The news is by your side.

د پښتو لنډې کیسې طرحي کمزورۍ

0

ګل رحمن رحماني/

  په لنډه کیسه کې طرحه یا (Plot) د یوه پېچلي خو اساسي بحث په توګه مطرح کېږي او د داستاني ادبیاتو کره کتونکي یې هغه تاو شوي سیم یا رسۍ ته ورته بولي چې باید له پیل سره یې د سپړلو هڅه پیل او وروستی سر یې پیدا کړل شي.

   ځینې لیکوال خپله طرحې ته هم کیسه وايي، خو حقیقت دا دی چې طرحه کیسه نه، بلکې د کیسې اساسي برخه ده. لیکوال ام فورسټر وايي چې د کیسې او طرحې تر منځ توپیر دا دی چې کیسه د پېښو نکل دی او په زماني ترتیب تړاو مومي، خو طرحه بیا داسې نکل دی چې تکیه یې د علت او معلول پر اړیکو ولاړه ده.

    په طرحه کې بیا هم مهم اړخ د لوستونکي ذهن دی چې څو پېښې او کرکټرونه په داسې ډول راوړل شي څو په لوستونکي کې د ځيرکۍ حس وپاروي، زمان او مکان بې واسطې تشخیص کړي او د پېښو د رامنځته کېدو په لامل پوه شي.  په دې اړه له تخصصي بحث وړاندې اړینه ده چې له تیوریک اړخه هم د لنډې کیسې په اړه یو څه ووایم:

        لنډه کیسه د دا ستاني ادبیاتو یو داسې ژانر دی چې هم د لیکوالو او هم د لوستونکو تر منځ زیات مینه وال لري، که څه هم عمر یې په پښتو ادب کې د نورو ژانرونو په پرتله زیات نه دی، خو په کم عمر کې یې زیاته وده کړې او ډېرې شهکارې نړیوالې بېلګې یې هم  پښتو ته را ژباړل شوې چې زموږ پر کیسو بې اغېزې نه شي پاتې کېدی.

     په عمومي ډول لنډه کیسه په خپله اوسنۍ بڼه په نولسمه پېړۍ کې دود شوې ده او د تیوري په برخه کې یې منلي نظریات ډېر پخواني نه دي. امریکايي کیسه لیکوال اډګار الن پو لومړی لیکوال بلل شوی چې په ۱۸۴۲ زېږدیز کال کې یې د کیسې تیوري وړاندې کړه او د فني جوړښت په باب یې هم خپل نظریات له نورو سره شریک کړل، په داسې حال کې چې دده تیوري تر ډېره د نولسمې پېړۍ له لیکل شوو کیسو سره چندان اړخ نه لګاوه.

    که څه هم د لنډې کیسې پر عمر نږدې یوه نیمه پېړۍ اوړي، خو په تیوري کې لا هم یو کلي توافق نشته، ښايي یو لامل به یې دا وي چې لنډه کیسه د ژوند د فردي او ټولنیزو بدلونونو روایت دی، ژوند او زمانه د بدلون په حال کې ده، پېښې بدلېږي، زموږ د ژوندۍ بېړۍ په یوه څپاند سمندر کې مخته روانه ده او دې چارې د لنډې کیسې د تیوري او کره کتنې خواوې هم له یوه ثابت حالت څخه وېستلي دي.

   تر کومه چې د پښتو ادب خبره ده، نو دلته هم د معاصر شعر تجربه تکرار شوه چې تر ډېره پورې د کلاسیک پېره له اغېزه راوتل ورته اسان نه وو، همداسې لنډه کیسه هم د فولکوریک داستان یا وو نه وو تر اغېز لاندې وده وکړه.

   د اډګار الن پو تر څنګ فرانسوي لیکوال کي دومو پاسان، روسي لیکوال چیخوف، چکي لیکوال فرانټن کافکا، امریکايي لیکوال ارنسټ همینګوی او روسی لیکوال ګوګول هم هغه لیکولان دي چې د لنډې کیسې د بېلګو او تیوري په برخه کې یې کار کړی دی.

      د کیسې ټول تیورسننان او  لیکوال په دې کې موافق دي چې طرحه د لنډې کیسې لپاره د لارنقشې اهمیت لري، څومره چې روښانه، سیده او د کیسې له منطق او پيغام سره همغاړې وې، په همغه اندازه د داستان پر محتوا، ښکلا او جوړښت اغېز لري او بله دا چې لوستونکی د ابهام له پېچلو څلورلارو را باسي.

