The news is by your side.

خدمتګار

ګل پاچا الفت

0 245

هلته يو ړوند بې لارې روان و، هغه يې په سمه لار برابر کړ، مګر ړوند پوه نه شو چې زما رهبر څوک دى؟
يو بل په خواږه خوب ويده و، په خوا کې يې منګري* سر را اوچت کړ، هغه په بيړه وواژه او ويده هماغسې ناخبره پاتې شو.
د شپې په مسجد کې ناروغه مسافر زګيروي کول، هغه يې په خدمت کې شپه سبا کړه، مسافر سباوون خوا ته مړ شو او خپل زړه سواند خدمتګار يې ونه پېژانده.
هغه په لار روان و، يو ماشوم ته يې يو موټى مېوه ورکړه، يو تږي ته يې په بديا کې اوبه ورکړې. له يو وږي سره يې خپله ډوډۍ نيمه کړه، مګر يوه هم ونه پېژانده چې دی څوک دى؟
له دې لویې لارې يې ډېر اغزي او کاڼي لري کړل، مګر څوک چې سبا ته په دې لار راځي، د هغه له خدمت څخه نه خبرېږي او هغه نه پيژني.
په رښتيا چې موږ خپل خدمتګاران نه پېژنو او باداران ډېر ښه پېژنو!

غوره نثرونه / ۱۱ مخ

* منگری: یو ډول مار

Leave A Reply

Your email address will not be published.