The news is by your side.

د آدم خان او درخانۍ حماسه؛ تحلیلي کتنه

پوهنیارحمیدالله عمرخېل  

0

پوهنیارحمیدالله عمرخېل  

د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې استاد

Adam khan and Durkhanai epic (Analytical look)

Hameedullah Omarkhel. Assistant Professor, Balkh University, Department of Pashto

Abstract

Adam Khan aw Durkhanai is a classic Pashtun romantic story which has been called the Pashto Romeo and Juliet along with Yusuf Khan and Sherbano. Adam Khan is from Bazadara Bala (village in Malakand, Khyber-Pakhtunkhwa) and Durkhanai is from Bazadara Payan. It is considered a classic Pashto literature.

there was discussed about this story but it’s Epic Importance wasn’t clear. This article cleared its Epic Importance and it is figured out that this is an epic in Pashto.

  1. لنډیز:

آدم خان يوسفزی د حسن خان زوی او د سوات په بريکوټ کې اوسېده او د خپل وخت مشهور خانزاده و. آدم خان د هغې کيسې اتل هم دی چې په پښتو کې د آدم خان او درخانۍ د نکل په نامه شهرت لري.

آدم خان د طاووس خان پر لور درخو يا درخانۍ مين و؛ خو د آدم خان رقيب چې ميرمامی نومېده، غوښته چې آدم خان او درخانۍ سره جلا کړي آدم خان د خپل عشق په لاره کې جنگونه کوي څو چې په همدې لار کې قربانېږي او په ناکامۍ مري. د ده تر مړينې وروسته درخانۍ هم د ده په وير کې له دنيا څخه سترگې پټوي او دواړه يو ځای سره ښخېږي د دوی د مينې کيسه اوږده ده او څو څو ځلې په پښتو نثر او نظم ليکل شوې او چاپ شوې ده.

د دې نکل پر حماسي اړخ په دې لیکنه خبرې شوي او دې نتیجې ته رسیدلي یم چې دا په پښتو کې یوه حماسه ده. ځکه چې د حماسې کومې نړیوالې ځانګړنې چې دي او ما د ادم خان او درخانۍ نکل کې کتلي لکه: داستاني اړخ ، جادویي حالت، د حیوانات نقش او نومونه، د ملي او قومي یا نژادي قهرمانیو انځورونه، له نورو انسانانو څخه د اتل ممتازیت او برتري، جنګ جګړې او پهلوانۍ، چل او فریب، رسم رواج او اخلاقي نورمونه، د عادت څخه بیرون پیښې او داسې نورې چې اکثره یې په دې حماسه کې موجودې دي؛ نو ځکه موږ دا په پښتو کې یوه حماسه بولو.

سریزه:

د دې داستان اساس د مينې پر يوې کيسې ايښودل شوی، چې مرکزي کرکټرونه يې (ادم خان او درخانۍ) دي، آدم خان يوسفزی د حسن خان ځوی په خټه يوسفزی ميټه خېل و په اغلب ګمان چې د ۹۵۰ هـ کال په شاوخوا کې د سوات په بريکوټ کې اوسېده؛ د خپل وخت مشهور خانزاده و. آدم خان د هغې کيسې اتل هم دی، چې په پښتو کې د آدم خان او درخانۍ د نکل په نامه شهرت لري. د ده ژوند د جلال الدين اکبر گورگاني (۹۶۳ هـ – ۱۰۱۴ هـ) په وختونو کې و، ځکه چې د آدم خان او درخانۍ په کيسه کې څو ځايه د اکبر پاچا نوم ياد شوی دی او همدا شان د هغه وخت د هند د مغولي حکومت صوبدار محسن خان چې څه موده يې په کابل کې حکومت کاوه يادوي.

ځینې فولکلور پوهان او د شفاهي ادبیاتو څېړونکي دا نظریه نه مني او پدې عقیده دي چې دا نکل له دې زمانې ډېر لرغونی دی. دا چې په دې نکل کې د پیښو ارتباط د اکبر پاچا له زمانې سره شوی دی ، دا هغه تغییرات دي چې د نکلونو د لېږد په جریان کې یې د نکل اډانې ته لاره پیدا کړې ده او دا هم کیدای شي چې د اکبر پاچاه زیات شهرت له امله په پښتونخوا کې هرې پخوانۍ پېیښې او نکل ته د اکبر له زمانې سره ارتباط ورکړل شوی وي.

په پښتو داستاني اثارو کې ادم خان او درخانۍ خورا نامتو داستاني اثر دی، د شهرت اندازه یې له دې هم کیدای شي چې د پښتو ډېرو لیکوالو او شاعرانو دا کیسه په نظم او نثر لیکلې ده. هغه کسان چې دا نکل یې نظم یا نثر کې وړاندې کړی او یا یې په دې نکل کار کړی د هیوادمل صاحب له کتاب ( حماسه) څخه راخیستي او تاسو ته یې وړاندې کوم:

ـ مسعود بن عبدالله چې د یولسمې پیړۍ د اواخرو او دولسمې پیړۍ د اوایلو لیکوال او شاعر ښکاري د ادم خان او درخانۍ د قیصې یو روایت په پښتو نثر لیکلی دی، خپل اشعار هم پکې راوړي او څوارلسمه هجري پیړۍ کې په لاهور کې چاپ شوې ده.

ـ هانري جارج راورټي د خپل پښتو ګرامر په مقدمه کې لیکلي دي چې فخرالدین صاحبزاده د ادم خان ـ درخانۍ کیسه په ۱۷۵۵ هـ ق کال شاوخوا په پښتو نثر لیکلې ده.

ـ د خوشحال خان خټک داستان سرا زوی صدر خان خټک د آدم خان درخانۍ داستان نظم کړی دی او د پروفیسور محمد نواز طایر په زیار دوه ځله د پیښور اکاډیمۍ لخوا چاپ شوی دی.

ـ اکبر شاه پېښوري هم د ادم خان او درخانۍ نکل ته د پښتو نظم جامه وراغوستې ده دا منظومه د پروفیسور جیمز فیلډ بلو مهارټ د فهرست له مخې په ۱۸۸۳م کال په دهلي کې چاپ شوې ده.

ـ مولوي احمد د تنګي دا نکل ( قصه د ادم خان درخانۍ په نامه ) په پښتو روان نثر لیکلی دی، چې اول ځل د په ۱۸۷۲هـ ق کال د پادري هیوز تر نګرانۍ لاندې په لاهور کې او دویم ځل د دوکتور خالد خان خټک په اهتمام په ۱۹۹۱ م کال په پېښور کې چاپ شوې ده.

برهان شاعر دا نکل په پښتو نظم لیکلی او یو وریانټ یې حیمز دار مستتر د پښتو نخوا د شعر هارو بهار په پاڼو کې چاپ کړی دی.

د پښتو داستان پرداز شاعر سید ابو علي شاه دا نکل د اوږده بحر پښتو مثنوي کې ۱۳۱۲ هـ ق کال نظم کړی او څو ځله چاپ شوی دی.

