cheap nfl jerseyscheap jerseys from chinacheap mlb jerseyscheap nhl jerseyscheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nhl jerseys
د اوسني نثر ځانګړنې – afghansabawoon
The news is by your side.

د اوسني نثر ځانګړنې

فهیم بهیر

0

پښتو ادبي دورې د ادبپوهانو له خوا د بېلابېلو عواملو په اساس ټاکل شوې دي، چې د ادبپوهانو تر منځ یې شمېر هم بېلابېل ښودل شوي دي؛ خو استاد روهي پښتو ادبي دورې  «لرغونې، منځنۍ او معاصره» ښودلې دي. د هرې ادبي دورې نثرونه له بلې سره جلا ځانګړنې لري. ځینې ادبي دورې پړاونه هم لري؛  لکه په منځنۍ دوره کې د بایزید روښان او خوشحال خان ادبي جریانونه،  داهر جریان هم سره جلا نثرونه لري. د معاصرې دورې نثر هم له تېرو دورو نثرونو سره هم د شکل او معنا له مخې بېلې ځانګړنې لري.

موږ په پښتو څانګو کې نثري متنونه لولو؛ مګر د ګنو ځانګړنو او نورو برخو په اړه یې پوره لیکنې نه شته، چې د نثر ځنې خوا وې را وپېژنې.

 اوس به د اوسني نثر هغه ځانګړنو ته اشاره وکړو، چې هم د شکل، معنا، هنریت او د ورځینو چارو د کارېدنې سره تړاو لري. هره برخه یې د مثالونو په راوړلو سره واضح کوو:

د اوسني نثر کلمې: زموږ د پخوانیو نثرونو په لمن کې زیاتره هغه کلمې وې، چې لوستل یې د لوستونکي له پاره سخت و. دا کلمې زیاتره د پارسي او عربې ژبې د اغېز په اساس پښتو ژبې ته داخلې شوې وې، چې لوستل یې هم سخت او په اسانه ترې معنا نه اخیستل کېده.

د ا ځانګړنه د هغه  کسانو په نثرونو کې  وه، چې په عربي او پارسي ژبه پوهېدل یا یې په کې زده کړې کړې وې.  اوسمهال هم ځینې باورونه شته، چې په لیکنه کې ډېرې کلمې او نا اشنا کلمې کارول د لیکوال په علمیتوب او استعداد دلالت کوي، چې دا سم ګومان  نه دی، بلکې په لیکوالۍ کې یو ستر عیب دی. زموږ د اوسني نثر کلمو لوستل هم اسانه دي او پر معنا یې هر لوستونکی پوهېږې،یانې داسې کلمې په کې نشته چې هم د لوستلو پر مهال په متن کې مشکل جوړ کړي او هم یې په معنا باندې څوک پوه نه شي. اوسمهال لیکوال هڅه کوي چې اسانه او واضح متن رامنځته کړي تر څو د هغه پیغام په اسانه توګه لوستونکي ته ورسېږي.

دا هم د اوسني نثر نمونه : « په پای کې موږ د اسلامي مراکزو، مدارسو او دیني بنسټونو اړوند علما وو خپله فتوی د الله عز وجل د رضا، د خپل دیني مسولیت د اداکولو  او په افغاني ټولنه کې د سوله ییزه او هوسا ژوند د برابرولو  په موخه اعلانوو او له الله ج څخه توفیق او مرسته غواړو، چې د مسلمان ولس د سولې او هوساینې په برخه کې زموږ مرسته او نصرت وکړي» «د سولې فتوا، ۱۳۹۷: ۹».

دا هم د دستارنامې متن: « چې خاندي، چې ژاړي چې هوا هوس د نعمتونه ګوره، چې جاه و جلال درکا، ملک و اموال در کا چې اغوندې چې تېزې چې پر کښېنې چې ښې عورت زویه ښې لوڼه، خدم حشم درکا»«خوشحال، دستارنامه: ۱۹».

د اوسني نثر جملې:  د پخوانیو نثرونو جملې زیاتره اوږدې وې، او ډیری مهال یې داسې جوړښت هم درلوده، چې لوستونکي  په اسانه د لیکوال پیغام اخیستی نه شو. یا په متن کې داسې کلمات او ترکیبونه په جملو کې و چې معنا یی سختوله او هم  د پیغام په پرتله د جملو بڼه ډېره اوږده وه. اوسني لیکوال هڅه کوي، چې جملې یې لنډې، واضح او دپیغام په اندازه کلمې ولري.

