The news is by your side.

د ادبیاتو اصلي مفهوم

ملیحه ناصري

0

یو عام ذهنیت، چې له موږ، ادب لوستونکو او د ټولنې له وګړو سره د ادبیاتو په اړه موجود دی، دا دی چې ادبیات د فکر او الفاظو اصلاح او سمونې ته ویل کېږي.  پخوا به چې څوک د ادب پوهنځي ته بریالي شول، خلکو به ویل چې بېوزلی ادبیاتو ته شو،  خو اوس چې څوک داسې خبرې وکړي چې د خلکو او اورېدونکو پام ځان ته واړوي، بیا وایي چې پلانکی خوندورې خبرې کوي، ځکه ادبیات یې لوستي.

له ادبپوه او ادبیاتو څخه د هر وګړي غوښتنه دا وي چې د لفظونو او لیکنو له لارې ټولنه اصلاح کړي، فکرونو او ذهنیتونو ته وده ورکړي.

ځینې لیکوالان شته چې داسې لیکنې یا اثرونه خپروي چې په هغو کې نامهذبې ویناوې او بربنډې صحنې انځور شوې وي. چې دا د اصلاح پرځای ممکن ذهنونه ونړوي. په هره ټولنه کې ناوړه کارونه کېږي، خو د ادب کار دا دی چې بربنډې خبرې او کارونه په لفافه کې راپټې کړي چې لوستونکی له نااصلاحتوب څخه راوګرځوي او وکولی شي د خلکو دردونه او د ژوند واقعیتونه راونغاړي.

د دغو لیکوالو دلیل د داسې لیکنو د خپرولو په اړه دا وي چې ګېني دوی ځان ته جراات ورکړی او د ټولنې د وګړیو غږ یې تر نورو رسولی دی.

ژوند د مهذب او نامهذب ترمنځ مبارزه ده. چېرته چې ښه اخلاق وي هلته مخالف اخلاق هم شته. د ښو پر وړاندې بد شته او همداسې د بدو پر وړاندې د ښو ښکارنده رامنځته شوې. که بد نه وي، نو دا دومره منډې – رامنډې او هلې – ځلې به نه وای چې موږ غواړو ښه کارونه د بدو ځایناستي شي. همدغه د ښو او بدو بهیر دی چې هره ټولنه کې قانونونه رامنځته شوي دي.

د هر انسان طبیعت او خاصیت دا دی چې تر هر څه ډېر له کتابه اغېزمن کېږي. مثلاً که ادب لیکوال یو بربنډ ناول ولیکي او چاپ شي؛ لوستونکی کتاب پلورنځي ته د اخیستلو په‌پار ورشي او مخې ته یې دا ناول وي، هغه به یې له محتوا هم خبر نه وي، کله چې ویې لولي او وویني چې بربنډې صحنې یې انځور کړي، یوازې دا نه چې د ناول له لوستنېڅخه به یې زړه جګ شي، بلکې ممکن چې د هغه لیکوال نور کتابونه هم ونه لولي، ځکه چې هره ټولنه ځینې فرهنګي او مذهبي اصول لري، په تېره بیا زموږ ټولنه چې پر مذهب او فرهنګ ټینګ خلک یو، نو که داسې کتابونه چاپ هم شي یو بل ته به وایي مه یې لوله؛ په لوست نه ارزي؛ له حیا وتلی کتاب دی.

هغه فلمنامه لیکونکی چې نااخلاقي فلمونه جوړوي، له دې لیکوال سره به یې توپیر څه وي؟ هغوی یې عملي ښیي او دی یې په لیکني ډول. له ادب لوستونکي او ادبپوه څخه هیله دا وي چې له ځان پرته د نورو خبرې او افکار اصلاح او د ټولنیز نزاکت برابر لیکل وکړي، ځکه چې د ادبپوه وجیبه د فکرونو رغاونه ده، نه د نا ادبي او بربنډو خبرو عامول.

یوازې د نثر برخه نه، په شعرونو او موزونو کلامونو کې هم داسې بېلګې موږ لوستې او لیدلې دي چې په لوستو یې له ځان سره خجالت کېږو او د نورو پر وړاندې یې لا نوم د یادولو نه وي. زما په اند هېڅ اړتیا نشته چې د انسان نفسي غرایز دې په کلامي بڼو ولیکل او وویل شي. د هر انسان لپاره د کلام عفت یوه اړینه موضوع ده. داسې ډېر شاعران او لیکوالان لرو چې په کتابونو کې یې بربنډه خبرې نشته یا په داسې ډول ویل شوي چې له اړتیا سره سمې پوښل شوي دي. مانا که څوک د هغو لغتونو ماناوې ونه لټوي نه پرې پوهېږي، مجبور چې قاموس ته مراجعه وکړي.

روهي صاحب په خپل کتاب «د پښتو ادبیاتو تاریخ»  کې ادب ډېر خوندور راپېژني. هغه وایي: “ادب په لغت کې پوهې،  زیرکۍ، اخلاقي تهذیب او فضیلت ته وایي. په اصطلاح کې ښو خویونو او معاشرتي تهذیب ته وایي…”

کله چې څوک غواړي له مطالعې او ژونده خوند واخلي او خپل ذوق خړوب کړي، ډېر ځله د ساینسي کتابونو خوا ته نه ځي، بلکې هڅه کوي چې د مطالعې په خاطر ادبي اثرونه وپېري او ویې لولي.

ادبیات د ژوند هېنداره ده. واقعیتونه کټ – مټ نه رااخلي، بلکې هغه په داسې لفظونو او ماناوو کې رانغاړي چې لوستونکی د خوند اخیستنې سربېره فکري وده هم وکړي. د ادبیاتو دنده د نامهذبو کارونو او خبرو رانغاړل په مهذبو او ښو لفظونو کې ده.

(Visited 15 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.