منشي احمد جان د خپل مشهور اثر د قصه خوانۍ ګپ ( لومړی چاپ ۱۹۳۰م) د پیل په اوو مخونو کې د ادم او درخو کیسه ځای کړې په روان او خواږه نثر یې لیکلې ده.

ايلفنسټن (يو انگرېز مورخ) په خپل کتاب (The Recount of Kabul) کې د دې نکل شهرت باندې خبرې کړي.

همدا راز د کندهار معاصر ليکوال ښاغلي محمد گل نوري دا کيسه بشپړه پخپل کتاب (ملي هينداره) کې د عوامو په لهجه په نثر ليکلې او ۱۳۲۵ هـ ش په کابل کې چاپ شوی دی.

سر محقق علی محمد منګل د آدم خان ـ درخانۍ نکل یو روایت د پکتیا د نکلچیانو له خولو لیکلی دی او په کتابي شکل په ۱۳۷۲ هـ ش چاپ شوی دی. (۱۱: ۱۵۹ـ ۱۶۰)

د ادم خان او درخانۍ نکل د فلمي سناریو او ډرامې کالب ته اچول شوی ، فلم او ډرامې یې نشر شوي دي.

همیش خلیل دا کیسه د ماشومانو لپاره په ډېره ساده ژبه لیکل شوې او د ادم خان او درخانۍ په نامه په جیبي قطع په وار وار په پیښور کې چاپ شوې ده.

د آدم خان او درخانۍ پر نکل پروفیسور محمد نواز طایر یو تحقیقي ځانګړی اثر هم لیکلی، چې په ۱۹۸۱م کال د پیښور ـ پښتو اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی.

زلمي هیوادمل په خپل ترتیب شوي کتاب ( حماسه، چې د حماسې په اړه د بېلابیلو پوهانو مقالې دي ) کې یې هم د ادم خان او درخانۍ نکل لنډیز د ملي هندارې په حواله راخیستی دی خو د نورو پوهانو او لیکوالانو په توپیر یې د دې داستان په حماسي اړخ هم خبرې کړي دي.

زه په دې لیکنه کې لومړی د دې داستان لنډیز راوړم او بیا په دې خبرې کوم چې د حماسې کومې عامې ځانکړنې دي ایا دا د آدم خان او درخانۍ په نکل کې شته کنه، ایا موږ د ادم خان او درخانۍ نکل ته حماسه ویلی شو او کنه دا یوازې د مینې یوه کیسه ده؟ ما دا ځانګړنې د ادم خان او درخانۍ په هغه نکل چې صدرخان خټک نظم کړی کتلي او تحلیل کړي دي.

د څېړنې  اهمیت او مبرمیت:

په پښتو داستاني اثارو کې ادم خان او درخانۍ خورا نامتو داستاني اثر دی؛ خو زموږ لیکوال او د ادب مینوال یې له حماسي اړخه بې خبره دي. نن سبا د نړۍ هره ژبه او ادب خپلې نړیوالې حماسې لري؛ خو موږ په پښتو کې لا تر اوسه داسې حماسې نلرو یا نه دي پیژندل شوي چې موږ پرې د حماسې اطلاق وکړو.

د څېړنې موخې:

  • اساسي موخې: 

۱ـ پښتو ادب کې موږ حماسې لرو او دا باید د ادب مینوالو ته وروپیژندل شي تر څو خپلې حماسې وپیژني او په ورځني ژوند کې د خپلو تیرو حماسو او میړانو څخه یو څه زده کړي.

۲ـ د نورې نړۍ حماسي ادب غوندې باید خپل حماسي ادبیات هم غني کړو او دا کار په دې سره کیږي چې خپل ادب کې هغه فولکلوریک نکلونه چې د حماسې څانګړنې لري خپلو خلکو ته وروپیژنو.

  • فرعي موخې : 

۳ـ د ادم خان او درخانۍ نکل باندې لوستونکي پوهول او ادم خان او درخانۍ پیژندل.

د څېړنې پوښتنې: 

  • اساسي پوښتنه:

۱ـ ایا د ادم خان او درخانۍ نکل یو حماسه ده؟

  • فرعي پوښتنه: 

۲ـ ادم خان او درخانۍ څوک وو؟

د څېړنې میتود:

        د ( ادم خان او درخانۍ) څېړنېزې مقالې د څېړنې لپاره معتبر ماخذونه او منابع په نښه شوي دي، او بيا په کار باندې پيل شوى دى، په دې علمي مقاله کې د تخنيکي اړخ تر څنګ په څو مهموعلمي څېړنيزو موضوعاتو باندې څېړنه شوې او په يوې کوټلې نتېجې سره پاى ته رسيدلې ده، د کتابتوني څېړنې ډول او تشریحي ـ تحلیلي میتود ترڅنګ مرکې، پوښتنلیک او نورو تکنیکنو څخه په کې کار اخیستل شوی دی.

اصلي موضوع:

د ادم خان او درخانۍ داستان لنډیز

د ادم خان او درخانۍ پلرونو د یوسفزو په علاقه د موري غره لمن کې استوګنه کوله د ادم خان پلار حسن خان نومېده او درخانۍ د طاوس خان ملک لور وه، دوی دواړه په باییزو او راڼیزو کې یاد خانان وو؛ خو طاوس خان په شتو او میړو کې پر حس خان زیات و. دواړو خانانو اولادونه نه درلودل، یوه ورځ حسن خان له کوره بهر د کلي خلکو سره مجلس کوي چې یو فقیر حسن خان مخې ته دریږي او وایي فقیر یم خیر غواړم ، حس خان فقیر ته وایي ، زه یو سړی یم اولاد نه لرم چې کورته واستوم چې تا ته خیر راوړي. فقیر ورته وایي په فقیرانو عقیده لرې؟ حسن خان ځواب ورکړ هو! فقیر حسن خان ته درې خرماوې ورکوي، ورته وایي، چې یوه پخه ده هغه وخوره او دوه یې خامې دي هغه وغورځوه.

 حسن خان همداسې کوي، یوه خرما خوري او دوې نورې غورځوي هغه دوې نورې خرماوې مزدوران خوري. بیا فقیر د طاوس خان کلي ته راځي. د طاوس د کور دراوزې ته راځي او خیر غواړي چې طاوس خان د مینځي په لاس خیر ورلیږي او د خان لپاره ورڅخه دعا غواړي فقیر نیمه خرما ورکوي لومړی خو خان دا خرما پر ځمکه غورځوي بیا یې بیرته راخلي او خوري یې وای کیدای شي خدای اولاد راکړي.

کارونه د خدای دي نه میاشتې، نه ورځې او نه ساعته وروسته حسن خان ته خدای زوی ورکړ نوم پرې ادم خان ږدي او طاوس خان ته لور په نصیب شوه، نوم یې پرې درخانۍ کېښود.