په متن کې د لنډو جملو کارونه څو ګټې لري: ۱ـ په  لنډه توګه او ژر د لیکوال پیغام لوستونکي ته وړاند کوي. ۲- معنا په کې واضح وي. ۳ ـ د کلمو اقتصادي اړخ  له پلوه کم لګښت هم لري.

د اوسني نثر نمونه: « د فورم په لحاظ شعار معمولاً په نثر کې وي. لنډ وي. معمولاً یوه جمله وي. دا شعار چې: مخ په وړاندې د بري په لور، په ظاهره جمله نه ده ، ځکه فعل په کې نشته، خو ماهیت یې د جملې دی، ځکه مقصد یې دا دی چې:مخ په وړاندې د بري په لور حرکت وکړئ»«غضنفر،۱۳۹۳: ۳۳».

اوسنی نثر او سلاست: زموږ د پخوانیو  دورو اکثره نثرونه متکلف یا مسجع وو. د هغوی لوستل د ځینو کلمو، ترکیبونو او اږدو جملو په اساس په اسانه نه لوستل کېدل. اوسني نثرونه ډېر سلیس او روان دی. د نثر سلاست د ښه نثر ځانګړنه ده. د هغه کسانو چې نثرونه پاخه وې؛ نو روانی او ساده والی هم لري.  اوسمهال اکثره نثرونو دا ځانګړنه خپله کړې ده. په همدې اساس نثر هم طبیعي بڼه خپله کړې ده او د خلکو محاورې ته نژدې دی.

د ځینو نثرونو لوستل ستونزمن وي یا یې کلمې سمې نه وي کارول شوي یا د جملو په جوړت کې مشکل لري.  د همدې ستونزو له امله لوستونکي په سم ډول لوستلای نه شي او د لوستونکي د خستګي او د زړه د تور والي سبب کېږي. که چېرې دا ستونزې د ښونځیو په  کتابونو کې وي، نو د تنکیو زده کونکو علاقه له مطالعې څخه  کمېږي. د کلمو د سلاست په اړه « د نثر لیکلو په هنر» کې لیکل شوي : «  موږ (شپه او ورځ) وایو خو ( ورځ شپه) نه وایو، ځکه چې ویل یې سخت دي. همدا د اسانه ویلو وجه ده چې په ولس کې ادم درخانۍ او لیلاو مجنون اورو، نه  درخانی او ادم یا مجنون او لیلا.

هغه کلام چې روان ویل کېږي، د بلاغت عالمانو سلیس کلام بللی دی. سلاست  د لیکنې  د ښکلا یو شرط دی. یو وخت خوشحال خان ته د تورې او قلم خاوند وویل شو. دا خبره مشهوره شوه او هغوی چې له کلیشه شوي فکر او سولېدلي ژبې سره ډېر حساسیت نه لري، د خوشحال لپاره په خپلو لیکنو کې تر ننه پورې همدا عبارت راوړي.  د دې عبارت  د شهرت او پاتې کېدو یوه وجه دا ده چې اسانه ویل کېږي. که دلته قلم اول او توره ورپسې راشي، د عبارت په سلاست کې کمی راخي خو معنا یې پیاوړې کېږي، ځکه د خوشحال  د قلم رڼا  د هغه د تورې تر ځلا هم زیاته ده.

که د معنا  د دقت او د کلام  د رواني تر منځ ټکر راځي او لیکوال مجبوريږي چې یو انتخاب کړي نو په هغه لیکنو کې چې د مالوماتو رسول یې اصلي مقصد وي، د معنا  دقت ته ترجیح ورکول ضروري دي» «غضنفر، ۱۳۹۲: ۱۸۰».

