The news is by your side.

د انسانيت ورکه

ساده حيدرخېل

0

زما ورکه د ملا صیب ورکه نه ده چې ډير يې په حلوا کې ګوري لږ يې په کتاب کې، زما ورکه د محصل ورکه هم نه ده چې په ګوګل ډاډ کام کې ېې وګورم، زما ورکه د شاعر ورکه هم نه ده چې په ګل کې به پيدا شي، زما ورکه د فلسفيانو ورکه هم نه ده چې په پايله کې لېونتوب ته ورسيږي، زما ورکه د هغه انسان ورکه هم نه ده چې تر پيدا کيدو وروسته دوه نيمه شو، نيم يوې خوا ته لاړو او نيم بلې خوا ته، اوس نو دواړه په يو بل پسې ګرځي، په هر ځای کې چې دوه کسان د زړه له تله سره يو شي نو داسې وګڼي چې دواړو خپل نيم ورک ځانونه پيدا کړل، زما ورکه د مجنون ورکه هم نه ده چې د ليلا په ليدو به قرار ومومي، زما ورکه د همای مارغه هم نه دی چې په فضا کې پيدا کېږي، سترېږي، زړېږي او مري خو ځمکې ته نه رارسيږي، زما ورکه د رحمان بابا غزل هم نه دی چې څوک يې نصيحت وګڼي، زما ورکه د خوشال خټک شعر هم نه دی چې د بکرې صحبت د نر لپاره د مخ ښکلا او د ملا د درد علاج ګڼي، زما ورکه عجيبه ورکه ده، کله کله خو زه په خپله ورکه شکمن شم، چې ورکه نه بلکې هسې يو سوچ به وي، يعنې دا څنګه ورکه ده چې تراوسه مې په هيځ ځای کې پیدا نه کړه؟ کله کله مې پر ځپل ځان لاس او په زړه ګوتې راتېرې کړم او له ځان سره ووايم چې هسې نه زما ورکه زما خپل ځان نه وي؟ مطلب داچې زه شکمن شم چې زه خو به نه وم ورک؟ خو سملاسي مې پام شي چې زه خو دايم! او ثبوت مې دا دی چې زه شته يم! او خپله ورکه لټوم! يعنې ورکه په ورکه پسې نه ګرځي! يعنې دا زه چې ورکه لټوم نو زه شته يم! خو نه پوهېږم چې زما ورکه به شته وي او که نه؟ او که وي نو چرته به وي؟

ډېر وخت کېږي چې زه مې په خپله ورکه پسې ګرځم، له ملايکو سره خو هیڅ نه وه، په فضا کې هم په ګوتو رانغله، سيند مې وپوښت خو سيند په غورځنګ شو او په سمندر ورګډ شو، سمندر ته مې مخ ورواړوو خو په سمندر کې توپان پيدا شو، څپې څپې شو او په ګرداب يې سر ننويست، د مرغانو پاچا(باز) ته مې د پوښتنې په نظر وروکتل، باز په هوا شو، د ونو پاچا(چنار) ته مې د خپلې ورکې کېسه وکړه، چنار د سروې په لور نظر وکړ، چنار اور واخست او لبمه لبمه شو، ، د حيواناتو له پاچا (له زمري) مې تپوس وکړ، د زمري سترګې سرې شوې، وغړمبيدو وغړمبیدو ايسته يې منډه کړه، زه هرڅه او هرچاته بدل ښکاره شوم، حتی انسانانو ته هم له دوی بل ډول ښکار شوم. زما فکر د خپلې ورکې په لټون کې لکه شېشه روڼ شو، زما زړه لکه هنداره جوهري شو، زما د سترګو نظر د ورکې په لټون کې لکه څراغ وځليدو، ما ته اوس شپه ورځ يو شان دي، ما ته اوس زما د نظر په وسيله په تياره کې هم شيان ښکاريږي، زما نظر لکه د اېکسرې وړانګې مات هډونه څه چې مات زړونه هم مالوی شي. پرون چې تا لاره ورکه کړې وه، په خنګل کې ښکته پورته سرګردانه ګرځيدلې، زه په خپله ورکه پسې روان وم چې د نظر وړانګې مې پر تا ولګيدلې! تا غږ وکړ؛ مرسته! مرسته! خواته درغلم، تا فکر وکړ چې ما هم ستا په څير لاره وکړې! ما د خپل نظر په وسيله ستا په زړه کې زما په اړه ستا د فکر کوږولی وليد! او ته مې پوی کړې! خو ته د خپل فکر له کوږوالي انکاري شوې! زه غلی شوم البته د خپلې ورکې کېسه مې درته وکړه! تا سترګې راپورته کړې، سر دې وخوځولو او ډاد دې راکړ چې ستا ورکه مې وپېژنده! او ماته مالومه ده!

زه سخت خوشال شوم، په سترګو کې مې اوښکې راغلې، په تا کې مې د خپلې ورکې معصومې نښې وليدې! خو تا د لارې د پيدا کولو په خاطر زما د نظر څراغ وغوښت، ما درکړ، ته مخکې او زه شاته، له لږ مزل وروسته دې د خپلې ورکې لارې نښې پيدا کړې، ما ته دې وويل چې ته دلته کېنه زه دا يقینې کوم چې دغه زما لاره ده او که نه؟

ته لاړې! زه نه پوهېږم چې ځان به دې يقيني کړی وي او که نه؟ خو زه يقيني شوم چې تا ته هم د حيواناتو او د نورو خلکو غوندې بدل ښکاره شوم، ما له لږ انتظار وروسته خپل لټون بيرته پيل کړ، زه انسانيت يم، په انسان پسې ګرځم! که چرته مو انسان وليد نو غږ راوکړی!

هو زه انسانيت يم، په انسان پسې ګرځم! هو زه انسانيت یم!

۲۹ سنبله ۱۳۹۹

خوست

(Visited 59 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.