The news is by your side.

سندریز ځونډی

خالد ریحان

0
د وصال شپه په تېرېدو ده مخه شه به کوو
“ځونډیه”کاږه نور زما له ګرېوانه لاسونه
دوست محمد”ځونډی” د پښتو د اوسنۍ هنري شاعرۍ د پیغلي د سینې داسي نازک ځونډی دی چي په هرتارکي یې توري د لونګو په څېر پېیلي او کلیمې یې د کوچنیو هیندارو په ځېر سترګکونه وهي.
 داسي ښکاري چي  ځونډي د خپل خیال په خانقاکي د سندرو ښاپیرۍ موریده کړې ځکه یې غزل خوږمن زړه ته د تعویز کار ورکوي..
  په هره خواپه هره لاره لکه سره سکروټه
یوڅوک مي مخته وه ترداره لکه سره سکروټه
یوه شېبه دي له یادونوپه قرارنه شومه
زماګوګل کي شوې ایساره لکه سره سکروټه
یواځي ته به بلېدې نورکلی ټول تیاره وو
زمادخوږزړګي پرهاره لکه سره سکروټه
چي ته به نه وې په دې چم به خاموشي خوره وه
یوڅوک به ووله انتظاره لکه سره سکروټه
ځونډیه!زه به ورته ټوله شپه نینې نینې شوم
چي ښکاریده به ترسهاره لکه سره سکروټه
ـــــــــ
شایي بیا کوچیان راځي د شپیلۍ غږدی
شو موسم د پسرلي د شپیلۍ غږدی
یو څوک بیا سپینه سپوژمۍ او رڼه ستوري
په پلوکي زنګوي د شپیلۍ غږدی
یوې نجلۍ خپلي همزولي ته ورو ووېل
والله داخو د( ځونډي) دشپیلۍ غژ ږدی
ـــــ
د ښې شاعرۍ یو راز د ژوند تجربې له لوستونکي سره شریکول دي. ځونډی هم په خپل ژوند کي له خوږو او ترخو تجربو سره مخ شوی. یوه نیمه تجربه خو له موږ سره دومره په کمال شریکوي ته به وایې چي په اهاړ کي د دښتي په غاټول د شیبه شیبه باران څاڅکي دي ، ته به وایې د لومړۍ شپې ناوکۍ ده چي په ادب نازک باڼه پورته کوي او حیاناکي سترګي یې د رازونو زر غوټي سپړي، راځئ چي د شاعر دا شوخه تجربه په ګډه سره ولولو
ز ما اوس هم دي په زړه راسره ناست وې
چي تر څنګ په تناره راسره ناست وې
مسافره ما دي سترګي شکولولې
تااو تراو تر کا ته را سر ه ناست وې
دڅيلې هغه او ژده شپه در ياديژي ?
له سپېدو ورو سته و يده را سره ناست وې
له يخني نه چي دي ا يښي وو ځونډ يه
لاس زماپه ګر ېوانه راسره ناست وې
ـــــ
دوست محمد “ځونډی” زموږ د ځوان کهول خوږ ژبی شاعر دی.
ځونډی ژور فکره او بیدار شعوره شاعري کوي،  ده دي خپلي مېني دردونه په خوږه ژبه بیان کړي، او دوخت او حالاتو تصویر کشي یې په هنري انداز کړې ده.  دغه لاندي بیتونه یې په زړه پوري بیلګي دي.
خلپو مو هم کړل له اغیارو سره مله لاسونه
خاونده! لنډ کړې دا خیرن اوږده اوږده لاسونه
ددې وطن په بربادۍ کي موږه هم شریک وو
باچا ظالیم وو موږ نیولي وو په خوله لاسونه
 دیو بل غزل دوه بیتونه دي..
ماتي څانګي مي په خپلو اوږو بار دي
دپکتیا د غرو نښتر یم زړه مي مات دی
څو کودړي مات بنګړي راته پراته دي
 لوند په وینو سور ګودر یم زړه مي مات دی
د ځونډي د شعر یوه ځانګړنه داده چي هیڅ کله یې شعارته مخه نه ده کړې، که یې څلوریځه لیکلې که یې غزل لیکلی او که آذاد شعر په هر صنف کي یې هنر پاللی.
