The news is by your side.

بانو قدسیه

طارق تسل

0 142

نن د بانو_قدسیه پنځم تلین دی! د هغې او د خاوند (اشفاق احمد) په اړه یې ولولئ!
کله چې پاکستان رامنځته شو، اشفاق احمد د خپلې کورنۍ سره د هند له فیروز پور څخه پاکستان ته راغی. د لاهور په کالج کې یې اردو ادبیات پیل کړل. څه موده وروسته د بانو قدسیه په نوم جینۍ هم په یاد کالج کې داخله واخیستله او د اشفاق احمد ټولګیواله شوه. په لومړي کال بانو اولنمره شوه. دې کار اشفاق وهڅولو چې باید درس ووایي او د بانو سره رقابت وکړي. په بل کال اشفاق اولنمره او بانو دوهم نمره شوه. بانو هم په ختیځ پنجاب(هند) کې زیږیدلې وه او د پاکستان او هند د جلا کېدلو پر وخت لاهور ته راغلې وه.
پر دې سربېره چې اشفاق او بانو ټولګیوال وو، دواړو ته رب د لیکوالۍ استعداد هم ورکړی و، که څه هم له بانو څخه لیکوالي په پیغلتوب کې پاتې شوې وه؛ خو چې کله یې د اشفاق سره تعلق جوړ شو، یو ځل بیا یې قلم پورته کړ او لیکل یې شروع کړل. بلاخره د دوې ذهني همغږۍ دوې یو بل ته دومره نږدې کړل چې د واده پرېکړه یې وکړله.
د اشفاق پلار اصلاً د هندوستان پښتون و او ډېر سرزوری سړی و، د اشفاق سره یې دا نه منله چې یوه پنجابۍ دې د ده کور ته د اننګور په توګه راشي؛ خو اشفاق او بانو په پوره مهارت او حکمت سره هغه قانع کړ او بیا یې ومنله.
اشفاق احمد په ۲۰۰۴ کال او بانو د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په څلورمه فات شوې ده.

بانو ویلي وو:
“رشتې پاملرنې ته اړتیا لري، که یو بل ته پاملرنه و نه شي، رشتې کمزورې کېږی. یاد ولرئ! څوک چې درسره مینه لري او پام درباندې لري، هېڅ وخت یې له پامه مه غورځوئ! که نه نو هغه به په ژوندونې مړ کړئ! او دا هم یاد ساتئ! څوک چې مو له خفګان وروسته هم خیال ساتي او بخښنه در څخه غواړي، له تاسې سره بې حده مینه لري؛ زړونه یې مه ماتوئ!”

Leave A Reply

Your email address will not be published.