The news is by your side.

د شیخ سعدی د حکایات

سیدعبیدالله نادر

0

د یو پادشاه په هکله مو داسي واوریدل ،چې د یو زنداني د وژلو په هکله یې جلادانو ته اشاره وکړه ، او دا واضحه خبره ده چې څوک د ځان او حیات څخه لاس ومینځي ،یعني ناامیده او ناهیلی شي ،نو هرڅه چې په زړه کې لري هغه وايي ،نو څومره یې چې کولي شول زنداني پادشاه ته رد بد وویل او ښکنځلي ورته وکړې ،

وقت ضرورت چو نماند ګریز

دست بګیرد سر شمشیر تیز

پادشاه پښتنه وکړه چې بندی څه وايي :یو تن د وزیرانو څخه چې ډیر نیک محضره ،او زړه

یي د معرفت په څراغ روښانه ،او د ښه تدبیر خاوند وو ، نو وی وییل : چې وایي ( ولکاضمین الغیط والافین عنالناس ) د پادشاه پرې ډیر رحمت راغی او د هغه دخون یا د وژلو څخه تیر شو ،او هغه یي و بخښه بل وزیر چې د دي وزیر سره اختلاف درلوده ،او د هغه په ضد وو ،نو د خوش خدمتی او چاپلوسۍ په انداز کې یې پادشاه ته وویل :لکه مونږ غوندی وزیرانو ته نه ښایي چې د پادشاه په مخ کې درواغ ووایو ،ده خو پادشاه ته ښکنځلي وکړې ،او ناسزا یې وویلي ،پادشاه ورته وویلي :زما د ده دروغ زیات خوښ شو،او ماته په زړه پوری وو .نسبتأ د دي رښتیا نه چې تا وویلي ،ځکه د هغي د درواغو مخه پر یو مصلحت باندی وه ،او ستا د وینا مخه پر خباثت باندی وه ،هماغه ده چې د عقل خاوندانو وییلي :چې مصلحت آمیزه دروغ ، د فتنه اچونکي رښتیا څخه غوره ده

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.