لاندي څلوریځي یې زموږ د اوسني ناورین شاهکاري بیلګي دي.
تل مو لیکلې ، کیسه پۀ وینو
غزل پۀ وینو ،  ټپه  پۀ وینو
کلونه کیږي ، چې موږه لمانځو
اختر  پۀ اوښکو ، روژۀ پۀ وینو
او یا دا چې:
د وحشتونو ، غدۍ وَلاړه
خیر به دې غواړم ، خیر مې غواړه
اهریمن ایښې تورې منګولې
د سپینې سولې په سپینه غاړه
ـــــــــــــــــــ
د یو بڅرکي ، رڼا پۀ تمه
د خپل وجود پۀ ، لمبه ولاړ دی
آ  سپینې سولې  سپینه ډیوه شه
وطن د دار بۀ تخته ولاړ دی
ځونډی په کلاسیک او اوسني پښتو ادب کي ژوره مطالعه لري چي دایې د بریالۍ شاعري راز دی.
ځکه خو د ځلویښت کلني جګړې او تراژیدي انځورونه په هنري ډول زموږ مخي ته ژدي.
یوه ناوي هر ماښام په هدیره کي
بله وي په یوه مزار ډېوه روښانه
بیګا بیا د چا پردېس جانان په تلو وو
تاوېدله تر چنار ډېوه روښانه
سیلۍ نور د پتنګانو ازار مه وړه
لیږه پریږده په قرار ډېوه روښانه
او یادا بیتونه..
هسي نه چي په کوم قبر پښه کیږدم
ټوله ځمکه هدیرې، توبې اوباسم
په هرځای په هر قدم مرګی ولاړ دی
د خپل کور تر دروازې، توبې اوباسم
د ځونډي د هنر ځیني بیلګي دومره په زړه پوري وي لکه د صبحدم لومړۍ وړانګې چي په شبنم پرېوځي لکه نسیم چي له غوټۍ سره شوخي کوي، لکه له لوړو ګړنګونو د مستو زرکانو غاړي او یا لکه د زاڼو مهین سېل چي د ویړ اسمان په غېژه کي قلقلې کوي.
د اذاد شعر دغه بیلګه یې شهکار بللی شو.
.
(سولې ته)
تۀ لکه پېغله سپوږمۍ !
د څیلې یخه شپه کې پل راواخله
لکه سپرلی !
څانګو ته زلفې ورکړه ، رنګ ورکړه
لکه چینۀ!
د جل وهلیو هِیــلو
پۀ کروندو  تـیره شه
لکه اذان !
د روژتي ماښام سکوت مات کړه
تـۀ لکه جام د کوثـر !
بیا د رڼې پرخې جامه کې راشه
بورا د سویو ګلابونو  خـیرات
د وچو پاڼو پۀ کچکول  کې غواړي
لکه احوال د مساپرو ژڼیو !
ستا د راتلو زیري ته
نجونو د سپنې خولې نذرونه ایښي
تـۀ لکه غـږ د چمبې !
له نړېدلو دیوالو  پورته سه
تـۀ  لکه شور د سندریزې وږمې
د سپینو  لېڅو  له بنګړو پورته  سه
تـۀ لکه “شنه زرغونه”
بې رنګه ژوند ته لکه رنګ راسه
لکه پر  مخ د سپوږمۍ مخې جینۍ
لکه اوربل راسه ، پۀ څنګ راسه
تـۀ لکه لمر !
زموږ د چم د نجونو
پیوند پیوند لوپټې وځلوه
تـۀ لۀ چاودلو شونډو پۀ ترنم  راووځه !
 لـکـه ټپه پۀ  یـاقـربان راسه !
ځونډي صاحب لیږه شاعري کړې خو په تول پوره یې کړې.
خپلي خبري ددې ځوان شاعر په داسي یوه څلوریځه راټولوم چي په لوستلو یې د لوستونکي له تالو ټک خیږي او د درد او مجبورۍ داسي یو انځور مو مخي ته ږدي چي اوښکي بې اختیاره تر لېمو ور پسي وڅاڅي.
هرځل چي ورته راشم زړه داغلی ترې روان شم
په اوښکو باندي مینځمه خپل کلی ترې روان شم
اوس دومره شوم ناتوانه چي جانان ته مخامخ شم
بس غلي اوښکي پاکي کړم اوغلی ترې روان شم
_________
په ډیره مينه  او درنښت
خالد ریحان
(Visited 21 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.