The news is by your side.

شوخ ادبيات / محمد ياسين ادیب

0

نو وژنې يې؟ چې ولې ملا شوخ شعرونه وايي

بسمل دغسې شی ده، ښه نو څنګه يې کوې

که د ادبياتو تعريف ته پام وکړو ادبیات واقعيتونه په انځورونو کې وړاندې کوي. يعنی پېښې او حقايق په احساساتي او اغيز ښندونکي شکل وړاندې کوي. ادبیات د انسان په ژوند کې چې کومې پېښې رامنځته شوي او يا د پېښېدو امکان يې وي، هغه يو اديب د خپل ذوق په نظر کې نيولو سره چاڼ کوي او د خپل احساس او تخيل په مرسته هغه پېښه داسې تراشي او ښایسته کوي يې چې هم پنځوونکي او هم لوستونکي ته د خوند ترڅنګ مثبت فکر او ايډيا ورکړي.

تاريخ هم دغه پېښې بيانوي، خو په تاريخ کې له داسې ژبې کار نه اخلي، چې عاطفه ورسره مله وي يواځې په بيانی شکل يې وړاندې کوي او د تاريخ ليکونکي موخه يواځې د معلوماتو لېږدول وي؛ خو يو ليکوال يا شاعر همدغه پېښې او حقایق په انځوريزه بڼه بيانوي ترڅو د لوستونکي په ذهن کې حک شي. شاعر يا ليکوال د ېوې پېښې په انځورولو کې ډېر تمرکز په خپل تخيل او عاطفې باندې کوي او داسې مرغلرې ورسره ګډوي چې خوند يې څو برابره شي.

شاعر يا ليکوال دغه حقایق د دادبی ژانرونو په لوښي کې ځاي پرځای کوي او هغه ته د عاطفې او خيال مالګه ورزياتوي ترڅو خوند يې تل د لوستونکي په ذهن کې پاتې شي.

انسان د بېلابېلو احساساتو درلودونکي دي تل او د وخت په تېرېدو سره يې غوښتنې لاپسې زياتيږي. په ادبياتو کې له پيله تر دې دمه هر راز واقيعتونه څيړل شوي دي چې ځينې يې بيا په شوخه ژبه بيان شوي دي.

په ادبياتو کې هغه که نثر دي او يا که نظم، ډېری ليکوالان په خپلو اثارو کې د ټولنې او هېواد له داسې واقعيتونو نه پرده پورته کړې چې بل هېڅ يو کس پرته له همدغه شاعر يا ليکواله ددې راز نه د پرده پورته کولو هڅه نه ده کړې.
که موږ داستاني ادبياتو ته پام وکړو دا به راته جوته شي چې زموږ ښاغلي ليکوالداسې حقایق بيان کړي دي، چې تل خلک ورسره لاس او ګرېوان دي خو د اصلاح کولو لپاره يې هېچا ملا نه ده تړلې. ددې کار لامل کېدای شي خلک حيا او د شرم درلودل وګڼي خو که دغه کار اوس موږ ته سرسری شرم ښکاره شي بيا بله ورځ به داسې ټک موږ ته راکړي، چې بيا هېڅکله چاته ونشو کتلای.

ډيری ناولونه او لنډې کيسې د داسې پېښو شاهدان دي، چې د يوې پېغلې او هلک له داسې پټو رازونو يې پرده پورته کړې ده، چې دوی يې له انسانيته څه حتی له اسلاميته هم لرې کړي دي. مثلا ليکوال د دوو ځوانانو اړيکه داسې انځور کړې ده، چې که موږ په حقیقي ژوند کې هم نظر وکړو دېری داسې حقیقتونه شتون لري.

په ادبياتو کې نور هم ډېر اثار د ليکوالو لخوا په شوخه ژبه بيان شوي دي، چې د هغو له جملې  د بريالي باجوړي (د ځوانۍ هوا) يادولی شو. په دغه کتاب کې زياتره لنډې کیسې په شوخه ژبه ليکل شوي دي او د ټولنې د ځينې حقيقتونو ترجماني يې کړې ده، چې د شيلا په نامه لنډه کيسه يې ښکاره مثال دی.

که د شاعرانو ځينې شعرونو ته پام وکړو وبه وینو چې په شعرونو کې هم ځينې شاعران خپل احساسات په شوخه ژبه بیان کړي دي.

