The news is by your side.

تړلې دروازه (لنډه کیسه) / حیات ژوند

0

دومره مې په یاد دي، چې په وروستي ځل مې پښې وترپېدې. پښې مې سړې شوې وې او لاسونو مې هم د بدن د نورو غړیو د عضلو په څېر ترپکې وهلې. له هرې حجرې ساه وتله. د شا پر تخته مې تړمې وینې راروانې وې. دغو وینو خوند راکاوه، ځکه د تن د سړښت لامل مې په کې موندلى شوای.

زه پړمخې پروت وم، زما سر ته ولاړ کسان تت او خړ پړ برېښېدل. له سپږمو مې اوږده ساه ووته، له خاورو دوړه پورته شوه او د سترګو نظر مې تت شو. په سترګو کې مې خاورې شګې شګې شوې.

************

د سپوږمۍ په څېر د رڼا شپول ترې تاو او مامخ راته ولاړ و. د سراب په څېر يې تصویر نڅېده. چپنه یې پر اوږو سمه او په دواړو لاسونو يې پګړۍ له ککرۍ پورته کړه، پر وېښتانو يې لاس تېر کړ، څڼې يې د غوږونو له نرمیو سره برابرې کړې؛ خو له د غوږونو له نرمیو يې لږ څه تېرې شوې. په فکر کې ډوب شو او پګړۍ يې بېرته پر ککرۍ کېښووله. سترګې يې زما په سترګو کې ښخې کړې، بیا يې راته وویل: «د تقدیر مسالې دي، صبر وکړه، مکافات به يې هرمرو درنصیب شي.»

ما لاسونه پر زنګونو کېښوول، ځان مې راټول کړ، په غلي غږ مې ورته وویل:

ــ ما ته صبر یوازې یوه مانا لري. صبر ناتواني ده او کله مې چې څه له لاسه نه وي پوره، پر خپلې بې وسۍ فکر کوم او یوازې همدا یوه مانا راته تلقین کېږي.

ــ نه، زویه! صبر بې وسي نه ده. له واحد ذات سره د رابطې ټینګول او هغه ته رجوع کول دي. موږ پر هر څه برلاسي نه یو او صبر د ناتوانۍ په مانا نه ده. اصلاً صبر پخپله مقاومت او د ژوند له ناتوانیو سره مبارزې ته وايي.

ما پر تندي لاس تېر کړ، د تندي ګونځې مې په ورغوي لمس کړې، د عمر اووه ویشت کاله مې له ستوني تېر کړي و یا يې زه له ستونې تېر کړی وم. په دې عمر کې زما پر تندي ګونځې د خپلې بې وسۍ د نښو مانا راته درلوده، بیا مې سترګو ته ورغوي ونیول، د لاس کرښې مې راته جړې وبرېښېدې. ما ګومان وکړ، چې د ژوند لوړې ژورې مې په ورغویو کې مخکې تر مخکې رسم شوی وې؛ خو زما نه و ورپام.

ما ته مخامخ ناست سړي لمنه پر زنګونو برابره کړه، د لمنې ګونځې يې هوارې کړې، بیا يې وویل: «له موږ سره چې هر څه کېږي. زموږ په ښه کېږي. موږ له خپل راتلونکي ناخبره یو او ښايي کوم څه چې اوس مو په نصیب شوي نه دي، زموږ په ګټه به و. خدای د انسان په زیان هېڅ کار نه کوي. خدای مطلق خیر دی.»

زما پر بدن لړزه خپره شوه، خپلې ټولې بې وسۍ راته یو په یوه سترګو ته مجسمې شوې. ما په دې ټول عمر کې د خپل فکر د اظهار وس نه دی لرلی، ما ان د یوې جوړې جامو د غواروي واک نه دی درلودلی، ما دغه ټولې چارې د خپلې بې وسۍ له امله ګڼلې دي، یوازې د دې لپاره مې دا کار کړي، چې نهیلۍ ته مې یو پوچ دلیل پيدا کړم.