     دا چې کله کله داستان لیکوال له خپلې کیسې ناراضه وي، کیسه نه شي را غونډولی یا هم له ډېرو ښو او څرګندو سوژو داستان نه شي پنځولی او لوستونکی ترې ستړی کېږي، یو لامل یې دا دی چې ځان یې په خپله داستاني طرحه کې ورک کړی دی او دا کار هغه وخت کېږي چې طرحه یا د کیسې لا نقشه څرګنده نه وي، څه چې په مخه ورځي، هغسې جوړجاړی ورسره کوي.

    طرحه یا پلاټ د لنډې کیسې لنډيز ته ورته دی چې په یوه روښانه پیغام را چورلېږي او د کیسې د نورو برخو لپاره د ملاتېر حیثیت لري، څومره چې قوي وي، نو نوره باډي هم ورسره غښتلې راځي.

 د کیسې لوستونکی هم په بسپړ ډول زموږ د داستان په طرحه کې شامل دی، ځکه چې خلاق لوستونکی د کیسې په هره برخه کې له موږ دا غواړي چې څه ویل غواړو، څه مو ویلي او څنګه مو ویلي دي؟ که د لوستونکي دا حس  له پامه وغورځوو ، نو دا چاره کاملا زموږ په داستاني پلاټ یا طرحه هم منفي اغېز پرېباسي.

  په (ترخه خندا) لنډه کیسه کې طرحه داسې ده:

    د شپې د یوه ډاکټر کور ته غل ورځي، مجبور او مسلکي غل دی، چاړه او بوکس پنجه ورسره وي،  د کور خاوند ( ډاکټر) خپل کور کې تر ناوخته ویښ وي، قوي او پیاوړی سړی دی، د غله په ورتګ خبرېږي، راوځي، لاس او ګرېوان شي او سخت مقاومت ورسره کوي، ، غل دده له لاسه د چړې سخت ګوزارونه خوري او له  په زخمي حالت کې له کوره تښتي، د لاس ګړۍ او یو بوټ ترې پاتې کېږي، سهار یې ډاکټر په یوه پلاستیکي کڅوړه کې اچوي، دندې ته د تګ پر مهال یې روغتون ته راوړي چې ښځه او ماشومان یې ونه ویني او زړونو کې یې وېره ځای پر ځای نه شي، په ضمن کې غواړي که امکان وي پولیسو ته یې وښيي، خو سهار تصادفا همدغه غل هغه روغتون ته د زخم درملنې ته راځي چې ډاکټر په کې دنده لري، د روغتون  سرطبیب همدې ډاکټر ته د درملنې دنده سپاري، یو وخت یې په ناروغ شک راځي، ګوري چې تور مړوند کې یې د ساعت ځای خالي دی او یوه پونده یې په خټو او خاورو ده، د دواړو په شونډو ترخه خندا خورېږي.

 په همدې ډول د (پینځه برخه) لنډې کیسې طرحې ته هم تم کېږو: 

  د یوه ودانیز شرکت مشر چې حاجي دی او غیر مسلکي سړی دی، د نوي قرارداد د یوې مادې پر بنسټ له بې تجربې انجنیرانو ناوړه ګټه اخلي، دی د یوه ژباړن په مرسته له بهرنیو سرتېرو په لرې سیمه کې د سړک جوړولو قرارداد اخلي، په قرارد کې یو ځای راځي که انجنیر د پروژې په جریان کې د نا امنۍ یا وسله والو غلو له لاسه مړ شي، نو بهرنیان به د پروژې د پیسو پینځمه برخه د شرکت په لاس د انجنیر کورنۍ ته ورکوي.

     د شرکت مشر له وسله والو غلو او مافیا سره اړیکه لري، یو بې تجربې انجنیرهلته استوي او بیا یې په هغوی وژني، په بدل کې یې له بهرنیانو زیاتې پیسې تر لاسه کوي ، ددې پیسو ډېره کمه برخه قاتلینو ته ورکوي او نورې ځان ته وهي، د انجنیر کورنۍ له دې مادې بیخي نا خبره وي.

    دا کیسه هغه مهال انځوروي چې د افغانستان ولایتونو کې د بهرنیو سرتېرو د ولایتي بیا رغونې ټیمونه (PRT) فعال و، فساد اوج ته رسېدلی و، اړوند وزارتونه له پروژو نا خبره وو، په خپل سر بې درېغه پیسې بادېدې او د بې تجربې انجنیرانو څخه د زیاتو پیسو بدل کې ناوړه استفاده هم کېده، څوک د پروژو په کیفیت پسې نه ګرځېدل.

