The news is by your side.

مجرم لیکوال/ عصمت الله صالح

0
تېره اونۍ له یوې ادبي غونډې راووتم، ماښام نږدې و، یوه موټر ته مې لاس ورکړ، ورپورته شوم. څو شېبې وروسته مې، له عادت سره سم، ټلیفون راوویست او د فېسبوک صفحه مې خلاصه کړه. څه مې نه لوستل یوازې مې، له چورتونو د خلاصون په‌پار، د ټلیفون پر ښیښه ګوته کشوله. ناڅاپه مې تر څنګ ناست سړی په غوږ کې راوغږېد: “استاده لکه‌چې فېسبوک ګورې؟”
سړي ته مې وکتل، ډبل برېتونه یې د مانادارې موسکا له وجې ښورېدل. ماویل هو، خو دغه مې اوس پر یوه عادت بدل شوی، ګېني زه د سفر پر مهال لیک نه‌شم لوستلی. سړی یو ځل بیا موسک شو، پر ګونډو اېښو کتابونو ته یې وکتل، له مرۍ تازه کولو وروسته یې زیاته کړه: “ښه کړې. مګر که وس لرې دغه عادت دې هېر کړه. ما هم یو وخت ډېر کاراوه، خو اوس چې پکې ډېر مجرم لیکوال وینم، نو ځکه یې پر ځای د کتابونو مطالعه ښه بولم.
د سړي په دغه خبره کې د ((مجرم لیکوال)) پر ترکیبي کلمه غور ته مجبور شوم؛ ټوله لار مې فکر پرې وکړ؛ له موټره چې ښکته شوم، د ښاریانو په ګڼه ګوڼه کې، څو چې تر کوټې رسېدم، همدغه سوچ پسې اخیستی وم؛ دوه درې ځلې خو نږدې موټرسایکل هم وهلی وم. مګر د ډبلو برېتو‌واله سړي د دغې خبرې پر مانا هېڅ نه پوهېدم. اطاق ته چې ننوتم، لومړی مې واسکټ ځړوند کړ، ورپسې دېوال ته په ډډه شوم، او یو ځل بیا دغو سوچونو په مخه کړم؛ مجرم لیکوال ها(؟). مګر بېخي جالبه خبره یې ونه کړه؟ چې له دې به یې هدف څه وي؟
رښتیا هم ځینې وخت سړی د یوې عادي اصطلاح په سپړلو کې پاتې راځي، لکه زه چې په هغه شپه د ((مجرم لیکوال)) په مانا نه پوهېدم. مګر سهار چې راویښ شوم، په دې اړه مې ذهن له خورا زیاتو خبرو مالامال شو.
لیکوالي یو سپېڅلی او په زړه‌پورې هنر دی، او لیکوال هغه کس ته وايي چې ټولنې ته د دغه هنر پر وړاندې کولو برلاسی وي – مانا لیک وکړای شي او له چاپېریاله اخیستو برداشتونو یا اورېدلو الفاظو ته د کلماتو جامې ور واغوندي. بلخوا د مجرم کلمه د هغه انسان له‌پاره کارېږي چې د یوه خراب کار – په ټوله کې د لوېدلي عمل – له کولو وروسته پرې د جرم پالوونکي قوي ټاپه ولګېږي. پلانکی د دومره رشوت په اخیستلو مجرم وګڼل شو؛ پلانکی په لومړۍ قضیه کې د څلورو کسانو پر وژلو تورن و، خو په دویمه محکمه کې ثبوت شوه چې دغه کس رښتیا هم څلور کسان وژلي، او نوموړی یې مجرم معرفي کړ او… .
پورته دوو بېلګو ته په کتو، لیکوال هم مجرم کېدای او بلل کېدای شي، مګر فرق یې یوازې په هغه رېښه کې دی چې مادیات ترې رازېږي او جرم عیني بڼه پیدا کوي – یانې د لیکوال جرم د مادي پر ځای مطلق معنوي اړخ لري. او معنویات، چې مادیات زېږوي، له دغه لړزې وروسته په ټولنه د بداخلاقۍ تر ټولو لوی انفجار رامنځته کوي، او د فساد اساسي دانې شیندي. مثلاً یو کس چې ذهناً له مذهبي مسایلو سره جوړ نه وي، په اړه به یې داسې ماشومانه پوښتنې کوي چې هغه به پخپل ذات کې حل وي، مګر دی به یې د شهرت، او یا نورو خاصو اهدافو په‌پار مطرح کوي، او یا به د ناعالمې ټولنې له بېلارۍ هسې خوند اخلي. یو بل کس چې بېروناً به د اخلاقو په چادر پټ وي – یانې ځان به ورته د اخلاقو نمونه ښکاري، خو دروناً به د یوې داسې مبارزې پر طرحه لګیا وي چې پایله به یې یوازې د بداخلاقۍ پر تبصرو تمامېږي.
همداراز داسې بېلګې په سیاست، ټولنیزو ارتباطاتو او… مواردو کې هم ښې څرګندېږي. لیکوال چې د همدغو شیونو له‌پاره مبارزه کوي یا یې د ملتیا په‌پار خپل نظریات او تشریحات کاږي، دی اصلاً د یوې ناسالمې ټولنې د ساختمان ډبره ږدي او تر ټولو لوی جرم ترسروي. خو له دې ټولو سره سره بیا هم ځکه مجرم نه بلل کېږي چې د دغه عمل (جرم) قضیه یې په ډېره سختۍ د ثبوت تر پړاوونو تېرېږي، او په لوستونکو کې د ځیرکو، ژورفکره او… قاضیانو عدم حِسېږي.
(Visited 42 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.