یو ځل بیا مې پر سر لاس تېر کړ، د سر دوه درې وېښتان مې په ورغوي کې ولیدل، بېخونه يې په سپینې مادې لړل شوي و. د هغه سترګو ته ځیر شوم او ورته ومې ویل:

ــ زه پر خپل خیر و شر نه یم خبر، ما د نن او سبا مانا له لاسه ورکړې ده. له ما سره یوازې او یوازې همدا حال شېبه چې مطلق رنځ دی، روانه ده. زما تېر او راتلونکی همدې حال شېبې په واک کې اخیستی. زه غواړم له دې شېبې ځان وژغورم. داسې یوې خواته لاړ شم، چې ان زمان خپل مفهوم له لاسه ورکړي، چې لمر نه وي – لمر مې سترګې برېښوي – ادمزاد نه وي. زه له خلکو سره د مخامخېدنې وس نه لرم، زه تر دې زیات ځان نه شم تېرایستی، چې ویجاړ شوی نه یم.

ما د سړي په سترګو کې د بې وسۍ نښې احساس کړې. ښايي ده ته هم صبر د بې وسۍ مانا لرله؛ خو دا خبره يې په ژبه نه شوای راوړلی. کوچنی کاڼی يې په دوو ګوتو کې ټینګ ونیو، پر ځمکه یې دایره وکښله او کاڼی یې په دایره کې دننه واچاوه. بیا يې وویل: «دا کاڼی او دایره د فرد او ټولنې مانا لري، موږ نه شو کولای له خلکو وتښتو، کټ مټ لکه دا کاڼی چې له دغې دایرې څخه نه شي وتلی. که ووځي، مجبور د دایرې کرښه ویجاړه شي. ته له خلکو څخه یوازې نه شې اوسېدلی او که دا دایره دې ویجاړه کړه؛ نو بیا یوې داسې صحرا ته ورته يې، چې د شنه زرغون چمن د درلودلو هېڅ تمه ترې نه شي کېدای.»

سړي کاڼی له دایرې راپورته کړه او بېرته یې په دایره کې وغورځاوه، کاڼی څو لټه یو په بل پسې ورغړېد. زه د کاڼي اوښتون ته ځير وم، چې ناڅاپه سیوری راباندې خپور شو. ما د خوښۍ احساس وکړ. سترګې مې څنګ ته واړولې؛ خو د نور شپول مې تر سترګو نه شو. سیوری ورو ورو پلنېده او پر ځمکه مې د لس دولسو کسانو د ککریو سیوری تر سترګو شو. ما پورته وکتل. نوي راغلي کسان په خپلو کې د مچیو په څېر وګوڼېدل او یو یو ما ته مخامخ کېناست. یوه بل يې څادر وغوړاوه، د خپلې ډلې مخکې ما ته نژدې کېناست. دومره رانژدې شو، چې د ساګانو غږ مې يې اورېده. ما يې همدا مشر وپېژاند او یو ځل بیا د هغه هیبتناکه څېره زما پر بدن د وېرې څپه راوسته. ما له شلو کلونو راهیسې همدا څېره زغملې وه، زما په زړه کې به یې تل هیبت ژوندی و او تل به مې د پلار سوړ وجود زما بدن راسړاوه او کنګل کاوه به یې؛ خو په دې راز یوازې او زما ناارامه اروا خبره وه، چا ته پته نه وه، چې د پرښتو په جامو کې خناس هم ژوند کوي.

پر څادر ناست سړي پر څټ لاس تېر کړ او بیا يې زما ملګري ته وویل: «دا هلک خورا خواريکښ هلک دی، زما زړه پرې سوځي، چېرته به یې غم وخورو. پروا نه کوي، که کور کورنۍ نه لري، موږ هر یو یې معنوي پلار یو، په کلي کې مې ورته یوه نجلۍ کتلې ده.»

زما غوني ځيږه شول، ما د نسل زیاتونه د خپلې ناارمې اروا خلاف کار ګاڼه او د معنوي پلار په اورېدو سره بې واکه شوم، په بدن کې مې اور احساس کړ، کنګل اروا مې د دغه اور مخه ونه شوای نیولی، په لوړ غږ مې ورته وویل: «ته زما معنوي پلار نه یې، تا زما پلار او کورنۍ د دوو پيسو لپاره ووژل او اوس زما د سرپرستۍ خبره مه کوه.»

