The news is by your side.

نفسیاتي کره کتنه

ژباړه: ساجد بهار 

0

ساینس او ​​عصري علومو له عجیبو رازونو پردې پورته کړې، له دغو رازونو یې یو راز دا چې ډیری ناپیژندل شوي نړۍ زمونږ په اذهانو کې میشتې دي.
هغه څه چې مونږ يې وایو او یا یې کوو، ترسیموو یې او وینو یې.

پدې مانا هغه پوهه چې زموږ د ذهن دغو اساساتو ته ننوځي او د کشف یا جاسوسۍ لپاره کار کوي د انساني نفسیاتو په نامه یې بللی شو.

دا علم له دې خبرو سره سروکار لري، چې انسان کوم ډول فکر کوي؟ څه شی محسوسوي؟ او د حالتونو په مقابل کې یې احساسات څه دي؟

نفسیاتي تنقید ډېر پخوانی ندی، مګر په نفسي تحلیل کې یې د انسان فکر بدل کړ، د مذهب، ټولنې، اخلاقو او ښکلا په اصولو کې یې انقلاب وزېږوه، ادبي ژانرونو او تخلیقي نمونو کې  د بنسټیز بدلون لامل ګرځیدلی دی او …

نفسیاتي کره کتنې ته د پنځونې جادو او د لاشعوري انګیزې طلسم کاري هم ویلی شو.

د نفسیاتي تنقید بنسټ د فرویډ د لاشعور نظریه وه او وروسته د ادلر او ژانګ له لوري خورا ښه بدرګه شوی.

پدې کره کتنه کې په ادبي ژانرونو کې د اروايي نښو نښانو تعقیبول، د پنځګر په شخصیت کې د رواني حس کشفول او د نفسیاتي اوصولو په چوکاټ کې د ځانګړو تخلیقي هڅو تشریح او په دوی کې د ادبي دریځ  ټاکل شامل دي.

د انګلیسي یوه مشهور لیکوال د شکسپیر له یو شمېر کتابونو تشخیص دا و، چې ګواکې شکسپیر هم د مینک؟ فشار یا ډیپریشن لري.

دا بیا د نیم لیونتوب هغه حالت دی، چې سړی پکې د خوشالۍ او ستړیا له فشارونو سره مخ کیږي.

دې مرحله کې انسان یو وخت له اړتیا زیات خوشاله او بل وخت د تمې خلاف زیات خفګان احساسوي.

دا چې شاعران تر نور زیات حساس دي،  تر نورو زیات د غم او خوښۍ ترمنځ پدې نري تار تړل شوي نو ځکه یې وخت نه وخت  په شاعرۍ کې هم دا حالت محسوسیږي.

د تنقید ددغې نظريي د بنسټ ایښودونکو له قوله چې د نړۍ لوی، لوی شاعران له دې حالت سره مخ دي.
د دوی له انده چې ګڼ شمېر شاعران د جنسي ناوړه چلند، کورني تاوتریخوالي، د مخداره توکو روږدیتوب، همجنسبازۍ، اروايي ناروغیو، د اپیمو روږدي کیدو او نورو ځورونکو حالتونو سره مخ دي او دوی زیاتوي، چې له شخصیت او لیکنو یې دې پایلې ته رسیدلي دي.

میرزا هادي رسوا د اردو لومړی نفسیاتي نقاد دی. میرزا چې له متحده ایالاتو څخه په فلسفه کې  پی ایچ ډي لري ، د ” امراو جان ادا ” په نامه یې په یوې فاحشې ناول لیکلی دی، چې د پورتنیو خبرو ښه ثبوت یې بللی شو.

د دې نظریې د نقادانو په وینا د پنځګر دا حالت له دوی سره د ناستو ترڅنګ د دوی له شخصي لیکونو څخه هم مالومیدلی شي.

د اردو ادب لوی نقاد سلیم اختر وايي، شبلي او اقبال چې د عاطیه بیګم په نوم کوم لیکونه لیکلي، په هغوی کې هم په واضح ډول د هغوی د نفسیاتي عمل له دغه رازه  پرده پورته شوې.