اوسنی نثر او لنډون: اوسني لیکوال هڅه کوي، چې د خپل نثر تمایل لنډون په لورې واړه وي. یو خو د لنډو جملو خبره وه، چې مخکې مو اشاره ورته وکړه. ځینې لیکوال اوسمهال هڅه کوي په خپلو لیکنو کې له مخففاتو نه کار واخلي او متن داسې ترتیب کړي، چې لنډون په کې وي. بل دا چې پخوانۍ اکثره لیکنې داسې وې ، چې  د یوې موضوع په اړه لیکنې لومړي څو مخونو اضافي او مقدماتي مالوماتو نېولې وو. اوسني لیکوال هڅه کوي چې نیغ په نیغه خپله اصلي موضوع پیل کړي او له اضافي مالوماتو او اږدو جملو څخه ډډه وکړي.

د دې تر څنګ زیاتره کلمې په خپل متن کې په لنډه بڼه کاروي. د مثال په توګه کله چې په متن کې  لیکي: « بهیر د زده کړو مرکز» که چېرې د همدې مرکز په اړه لیکنې کوې؛ نو پورتني کرښې داسې را لنډوي: «ب.ز.م» یا د کاپیسا پوهنتون په دې بڼه لیکې «ک. پ» . همدا ډول په پخوانیو نثرونو کې زموږ لیکوال لیکي : خوشحال خان په ۱۱۲۲ هجري قمري کال کې پیدا شوی دی. اوسني لیکوال همدا جمله داسې را لنډوي: خوشخال خان په ۱۰۲۲هـ ق کې پیدا شوی دی.

د اوسني نثر مخاطب:  ښه لیکوال او ښه لیکنه هغه ده چې مخاطب یې معلوم وي؛ نو بیا لوستونکی هم کولای شي چې له لیکنې څخه پیغام تر لاسه کړي. ځینې داسې لیکوال وي، چې د لیکنې پر مهال خپلو مخاطبینو ته پام نه کوي؛ نو په دې اساس یې لیکنه لوستونکي هم نه لري او ټولنې ته یې ګټه هم نه رسېږي.

د مخاطب پېژندلو له پاره  ځوان لیکوال ګل رحمن رحماني لیکي : « دا هم  د لیکوالۍ  درېیمه او تر ټولو مهمه پوښتنه ده، چې  د لیکنې  د مخاطب په اړه مطرح کېږي. په پیل کې یې ځوابول لیکوال ته خپل مخاطبین ور و پېژني او په دې اړه مالومات تر لاسه کوي ،چې دا لیکنه د چا لپاره  کوي او په بله اصلاح پېروونکي(مشتریان) یې څوک دي؟ د پېرونکي کلمه مې ځکه وکاروله چې د لیکوال او د هغه د مخاطب یانې هغه کس تر منځ چې د ده لیکنه لولي یا یې اوري، یوه اړیکه شته او دا اړیکه  د پلورونکي او پېردونکي تر منځ اړیکې ته ورته ده، چې د نه پېژندنې په صورت کې تاوان کوي.  پلورونکي، چې  څو خپل پېرودونکي ونه پېژني  او د هغوی اړتیا درک نه کړي، نو سوداګریې بې ګټې ده او تل به له تاوان سره مخ وي. همداسې لیکوال ته ډېره اړینه ده چې خپل مخاطب وپېژني، د هغه اړتیا او د پوهنې کچه درک کړي او بیا ورته یو څه وړاندې کړي.

 لیکوال باید د دې پوښتنې په ځواب کې سوچ وکړي چې دی  خپله مقاله چا ته لیکي، محصل دی، یوازې لوستي دی، ښوونکی دی،  د کومې علمي کچې خاوند دی او که غواړي چې لیکنه یې د دې برخې  د څېړنیزې برخې په ماخذونو کې وکارول شي. حتی کله کله  د مخاطبینو د جنسیت موضوع په کې هم مطرح وي» (رحماني،۱۳۹۵ : ۴).

اوسنی نثر معیاري دي:  پخوانیو نثرونو ته که ځېر شو، د ویلو او لیکلو ژبه سره ډېر توپیر لري؛ خو اوسنی نثر د معیار توب پړاو ته رسېدلی دی. اوسنی نثر معیاري دي، د لیکنو ژبه یې  د خلکو محاورې ته نژدې ده. د مطبوعاتو لیکنې، علمي لیکنې،ادبي،ژباړې او نورې مالوماتې لیکنو نثر معیاري دی. هر څوک پرې پوهېږي. د اوسنیو نثرونو ژبه دومره ساده او روانه ده، چې باسواده او بې سواده هر څوک یې پر معنا پوهېږي. زموږ اکثره هنري لیکنې د پخوا په پرتله اوسمال هم د ساده او روان نثر څخه کار اخلي او لیکوال د ډېرو کلمو راوړلو پر ځای د تصویر هڅه کوي ؛خو نثر یې ساده دی، کلمې یې  نا اشنا نه دي؛ بلکې هر لوستونکی او اوریدونکی یې پر معنا پوهېږي.