وایي چې ادم خان له رنګه تور و خو په کړو او وړو ډېر ښایسته او زړور و، په څلور پنځه کلنۍ کې یې په سبق کیناوه، چې لږ ځوان شو، ډېر هوښیار، ځیرک او د ښکار شوقي و، پلار یې د خانۍ کاروبار ده ته وسپاره، ادم خان له خپل تربره تترخان څخه دوه مرییان راونیول چې یو میرو نومیده په یوه سترګه ړوند و اما ډېر هوښیار سړی و او بل بلو نومیده چې پهلوان او زوره ور و او له عقله پلی و. د هیچا پروا یې نه کوله، ادم به ورته نصیحت کاوه خو ده به نه مانه، ادم خان ته به یې ویل د پلار یو زوی یې تربرونه دې ډیر دي او زه په قصداً دا کارونه کوم چې د خلکو سترګه درڅخه وسوزي. په ادم خان ډېر ګران و ، ادم خان سل کسه یاران او مجلسیان درلودل، د اسانو ډېر شوقي و، آس یې مجنون نومیده چې په رمازه به پوه وه، د بلو آس ( آزر) او د میرو آس ( پرده) نومیدل ، ده لوی باغ درلود چې له یارانو سره به یې مجلسونه پکې کول.

درخانۍ چې پیدا کیږي، مور ورته سمدلاسه دایه نیسي چې نرمۍ نومیدله، درخو په کوچنیوالي کې دومره ښایسته وه چې بې رنجو یې سترګې تورې وې ، مور او پلار به یې د بدو سترګو د بد نظر له بیرې له خلکو پټه ساتله.

یوه شپه یې مور او پلار خبرې سره کوي چې دا به چا ته ورکوو ، مور وویل حسن خان ته هم خدای په ډېرو دعاوو او زاریو خدای زوی ورکړی، هغه ته به یې ورکړو، د درخو د پلار هم دا خبره خوښه شوه او حسن خان ته یې احوال ور ولیږه، هغه هم هو کړه او دا یې وویل چې لویه شي درڅخه واده به یې کړم. څرنګه چې د درخانۍ پلار يې د خپلې سيمې خان و، نو د درخانۍ تربيت ته يې ملا وتړله.

 (۸: ۱۴۸)

د ادم خان او درخانۍ د مینې په اړه بېلابېل روایتونه راغلي ځینې وایي چې له ماشومتوبه یې یو بل سره مینه پیدا شوه ځینې بیا وایي چې د بسګۍ (چې د درخانۍ خورلنډه وه ) په واده کې مینه پیدا شوې ده، د ملي هندارې په روایت: ” کله چې درخانۍ مکتب لولي، ادم خان هم په خپل کلي کې سبق وایي ډېر کتابونه یې ویلي دي یوه ورځ په یو کتاب کې بند شو ، چا ورته وویل د طاوس خان په کلي کې یو ملا دی چې ستا پوښتنو ته ځواب ویلي شي. ادم خان هم سمدستي په خپل مجلون( آس) سپور شو او د طاوس خان کلي ته راغی، مجلون یې وتاړه، ملا یې ولید خو ځان یې ورونه پیژاند، ملا فکر کاوه چې کوم شهزاده دی، په دې کې درخانۍ هم د دې ملا ځای ته راغله، ملا اوداسه ته ځي د درخانۍ په ادم خان سترګې لیګیږي پرې مینیږي د ادم خان چې په درخانۍ سترګي ولګیدلې، دی هم پرې مین شو یو پر بل یې زړونه بایلودل د لومړي ځل کتو په اړه یې بېلابېل نظریات موجود دي، چې مخکې څه نا څه ورته اشاره وکړه. “(۱۰: ۲۵۴)

حیات افغاني وایي چې ادم خان د باتور اهنګر دوکان ته ورغلی و، د خپل اس نعل یې جوړاوه په دې وخت کې درخانۍ هم د ورېشلو د څرخ د میلې جوړولو لپاره دباندې راوتلې وه ، دواړو یو پر بل سترګې ولګیده او سره مینان شول.

خو دواړه سره مینان شول ادم خان کورته لاړه پر مخ یې لکه د لحد خاورې چې پرتې رنګ یې تک ژیړ، شونډې یې وچې کلکې او درخانۍ هلته کور د بېلتون غم ګالي تکه ژیړه تارونار شوله.

یو ورځ په یوسفزو کې یو واده و، ادم خان له پلار او یارانو سره یو ځای وروبلل شول ، دوی چې واده ته ورغلل ګوري چې واده کې اتڼونه دي، نارینه یوه خوا، ښځې بله خوا او کله نر او ښځې ګډ اتڼونه هم کوي، حسن خان د ښځو اتڼ کې یوه چټه مسته پیغله ولیده، چې داسې اوړي لکه کوتره او داسې ښایسته ده، چې سترګې نه پرې روڼیدلې، دا پیغله توتیا نومیږي او د بازید خان خور ده، د حسن خان ډېره خوښه شوه او ادم خان ته یې له توتیا سره د واده کولو وړاندیز وکړ؛ خو ادم خان د پلا خبره رد کړ او پاڅیده خو حسن د زوی د خوښې خلاف بازید خان ته مرکه وروليږله او قول یې سره وکړ چې یوه میاشت باد به یې ودوي. د توتیا کورنۍ په خپل دې کار پښیمانه شوه ځکه دوی ته پته ولګیده چې ادم خان د طاوس خان لور درخانۍ سره مینه کوي او دوی وویریدل هسې نه چې زموږ توتیا سبا د درخانۍ مینځه وګرځوي. که څه هم ادم خان دمخه په دې کار خوښ نه و خو پلار یې توتیا د ده په نامه کړه او پريښودل یې ورته بدنامي وه. ادم خان په خپلو ملګرو میرو خان او بلو خان د اسونو زین کولو غږ وکړ اسونه زین شول.

د ماخستن لمونځونو وروسته درې په درې را رهي سول د بازید خان کلي ته رواورسیدل یوې زړې بوډۍ ته یې پیسې ورکړې او د بازید خان د کور او توتیا حال او ځای درک یې وکړ. بلو او میرو د توتیا کورته ورولیده او توتیا یې بیده له تلتکه سره پټه راوخیسته د ادم خان تر شا سپره کړه سبا چې بازید خان خبر شو، چې خور یې ادم خان بیولي؛ نو یې له یارانو او تربرونو سره یو ځای د ادم خان په کور یرغل وکړ سخت جنګونه یې وکړل څو کسه د ادم خان او څو سوه کسه د بازدید خان ووژل شول ورسته یې بیا سره روغه وکړه.خپلوي شوه کراره کراري شوه؛ خو ادم خان د پښتونولۍ په سبب د درخانۍ مینه پټه ساتي له یارانو سره په ښکار او په یوه بله ځان بوختوي خو د هرې ورځې په تیریدو ادم خان مړاویږي نه یې په رباب وهلو، نه په ښکارونو او نه له یاروانو سره وخت تیریږي ، پټه له درخانۍ سره مینه پالي او له شرمه یې چاته اظهارولی نه شي.

