The news is by your side.

آيا تشخيص، جاندار انګاري او بې جاندار انګاري يو دي؟

ليکوال : سيلانی

0
ستا پۀ اننګو کې د حمزه د وينو سرۀ دي
تۀ شوې د پښتو غزله ځوان زۀ دې بابا کړم
د ادب تاريخ پۀ يوۀ ليکل شوي اثر کې مې د ارواښاد حمزه بابا دا بيت تر سترګو شو، لږ څۀ پرې تم شوم، لۀ ځانه سره مې وويل بايد دا بيت و سپړم او لۀ يوې نوې زاويې ور باندې بحث ترسره کړم. همداسې وشول ما د خپلې مطالعې لۀ مخې دا بيت سپړلی او تحلیل کړی دی، ښايي لوستونکو يا د شعر خوښونکو تۀ څۀ نوي شيان پۀ کې وموندل شي.
ما پۀ دې ليکنه کې پورته بيت لۀ دوو اړخونو تر څېړنې لاندې نيول دی، لومړی د بلاغي علومو پۀ چاپيریال کې او دويم د ژبپوهنې لۀ اړخه.
لومړی غواړم دابيت د بلاغلي علوم پۀ چاپيريال کې وسپړم:
ستا اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
حمزه بابا پۀ پورته مسره کې پښتو غزل ته انساني ځانګړنه ورکوي، یعنې پښتو غزل د انسان پۀ بڼه مخاطبوي او د انسان د وجود ځانګړنې ورکوي، ځکه: اننګي او د وينو سره د انسان پۀ مخ کې وي، پۀځانګړې توکه د ښځينوو پۀمخ کې هغه مهال کې ډېر څرګند ښکاري چې ښځينه او نارينه د شرم او تاثیر يا هم د متکلم د خبرو د تاثير لاندې وي، نو لۀ ورايه يې اننګي سره کيږي او پۀځينو سپينو نجونو او هلکانو کې د اننګي رګونه پۀ يادو حالتونو کې لۀ ورايه ښکاري.
لوستونکو ته کېداشي داسې پوښتنه پيدا شي، چې شعر ته د داسې ځانګړنو ورکولو ته څۀ وايي؟ موږ پۀبلاغي علومو کې درې بېلابېل توکي لرو، چې پۀ ډېرو ژبو کې يې د شعر پوهان پۀ توپير او پېژندنه کې تېروتنه کوي.
لومړی: تشخيص : هغه ادبي توکی یا صنعت دی،چې شاعر پۀخپل شعر کې طبيعيت، طبیعي شيان او د ژوند مادي توکو تۀ انساني ځانګړنه او بڼه ورکړي. تشخيص بيا پخپله ځانته ډېر ډولونه( حسي، عقلي، ذهني…) لري، چې ځينې دادي:
حسي تشخيص : چې تشخيص شوې کلمه يا کلمې د انسان پۀپنځو حواسو حس شي، لکه:
ګل همېشه بلبل ته خاندي
بلبل د ګل پۀخندا کاندي فريادونه
پۀپورته بيت کې « ګل » ته چې د طبيعيت يوه برخه ده، انساني ځانګړنه ورکړل شوې ده. همدارنګه دا ګل د طبيعيت هغه توکی دی، چې د انسان پۀ پنځو حواسو باندې حس کيږي او د لمس وړ توکی دی. نو ځکۀ ورته حسي تشخيص وايو.
رگ به رگم نوا کشید در صفت محمدی
تا به رباب جسم من ناخن زنده گی زدی
« رگ» که یکی از اعضای بدن است، چون انسانی دانسته شده که در وصف پیامبر اکرم( ص) در نواست. تاسو کۀ دپارسي ژبې دا بيت تۀ ځير شئ، نو رګ تشخيص شوی دی، نو طبيعي خبره ده، چې رګونه د انسان پۀپنځو حواسو د درک او پېژندنې وړ دي.
عقلي تشخيص : هغه تشخيص ته وايي، چې پۀ ظاهري حواسو د درک او پېژندنې وړ نۀ وي. لکه: روح، مهال، د روژې مياشت… د بېلګې پۀ توګه لومړی پۀ پښتو ژبه کې يوه بېلګه تاسو تۀ وړاندې کوم:
بخت مرور شو نصيب ژاړي
قسمت دغم پۀجيلخانه کې بندي کړمه
کۀ پورته لنډۍ تۀ ځير شو، نو « بخت، نصيب او قسمت » تشخيص شوي کلمات دي. دا کلمات پۀ ټوليزه توګه د معنا نومونه يا کلمات بلل کيږي، چې د انسان پۀ ظاهري حواسو يې ليدل او پېژندنه ناشونې ده، بلکې د انسان د عقل لۀ پاره منونکي کلمات دي او د عقل پۀ واسطه منل کيږي.