دا هم د یوې سفرنامې نثر: «هغه مهال چې جهاد عزت و، مجاهد سر لوړی و، هجرت ویاړ او موږ به دعزت ویاړ او سر لوړۍ په څپو کې پر دغه لار تلو راتلو، څوک خبر و چې سبا به د ولس په وینو او قربانیو ګټلي عزت، څو تنه له خپلو هوسونو او بد مستیو قربانوي او د توري او وینو په بیه ګټلی عظمت به د دښمن پښو ته غورځوي»«وفا،۱۳۹۶: ۲۳۴».

د اوسني نثر بڼه:  اوسني نثرونه د بڼې له مخې به لومړي سرکې پر دوه «ساده او هنري » برخو ویشل کېږي. ساده نثر هغه دی، چې د لیکوال هدف په کې یوازې د مالوماتو لېږد وي. یا هغه نثر دی، چې هنریت ونه لري او یوازې مالومات وړاندې کوي. په دې برخه کې ټولې علمي، فلسفي، څېړنیزې او نورې مالوماتي لیکنې راځي.

هنري نثر- هغه دی، چې هلته لیکوال ادبي ژبه کارولي وي او لیکنه هنري وي. په دې نثر کې پیغام هم وي مګر په داسې هنري بڼه وړاندې کېږي، چې لوستل یې خوند لري او د لوستونکو پر احساساتو او عواطفو اغېز کوي. هنري نثرونه د اوسنۍ ادبي دورې  پیدا وار دی، چې پخوا یې بېلګې نه وي او له لویدیځ ادب څخه پښتو ژبې ته د ژباړو د لارې داخل شوي دي. لکه، لنډ کیسه، ادبي ټوټه، ناول، رومان، طنز، ډرامه، ادبي راپور تاژ، تکل او ….

د ساده نثر نمونه: « تخلیق: ټولې هغه لیکنې، چې هنري ارزښت ولري تخلیقي ادبیات ګڼل کېږي. لکه شعر، لنډه کیسه، ناول، رومان، ادبي ټوټه او نور..

تخلیقي ادبیات د تخیل په ملتیا رامنځ ته کېږي او په دې لیکنو کې چې څومره تخیلي اړخ قوي وي هومره لیکنه هنري قوت پیدا کوي».

دا هم د هنري نثر نمونه: « زرینې کرښې :د خیال نړۍ مې د لوګیو او اهونو په ګردش خړه ښکارې. ستا د یادونو وريځې مې د ذهن او د زړه  د اسمان پر مخ تاوېږي او د اوښکو تند باران مې د ګریوان په للمه اورېږي.د زړه دنیا مې خړه ده، ګردش نېولې، د ځمکې تل مې هم د اوبو څپو لاندې کړی دی. حیران ولاړ یم ، په هیڅ لوري ګام اخیستی نه شم.

تندرونو ویرولی یم، کله کله مې سترګې د  بریښنا څپې واخلي، خو ګورم چې  د تورو او خړو  لوګیو کاروان روان دی، د باران څاڅکې راکم شول، د اسمان په لمن کې مې زرینې کرښې ولیدې چې ستا د غاړې د ښایسته هار انځور انعکاس مې ولیده ».