حسن خان یې د زوی په حال پوه شو، چې په درخانۍ مین دی؛ نو یې د درخانۍ پلار ته مرکه ورولیږله؛ خو طاوس انکار وکړ ځکه ادم خان بله ښځه درلوده د درخانۍ مور او پلار ته د کلي د بل خان پایو خان مرکه هم راځي نو د طاوس خان له خپلې ښځې غواړي چې له درخانۍ سره مشوره وکړي چې څوک کوي درخانۍ ادم خان په ګوته کوي، چې هغه سره به واده کوي؛ خو پلار طاوس خان یې د لور د خوښې خلاف پایو خان ته ورکوي.

درخانۍ چې خبره شوه په اوو کوټو ننوته او په اومه کوټه کې کیناسته او قسم یې وکړ چې زما مخ به بې له ادم خانه بل څوک ونه ګوري او بې له موره مې وای که نور څوک راغلل؛ نو ځان به ووژنم.

په همدې (باز دره) کې يوه بله ښايسته پېغله (بسکۍ) په نوم چې د درخانۍ د ترور لور وه او د درخانۍ له کوچنیوالي ملګرې وه، بسکۍ هم خورا ښايسته وه د درخانۍ خورلڼه هم وه،  بسکۍ او درخو له يو بل سره په ماشومتوب کې ژمنه کړې وه ، چې که د هر چا واده دمخه وي؛ نو بله به په کې ګډون کوي او تر هغه پورې به يې د اوربل غوټه نه خلاصېږي، چې يوې يې د بلې په واده کې ګډون نه وي کړی.د بسکۍ واده تر درخانۍ د مخه تيار شو.

د بسۍ واده تياره شه         جوړې خرڅ جوړې هر کارشه

(۸: ۱۵۰)

وايي چې دا داسې يو  واده و، چې تر اوسه نه په غره او نه په  سمه او نه د  پښتنو په نورو سيمو کې تېر شوی و.

کله چې يې (بسکۍ) پر تخت کېنوله، نو هغې وويل: تر هغه چې درخانۍ رانه شي زما غاړې او اوربل ته څوک ګنډه نه شي اچولی، دا زما له هغې سره ژمنه ده. دا مهال د بسکۍ مور د درخانۍ پلار ته ورځي، هغه ته عذر کوي، چې درخانۍ ته اجازه ورکړي، پلار يې وايي: د سر په سترګو، خو دا کار د درخانۍ دی، د هغې زړه دی؛ خو زما له خوا ممانعت نه شته، درخو ته چې ځي هغه ورته وايي: ما او بسکۍ چې کله سندرې ويلې، هغه د ماشومتوب وخت و، اوس هغه وخت نه دی، چې زه لاړه شم، اوس زما ورور اجازه نه راکوي دا عيب ګڼي، ما معاف کړه،؛ خو د بسکۍ مور ډېرې زارۍ وکړې، سوګندونه يې ورکړل؛ نو درخانۍ له ناچارۍ ورسره لاړه؛ خو دوه شرطه يې پرې کېښودل، يو دا چې سيالې او هميالې تر ما د مخه روانې کړه او بل دا چې د واده په ځای کې به له نورو ښځو او نرو مستوره شم.

شب برات يې چراغان کړ     منور يې درست جهان کړ

(۸: ۱۵۴)

د قبیلې خلک او څو ځوانان څېرې ګریوان راغلل، چې د درخانۍ دیدن وکړي ځکه د هغه د ښایست یې ډېر اوریدلي وو مګر درخانۍ خو مستوره وه چا نشو لیدی حتی په ښځو کې هم مستوره وه. لنډه دا چې خلک پیر صالح ته چې د قبیلې پیر و ورغلل له هغه وغوښتل چې واده ته راشي او درخانۍ راوباسي.

 (۸: ۱۵۱)

درخانۍ په ښځو او نرو کې مستوره وه، پير صالح ته خلکو شکايت وکړ چې که درخانۍ په نرو کې مستوره ده، نو سمه خبره ده، دود دی، دا چې په ښځو کې مستوره ده دا نو بدعت دی.

له مردانو که حجاب کا         دا له ښځو په کوم باب کا
دا نه دود نه روايت دی         بلکې دا ستر بدعت دی

(۸: ۱۵۶)

پير صالح ته يې وويل: ته درخانۍ ته ووايه چې دا بدعت لرې کړي او که ته دا کار نه شې کولی، نو موږ مجبور يو بل پير ته لاړ شو، د بل پير مريدان شو.

کله چې شپه پخه شوه، پير نفل پيل کړل، تر نفلو او د خپلې کورنۍ پیراکو مشورې  وروسته پير ته يواځې (ادم خان) په ذهن کې راغی، چې که هغه ساز او د درد سندرې ووايي، نو د درخو زړه به نرم شي، د ملي هندارې روایت له مخې چې پیر د خپلې کورنۍ له یوه غړي پیراکو سره مشوره وکړه، هغه ورته ادم خان وښوده چې هغه په خپل رباب او سندرو درخانۍ راویستی شي او کله چې د درخانۍ د عشق څپه په ننګ راشي؛ نو مخ به راڅرګند کا، سهار وختي يې ادم خان ته ځواب ورولېږه،  ځکه ادم خان، ښايسته ځوان هم و او رباب يې هم غږاوه او بله دا چې درخانۍ هم پرې مینه وه؛ نو فکر کیده که درخانۍ د ادم خان غږ او رباب واوري مخ به ښکاره کړي.

ادم خان به شنې جامې اغوستې، نن یې هم شنې جامې واغوستې او د بسکۍ کلي ته روان شول د بسګۍ کلي ته ورسیدل پیر صالح ځان ورورساوه په حال احوال یې سره ځانونه پوه کړل چې څه به کوي د درخانۍ د مخ لوڅولو لپاره سازونه پیل شول:

ادم خان د پير صالح  لاسونه ښکلوي، خلک ټول پاڅېږي، د ادم خان په ستاينه چغې پورته کوي، درخو پوښتنه کوي، چې څه خبره ده؟ کله چې يې دا ننداره وکتله نو متحيره شوه.

کله چې درخو د ادم خان نارې واورېدې؛ نو زړه يې نرم شو. بله دا خبره هم درخانۍ اوریدلې وه که چېرې زه مخ ښکاره نه کړم نو ادم خان وطن پریږدي ځکه چې ادم خان له خلکو سره یې وعده کړې چې که ماته یې مخ راښکاره نکړ زه وطن پرېږدم.

درخانۍ تر ډېرو نارو او غږونو وروسته پړونی  له مخه لرې کړ، کله چې خلکو د درخانۍ ښايست وليد، نو هک حيران شول، ټولو په  عمر کې داسې ښايست نه و ليدلی، ټول په ځمکه پرېوتل، يواځې ادم خان حيران ولاړ و، درخانۍ د کور پر لور روانه او ادم خان هم ورپسې روان شو:

ادم خان له (ميرو)  هيله وکړه يواځې (ميرو) دې ورسره پاتې وي، چې د درخو پل تعقيب کړي،  د شپې يې د درخو کور ته ځان ورساوه، درخو او ادم خان په تياره کې يو بل سره ډېرې نارې تبادله کړې چې د مينې له راز او نيازه ډکې وې.