روح برون شد ز تن، چاک زد این پیرهن
هان نظر ذوالمنن رفت دل ها چو دید
« روح» که همان جان است، به گونه ی شخص عصبانی تصویر شده که با قهر از خانه ی میزبان تن برون می شود و گریبان او را می درد.
اوس را ځو خپل اصلي مطلب ته
ستا پۀاننګو کې د حمزه د وينو سره دي
تۀ شوې د پښتو غزلۀ ځوان زه دې بابا کړم
لکه څنګه مو چې وويل،حمزه بابا پښتو غزل ته انساني ځانګړنه يا بڼه ورکوي، پۀدغۀ بيت کې دتشخيص ادبي صنعت يا کۀ لږ يې واضحه کړو نو عقلي تشخيص کارول شوی دی او د پښتو غزل يې تشخيص کړی دی.
معنا یې داسې ده: حمزه بابا پښتو غزل ته د انساني خصوصيت پۀ ورکولو سره وايي، چې ستا پۀ اننګو، باړخو یا هم غمبورو کې چې کومه سرخي او مستي ليدل کيږي، هغه د حمزه د زور، قوت، طاقت او شور برکت دی يا هم ستا د باړخو پۀ شريانونو يا رګونو کې د حمزه وينې دي. موخه يې داده چې ستا ( عزل ) کې چې کوم شور، مستي، قوت، متانت او پختګي ليدل کيږي، هغه د حمزه لۀ برکته دی، ځکه حمزه ستا يا هم د پښتو غزل تۀ دا قوت، شور، تنوع او پرمختګ ورکړی.
پۀځوانۍ کې انسان لۀ شور، مستۍ او قوت څخه برخمن وي، همدارنګه د ځوانانو پۀ اننګو کې سرخي، ښکلا، جذابيت او قوت لۀ ورايه ښکاري. نو حمزه بابا هم وايي چې د پښتو پۀ غزل کې چې کومه ښکلا، قوت، متانت، تنوع، جذابيت او پرمختګ ليدل کيږي، هغه زما د شاعرۍ او ليکوالۍ برکت دی. ما د پښتو غزل ته دا ځانګړنې ورکړي دي.
« تۀ شوې د پښتو غزلۀ ځوان زه دې بابا کړم»
پۀ دې مسره کې حمزه بابا برعکس د پښتو غزل ته انساني ځانګړنه ورکوي. چې دې ادبي صنعت « جاندار انګاري» وايي. غواړم لومړی جاندار انګاري او بی جاندار انګاري ادبي صنعتونه لوستونکو ته ور وپېژنم.
دویم جاندار انګاري : هغه ادبي صنعت ته وايي چې شاعر پۀ خپل شعر کې طبیعیي شیانو ته د ذوالروحو ژويو یا هغو ژوي چې روح ولري خو عقل و نۀ لري، انساني ځانګړنې ورکړي. لکه:
بال می ریزد فلک بر فکر من
خاک می بوسد ز درگاهم بشر
در نمونه ی بالا گوینده ( فلک) را به صورت پرنده تصویر کرده که از هم راهی« فکر » او عاجز است.
نو پۀ دې مسره کې حمزه بابا د تشخیص صنعت کارولی دی، چې « پښتو غزل » ته يې انساني ځانګړنه ورکړې ده. شاعر وايي چې تۀ « د پښتو غزل » زما د شاعرۍ او ليکوالۍ لۀ امله ځوان، تازه او ځلانده شوې، خو زه ( حمزه بابا ) زوړ شوم.