اوسنی نثر او ژباړې:  مخکې مو اشاره وکړه، چې اوسنی نثر معیاري دی .په همدې نثر اوسمهال ژباې هم کېږي. اوسهال په پښتو ژبه کې د ژباړو بازار ډېر ګرم دی. یو خوا په هېواد کې د علمي او روزنیز سیستم ته په کتو اړتیا ده، چې ځینې نوې اثار را وژباړل شي. تر څنګ یې د ټکنالوجۍ د پرمختګ اړونده مواد، لارښونې او کتابونه هم له انګلیسي څخه ژباړل کېږي، یانې سیاست، اقتصاد، فرهنګ، ساینس او نورو بېلابېلو برخو کې ژباړې رواني دي. دې لړۍ هم د پښتو نثر غني کړی دی. په پخوانیو وختونو کې د ژباړې موضوعات هم محدود و؛ مګر د نړۍ له پیشرفت سره د ژباړې لمن هم پراخه شوه.  زموږ پخواني اکثره ژباړې داسې وې چې ټکي پر ټکي وي او د ځینو ژباړو د پښتو متن لوستل به لا سخت شوي و او لوستونکو نه شوای کولای، چې د ژباړې څخه د لیکوال هدف تر لاسه کړي.

ژباړه له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د مالوماتو اړولوته وایی؛ نو په دې اساس اوسني پښتو ژباړې هم ښې او معیاري دي او په ګڼو برخو کې یې لړۍ روانه ده. اوسنیو ژباړو کې فقط همغه مالومات په ډېر ساده او روانه ژبه را اړول کېږي. مګر په دې ژباړو کې د علومو هره څانګه جلا ځینې کلمات او اصطلاحات لري، چې هغه پښتو ژبې ته اکثرً په همغه بڼه داخل شوي دي. یو شمېر ادبپوهان اوسمهال  د ژباړو د دې لړۍ په اړه اندیښنه هم لري، چې ناسمې ژباړل کېږي او هغسې چې زموږ ژبې ته   باید وژباړل شي پاملرنه ورته نه کېږي.

دا هم د امریکايي لیکوال ارنېسټ همینګوي د انګلیسي ناول نه مخامخ ژباړه: « د سیند په ګاونډ کې هواره سیمه ډېره اباده وه. ګڼ شمېر مېوه لرونکي باغونه او ښکلې سرسبزې یې لرل. خو تر دې ها خوا بیا پراته غرونه خړ او سپېره ښکارېدل. په همدې غرو کې جګړه روانه وه. د شپې له خوا چې کله به توپونه په ډزو راغلل، لمبې به یې موږ لېدلې. لمبیې یې د دوبي لمر ته پاتېدې، خو دوبی نه و. د شپې به ډېر یخ و، خو د باران یا واورې څرک نه لګېده.

ځینې وختونه به مو په تیاره کې د پوځیانو د تګ راتګ او درنې توپخانې، چې موټرونو به کشولې شور ما شور اورېده. ماسختن به پر سړک باندې ازدحام زښت ډېرېده. بې شمیره غاطرې (کچرې)، چې په خورجینو کې به یې وسلې او مهمات بارول، خړ خړ موټرونه، چې پوځیان به یې انتقالول او ګڼ نور باربري موټرونه چې له پاسه به پرې تر پالونه هوار ول؛ پر سړک باندې ورو ورو روان ول»«وفا،۱۳۹۶: ۳۴۸».

د اوسني نثرهنریت: هنري نثر د شلمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې پښتو ادب ته داخل شو. ډیری ژانرونه د ژباړې د لارې او وروسته بیا پښتنو لیکوالو په کې خپلې پنځونې کړې دي. موږ د منځنۍ دورې په لومړي پړاو کې «مسجع» نثر لرو، چې جملې یې اوږدې او د جملو په پای کې د سجعې کلمې کارول شوې دي. د مجسع نثر کې مطلب کم او جملې ډېرې دې او د هماهنګو برخو راوړلو هدف یې دا و چې په لوستونکو اغېز وکړي؛ نو د همدې هدف په موخه لیکوال اړشوي، چې خپلې خبرې اوږدې کړي.

د دې تر څنګ زموږ په لومړنیوکیسو کې هم ډېری مهال له ادبي صنعتونو څخه کار اخیستل شوی دی او د لیکنې ژبه په هنري صنعتونو مالامال ده. اوسني نثر کې هنریت هم شته؛ مګر د کلمو کموالی، ساده والی او رواني هم. ځینې کسان فکر کوي، چې هنریت یوازې د ادبي صنعتونو په اساس جوړېږي. اوسنی هنري نثر پرته د ډېرو کلمو او جملو راوړلو او ادبي صنعتونو څخه هنریت لري او پیغام هم په رسا ډول لوستونکو ته وړاندې کېږي.