کله چې سهار وځي، ادم له درخانۍ رخصت اخلي؛ نو تر هغې وروسته پر درخانۍ زياته پرېشاني راځي او دواړه په خپل کلام کې خپل درد بيانوي. درخانۍ او ادم خان یو بل سره کله کله لیده کاته کوي، په دې  وخت کې پایو خان د درخانۍ کوژدن ته چا پیغور ورکړ چې درخو دې کړې او واده کړې دې نه ده او ادم خان اوس هم ورته ځي راځي. پایو خان د درخانۍ کور مخ ته پټ کیناست ګوري چې ادم خان راغی او کور ته ورننوزي د غشي ګزار یې پرې وکړ ادم خان پر ځمکه پرېوت او پایو خان وتښتید؛ خو بیا هم ادم خان درخانۍ ته په ټپي حالت کې ځان ورساوه ، نېمګړی دیدن وکړ او سره بېل شول.

درخانۍ د ادم خان په غم ډېره وکړېده:

 ګاه به دا په اور لنبه شوه            ګاه به دا په خيال زنده شوه
نه يې مرګ نه يې صحت و         زړه خسته خوار يې صورت و

(۸: ۲۲۰)

مور يې ورته زاري کوي چې لورې څه درباندې وشول، د مور او لور مناظره خورا دردوونکې او د پښتني کلتور انځوروونکې ده.

درخانۍ مور ته وايي چې له ادم خان سره زما مينه د رښتينې محبت زېږنده ده، نه د شهوت.

  زما عشق نه د شهوت دی             دا رښتينی محبــــــت دی
لــکــه مــينــه د پــتنــګ ده             په چراغ د هــــغه رنګ ده
لـــکـــه مــينــــه د بــلــبــلــــو        په جمــــــــــال وينې د ګلو

(۸: ۲۲۵)

کله يې چې  مور د درخو حقيقي مينه درک کړه؛ نو د لور د مرستې په فکر کې شوه. خو هلته پایو خان د واده بند بست وکړ. واده تیار شو، درخانۍ پایو خان ته واده کیږي، درخانۍ پایو خان ته ویلي که لاس راوړې نو ځان به ووژنم لس ورځې یې ځینې وخت وغوښت چې لاس به نه راوړې ، په دې کې درخانۍ  د خپل یو استاد په لاس ادم خان ته احوال لیږي او له واده یې خبروي.

  خانه ځان مې دی ســـــــــاتلی       درته وایم پایو لاس نه دی راوړی

 و پایو وتـــــــــــــــه واده شوم         امانت پالـــــیز مې تا لره ساتلی

(۸: ۴۹)

د درخانۍ مور ادم خان  د شپې له خوا دعوت کړ، چې درخو ورسره لاړه شي، ادم خان د خپل پلار په رضایت راځي او درخو پر آس سوروي او دواړه له کوره وځي، د ادم او درخانۍ سوال قبلېږي. ادم خان خپل ماما چې میرمامی نومیږي هم له ځان سره د درخانۍ په راوستلو کې د مرستې په خاطر ځان سره بیایي میرمامی ډېر بخیل انسان و. ادم خان چې کله درخانۍ له کلي باسي نو یې شپې د همدې بخیل ماما کره بیایي. شپې چې پایو خان خبریږي؛ نو میر مامي ته څه پیسې او اسونه ورکوي او څلویښت زره لښکرې له ادم خان سره د جنګ لپاره تیاروي خو میرمامی پایو خان ته بې له جنګه د پیسو او اسونو بدل کې درخانۍ سپاري.

کله چې ادم خان خبریږي له حسن خان ګوجر خان او نور نارینه وو او ښځو سره د جنګ اماده ګي نیسي د پایو خان په لښکر پسې وخوځیدل او د جنګ ځای ته ورسیدل. جنګ پیل شو ادم خان د نورو ملګرو ترڅنګ د جنګ میدان ته ننوت، ډېر ملګري یې زخمیان شول، بلو ملګری چې زخمي شوی و د ټپونو له وجې ساه ورکړه، ادم خان په غوسه شو بیا جنګ ته ووت تر ماسپښینه وجنګیده، ډېر یاران یې مړه شول دی هم زخمي شو په ډېر تکلیف ځان کورته ورساوه، مازدیګر مهال و چې مړ شو او د سیند پر غاړه ښخ کړل شو.

درخانۍ چې د ادم د مرگ څخه خبره شوه نو پايو ته يې زارۍ وکړې چې دا د هغه قبر ته تلل غواړي. د پايو خان زړه اوس ډاډه و چې خپل رقيب يې وژلی وو نو د درخانۍ او د هغې د خدمتگارې د تلو لپاره اسونه زين کړل.

 وايي چې کله درخانۍ د ادم خان قبر ته کېناسته نو په هغې يې لاسونه وغوړول او د خپل مرگ دعا يې وکړه. ځينې وايي چې درخانۍ هم هلته مړه شوه او د هغې قبر هم د ادم خان په څنگ کې جوړ شو. ډېره موده وروستو هغه قبرونه يو ځای شول او اوس د باز درې په هديره کې يو لوی قبر ته خلک د ادم درخانۍ قبر وايي.درخو له ادم سره  خپله ژمنه ترسره کړه او په دې ډول يې له ژوند سره خدای پاماني وکړه.

د ادم خان د مرګ په باب بېلا بېل روايتونه دي، ځينې وايي ادم خان په زړه تلی، په صورت ټکلی د يوسفزو له سيمې راووت، دا کوړې په مصري بانډه کې وفات شو، کله چې درخانۍ د ادم خان له مرګه خبره شوه، نو هغې هم ساه ورکړه او د ادم خان په خوا کې خاورو ته وسپارل شوه او تر نن ورځې پورې دوه قبرونه په يو ځای يادېږي، درخانۍ په خپل وصيت او د هغې د کورنۍ په اجازه د ادم خان تر خوا خښه شوه. دا و د ادم خان او درخانۍ د تراژيک داستان لنډيز.

