The news is by your side.

د استاد قلندر مومند د تلين په بانه!/ عبدالهادي هادي

0

(عکس کې : عبدالهادي هادي او استاد قلندر مومند)

د جهان ښکلي به خدای خبر چې څه کا قلندر مومند که بې وخته وفات شي قلندر مه هيروئ، قلندر د هيرولو نه دی! زه چې وايم د پښتنوپه جغرافيه کې د اشتراکيت ناره دروغ وه نو ملګري راته وايي په خپلو تيرو باورونو پورې خاندې! زما په خيال چې په پښتنو کې تر سمندر، لايق او اجمل صيب ور اخوا بل هيچا هم د ارواښاد قلندر مومند په شان د اشتراکيت ناره رسا ، نه ده اوچته کړې. قلندر په غرغره کړئ قلندر اشتراکي دی… په پښتنو کې د اشتراکيت دعويدار ، لر وو که بر ، هغه خورده بورژواګان وو چې څه يې ويل پر هغو يې باور نه درلوده خو دا جنډه يې ځکه جګه کړی وه چې له دې لارې واک او د سرې غوا ډکو غولانځو ته ځان ورسوي، که يې نه منئ نو نن د لوی انسان او مفکر استاد قلندر مومند څوارلسم تلين دی ، وګورو چې د چارصدې خانان د خپل مخلص او د بابا د پيرو پر مزار د ګلو څادر غوړوي، د صمد خان بابا پر وينو پاېيدلي د بلوچستان خانان خپل د مبارزې ملګری يادوي او که يې په کابل کې له قلندره ګيله من ياران، ارادتمندان او شاګردان؟؟؟

(Visited 21 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.