داهم اوسنۍ لنډه کیسه« مازیګر: بوډۍ د ونو له پاڼو د لمر را تېرو شویو شغلو ته لاس ورغوی پورته کړ:  چې ډا ټول عمر داسې وي لکه د د پارک مازیګری!

بوډا د چشمو پر سر لاس ونیو، لمر ته یې سترګې وبرېښدې، له چوکۍ پاڅېده. یو دوه ګامه یې واخیستل، شاته یې وکتل. بوډۍ لا په ځپل ځای ناسته وه. سړي د ولیبال میدان ته اشاره وکړه بیا یې غوږو ته ګوتې ور وړې:

بدې نارې یې دي!

بوډۍ په  زګېروي پاڅېده. څو ګامه وړاندې د ماشومانو د لوبو له ځای سره تر یوې ګورې ونې لاندې کېناستل. بوډۍ موبایل را واخیست، سپینه چوټۍ(چونقه) یې د ولي پر سر واچوله و سلیفي عکس ته یې وخندل.

بوډا موبایل پر شیشې پر دوو ګوتو عکس لوی کړ:

ـ له خندا سره دې ګونځې زیاتې ښکاري.

ته ودرېږه د ځل به نه خاندم.

بوډا سترګې کش  کړې:

تر هغه بل دا ښه عکس دی، غروب هم ښه ښکاري خو د تندي ګونځې بیا هم ډېرې راغلې.

بوډۍ شونډې وخوځولې لکه څه چې روږدي:

تریزا ته به یې ورکړم چې فوټوشاپ یې کړي.

دواړو په لوړ غږ وخندل. د دوی له خندا سره ماشومان، چې په شګو کې یې لوبې کولې کټ کټ په خندا شول. بوډۍ د موبایل شیشه مړه کړه، بوډا ملا ته لاس ونېو او له پارکه ووتل«وفا،۱۳۹۶: ۱۴۹».

اوسنی نثر او معنا:  د ادبپوهانو په اند په پخوانیو نثرونوکې ډیری مهال ادبي صنعتونه کارول کېدل. هر څومره چې به یوه لیکنه کې صنعتونه زیات و؛ نو د ښه والي امتیاز به یې اخیسته. پخواني کره کتنه هم د متن د پیغام او موضوع پر ځای په صنعتوتونو او د کلمو په ښایست غږېده. اوسنی نثر معنا ته ژمن دی، په دې معنا چې د نثر د ښایستونو پر ځای لیکوال هڅه کوې، چې معنا ته ترجیع ورکړي او معنا په کې ځان ښکاره کړي.

 اوسني ساده نثر کې یوازې مالومات استول کېږي، چې هغه هم په ساده ژبه او واضح ډول. همدا ډول په هنري لیکنو کې هم معنا ته ترجیع ورکول کېږي نه یوازې کلماتو ته. په هنري نثر کې که کومه کلمه یا انځور وړاندې کېږي هغه به هم د معنا په رسولو کې نقش ولري. د اوسني نثر لیکوال هڅه کوي، چې حقایق او مالومات لوستونکو ته وړاندې کړي؛ خو خپل شخصي، ملي او د نورو مسایلو له اغېزو څخه به یې په امان کې ساتي.

هغه نثر چې هغې کې معنا څرګنده او واضح وي په اړه یې استاد غضنفر لیکي:  د ښېښې غوندې نثر: په ځینو کسانو خپل موتر ډېر ګران وي، پاک یې ساتي او د مخ له ښېښې سره یې ښکلي عکسونه، مقدسې جملې، پلاستیکي مېوي، وټي یا تعویذونه ممکن ووینو. دغه ښېښه به له دغو شیانو سره ښه ښکاري خو له دغسې ښېښې سړک سم نه شو لیدلای. دلته شوق او ښکلا د ښېښې د اصلي کار مخه نېولې ده.

ځینې کسان بیا ډېر لټ وي، موټر پاک نه ساټي او په ښېښو باندې یې د ډېرو ورځو دوړې ناستې وي. له دارنګه ښېښو هم سړک سم نه ښکاري.