زما سترګې یو ځل بیا د نور شپول ولید، د بدن غړي مې درانه شول، زما پر اوږه لاس کېښوول شو او په نرمه لهجه راته وویل شول: «زویه! بدګومانی ګناه ده، له توره ځان لرې ساته.» ما پورته وروکتل؛ خو ده پر خوله د «غلي شه» په مانا لاس کېښود.

زه په لوړ غږ غږېدم او د مَلَک هر یو راز مې بې اختیاره له خولې افشا کېده. یودم زما پر خوله زورور لاسونه کېښول شول، ما د خلاصون هڅه وکړه، له لاسونو مې سېکه وتلې وه، له ما په زوره چیغې وتلې؛ خو دا چیغې ترتبې شوې وې، نن مې چیغې هم د خپلو احساساتو په ځان کې ښخېدې او په دغه هدیره کې یو بل مړستون زما د تربتو چیغو په نامه زیاتېده. دوی ښه ډېر کش کاږلم او بیا يې څلورو کسانو پټ په پټه کې ګاډي ته واچولم. له اوږده مزل وروسته شاوخوا یوازې او یوازې مې په تورو غرونو سترګې ولګېدې، ښايي دا غرونه به زموږ د کلي غرونه و؛ خو ما په ټول ژوند کې له خپل کلي د وتلو جرات نه و کړی. د مَلَک سترګې برندې راختلې وې. ځان يې څنډ واهه، له ملا يې سپینه او ځلانده تفنګچه راوویسته، له ما وېرې کډه کړې وه. زه نه وېرېدم او د سکون پر لور تګ ته چمتو وم. له دغې دوه رنګۍ ستړی شوی وم. پلار او دوه وړې لوڼې به یې اوس په خواږه خوب ویدې وي، زه به هم ورشم او ښايي هلته به یې یو ځل بیا په تنګ کړم او له کوره به مې بهر له دروازې سره په وچ زور ودروي؛ خو ډاډه وم، چې دلته به هم تر لږ ځنډ وروسته پخلا او په تندي به مې ښکل کړي.

زه په خاور او دوړو کې ورغړېدم، ما هېڅ غبرګون ونه ښود او نه مې هم د ژوندي پاتېدا خيرات وغوښت. مَلَک خپل یوه کس ته وویل: «دا بد بوټی باید ختم شي!»

زما د پلار د سوداګرۍ شریک مِلَک خپل ملګري ته وویل، چې صبر وکړي او غواړي له ما یو دوه پوښتنې وکړي. مَلَک رانژدې شو او یو ځل بیا مې د هغه د ساګانو غږ واورېد. هغه وویل:

ــ پلار دې هم ستا په څېر خواريکښ و؛ زما تاوان نه خوښېږې، هغه په وروستیو ځان بېلول غوښتل، ما کاروبار ورسره بېل کړ، ومې لېږه، ته به یې هم ډېر ژر ووینې، چې هلته يې ګټه وټه شته که د پولۍ ټک ته ناست دی.

بیا یې له ما وغوښتل، چې وروستۍ هیله مې څه ده. ما ورته وویل: «هېڅ هیله نه لرم.»

مَلَک پاځېد او د ده بدن سوړ بوی مې زما تر سپږمو راتېر شو. له لرې مې د غره په څوکه یو کس ولید، سپینې جامې یې اغوستې وې، د رڼا شپول ترې تاو و او ډاډه شوم، چې هماغه نوراني څېره چې وړه شېبه مخکې یې زه صبر ته رابللم، ولاړ وي. که رانژدې وای، حتمي مې ترې د صبر مانا پوښتله؛ خو زه پوهېدم، چې د پخوا په څېر به مې یو ځل بیا پوچ صبر ته راوبولي.

۲۰۱۹/ جنوري/۱۸ – کابل، سید نورمحمد شاه مېنه

(Visited 7 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.