د ادم خان او درخانۍ داستان حماسي اړخ

 د زلمي هیوادمل له نظره چې: “كه څه هم چې د پښتو شعر يا پښتو ادب د موضوعي ځانگړنو د بيان په ترڅ كې د حماسي ژانر په باب خبرې آن له ( ۱۳۱۴ ) لمريز كال را په دې خوا ، دارواښاد استاد حبيبي په ( تاريخچۀ شعر پښتو ) او دارواښاد استاد غلام جيلاني جلالي او بيا په وروستيو كلونو كې د نورو ادبپوهانو په څېړنو او بيانونو كې راغلې دي؛ خو له يوې غلطۍ سره ملې او هغه دا، چې په دغو څېړنو كې يې حماسه او حماسي شعرسره گډ كړي دي.”(۱۱: ۳۲)

حماسه په واقعي مانا كابو دېرش – څلوېښت كاله دمخه د ارواښاد دوست محمد دوست شينواري په آثارو كې په ډېره ابتدايي بڼه مطرح شوه.(۱۱: ۳۲)

د ده په دوو كتابونو ( د پښتو ولسي ادب لارې ) او ( د ادب تيوري اساسونه ) كې حماسه په څرگنده بڼه مطرح شوې ده؛ دا آثار لومړى ځل په متفرق ډول د څلوېښتو كلونو په جريان كې د كابل په موقوتو خپرونو كې چاپ شوي دي.

هیوادمل په خپل کتاب حماسه کې زیاتوي چې له دغو دوو كتابونو څخه ( د پښتو ولسي ادب لارې ) كې ارواښاد دوست په ښكاره ډول د پښتو دوه نكلونه ( فتح خان او رابيا؛ آدم خان او درخانۍ) د پښتو حماسو په نامه ياد كړي دي؛ خو بيا يې په خپل دويم اثر ( د ادب دتيوري اساسونه ) كې چې تر لومړي وروسته چاپ شوى دى؛ سره له دې چې د حماسې په باب په عام ډول ځينې د كار خبرې لري؛ خو د مثالونو په ښوولو كې له گډوډۍ سره مخامخ شوى دى؛ اصلي حماسې، وياړنې او حماسي شعرونه يې سره گډ كړي دي.( ۱۱: ۳۲)

د ایران هیواد لیکوال شفیعی کدکنی له نظره: “  د حماسې اصلي ځانګړنه داستاني اړخ دی” (۶: ۱۰۵)

د اسطورې او حماسې ترمنځ یو توپیر دا هم دی چې په حماسه کې له یو وحدتمند او  تقریباً له یو منطقي او پرلپسې داستان سره مخ یو.

۱ـ داستاني اړخ: 

حماسه څه ‌ډول داستان وي؟

د پوهانو نظریات:

“د حماسې اصلي ځانګړنه داستاني اړخ دی.” (۶: ۱۰۵ )

“حماسي داستانونه مشخص پیل او پای لري ، نېمګړی نه وي ، غوټه باید خلاصه شي.” ( ۷: ۴ )

په ډېرو پیښو کې د ادم خان او درخانۍ  نومونه محوري حیثیت لري او د موضوع په وحدت کې مرسته کولای شي او د نورو کرکټرونو نومونه او فعالیتونه یې کمرنګه کړي دي.

حماسي داستانونه مشخص پیل او پای لري.  ” په حماسي شعر کې د یو کس یا یو ملت پهلوانۍ او پیښې په داستان یا داستانونو کې داسې راوړل کیږي چې نظم او ترتیب یې له ورایه ښکاري، له یو یا څو ټکو پیلیږي او په یو یا څو ټکو پای ته رسیږي، ناقص او نېمګړی نه وي. “( ۷: ۴ )

د ادم خان او درخانۍ په نکل کې هم یو داستان دی چې څنګه ادم خان ځان درخانۍ ته رسوي او ځنګه د ژوند تر پایه یو بل سره لیده کاته کوي یعني کیسه پیل او پای لري هغه غوټه چې په کیسه کې موجوده ده د کیسې په پای کې خلاصیږي او کیسه په یوه تراژیدۍ سره پای ته رسیږي.

د داستان له ځانګړنو څخه یوه هم دا ده چې په داستان کې شخصیت پردازي کیږي . لیکوال باید د داستان شخصیتونه لوستونکو ته وروپیژني چې پلانۍ څه ډول شخصیت دی او پلانی څه ډول شخصیت دی تر څو لوستونکي ورسره هم فکره او یا یې په مقابل کې ودریږي.

د ادم خان او درخانۍ د داستان ټول چاپيريال رښتينی پښتني چاپيريال دی، مرکزي کرکټرونه ادم خان او درخانۍ، فرعي کرکټرونه، بسګی، ميروګی، بلو، شمس خان، ميربامي، ټول هغه شخصيتونه دي چې په دې داستان کې بېلا بېل کارونه تر سره کوي. دا داسې  کارونه دي، چې زموږ په ټولنه کې يې همدا ډول شخصيتونه ترسره کوي، د فرعي شخصيتونو لپاره د  تصغيري نومونو کارونه لکه د (ميرولي) لپاره، (ميرو او ميروګی)، د بسکۍ لپاره (بسوګۍ) کارول زموږ په ټولنه کې معمول دي او دا ډول کرکټرونه د دويمو او درېيمو شخصيتونو په توګه دود دي.

د داستان اصلي شخصيتونه لکه (ادم خان او درخانۍ) پر ټولنه باندې د خور او حاکم کلتوري چاپيريال له دايرې څخه نه شي وتلای، همدا ټينګ کلتوري ضوابط او روابط وو، چې داستان يې تراژيک حالت ته ورساوه.

یا د ادم خان او درخانۍ د پلرونو کړنې چې اکثره پښتانه پلرونه یې د اولادونو په اړه ترسره کوي د پښتنې ټولنې انځورګر شخصیتونه دي.

۲ـ جادویي حالت:

په حماسه کې داسې ګیاوې او میوې وي چې جادویي خاصیت لري.

د پوهانو نظر:

دوکتور محمد صالح راسخ په نظریات ادبي کې وایي:

“په ګلګمېش کې  بوټي جادویي خاصیت لري،(۱، ۱۶۰)

سیروس شمیسا په انوع ادبي کې وایي:

اسفندیار مڼه خوري بدن یې اوسپنیز کیږي.( ۵: ۷۶)

ادم خان او درخانۍ نکل کې خورماوې جادويي خاصیت لري.

د ادم خان او درخانۍ په نکل کې چې کله فقیر د ادم خان پلار حسن خان ته خرماوې ورکوي نو د خرماو په واسطه حسن خان ته خدای زوی ورکوي او دا د حماسو ځانګړنه ده چې میوه او بوټي جادویي خاصیت لري. یا هغه دوه خرماوې چې حسن خان په ځمکه غورځوي د هغو له برکته د ادم خان دوه مریان پیدا کیږي. یو ډول جادویي حالت دی.

۳ـ د حیوانات نقش او نومونه:

د پوهانو نظریات:

حماسه کې د قهرمانانو آسونه نومونه لري. (۱۱: ۱۵۸)

په شهنامه کې دې ۳۸ اسونو نومونه راغلي لکه : ابرش، ابلق، اژدها، اشقَر،همای. یا د رستم د مشهور آس نوم ( رخش) و یا د تراو آس. (۴: ۹)

د آشیل آس ( خانتوس) چې د خبرو او وړاندوینې وړتیا یې درلوده، په ( تراو) کې د آشیل د مرګ وړاندوینه کوي.  (۱: ۱۵۹)

د آدم خان او درخانۍ نکل کې د ادم خان او ملګرو اساونه نومونه لري. لکه: د ادم خان آس ( مجنون) د بلو آس (ازر) او د میرو (آس) پرده نومیږي.