د موټر د ښېښې نقش دا دی چې سړک ورنه ولیدای شو. که دا ښېښه له ډېره اخلاصه په ګلونو ښکلې کوو یا یې له ډېرې لټۍ په دوړو او خېرو کې پټه ساتو، د ښېښې د خپل کار له پاره یې نتیجه یو شان ده. ښه ښېښه هغه ده چې سړک ونه پوره ووینو او دومره صافه، پاکه وي چې دا مو هېر شي زموږ او سړک تر منځ خو ښېښه ولاړه ده.

ښه نثر د ښېښې غوندې دی. ښه نثر د روڼو اوبو غوندې دی چې د سین د تل کاڼي پې داسې ښکاري لکه زموږ او آوبو تر منځ چې بل شی نه وي. د ښه نثر د لوستلوپه وخت احساس کوو چې له مطلب سره وصل شوي یو او زما لوستونکي او مفهوم تر منځ د نثر وسیله نشه . ځینې لیکونکي خپل نثر د ډېر سینګار په وجه د خیالور سړي د موټر د ښېښې په شان کړي او په ځینو نثرونو بیا د لیکونکي د لټۍ دوړې ناستې وي. په دغو دواړو حالتونو کې نثر د معنا او لوستونکي تر منځ په خنډ بدلېږي»«غضنفر،۱۳۹۱: ۱۹۶».

د دې تر څنګ اوسني نثر د موضوعي اړخ له پلوه هم غني دی. پخواني نثرونو په محدوو موضوعاتو لیکل شوي دي؛ مګر د شلمې پېړۍ وروسته د پښتو نثر د سیاست، اقتصاد، فرهنګ، ساینس او ګڼ انساني  او ټولنیز موضوعات په خپله لمن کې راونغاړل. د دې موضوعاتو له پاره یې بېلابېل لوري هم رامنځته کړل تر څو په هره بڼه د لیکوال پیغام لوستونکو ته وړاندې شي.

اوسنی نثر او رسمي اداري: اوسنی نثر د رسمي ادارو غېږ ته هم لویدلی دی. په تېرو وختونو کې به غوښتنلیکونه، مکتوبونه او استعلامونه په پښتو ژبه نه و. که چېرې و په هغې کې به هم د نورو ژبو د جوړښت او اغېز له مخې داسې متن جوړېده، چې لوستل به یی هم سخت او معنا به هم په کې په څرګند ډول نه وه. اوسمهال د رسمي ادرو نثرونه هم ښه شوی دي. هڅه کوي، چې په غوښتنلیکونو او مکتبونو کې د کلماتو او جملو پر ځای معنا ته ترجیع ورکړي. نثر یې لنډې او واضح جملې ولري یانې نثر هغه طبیعي رنګ  په کې خپل کړی دی.

اوسنی نثر او مطبوعات: زموږ په پخوانیو  ادبي دورو کې د رسنیو څرکونه نشته دي؛ خو د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه(۱۹۱۲م) کې سراج الاخبار په کابل کې تاسیس شو یانې د معاصرې دورې په لومړي پړاو کې.   همدا ډول همدا مهال (۱۹۱۰ م)  په پېښور کې افغان جریده راوتلي وه. سراج الاخبار او افغان جرېدې دواړه د ادبیاتو د خپرېدو کار ته زمینه برابره کړه او ګڼو لیکوالو شعرونه او نثرونه په کې هم خپرېدل.

اوسمهال چې له هغه وخت نه یوه پېړۍ اوښتې ده. د مطبوعاتو په لمن کې هم بدلون راغی غږېزي، انځوریزې، چاپیزي او انلاین رسنۍ رامنځته شوې.  هره رسنۍ د  خپل فورم له مخې  لیکنې او نشرات وړاندې کوي. دلته یوازې د خپل هېواد په مسایلو  نثر نه لیکل کېږي؛ بلکې ډیری نوې مسایل او موضوعات د ژباړو د لارې هم  پښتو ژبې ته داخل شول او د نثر لمن غني کوي.

مخکې مو اشاره وکړه، چې اوسني نثر معیاري دي. د بېلابېلو موضوعاتو په لیکلو کې ټول ورڅخه کار اخلي یانې داسې لوی توپیر نه لري، چې د هر ژانر نثر دې دومره بېل وي، چې څوک یې په لوستلو، ویلو او معنا کې ستونزه ولري.