ددغو شاعرانو نيت به دا نه وي چې تولنه پخپلو شعرونو باندې بېلاريو ته وهڅوي؛ بلکه هغه نه  پټېدونکی احساس چې ددوی په زړونو کې دی هغه له منځه وړي او د ادبياتو په ايجاد کې هم برخه اخیستي دي.

په ادبیاتو کې بيا په هر ژانر کې که په نثر وي يا نظم تل له شوخو الفاظو څخه  کار اخیستل شوی دی ترڅو پيغامونه يو بل سره تبادله شي.

که کلاسيکو او يا معاصرو ادبياتو ته نظر وکړو ډېر داسې اديبان شته چې شوخ ادبيات يې ايجاد کړي دي، په کلاسیکو شاعرانو کې که د رحمان يا خوشال ځينې شعرونه وګورو راته څرګنده به شي چې دوی څنګه خپل پيغامونه په شوخو الفاظو کې وړاندې کړي دي.

د قلندر مومند دې بیت هم د شوخو ادبياتو مثال دی:

که د خال په بوسه وران کړم څه نقصان دی

ستا د حسن له لښکره يو سور پريوت

که دغه بيت يو نالوستي کس ته ووايو حتما به د بې حيا تورراباندې ولګوي خو که يو داسې چاته ووايې، چې هغه پرې فکر وکړي او هدف ترې واخلې بيا داسې خبره راته نه کوي.

مجيد قرار د اوس وخت شاعر دی لاندې شعر يې د شوخو ادبياتو کره مثال دی.

ستا د نرمو نرمو تيو په سرونو

په وړو وړو انګورو پسې مړی دی

قرار مړ دی خو په کوچو پسې نه

د سپين مخيو په ججور پسې مړ دی

دغه بیتونو کې هم د شوخۍ  الفاظ کارول شوي دي.

شوخ ادبیات زياتره د ځوانو ليکوالو او شاعرانو لخوا ايجاديږي ځکه دوی د شوخ طبيعت څښتنان دي او تل غوښتنې يې دېر عمر والا کسانو څخه توپير لري.

زموږ زياتره شاعران د شوخ طبیعت درلودونکي دي او زياتره شعرونه يې شوخ مزاجه وي او د خپلې ځوانۍ او مستی شور او سرود يې د شعر په ژبه انځور کړي دي.

په زياترو غزلونو کې که ووينو حتما يو بيت پکې شوخ وي، د داسې الفاظو کارول په شعر کې هغه ته خاص خوند او ښکلا وربښي او که نه وي نو د يو نالوستي او سپين ږيري کليوال نصيحت ته به ورته وي او اغيز به يې هم کم وي.

اوسنی وخت کې چې خلکو او ټولنې د پام وړ پرمختګ کړی؛ نو غوښتنې يې زيات شوي دي او زياتره کسان غواړي په خوښۍ سره خپل ژوند تېر کړي. شوخو ادبياتو ته زياتره ځوانو ليکوالو او شاعرانو دېره توجه کړې او زياتره لوستونکي يې هم همدغه ځوانان دي، ځکه له دېرو کنایو څخه سوچه او صفا خبرې او د دوی په زړه خبرې دوی ته خوندورې وي.

د ديواني اثارو ترڅنګ په ولسي ادبياتو کې هم ډېر داسې ژانرونه شته چې له شوخو الفاظو نه پکې استفاده شوې ده، او دغه لفظونه موږ ته له پخوا نه تراوسه سينه په سينه رارسيدلي دي. ډیری لنډۍ او نور ولسي ژانرونه شته چې په شوخو الفاظو بيان شوي دي.

خولګۍ مې غرقه غرقه مه اخله

مور مې مېره بند په بند مې لټوينه    (لنډۍ)

خوله ورکوم بخيله نه يم

په يار باور نشته ملګري خبروينه  (لنډۍ)

د پښتو کاکړۍ بېلګې:

خوله په قرض راکړه نازکې

په مودو له مانه ورکې       (کاکړۍ)

چې مې غېږه کې ويده کړي

خدای دې ماته را واده کړي    (کاکړۍ)

شوخ ادبيات په نظم او نثر  دواړه کې راځي، چې شاعران خپل احساسات په شوخو الفاظو بيانوي او دغه شاعران زياتره د شوخ طبيعت درلودونکي وي.

(Visited 26 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.