The news is by your side.

د هندو صوفي بهګت کبیر څو شعرونه | عبدالباري جهاني

0

بهګت کبیر د هند یو صوفي شاعر وو چي هم په ژوند او هم له مړیني وروسته یې په  مسلمانانو او هندوانو دواړو کي ډېر زیات شهرت او محبوبیت درلود. بهګت کبیر د هندوانو په تر ټولو ټیټه طبقه جولا پوري اړه درلوده، چي د هند د کلاسیکو مذهبي کتابونو په اساس د مذهبي زده کړي او حتی د ویدا کتاب ته د غوږ نیولو څخه منع وو. هغه، سره له دې چي سواد یې هم نه درلود، په خپلو اولسي شعرونو، چي د بشر دوستی له احساس څخه مالامال وه، ځان داسي ځای ته ورساوه چي نن یې د هند په ټولنه کي د ډیرو لویو مذهبي پېشوایانو او برهمنانو په کتار کي ځای نیولی دی. د بهګت کبیر ژوند، له زېږېدلو څخه تر مرګ پوري، ټول په تیاره کي دی. له تاریخي متونو څخه، چي ده ته یې اشاره کړې ده، څرګندیږي چي په پنځه لسمه میلادي پېړۍ کي یې ژوند کړی دی. اولسي روایتونه وايي چي تر مرګه پوري یې خپله ډوډۍ د جولاګرۍ له لاري پیدا کوله او د زرګونو پیروانو له مرستو څخه یې ګټه نه پورته کوله. فوکلوري افسانې وايي چي کله مړ سو نو هندوانو غوښتل چي ویې وسوځوي او مسلمانانو غوښتل چي ښخ یې کړي.او کله چي د بهګت کبیر خلوت ته ورننوتل نو ویې لیدل چي د هغه پر ځای باندي د ګلونو یو خرمن پروت دی. مسلمانانو خپله برخه خاوروته وسپارله او هندوانو خپله برخه وسوځوله.  د هند د خاوري تر ټولو مشهور او محبوب بنګالي ژبي او بنګالي شاعر، او په آسیا کي د نوبل د ادبي جایزې لومړني ګټونکي، رابیندرانات ټاګور د بهګت کبیر شعرونه له محلي ژبي څخه په انګلیسي نثر ترجمه کړل او ما هغه شعرونه بیرته په پښتو نظم واړول. زه یقین لرم چي دا ترجمې د پښتو ادب په خزانه کي یوه اضافه ده:

    د خالق وجود

چی خالق خپل ځان  څرگند کړي و خپل ځانته

څوک په سترگو یې  جلوه نه سي لیدلای

لکه تخم په نبات کی وي دننه

او سایې له ونو نه سي را وتلای

د اسمان په پراخه غېږه کی خلا ده

په خلا کي بې سرحده  مخلوقات دي

د دې ټول بې انتهی مخلوق په ها خوا

بې سرحده  بې حسابه کاینات دي

سر پر سر بې انتهی ده چی  هستېږي

په بې حده کی محدود  دی چی ځلېږی

ټول مخلوق دی د خالق دننه ځان کي

او خالق په مخلوقاتو کی څرگند دی

یو له بله سره بېل یې وجودونه

خو بیا یو دي سره کړی یې پیوند دی

دی پخپله یوه ونه  ده ولاړه

هم دانه ده هم نطفه ده او هم دواړه

هم پر ونه باندی گل دی غوړېدلی

هم مېوه ده  او هم سیوری را لوېدلی

دی هم  لمر دی پر اسمان باندي ختلی

دی هم نور دی هم له نوره ځلېدلی

دی پخپله هم خالق  د مخلوقاتو

هم مخلوق دی او هم جز  دکایناتو

دی پخپله په څو رنگه څرگندېږي

په بې حده کایناتو کی  هستېږي

هم نفس دی هم کلام دی  هم معنی ده

هم بې حده هم پخپله انتهی ده

 د بې حده او محدود  شاته اوسېږي

د خالص وجود مفهوم پکښی ځلېږي

په خالق او مخلوق  دواړو کی باقي دی

نه وجود یې محو کېږی  نه فاني دی

یو ستر روح دی چی د روح منځ کی هستېږی

په دې ستر روح کی یو ټکی لیده کېږی

په دې ټکي کی دننه  یې جلوه ده

د محدود او د بې حده ننداره ده

کبیر ځکه دی نېکمرغه او ښاغلی

چی دا ستر روح یې په سترگو دی لیدلی.