داهم یوه ژورنالستیکي موضوع ، چې ژورنالست په هنري نثر لیکلي ده: « ولسمشر پر څوکۍ ناست دی، د بچیانو مړو ته ګوری خو ژاړی نه. د ماخوستن ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې:

په ګلخانې ماڼۍ کې خورا ډېر کسان ټپیان شوي او چېغې وهي. تیاره ده. څوک نه مالومېږي. چې رڼا ته را وڅکول شول نو ولسمشر ولیدل چې مشر زوی یې عمر مړ دی.

ها خوا یې بل زوی خالد په خوار سخت ټپي حالت کې په وینو کې پروت دی. لور یې زرلښتته هم لګېدلې خو حالت یې ظاهرً تر خالد ښه دی. ورور یې نعیم خان هم په بښه لګېدلی او د کورنیو چارو وزیر عبدالقدیر له لاس نه ویني بهېږي.

عبدالقدیر په ټپي حالت کې هم هڅه کوي له کړکۍ نه د جومات تر څنګ پټ شوی برید کونکی پر خپلې کوچنۍ ماشینګنې وولي. د ولسمشر بل زوی خالد هم ساه ورکړه. لور یې زرلښته هم مړه شوه. له بهر نه لا ډزې روانې دي. ولسمشر پر څوکۍ ناست دی، د خپلو بچیانو مړو ته ګوري خو ژاړي نه.

پر سرکې یې څه ورګرځې؟ هیڅوک نه پوهېږي. سترګې یې پر یوه ټکي خښې کړي او غلی دی. وزیران هم زړه نه کوي چې خبرې ور سره وکړي. په ګلخانه کې د کوچنیانو بغارو دهلیزونه پر سر اخیتسي دي.

داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه

داود جنبش، بي بي سي».

اوسنی نثر او علوم: اوسمهال علوم سره بېل شوي دي. د تخصصي کېدو په هدف یې ورځ  تربلې څانګي رامنځته کېږي. د هرې څانګې د علومو اړونده مسایل په لومړي سرکې زموږ ژبې ته د ژباړو د لارې راښکاره کېږي. اوسمهال زموږ په ژبه کې ټولې څېړنې او د علومو اړونده متنونه په یو ډول نثر لیکل کېږي.  اوسمهال د ساینس او بېلابیلو علومو چټک پرمختګ په اساس زموږ په ژبه کې ځینې نوې کلمات او اصطلاحات هم رامنځته شوي دي. ځینې مهال ورته لیکوال په پښتو ژبه کې نومونه هم ټاکي. د روانې پېړۍ په تېرو دوه لسیزو کې ډیری نوي نومونه او اصطلاحات د پښتو ژبې په لمن کې وینو، چې دوخت د غوښتې او اړتیا په اساس پالل او ګټه ترې اخیستل کېږي.

د هر علم او څانګې لیکنې ځینې ځانګړي، کلمات او اصطلاحات لري، چې په همغه څانګه کې یو ځانګړی مفهوم افاده کوي؛ مګر اکثره خلک پرې نه پوهېږي؛ خو بیا هم ډیری کلمې اوس عادي شوي عام ولس یې هم پر مانا پوهېږي. د نمونې په توګه، رپورټ،پکېچ، فیچر، ایډیټ، بلوټن، ایمیل، فیسبوک، تلګرام، سکرین شاټ سټاټسکوپ، کف، او داسې نور.

ماخذونه

۱ ـ خټک، خوشحال خان.(  ) دستارنامه. پېښور: میهن خپرندویه ټولنه.

۲ – رحماني، ګل رحمن.(۱۳۹۵هـ ش). زر لټون.جلال اباد : د مومند خپرندویه تولنه.

۳ – د علماو سر تاسري شورا. (۱۳۹۷). د سولې فتوا. کابل: لویه جرګه.

۴ – غضنفر، اسدالله.(۱۳۹۳هـ ش). جادوګر هنر. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۵ – غضنفر، اسدلله.(۱۳۹۲هـ ش). نثر لیکلو هنر. جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۶ – وفا، محمد دواد.(۱۳۹۶). د معاصر ادب څلورم پړاو. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

(Visited 21 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.