    په لومړۍ کیسه کې د غلو د دروغو او دوه مخي شخصیت، رسوا کېدنې او د ډاکټر یا طبابت د دندې او اخلاقو خبره کېږي او په دویمه کې بیا د پیسو د بې ځایه شوق او اداري فساد خبره شوې چې اوس هم د افغانستان له سترو سرخوږیو او بدبختیو څخه ګڼل کېږي.

  د پورتنیو دواړو کیسو طرحې د پیغام له اړخه ښې دي، یوه عیني او په بدلو بڼو تکرارېدونکې ستونزه ده چې ټول ترې سر ټکوي، خو په ننداریز ډول وړاندې شوې ده، کله کله د وړاندې کېدنې په دې طرز کې پیغام هم پاشل کېږي، ښه لار داده چې د یوې فردي نندارې یا زاویې له لیده وړاندې شي.

 د داستاني طرحې یا پلاټ په مهمو ځانګړنو کې یوه د کرکټر څېره ده چې باید را څرګنده شي، لوستونکی یې داسې وپېژني لکه د خپل کلي- کور یا کاري ماحول له یوه همکار سره چې بلد وي، تر منځ یې د نا اشنايي حس شتون ونه لري.

 په دې دواړو پلاټونو کې اصلي کرکټرونه سره ددې چې ښه معرفي شوي دي، خو له فرعي کرکټرونو سره دومره ښکېل دي چې ښايي لوستونکی کله کله د اصلي او فرعي کرکټرونو تفکیک ونه شي کولای.

  اصلي پېښه هم په همدې ډول د طرحې یوه بله ستنه ده، که چېرته اصلي پېښه نا څرګنده وي، بیا هم د لوستونکي ذهن د ګډوډۍ خواته ځي، د کیسې تلوسې ته زیان رسوي او تر پایه راسره ملتیا نه شي کولی.

    په مخکې وړاندې کړو پلاټونو کې اصلي پېښې څرګندې دي، د غله رسوا کېدل او د هغه متل ثبوت چې (غل په غره کې هم ځای نه لري) او په دویمه طرحه کې له مافیا سره د شرکت د نا مسلکي مشر اړیکه او بیا د هغه له خوا د کار د تر سره کولو ډاډ ورکول په لوستونکي صحنه کتلی شي او اصلي پېښه څرګنده او پیاوړې کوي.

    په کیسه کې د پېښې ځای یا مکان هم خورا زیات مهم دی، په پلاټ کې هم لوستونکی باید د کیسې مکان پیدا کړي چې کیسه چېرته شوې ده. د لومړي پلاټ مکان د ډاکټر کور او روغتون دی، که دا ځای نه وی نو کیسه به د قضايي هندسې فرضیې ته ورته وه. په همدې ډول د دویم پلاټ مکان څرګند دی، د شرکت مشر د بهرنیانو له پوځي اډې را وځي، بیا د خپل شرکت په دفتر کې لګېدلي ټلویزیون ته ګوري او د یوه بېړنۍ خبر په تمه وي.

    د مکان تر څنګ زمان یا مهال هم د طرحې یو بل اړین بنسټ دی چې کېدای شي د طرحې څلورم بازو ورته ووایو، زموږ په اوسنیو کیسو کې مهال ورک وي او دا چاره د لوستونکي د جذابیت کچه هم را ښکته کوي او له خپلې لوستنې یا اورېدنې سره سرسري چلند کوي.

     په ترخه خندا کې زمان بیا هم د شپې ناوخته تیاره او د دفترونو سهارنۍ ناسته ده چې معمولا د نهو بجو شاوخوا کې کېږي. په دویمه طرحه کې بیا زمان په کلي ډول څرګند دی، مثلا شپه ده، بیا  ورځ ده، خو د ورځې ساعت نه دی ښودل شوی. مثلا کیسه کې راځي: د همدې مياشتې په پنځه ويشتمه حاجي صيب د خپل ساختماني شرکت په دفتر کې ټلويزيون ته مخامخ ناست و ، ساعت ته يې وکتل زر يې د فوټبال لوبه بنده کړه او په خبرونو پسې يې د ټلويزوني چينلونو چاڼ پيل کړ، همغه چينل يې را واړوه چې تل به يې خبرونه په کې اورېدل، خو خبرونو ته لا يوه دقيقه پاتې وه.

