The news is by your side.

د جلان د تصور تصویر

سلطان احمدزی

0

شاعران معمولا حساس وګړي دي، له نورو انسانانو سره د شاعر توپیر په دې کې دی، چې دوی په خپل محیط کې وړې وړې پيښې جدي محسوسوي او دا محسوسات شاعر په رواني توګه سکونډي د روان دا جټکه د دوی په باطن کې د الهام ډیوه روښانوي او… الهام د یو شاعر لپاره د بل څراغ حیثیت لري، چې په شاوخوا کې هره پدیده په ډيرو جزییاتو ورښيي… په پایله کې دا د شاعر د تخیل په ځواک پورې تړلې ده، چې محیط په څه ډول انځوروي… یوازینی څه چې شعر ته د راښکون قوت ورکوي او لوستونکی راکاږي انځورګري ده، په حقیقت کې په شعر کې تصویر د لوړ تخیل په لاس راغلی محصول دی، ¬لکه څرنګه چې سارټر په شعر کې تصویر په انساني شعور کې د یو نوي شي د اظهار بڼه بولي، ویلی شو چې همدا تصویر دی، چې نه یوازې د شاعر د زړه خبره تر زړونو رسوي؛ بلکه د هغه رواني حالت او احساسي کیفیت هم لوستونکي ته کټ مټ لیږدوي… انسان د وړتیاوو او ممکناتو په اړه یو حریص مخلوق دی، هر انسان دا هیله لري، چې د طبیعت بکرو پدیدو ته ورسیږي، هغه څه په لاس راوړي، چې د لاسرسي وړ نه وي… حتی ماشومان د عقل له پلوه خام؛ مګر د تخیل له اړخه پیاوړي وګړي دي، ماشومان د خپل تخیلي ځواک په وسیله کولی شي، چې د خټو له کورګي هغومره خوند واخلي، چې لویان یې له یوې مجللې ماڼۍ څخه اخلي، یا پلاستیکي موټر په هماغه شوق وځغلوي، چې لویان د ریښتیا موټر چلوي… منظور دا دی چې د انساني فطرت خاصه داده، چې د هغه څه د لاسته راوړلو په لټه دی، چې عقل یې نه مني… له همدې کبله شاعر د خپل لوړ تخیل په مټ هغه څه ممکنوي، چې په واقعي ژوند کې یې د تر سره کیدو امکان نه وي… شاعر کولی شي چې د اسمان له ستورو امیل جوړ کړي او د خپل محبوب په غاړه یې وزنګوي… او دا هر څه د لوړ تخیل او د تجسم د پیاوړي ځواک په مټ شوني دي… له نیکه مرغه جلان د هغو شاعرانو په قطار کې دی، چې خپل احساسات د یوې ځیرکې او پرمختللې کیمرې په څیر په جزیاتو او ښکلی انداز انځوروي او دده د هنر دا ځانګړنه مونږ ته ددې قضاو ت حق راکوي چې ووایو جلان یو انځورګر شاعر دی… جلان هغه شاعر دی، چې په شعر کې یې لسګونه موضوعات انتخابیدی شي؛ دا چې دده په شعر کې تصویر پردازي د توجه وړ اړخ دی، زه غواړم د غمي غمي سیندونه کتاب په اړه یې د شعر په تصویر یو څه ولیکم.

د انسان او طبیعیت ترمنځ مشترکه وجهه داده چې د انسان د هیلو او غوښتنو تنسته ډیره پراخه ده او د طبعیت لمن ډیره پراخه ده ، لدې کبله شاعر همیشه پدې هڅه کې وي، چې د انسان او طبعیت تر منځ نسبت پيدا کړي، ددې هدف د لاسته راوړلو لپاره شاعر هڅه کوي، چې ددوی ترمنځ ورته والي ته نغوته وکړي، لکه جلان چې وايي:

د عشق شوخۍ کې داسې خوږ بوی له اشنا نه راځي

ته وا سیلۍ د ګلابونو له صحرا نه راځي

یا :

کله چې مشغول د خپل ښایست په ننداره کې وي

ته وا سیند راتم د ګلابونو په دره کې وي

یا لکه:

ورو د څپو پښې ږده د زیړي مازدیګر باده

هسې نه چې ماتې کړې اوږې د ګلابونو

دلته ټول هغه ټکي یاد شویدي، چې د انسان او طبعیت ترمنځ ورته والی او وجه شبه ثابتوي.

