلي او دیوانونه لري. ښای نور هغه پښتانه به له دې څو ځلي زیات وي چې په پاړسي ژبه يي شاعري او لیکوالي کړې ده. په معاصر وخت کې هم هغه پښتانه چې په پاړسي ژبه شعر لیکي او یا لیکوالي کوي، تعداد يي لږ او د ګوتو په شمیر نه دی. که د بېلګې پتوګه دلته د ښاغلي سلیمان لایق نوم راواخلم، سره د دې چې پاړسي يي مورنۍ ژبه نه ده، خو په دې ژبه داسې وتلي او زبردست شاعر دی چې سارې يي په موجوده پارسي ژبو شاعرانو کې نه لېدل کیږي او یا کم لېدل کیږي. په پښتو مورنۍ ژبه کې خو يي شعر ساری نلري.

خو که دلته د ارواښاد ډاکتر اکرم عثمان هغه څرګندونه رایاده کړم چې پوهاند مجاور احمد زیار لیکلي بېځایه به نه وي. زیار لیکي «دا څه بابيزه سياسي پېښه نه وه چې دوکتور نجيب اله دوکتور عثمان ناڅاپه د تاجيکستان له کونسلگرۍ څخه ايران ته د افغان سفارت چارسمبالي په توگه ولېږه: دی هغه مهال د کونسل او بيا يوه نومور فرهنگيال او ليکوال په توگه تاجيکانو خپلې ادبي غونډې ته بللی وو او يوه ورته له ټوکو او پيغوره ويلي ول: ٌمو شينيد ستی که شما يک پوشتو يی!

ده هم ورته په توند و تېز گړدود ورغبرگه کړې وه: بلی، من نه صرف پشتون، بلکه از نخبه گان اين بزرگترين تبار اصيل کشورم استم و بر آن ميبالم، ولی خيلی متأسفم که زنده گي پربارم را برای زبان و فرهنگ شما مردم ناسپاس وقف کرده ام!»

د رحمان بابا د شعر د هسکتوب په اړه مونټ ستورات الفېنستون«Elphinston Mount  sturat انګریزي لیکوال او تاریخپوه پخپل اثر«An account of the Kingdom of Kabul » چې پښتو ژباړه يي ډاکټر پوهاند حسن کاکړد کابل د سلطنت بیان په نوم کړی او بیا محمد اصف فکرت د «افغانان» په نوم په پاړسي ژباړلی، د هغه په پاړسي متن کې لولو:«رحمان معروفترین شاعر پشتو است که اثارش در قالب قصاید نظیر قصاید فارسی بیان شده است. در قصایدی که برای من شرح داده شده است ضعفی ندیدم ونمی توان ګفت مستحق شهرتی که نصیبش شده نیست. بسیاری از قصاید فارسی ناهمګونند. حتی اشعار زیبا و تعبیرات ستودنی حافظ در چنان مجموعه ای به اندازه ای ګم شده که از درجه دوم هم پایین تر است» صفحه۱۹۱

د پورته متن پښتو ژباړه:

«رحمان د پښتو خورا نامتو او وتلی شاعر دی چې شعرونه يي د قصیدو په چوکاټ کې لکه د فارسې د قصیدو غوندې ویل شوي دي. په هغو قصیدو کې چې ما ته بیان شوي دي، ما په کې څه کمي نه دی لېدلې او کوم شهرت چې د هغه په دې برخه کې نصیب شوی، نه شي ویل کېدای چې دی يي مستحق نه دی. خو د فارسي ډېرې قصیدې داسې دي چې یوه بل ته سره ورتوالی نه لري، په دې کې حتي د حافظ ښکلي شعورونه او تعبېرونه داسې په یوه ټولګه کې سره ورک شوي چې له دوهمې درجې هم ټيټ ارزښت لري»

حتی په ایران کې ځیني لیکوالان او شاعران، زموږ د هېواد د ځینوپاړسي ژبو لکه سیاه سنګ«کورخود وبینای مردم» پشان تنګنظر نه لري او متعصب نه دي.

د منو چهري په نوم د ایران یو مشهور لیکوال لیکي«سعدي، حافظ او فردوسي چې درې سره له اجتماعي، تصوفي او حماسي پلوه یوځای شی، یو خوشال ځینې جوړیږي.» د خوشال پر کلیاتو تبصره، دوهم مخ.

داسې ښکاري چې د پاړسي ژبې فاشیستي کړۍ خپل منځ کې دندې سره ویشلي دي. د افغانستان له نومه انکار او د افغانستان بنسټ ایښودونکي احمد شا بابا ته سپکې سپورې د عبدالله عبدالله ویاند مجیب الرحمان رحیمي پر غاړه اخستي. د خپلواکي محصل ملي اتل غازي امان الله خان ته ښکنځلې لطیف پدرام او احمدولي ولي مسعود ته سپارل شوي. او په کلتوري ډګر کې د پښتنو د مشرانو شاعرانو، لیکوالانو او تاریخپوهانو سپکاوۍ ته د سیاه سنګ پشان کلتوري لنډه غرو مټې رابډوهلي دي.

خوشې نه ده چې سیاه سنګ د خپل ښکنځلیک« پژوهش » په پای کې لیکي چې بله لیکنه به يي د پټې خزانې او علامه عبدالحی حبیبي په اړه وي.

د«صبور سیاه سنګ په ځواب کې» د ډاکټر لطیف یاد د لیکنې په اړه یو لیکونکي لیکلي «د ښاغلي ډاکټر لطیف یاد سره ګډه اوښکه تویونه». خو ما چې د یاد صیب لیکنه هرڅونه واړوله راواړوله، هلته مې د یاد صیب کومه اوښکه پيدا نکړه، بلکې ویاړلي یاد د زمري په څېر خو د قلم او منطق په ژبه، د کلتوري او ادبي لنډه غرو په وړاندې ښه پوخ په سنګر کې ولاړ ښکاري. پښتانه لیکوال، شاعران او د بېلا بېلو څانګو پوهان باید پوهېلي وي چې د ژبې، کلتور، ادب، تاریخ، هویت او ملي ګټو د سیالانو، حریفانو او دوښمنانو په وړاندې ژړا او اوښکې تویول هیڅ ګټه نلري. خو د خوشال بابا په خبره چې همدغه پښتون لیکونکي يي خپله لیکنه کې له درانه شخصیته انکار کوي!«بې له تورې خلاصی نشته په بل کار»

دلته توره په عام مفهوم ده او د مهال او ځای سره قید ده. د جګړې په ډګر او له جګړه مارو لنډه غرو سره په جنګ کې پولادي توره او پولادي مټې، خو د کلتوري پردیپالو او لنډه غرو سره په سړو او ارامو مغزو د قلم او منطق سیالي، هغه هم په رڼا ورځ او سپین میدان اړینه ده.

که پښتانه اوس هم سوړو او څمڅو کې پټېدلو ته وهڅول شي او د«اه للو للو» په ماشومانه سندرو او لیکنو تېرییستل شي، دوښمن به يي یو یو سبا ته له غوږو راونیسي او د وروستنيو مجازاتو لپاره به يي له څمڅو راوباسي!

له میدانه د تیښتې وخت تېر دی، دا خبره باید موږ ټول په ښي غوږ کې ونیسو!

د ۲۰۱۶ کال د ډيسمبر ۲۰ مه

سرلوڅ مرادزی