              حقیقت په کور کي

هغه څوک ماته عزیز دی چی می وغواړي خپل کورته

ما ژغوري له گمراهیو ما ور بولي و خپل لورته

په هغه کور کی یې وینم  چی ریښتونی پیوستون دی

هغه کور کي نعمتونه  په هغه ځای کی ژوندون دی

ولی خپله مېنه پرېږدم سر گردان سم په ځنگلو کی

که خالق راسره مل وي زما د  ژوند په اندېښنو کی

که په کور کی می نجات وي هم ځنځیر می پښو ته لوېږي

ولي ووزمه ځنگله ته  دلته هر څه را رسېږی

هغه څوک ماته عزیز دی په خالق کی چی غرقېږی

ورسره هغه طاقت دی چی ژور پکښی ډوبېږی

چی په ذکر د خالق کی ورنه هېر سي عالمونه

هم یې ځان ور څخه ورک سي هم یې زړه هم یې رگونه

هغه څوک ماته عزیز دی چی په خپل خالق پوهېږی

د دې ستر حقیقت منځ کی په خپل ذکر کی اوسېږی

چی د ستر او بې سرحده په نامه نغمې خپرې کړي

د وحدت مینه کی ډوب  سي د ژوند هېری ترانې کړي

کبیر وایی  هغه کور دی د سړي د اوسېدلو

هغه کور دی پیدا سوی په ریشتیا د پوهېدلو

په تلاښ که د ریشتیا یې هغه کور کي پیدا کېږی

لیری مه ځه څه چی غواړې پر خپل وخت به در رسېږي.

                                  ماته  هر څه یو دي

له خالق سره وحدت که دي په سر دی

نو ساده وحدت له هر څه نه بهتر دی

شیخه ما چی  له لومړۍ ورځي لیدلی

غرق په مینه کی زړگی می د دلبر دی

نه می سترگي له لیدو څخه تړمه

نه می غوږ له اورېدلو بندومه

نه وجود له ریاضته کړومه

نه مي عمر په خلوت کی تېرومه

په خندا په خلاصو سترگو را ښکاریږي

په هر ځای کی یې ښکلا ده چی ځلیږي

زما پر ژبه د ده نوم  دی چی څرخیږی

چی هر څه گورمه دی راته یادیږي

که کښېنم  که پورته کېږم دواړه یو دی

 له هر کاره می د ده سجدې جوړیږي

چی هر چېرته ځم پر ده طواف کومه

د ژوند هره معما راته حلیږي

چی پرېوزم تل د ده په پښو کي پروت یم

ژوند می ټول د ده خدمت دی را رسیږي

دا یو ذات دی چی په ژوند کی یې  ستایمه

دا یو نوم دی چی پر ژبه یې  لرمه

زما له ژبي هېر دي ټول د غیر نومونه

شپه او ورځ یې د عظمت  وایی سرودونه

نه په ناسته نه ولاړه  می هېریږي

دا یو ساز دی چی غوږو کی می ږغیږي

کبیر وایی شور د میني در ښیمه

 په سینه کی پټ اِسرار ښکاره کومه

زه د داسی مینی اور یم سوځولی

چی نه غم او نه خوښۍ یم پېژندلی.

    وروڼو کله چی زه ورک وم

وروڼو زما څخه وې ورکي ټولی  لاري گودرونه

حقیقی مرشد می راغی ده خبر کړم له ژوندونه

رانه پاته سولې چاري د سجدو د طاعتونو

راته نور مقدس نه وه په سیندونو کی غسلونه

وروسته پوه سوم په جهان کی  لېونی یوازي زه وم

نور دا ټول خلک هوښیار دي او سالم یې دي مغزونه

له هغه وخته بیا نه یم په ایرو کی رغړېدلی

نه می بیا دي ننگولي  زنگولي او معبدونه

نه بتانو ته سجدې کړم نه پر تخت یې کښېنومه

نه د خټو خدای منمه  نه ور وړم ورته گلونه

نه د ځان په کړولو خدای له چا خوشاله کیږي

نه له چا غواړي چی لوڅ سي او یا ووژني فکرونه

هغه څوک چی مهربان دی چی صادق پر لاري سم دی

په نړۍ کی چی یې  سم دي پر ریشتیا باندی کارونه

چی پر مځکه باندی گرځي هغه ټول لکه ځان بولي

دا رسېږي ستر خالق ته  چی یې نه وژني مرگونه

کبیر وایی  دا رسیږي هغه لوی ریښتوني نوم ته

چی کلام یې مقدس دی نه غرور سته نه مکرونه.

(Visited 26 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.