The news is by your side.

شعر؛ په فرد پورې منحصره ژبه ده

ګل رحمن رحماني

0

 هغه څه چې شعر د تخلیق یا لیکنې له نورو بڼو جلا کوي، ښايي همدا په فرد پورې منحصره ژبه وي چې له کلمو، عواطفو، غږونو، حرکاتو، سمبولونو او نښو د کلمو د کارونې له لارې څرګندېږي او د بیان جوګه ګرځي.

   دا یوه داسې ژبه ده چې له ژوند څخه زموږ تجربې او مشاهدات له شاوخوا نړۍ سره نښلوي، په شعر کې کلمې له ځان سره ځانګړی فکر، احساس او روح لري چې اکثره یې ظرافت، ابهام او مرموزیت لري.

  په شعر کې هره کارېدلې کلمه زرګونه پوښونه لري چې د بیا بیا لوستنې له لارې یو یو را سپړل کېږي. شعر همغسې چې لوستونکي ته زیات شیان څرګندوي، برعکس ورڅخه زیاتې خبرې پټوي هم. د شعر کلمې له رمز او رازونو ډکې دي چې په شعر کې له خپل واقعي ارزښت څخه وړاندې ځان څرګندوي، همدا لامل دی چې د شعر یو ځلي لوستنه موږ د شعر تر روح او مانا پورې نه رسوي.

شعر دوه اړخونه لري: جسم او روح

هغه څه چې موږ ورته جسم وایو، ددې ماجرا بېرونۍ بڼه ده، لکه کلمه، ریتم، وزن، اهنګ او هره بله ټکنالوژي چې د شعر په ظاهري جوړښت کې کارېږي، خو د جسم له پېژندنې وروسته روح ته ځو چې د شعر له زر ځلي لوستنې پرته نه حاصلېږي.

  له موږ نه هر یو د یوه ځانګړي شعر د لوستنې له لارې یوه ځانګړې دنیا انځوروو او له شعر نه په فرد پورې منحصر برداشت حاصلوو چې ممکن د هغه روح سره چې شاعر په پیل کې په خپل شعر کې ځای پر ځای کړی دی، له ځمکې تر اسمانه توپیر ولري.

د شعر روح زموږ له منګولو ازاد او خپلواک دی، موږ یې د تخسیر ځواک نه لرو، یوازینی کار چې ورسره کولای یو شو، هغه دا دی چې ملتیا یې وشي.

خوشحال بابا وايي:

بې نیاز څه خبر له نازه چې ناز څه دی

ستا د سترګو بلا واخلم ناز پر ما کړه

یا د رحمان بابا دا وینا:

دا جهان دې خدای له عشقه پیدا کړی

د همه وو مخلوقاتو پلار دی دا

  اوس که پورتنیو بیتونو ته پام وکړو، نو د دواړو روح زما په ۱۴ کلنۍ کې یو رنګ درلود، په شل کلنۍ کې یې بل رنګ خپل کړ او اوس بیا بیخي له تېر او ورڅخه مخکنیو کلونو څخه متفاوت رنګ لري.

    د شعر ژورو ته ورښکته کېدل او خپله ورکه موندل څه اسانه کار نه دی، ددې موخې لپاره په زور سره هڅه او کوښښ کول  شعري ښکلا وژني او روح یې ټپي کوي.

    ښايي په شعر کې د ځینو کارېدلو تخنیکونو له زده کړې وروسته د  د استعارې، ایهام او کنایې په مرسته وتوانېږو چې تر یوې اندازې د شعر د روح تل ته ورښکته شو، خو دلته بیا هم اړکېږو او غوره به وي  چې په نهایت کې پل خپلو شهودو اعتماد وکړو، له کلمو سره په دې موخه جګړه کول، څو وپوهېږو چې شاعر یې شاته څه پټ کړي دي، له ستړیا او خستګۍ پرته بله پایله نه لري.

    وايي: د هنر مانا د مخاطب له خوا موندل کېږي.

راځئ چې له شعر نه خوند واخلو، خپله مانا ورکړو، د شعري کلمو د ټپي کولو له لارې پر خپل ځان او روح د شعر لوستنې کړاو تحمیل نه کړو.

ژباړه او لیکنه ده.

پای

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.