دریېم: بی جاندار انګاري: هغه ادبي صنعت ته وايي چې شاعر پۀخپل شعر کې ذوالروح او ذوالعقول ژويو او حيواناتو ته د بې سا توکو يا بی سا څيزونو ځانګړنه او بڼه ورکړي. يا پۀ ډېرې ساده توګه کۀ ووايو چې شاعر يو ژوندي ژوي ته د بې ساه شيانو او څيزونو ځانګړنه ورکړي، چې دا کار د نورو ادبي صنایع لکه: استعاره، مجاز، تشبېه… لۀ لارې ترسره کېدی شي. د بېلګې پۀ توګه لاندې بيتونه وګورئ:
من که ز من گریختم، باده ی عقل ریختم
خاک وجود بیختم، بین دف خاوری زنم
شاعر در این بیت « من که زمن گریختم» از یک سو « استعاره اداتی» و پارادوکس است و از دیگر یو « من » دوم دلالت بر مکان خاص دارد، که گوینده از سر زمین من وجود به سوی معشوق سفر می کند و از سوی دیگر وجودش را چمن خاک میداند و آن را می بیزد؛ در نتیجه تصویر زیبای حاصل می شود.
يا د رحمان بابا بيت
لکه ونه مستقيم پۀخپل مکان یم
کۀ بهار را باندې راشي کۀخزان
يا
لکه خس د سېلاب خلاص لۀ ګمراهۍ يم
پر اوږو د رهبر سپور يم تر منزله
پۀ لومړي بيت کې رحمان بابا ځان لۀ ونې سره تشبېه کړی دی او پۀ دويم بیت کې شاعر يا متکلم ځان د سېلاب لۀ خس سره تشبېه کوي. کۀ پورته بیتونو ته لږ ځير شو، نو ليدل کيږي چې پۀ لومړي او دويم بيت کې شاعر ځانته د بې روحه يا بی سا څيزونو ځانګړنه ورکړې او يو ژوندی ژوی يا حيوان يې بې سا کړی دی. پۀلومړي بيت کې يې ځانته د ونې او پۀ دويم بيت کې يې ځانته د خس ځانګړنه ورکړې ده،چې دې کار ته پۀبلاغي علومو کې بې جاندار انګاري وايي.
هېره دې نه وي، چې دا توکي د لومړي ځل لۀ پاره پۀ پارسي ژبه کې داکتر کزازي لۀ توپير او پېژندنې سره کارولي دي، خو پۀ افغانستان کې لومړنی ليکوال چې د يادو توکو پېژندنه، زياتونه او کارونه يې کړې ده، هغه حبيب الله کاشفي دی. کاشفي پۀ پارسي ژبه کې د بې جاندار انګاري د صنعت لومړی کارونکی ګڼل کيږي.
زما هم دغې برخې تۀ پام شو، ما ويل د حمزه بابا د ياد بيت پۀ پلمه به يې لوستونکو تۀ ور وپېژنم، زۀ فکر نۀ کوم دا نومونې لاتر اوسه پۀ پښتو ژبه کې کوم ليکوال پۀ دې ډول پېژندنې او تفکيک سره کارولي وي.
اوس راځم ددې بيت ژبوهنيزې سپړنې ته
ستا پۀاننګو کې د حمزه د وينو سره دي
تۀ شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
پۀ لومړۍ مسره کې « ستا » نومځری کارول شوی دی. دا ملکي نومځری دی، چې د دويم کس ( نارينه او ښځينه) لۀ پاره کارول کيږي.
پۀ دويمه مسره کې « تۀ » ځانګړی نومځری دی. چې د دويم کس ( نارينه او ښځينه) يا مخاطب لۀ پاره کارول کيږي. حمزه بابا پۀ پورت بیت کې د « ستا او تۀ » نومځري ځکه کارولي دي، چې « پښتو غزل » يې تشخيص کړی دی او هغه تۀ يې انساني بڼه ورکړې ده، نو کله چې يو طبيعي څيز انساني بڼه خپله کړي، هغه د انساني کړنو استازيتوب هم کولی شي، نو موږ کولی شو هغۀ ته نومځري وکاروو. موږ کولی شو داسې ډېرې بېلګې د پښتنو شاعرانو پۀ ديوانونو کې پيدا کړو.
اخځليکونه
1. کاشفی، حبیب اللۀ. ۱۳۹۳ ه. آوای شور عشق. مرکز پخش: کتاب فروشی الیاس عزیزی، کابل جاده ی آسمایی.
2. د رحمان بابا ديوان
3. د حنان بارکزی ديوان
4. پښتو لندۍ
5. د حمزه بابا ديوان
6. کاشفی، حبیب اللۀ . ۱۳۹۴ ه. موسیقی شعر. مرکز پخش: کتاب فروشی الیاس عزیزی، کابل جاده ی آسمایی.
7. بيان داکتر صاحب کزازی
(Visited 56 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.