The news is by your side.

د شیخ ابو سعید ابوالخیر رحمت الله علیه یوه لنده کیسه

سید عبیدالله نادر

0

شیخ ابو سعید ابوالخیرعلیه رحمه چې زړه یې د معرفت په نور روښانه وو ، او د روښانه زړه او شور خاوندان یې ،د خپلو اشعارو څخه ښه پیژندلی شي ،چې هر شعر یې د صاحبدلانو زړونو ته رڼا بخښي .

نو وایي چې مشهور عارف شیخ ابو سعید ابوالخیر څو درهمه جمع کړي وو ، یا راغونډ کړي وو ، چې پر هغي د حج د فریضی د ادا کولو مصارف پوره کړي ،نو د یو کاروان سره یو ځای شو ،او داچې د سورلي د پاره یې وسه نه درلوده ، چې یو حیوان کرایه کړي ،په همدې ډول د کاروان سره یې په پښو مزل کوۍ ،تر څو کاروانیان د سټریا د رفع کولو د پاره یو ځای کې تم شول ،شیخ ابوسعید د لرګیو او خځلو د جمع کولو د پاره د کاروان په شا اوخوا کې بوخت شو ،د یوې ونی لاندی یې یو سپین ږیری کس ولیده ، چې جامی یې ډیری زړې او شلیدلي دي ،د هغي د احوال څخه یې پښتنه وکړه.

هغه ورته شرح ورکړه ، د احوال په پښتنو او ګرویږنو کې شیخ اوبو سعید دا ټکی یې د ده د وینا څخه درک کړ ، چې د بیکارۍ او خجالت له وجهی څخه خپلو بچیانو په وړاندی یې دلته پناه راوړي ، او څو ورځي کیږي چې ماشومان یې ، او دی پخپله وږی دی ، نو شیخ څو درهمه چې په ملا کې تړلي وو ،هغه یې   راویستل ، او ورته یې ورکړل، اووې  وویل : لاړ شه د خپلو بچیانو او خپل خرڅ دي پرې وکړه ،بینوا سړي ورته وویل: زما رضایت نه دی ،ځکه ته په سفر د حج کې یې او کم خرڅه کیږې ،تا ځان پوره بی خرڅه کړ تر څو زه د خپلو ماشومانو د پاره نفقه برابره کړم ،شیځ ورته وویل : زما حج ته وي ، او که زه اوه ځلي ستا له شاه او خوا(دور و بره) څخه وګرځم ،دا به ډیره غوره وي ،نسبت و هغي ته چې اویا ځلي د هغي بنا څخه تاو راتاو شم.

(Visited 59 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.