په شهنامه کې هم د ۳۸ اسونو نومونه راغلي لکه : ابرش،ابلق،اژدها، اشقَر،همای

یا د رستم د مشهور آس نوم ( رخش) و یا د تراو آس. (۴: ۹)

د حماسې لیکوال یا شاعر د ملي ، قومي یا نژادي قهرمانیو انځورونکی وي.

۴ـ د ملي ، قومي یا نژادي قهرمانیو انځورونه

د پوهانو نظریات:

د حماسي پیښو محور ملي ، دیني او تاریخي مسایل وي.(۳: ۳۳۷)

د حماسې قهرمان  لوی لوی اعمال ترسره کوي چې ملي ، تاریخي ، نژادي او قومي اهمیت او ارزښت لري.(۳: ۱۵۹)

د حماسې اتل سترې کړنې ترسره کوي چې ملي او معنوي او قومي ارزښت لري. لکه د رستم او افراسیاب جنګونه چې ملي ارزښت لري. (۵: ۱۸)

د داستان اتلان د ټولنې له کلتوري دايرې څخه ځان نه باسي او نه ټولنيزو او کلتوري ارزښتونو سره مخالفت کوي. درخو او ادم خان اصلاً د پښتني ټولنې د لوړو اخلاقي اصولو او پرنيسپونو ممثلين دي. د  (ادم خان او درخو) تر منځ مناظره د لوړو علمي او اخلاقي ژورتياوو تمثيل کوي، کله کله  د داستان ځينې برخې افسانه يي بڼه خپلوي، خو د داستان اکثره برخې داسې نه دي چې د ټولنې له عيني واقعيتونو څخه لرې وي.

پر پښتني ټولنه واکمن عيني واقعيتونه په دې داستان کې په ترتيب سره راغلي،  ځینې جغرافيايي نومونه چې تر دې دمه لا هم ژوندي دي او پښتني قبيلي په کې ژوند کوي،  هم په همغه خپله بڼه  تر دې دمه کارول کېږي.

۵ـ له نورو انسانانو څخه د اتل ممتازیت او برتري.

د پوهانو نظریات:

 د حماسې اصلي کرکټر باید داسې څوک وي چې هم له جسمي او هم له معنوي پلوه له نورو نه ممتازه وي. (۶: ۱۰۵)

ادم خان له نورو کسانو په جسمي او معنوي لحاظ ممتازه دی.

ادم خان له نورو کسانو په جسمي او معنوي لحاظ ممتازه دی او یا درخانۍ شخصیت د یوې پښتنې پیغلې په توګه چې په پښتنه ټولنه کې ژوند کوي په ښه ډول تمثیل شوی.

۶ـ په حماسه کې یوازې جنګ نه وي.

په بشپړه حماسي منظومه کې یوازې جنګ او وینه تویونه نه وي بلکې د یو قوم د بهادریو او میړانو ترڅنګ د هغوی د عقایدو، فرهنګ، اخلاق او تمدن استازیتوب هم کوي. حتی د پهلوانانو له مینې  ، عشقبازۍ ، لذتونو او خوښویو څخه هم خبریږو.(۷: ۹ )

د ادم خان او درخانۍ نکل کې هم موږ د وخت د ټولنې فرهنګ، کلتور او عقایدو څخه خبریږو، او د دې تر څنګ که څه هم حماسي منظومه د پخوانیو او لرغونو پیښو ښکارندوی وي خو له اوسني عصر له واقعي او ریښتني پیښو سره ټینګې اړیکې لري. له همدې امله له واقعیتونو ډکې پیښې انځوروي.

د حماسي پیښو محور ملي ، دیني او تاریخي مسایل وي.( ۳: ۳۳۷)

۷ـ جنګ جګړې او پهلوانۍ:

د حماسې یوه ځانګړنه جنګ جګړې او پهلوانۍ دي.( ۳: ۳۳۷)

ذبیح الله صفا پر دوه ځانګړنو تاکید کوي: ” حماسه هغه ده چي په هغه کې د یو قوم یا یو کس د میړانو، پهلوانیو او افتخاراتو توصیف کیږي.” ( ۷: ۳ )

کوم جنګونه چې ادم خان د توتیا له پلرګنۍ سره کړي او یا یې د درخانۍ په سر کوم جنګونه کړي. زلمی هیوادمل وایي : “دا جنګونه د خپل ناموس د خوندي کولو پر سر شوي دي ځکه توتیا هم ادم خان ته ورکړې وه او د ده ناموس و او درخانۍ یې هم په کوچنیوالي ادم خان ته ورکړې وه. بنا پر دې د دې جنګونو اهداف ناوړه او تعرضي نه دي.” ( ۱۱: ۱۵۸)

۸ـ چل او فریب:

په آدم خان او دزخانۍ کې له چل او فریب څخه هم کار اخیستل کیږي. لکه : میرمامی چې د پایو خان د پیسو، آس او مریي په بدل کې له خپل خوریي ادم خان سره خدعه او ناروا کوي، درخانۍ په چل له خپلې کوټې راباسي او دولس تنو سپرو ته یې سپاري. ( ۱۱: ۱۵۸)

۹ـ رسم رواج او اخلاقي نورمونه 

حماسي منظومه له دې جهته جالبه وي چې په هغه کې د هغه ملت لوړوالی ، رسم او رواج او یا اخلاقي نورمونه کتل کیدای شي.  ( ۲ : ۲۴ )

د داستان د  اتلانو تر منځ صداقت او رښتينولي د پښتني ټولنې د کليوالي ژوند بله ځانګړنه ده، همدا صداقت دی چې د داستان اتلان يې نه يواځې په دې داستان کې د اخلاقو لوړو مدارجو ته رسولي، بلکې د دې اتلانو تر مرګ وروسته هم هغوی په پښتني افغاني ادب کې د افسانوي اتلانو په توګه تمثيل شوي دي. په پښتنو شاعرانو کې به داسې شاعر ډېر کم پيدا شي چې هغه دې شعر  يا نظم ليکلی وي او په يو نه يو ډول دې ادم خان او درخانۍ د مثبتو کرکټرونو او يا هم اتلانو په توګه په خپل کلام کې نه وي کارولي.

هر حماسه کې د عادت نظام څخه بیرون غیر طبیعي او خارق العاده پیښې موجودې وي، چې دا د همغې زمانې دیني خط سیر څخه وي. هر ملت خپل ماورا طبیعي عقاید په خپلو حماسو کې ځای کړي دي ( ۶: ۱۰۷)

  که څه هم چې دا ځانګړنه د ادم خان او درخانۍ نکل کې کمه لیدل کیږي؛ خو ځینې جادویي خبرې شته دي. او یا د ادم خان له ډېرو لږو کسانو سره ډېرو کسانو ته په جنګ کې ماتې ورکوي.