«المانی لیکوال گوتهود لیڅنګ په دې باور دی، چې د شاعر او نقاش ترمنځ توپیر یوازې پدې کې دی، چې دواړه یوه موضوع په بیلابیلو بڼو وړاندې کوي، ځکه چې د کار اسباب یې مختلف دی… شاعر د خپل ذهني تجسم د بیان، معاني او بلاغت په وسیله انځوروي او نقاش د مادي امکاناتو او رنګونو په وسیله انځور ګري کوي، لکه جلان چې پدې بیت کې یو خاص رواني حالت په ډیره راښکونکې بڼه انځور کړیدی.

قهر او سرخۍ یې په شدت اننګي ونیول

ګډ شو د ګلابو په اوبو کې زرورک غبار

یا لکه :

په پوست مخ یې څه کرښې د غصې روانې دي

د ګلو په اوبو باندې لمبې روانې دي

معمولا ښځینه ذات د غصې عادت نلري، کله که په ندرت مجبوریږي، له غصې سره سم یې په مخ د شرم خولې ضرور راټوکیږي، د قهر او مینې له امتزاج څخه ډک دا رواني حالت ددې پرځای چې د مخاطب د نفرت وړ وګرځي، د سړي مینه پرې راځي… جلان د یو مستعد نقاش په توګه د قهر له وجې د خپل مخاطب په اننګیو کې د سرخي یادونه کړې او د شرم په وجه را ټوکیدلې خولې یې له زرورکو سره تشبیه کړیدي، چې په پایله کې یې یو زړه راښکونکی تصویر رامنځته کړی.

په هنري ادبیاتو کې مینه او معشوقه د شعر تر ټولو برجسته موضوعات دي، بلخصوص شعر چې له خوشال بابا رانیولې، رحمان بابا او … پدې باور دي، چې د مخاطب پرته شعر لیکل ممکن ندي، لکه چې وايي:

دا دستور دی چې له درده زګیروی خیږي

کنه څه وو د رحمان له شاعرۍ

مینه د انسان عمیق ترین احساس دی، چې په هیڅ مفهوم کې د بیان جوګه ندی؛ ویل کیږي، چې په نړۍ کې په ندرت داسې کسان پیدا کیږي، چې مینه یې تجربه کړې نه وي، مینه د انسان په زړه کې داسې ځای لري، لکه په قفس کې مرغۍ، چې هره لحظه د راوتلو او اظهار په تمه وي، یا لکه عطر په بوتل کې چې کله موقع پیدا شي وږم یې خپور شي… پدې کې شک نشته شاعر همیشه په خپل هنر کې هغه څوک ځایوي چې په ذهن او روح یې مسلط وي، شاعران همیشه په دې هڅه کې وي، چې هغوی په تر ټولو خوږو نومونو او هغو نومونو مخاطب کړي، چې ورسره ښايي؛ ځکه جلان هم د خپل معشوق څخه مناسب تصویر وړاندې کولو لپاره هڅه کوي، چې په توصیفي نومونو یې مخاطب کړي.

سترګو کې موسکه اوسه مخ مه اړوه ګلابې

د روح غزا مې له خوږو پوره کوم لګیا یم

یا :

ځواني دې ده د ځور له غبار اننګي ساته

ښه نه ښکاري ګلفامه ډیر موښلي تصویرونه

دلته بیا د خپل وجود تصویر د هغې په نشتون کې نیمګړی بولي:

بې له تا مې وه ګلې په ژوند کې داسې وګڼه!

لکه چې په شعر کې تصویر وي مکمل نه وي

زما په نظر د اشخاصو لپاره د القابو د رامنځته کولو اصلي دلیل به هم همدا وي، چې د اشخاصو په وجود کې هغه برجسته خواص وځلوي، چې دوی ته یې خاص والی وربښلی دی… بله دا چې په ټولنیز ژوند کې هم د توصیفي نومونو کارونه ژور رواني اغیز درلودلی شي، که مونږ یو ماشوم پخپل نوم مخاطب کړو، دومره نه اغیزمنیږي؛ مګر که ورته ووایو چې زمریه هغه پوهیږي، چې زړور یم او پدې سره داسې تلقین ورته کیږي، چې باید زړور او با جرآته واوسي، نو ځکه خو جلان هم خپل معشوق ته وايي:

د بڼو زور ته دې د ټینګې نه یم اور ګلابه

لکه زخمي عسکر له درده په شا مخ اړوم

دلته شاعر هڅه کړې چې مخاطب ته د هغې د ښکلا اندازه وروښيي، د دې مفهوم د ښه بیان لپاره ځان کمزوری او عاجز ګڼي.

باید ووایم چې جلان صاحب په ځوانو شاعرانو کې یو خاص مقام لري، په شعر کې یې ډیر داسې څه شته چې باید خبرې پرې وشي؛ په پای کې جلان اشنا ته خوشاله ژوند او پښتو ژبې ته د لا خدمت توفیق غواړم… په علم او عمر یې برکتونه.

(Visited 24 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys