The news is by your side.

د يوې مشاعرې ياد / اجمل ښکلى

0

څو کاله مخکې مې په پښتونخوا کې په يوه مشاعره کې ګډون کړى و. شعر مې ولوست؛ خو د نورو شاعرانو غوندې تود هرکلى مې ونه ليد. فکر راولوېد، چې شعر مې کمزورى و، که ګډونوال د شاعرۍ ښه لوستونکي نه وو؟ او ورپسې مې پر ذهن د پوښتنو يوه لړۍ راوڅرخېده، چې د شعر د کمزورۍ لپاره ګنې ټولمنلي اصول شته؟ زه ګنې د تود هرکلي په بڼه د ښه او کمزوري شعر د معيار لپاره ګډونوال نه راښکېلوم؟ که راښکېلوو يې؛ نو بيا خو د اۤفاقي او ټولنمليو اصولو شتون له پوښتنې سره مخ دى او بايد دا پوښتنې هم حل شي، چې لوستونکي څوک دي؟ د کومې زمانې او کوم ډول ذهنيت او چاپېريال خاوندان دي؟

ما احساس کړې، چې کله ناکله د افغانستان ادبي ليکنې او کله تخليقي ادب په پښتونخوا کې هغومره تود بازار نه لري لکه په افغانستان کې يې چې لري او همداسې د پښتونخوا هغو ته چې څومره د هغه ځاى خلک هرکلى وايي، دلته ورته هغومره ښه راغلاست نه ويل کېږي.  که ژبه يوه ده، ادبياتو مو مشترک دي؛ نو ستونزه چېرته ده؟

پر هغه مشاعره چې ما پکې ګډون کړى و، د پښتون نيشنليزم درنه څپه خپره وه. له هر شاعر نه تمه کېده، چې د پښتون تاريخ، توره، ننګ وستايي او د دې ډول شاعرۍ تود هرکلى کېده؛ خو زما شعر چې دا موټيف نه لاره، خلکو ته خوند ورنه کړ.

دا يوازې د مشاعرې او زما د شعر خبره نه وه، بلکې د هغو لاملونو خبره وه، چې د مشاعرې د عمومي روح او زما د شعر د موټيف تر شا حاکم وو. ما د خپل چاپېريال لوستونکي ته شعر ليکلى و او هغوى د خپل ادبي چاپېريال له مخې فيصله کوله.

په پښتونخوا کې پښتانه اقليت دي، چې په خپله صوبه کې هم خپل واک او فرهنګي تسلط نه لري؛ خو په افغانستان کې سره له دې چې پښتانه اکثريت او په ملي کچ په سياسي پرېکړو کې مرکزي نقش لري؛ خو ژبه(پښتو) يې د پارسي پر وړاندې مظلومه ده؛ نو په پښتونخوا کې تر پښتو د پښتانه او په افغانستان کې تر پښتانه د پښتو  موضوع مخکې ده. هلته ښايي لوستونکى هغه شعر چې د پښتو د خوږوالي په اړه ويل شوى وي، دومره خوښ نه کړي، څومره چې د پښتون ستاينه خوښوي او په افغانستان کې پر عکس، ځکه دلته پارسيوان نه، بلکې پارسي مسلطه ده او هلته پنجابى پر وسايلو قابض دى. هلته د محروميت او کليشه شويو نښو په بڼه د پښتانه د سپکونې ډسکورس واکمن دى، چې غبرګون يې بايد د پښتانه د ستاينې په بڼه وشي؛ خو په افغانستان کې د پښتو د سپکونې ډسکورس مسلط دى، چې پر وړاندې يې بايد پښتو وستايل شي؛ نو په افغانستان کې که پښتانه ته پښتون شاعر په خپل شعر کې ستغوغې سپورې هم ووايي، بدې نه لګي.

زما شعر د پښتو د ستاينې په اړه هم نه و؛ خو څرنګه چې د مشاعرې له عمومي روحه مختلف و، هرکلى يې ونشو او يوازې زما نه، بلکې له افغانستان د ورغليو نورو شاعرانو شعرونه هم له ساړه چلن سره مخ شول. البته هغو افغان شاعرانو چې په پښتونخوا کې مېشت وو، د ګډونوالو دادونه واخيستل.

دا خبره که په لوى کچ مطرح کړو؛ نو نورو اړخونو ته متوجه کېږو. د افغانستان او پښتونخوا سياسي حالات او اړتياوې څه نا څه مختلفې دي. سياسي حالات هرومرو ادبي چاپېريال اغېزمنوي او يو لورى او ډسکورس ورکوي او همدا ډسکورس پخپله بيا اړتياوې زېږوي. د يوه چاپېريال ډسکورسونه د همغه چاپېريال د وګړي ذهن ته لار ښيي او مسايل ورته په مهمو او نامهمو وېشي. کوم مسايل چې ده ته مهم وي، د بل ډسکورس وګړي ته بې اهميته وي يا ورته دويمي اهميت لري. دا مسايل په ادبې څېړنو او پنځونو کې ځان ښيي. تاسو وينئ، چې د شاه سعود شاعري(سره له دې چې شاعر د خيبر پښتونخوا استوګن دى) تر پښتونخوا په افغانستان کې ډېر لوستونکي او بازار لري، ځکه چې شاه سعود د افغانستان د حاکم ادبي ډسکورس شاعر دى او ښايي په افغان ادبي بهير کې له افغانو شاعرانو سره ناسته پاسته او بيا د افغان لوستونکو تود هرکلى يې مهم لاملونه وشمېرو.

د سويلي پښتونخوا سياسي مناسبات چې له افغانستان سره تر  خيبر پښتونخوا تاوده پاتې شوي، په ادبي ډسکورس کې يې هم هغومره توپير نه ليدل کېږى، چې د افغانستان او خيبرپښتونخوا ترمنځ دى. دروېش چې څومره په سويلي پښتونخوا کې منلى دى، هغومره په افغانستان کې هم منلى دى او همداسې استاد پسرلى چې په څومره جديت سره په افغانستان کې لوستل کېږي، په سويلي پښتونخوا کې هم لوستل کېږي؛ خو په خيبر پښتونخوا کې بيا هغومره اهميت نه ورکول کېږي، ځکه د هغه ځاى له ادبي مزاجه مختلف دى او دا راته وايي، چې ادبي ډسکورس د ادبياتو په کيفيت کې څومره مهم دى.

د ممتاز اورکزي غوندې شاعران هم شته، چې دواړو ادبي ډسکورسونو ته شاعري کوي او له دواړو خوا داد اخلي او شعوري ناشعوري د ډيورنډ تار شلوي.

په افغانستان کې که څوک د شعر پر ژبه او فن ليکل وکړي او د ”شعرستان” غوندې اثر وليکي، ښايي په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان هومره بازار ونه لري، ځکه هلته پر موضوع او محتوايي توکيو اتکا ډېره ده؛ نو که د هغه ځاى يو ليکوال د يوه شعر پر محتوا ليکنه وکړي، ښايي په افغانستان کې يې لوستونکى په هغومره تلوسه ونه لولي.

د افغانستان معاصر داستاني ادب ولې په خيبرپښتونخوا کې او د خيبر پښتونخوا هغه په افغانستان کې په شوق نه لوستل کېږي؟ ځواب يې د ادبي ډسکورس په توپير کې وينو. د افغانستان داستانونه فارماليستي تيورۍ ته اهميت ورکوي او په خيبر پښتونخوا کې رياليستي ته.

موږ د مطالعې پر وخت ناشعوري له خپلو خپلو ادبي ډسکورسونو نه استفاده کوو او د ليکنې د سرليک په کتو لا پرېکړه کوو، چې ليکنه ولولو که نه؟ نو که ليکنه زما له ادبي ډسکورس سره برابره وي، په مينه يې لولم او که نه وي، بې اهميته راته ښکاري.

زموږ ترمنځ مشترکات ډېر دي. ما مازې توپيرونو او د توپيرونو تر شا لاملونو ته اشاره وکړه. زما موخه دا نه وه، چې د ډيورنډ غوندې کرښې راکاږم، بلکې دې موضوع ته مې پښتانه لوستونکي متوجه کول او بل دا چې دا توپيرونه د نړۍ په نورو ژبو کې هم عام دي. د عربي ژبې معاصر ادبيات يې يوه بېلګه ده. کله چې د يوه ژبې د ويونکو ترمنځ سياسي وحدت پيدا شي، بيا نو ادبي ډسکورس او اړتيا هم يو ډول شي او مشترک ټکي يې ترمنځ ډېر شي.

لا نورو ځيرونو ته اړتيا ده، چې موږ دا توپيرونه روښانه کړو.

(Visited 27 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.