۹ـ د عادت څخه بیرون پیښې:

هر حماسه کې د عادت نظام څخه بیرون غیر طبیعي او خارق العاده پیښې موجودې وي، چې دا د همغې زمانې دیني خط سیر څخه وي. هر ملت خپل ماورا طبیعي عقاید په خپلو حماسو کې ځای کړي دي. (۶: ۱۰۷)

 که څه هم چې دا ځانګړنه د ادم خان او درخانۍ نکل کې کمه لیدل کیږي؛ خو ځینې جادویي خبرې شته دي. او یا د ادم خان له ډېرو لږو کسانو سره ډېرو کسانو ته په جنګ کې ماتې ورکوي.

ذبیح الله صفا د حماسې پر ملي والي او پهلوانۍ اړخ تاکید کوي.” حماسه هغه داستان دی چې د پهلوانۍ او بهادرۍ ترڅنګ د یو قوم یا کس افتخارات او لوړوالی توصیف کیږي، چې د هغوی د ژوند د مختلفو پیښو انځورونکی وي.“( ۷: ۳)

په حماسي منظومه کې شاعر هیڅ وخت خپل شخصي عواطف نه څرګندوي، د پهلوانانو او قهرمانانو په ستاینه کې هیڅ کله مداخله نه کوي یوازې د هغوی د بهادریو او میړانو ستاینه کوي.( ۷: ۴)

۱۰ـ د حماسي منظومې یوه ځانګړنه دا ده چې هر وخت او هر ځای کې ورسته د هغو پیښو څخه چې په منظومه کې بیانیږي، رامنځ ته کیږي.( ۷: ۷)

لکه د ادم خان او درخانۍ کوم داستان چې صدرخان خټک نظم کړی دا هم د تیرو پیښو یعني اکبر پاچاه په وخت کې پیښ شوی دی، چې ورسته بیا صدرخان له خپل پلار سره د دې نکل په اړه ورسره مشوره کوي او ورته وایي چې زه باید دا شفاهي نکلونه ولیکم او خوشحال خان خټک یې هم په ارزښت پوه وي او خپل زوی ته د دې نکلونو د لیکلو سپارښتنه کوي.

د پهلوانۍ او میړانو کومې پیښې چې دي په خپل وخت کې دومره ارزښت نلري ځکه هغه خلکو ته عادي بشري پیښې ښکاري خو پیړۍ ورسته خلکو ته ډېر سترې پیښې معلومیږي ځکه چې د همغه پهلوانیو په نتیجه کې به ملي استقلال ، د دښمنانو دفع کول او د ملیت جوړونې تحکیم رامنځ ته کیږي.( ۷: ۷)

۱۱ـ حماسي منظومه کې مشخص ځای او وخت نه ښودل کیږي یعني په مشخص زمان او مکان پورې نه محدودیږي ځکه که چیرې مشخص زمان او مکان ښودل شوی وي دا نو بیا تاریخ ته نږدې کیږي او په دې سره دې منظومې حماسي ارزښت له لاسه ورکول کیږي.( ۷: ۱۲)

که څه هم د ادم خان او درخانۍ داستان پېښې د مشهور مغل پاچا جلال الدین اکبر (۱۰۱۴ هـ ق مړ) له زمانې سره تړل شوي دي ؛ خو فولکلور پوهان او د شفاهي ادبیاتو څېړونکي دا نظریه نه مني او پدې عقیده دي چې دا نکل له دې زمانې ډېر لرغونی دی. دا چې په دې نکل کې د پیښو ارتباط  د اکبر پاچا له زمانې سره شوی دی ، دا هغه تغییرات دي چې د نکلونو د لېږد په جریان کې یې د نکل اډانې ته لاره پیدا کړې ده او دا هم کیدای شي چې د اکبر پاچاه زیات شهرت له امله په پښتونخوا کې هرې پخوانۍ پېیښې او نکل ته د اکبر له زمانې سره ارتباط ورکړل شوی وي.( ۱۱: ۱۱۸)

پایله 

په پښتو داستاني اثارو کې ادم خان او درخانۍ خورا نامتو داستاني اثر دی، د دې داستان اساس د مينې پر يوې کيسې ايښودل شوی، چې مرکزي کرکټرونه يې (ادم خان او درخانۍ) دي، داستان په خوشالۍ پيل او په تراژيدۍ پای ته رسیږي، دا کيسه د خوشال خټک اديب او شاعر زوی (صدر خان خټک) د نظم په يوه قالب کې نظم کړې ده، محمد ګل نوري په خواږه پښتو نثر په ولسي ژبه وړاندې کړې او همداسې نورو لیکوالانو او شاعرانو د ادم خان او درخانۍ یادونه کړې ده.

د ادم خانۍ او درخانۍ داستان له تحلیل او شننې څخه وروسته دې پایلې ته رسیدی شو چې د حماسې اکثره ځانګړنې په دې داستان کې موجودې دي.

ماخذونه 

۱ـ راسخ، محمد صالح.(۱۳۹۴). چاپ اول، نظریات ادبي. کابل: مطبعه سعید.

۲ـ رزمجو، حسین.(۱۳۸۱). قلمرو ادبیات حماسي ایران. تهران: پژوهشګاه علوم انساني و مطالعات فرهنګي.

۳ـ رستګار فسایي، منصور.(۱۳۸۰). انواع شعر فارسي. شیراز. نوید.

۴ـ سجادي راد ، سیده صدیقه او سید کریم.(۱۳۹۲). بررسی اهمیت اسب در اساطیر ایران. پژوهشنامه ادب حماسي ، سال نهم ، شماره شانزده هم.

۵ـ شمیسا، سیروس.(۱۳۷۵). انواع ادبي. تهران: فردوس.

۶ـ شفعی کد کنی، محمد رضا.(۱۳۵۲). انواع ادبی. مجله خرد و کوشش، بهار و تابستان شماره ۱۱ و ۱۲.

۷ـ صفا، ذبیح الله.( ۱۳۷۴). حماسه سرایي در ایران. تهران: فردوسی.

۸ـ طائر، محمد نواز.(۱۹۸۹). د صدرخان خټک مثنوي( ادم خان او درخانۍ). پېښور : پښتو اکاډمۍ.

۹ـ محمدي، محتشم.( ۱۳۹۶). تحلیل عناصر حماسي در گرشاسب نامه. دانشګاه سلمان فارسي کازرون.

۱۰ـ نوري، محمد ګل.(۱۳۹۳). ملي هینداره. کندهار: صداقت خپرندویه ټولنه.

۱۱ـ هیوادمل، زلمی.(۱۳۹۸). حماسه. کابل پوهنتون. د نشراتو برخه.

۱۲ـ یون ، محمد اسماعیل.( ۲۰۱۹). د ادم او درخانۍ داستان لنډه شننه او تلنه. پیوستون وېبپاڼه.

(Visited 55 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.