    په دې پراګراف کې د مکان تر څنګ مهال په کلي ډول مشخص دی، خو دا نه ده معلومه چې د څو بجو یا کوم ساعت خبرونو ته په تمه دی، یا د کومې میاشتې پینځه ویشتمه نېټه ده، د میاشتې دا نېټه په دې هم مهمه وي چې د کارکوونکو د میاشتني معاش د حوالې کارونه پیلېږي.

     اوس که چېرته داستان لیکوال له طرحې یا پلاټ لرلو وړاندې د لنډې کیسې د پیل تکل کوي، نو کار یې د هغه انجنیر  په څېر دی چې د ودانۍ جوړولو لپاره یې نقشه او اسکلېټ نه وي ټاکلی. په طرحه کې بله ځانګړنه د پیل، منځ او پای لرل دي چې زموږ په کیسو کې شته، خو روښانه نه وي، ددې برخو څرګندتیا د لوستونکي پر لېوالتیا او داستاني تلوسه اغېز لري.

    دا چې طرحه له پېښې یا کله کله له ګڼو فرعي پېښو اوبدل شوې وي، نو اړینه ده چې د هرې پېښې د رامنځته کېدو لامل هم څرګند شي او ښکاره کړي، یا په بل عبارت له وړاندې ورته زمینه سازي شوي وي او د یوې اسماني معجزې یا جادو غوندې واقع نه شي.

   فرضا که په یوه لنډه کیسه کې د پلار او زوی د اړیکو د بې ساري خرابتیا طرحه وړاندې کېږي، نو د زوی د کرکې لامل باید څرګند وي، ځکه په عاطفي یا طبیعي ډول هېڅکله هم داسې نه کېږي چې پلار او زوی یو له بل په تېښته وي، اوس چې په استثنايي حالاتو کې رامنځته کېږي، نو لامل یې باید جوت وي.

   د لنډې کیسې په اړه دا وضاحت هم اړین دی چې کیسې ته د (short story) د یا لنډې کیسې نومونه د پېښې او کرکټر د محدودیت په سبب شوې ده ، نه د کیسې د متني تراکم یا حجم راکمولو له اړخه.

  د غوره طرحې بله ځانګړنه دا ده چې اصلي څېره، اصلي پېښه او ځای یا مکان په کې مبهم نه وي، کومې کیسې چې دا درې واړه موارد یې روښانه وي، نو لوستونکی هم د کیسې له سرسري نندارې د کیسې زړه ته ننوځي، د کرکټرونو ملتیا کوي او بله دا چې د کیسې منطقي تسلسل او تله هم پیاوړې وي.

   دا چې په طرحه کې د پيغام ځای پر ځای کول اړین وي، نو له پیغام سره د طرحې پخلاینه هم د ښو داستاني طرحو ځانګړنه ده، دا پخلاینه یا تړاو ددې لامل ګرځي چې نا اړینې پېښې او څېرې چې کیسه کې یې ډېر ضرورت نه محسوسېږي، یا یې له نشتون پرته هم د کیسې په شکل کې کوم بدلون او کمزوري نه راځي، حذف شي. که دا کار ونه شي نو د پیغام د تت والي او بې رنګۍ سبب ګرځېدلی شي.

    د اوسنۍ کیسې یوه بله ستونزه دا ده چې پر منظره کشۍ یا د حرکت په تیوري له حده زیات تمرکز کېږي چې ته به وایې  یوازې د صحنې کښنې په موخه لیکل شوې، د متعالی الافعال صنعت په کې دومره زیات وي چې ته فکر کوې د منظره کشۍ، تصویرونو او رنګارنګ افعالو د پېژندنې په اړه د ژبپوهنې کومه مقاله لولې، دا توکي په کیسه کې دومره زیات شي چې بیخي په اصلي پیغام او د کیسې پر موخه یې سیوری غوړولی وي. د کیسې دا ډول جوړښت که د کیسې پلاټ روښانوي، خو له کیسې وچ کلک پلاټ هم جوړوي او نور داستاني توکي ورڅخه تراشي.

    وروستۍ خبره دا چې د کیسې په طرحه کې د هر عمل یا کړنې رامنځته کېدل باید د ښکاره والي تر څنګ منطقي وي، دا چې د داستان لوستنې څنګه د لوستونکي یوه او مهمه هیله پر داستان پوهېدنه ده، نو طرحې ته د منطقي تړاو او استدلال ور کول په حقیقت کې لوستونکي او د هغه وخت ته درناوی دی.

پای

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.