د نفسیاتي کره کتنې نقادان چې په کومه پنځونه کره کتنه کوي، پر داخلي او بهرني عواملو یې غږیږي او د ټولنینزو حالتونو ترڅنګ یې تر ټولو لومړی کار یې دا وي، چې دپنځونې د لیکلو پر مهال پنځګر له کوم ډول ذهني کیفیت تېرشوی ؟

او هغه کوم شیان دي، چې د پنځګر ذهن یې دومره تخنولی، چې له کبله یې دا پنځونه پنځولې؟

کله چې کوم ارواپوه معالج د کوم اروايي ناروغ درملنه کوي، د ناروغۍ د تشخیص لپاره اړ دی، چې له ناروغ پوښتنې وکړي او ځینې مالومات ترې لاسته راوړې.
ددغو مالوماتو په لاسته راوړلو کې ډېر کله ارواپوه ناکامیږي او هغه څه چې د درملنې لپاره ضرور دي پیدا کول یې ورته ستونزمن تمامیږي.

په همدې ډول د نفسیاتي نقادانو کار هم سخت بلل کیږي او ډېر کله هغه څه چې د پنځګر له ذهني کیفیت یې پیدا کوي او یا یې د هغه له لیکنو مالوموي پخپلو کې لوی واټن لري او تړاو یې ورته مشکل کیږي.
ممکن ارواپوه ته د هغه ناروغ رښتیني مالومات ورکړي او پخپلو کې تر یوه حده نتیجې ته سره ورسیږي، خو د پنځګر له ذهنه او د هغه له لیکنو ډېر کله د حقایقو تراشل اسان کار ونه بربښي.

مثلن که د اردو پر لوی شاعر مرزا غالب د نقد دا برخه عملي کوو، ستونزه به دا وي، چې هغه کله ځان شیعه باله، کله یې سني مذهبه او کله یې هیڅ مذهب نه مانه.

نفسیاتي کره کتونکي اړ دي، چې دا هر څه ومني او د دا ډول اختلافاتو هوارول یې اساسي کار دی.

د هنرمند ذهن د نورو انسانانو په پرتله زیات پیچلی دی، د هغه په شعور او لاشعور کې یو شمېر داسې ځواکونه موجود دي، چې په اړه یې هنرمند خپله هم نه پوهیږي.

ددغو ځواکونو د موندلو او مالومولو کار بیا د اروايي نقادانو دی.
سره ددې چې موندل یې اسانه ندي، خو نقاد به خپله هڅه کوي او پدې مسله کې ډېر کله پر لږ څه پوهیدل هم د مهمو پایلو لامل شوي دي.

په هر حال بریالی تنقید هغه دی، چې پنځونه له یوه لید لوري او یوه ځانګړي لېنز څخه ونه لیدل شي، بلکې ټولې سرچینې او میتودونه یې وکارول شي، چې  پوره نتیجه ترې تر لاسه شي.

یو شمېر نقادان چې له زیاتې پلټنې ستړي شوي، وايي چې کره کتنه باید له نفسیاتي مسایلو لرې واوسي.
د اردو ادب نقاد پروفیسر آل احمد سرور ورته نظر لري او زیاتوي، چې دواړه اړخونو باید جلا پاتې شي.
د هغه له قوله نفسیاتي علم زمونږ لپاره خورا اړین دی خو بد یې هم بولي.
هغه وايي دا چاره د هېندارې په څېر ده، چې لوی شیان واړه او کوچني شیان بیا لوی ښکاره کوي.

لنډه دا چې پر نفسیاتي  کره کتنه ګڼ شمېر کتابونه لیکل شوي او د هغه د اهمیت تر څنګ یې پر ستونزو او خامیو هم خبرې شوي.

په اردو کې هم نفسیاتي تنقید د یوه مکتب په څېر ندی منل شوی، بلکې په انفرادي توګه ترې یو شمېر نقادانو کار اخیستی، نو په همدې توګه دومره ویلی شو، چې نفسیاتي تنقید لکه د نورو مکتبونو په څېر ندی منل شوی او د زیات ارزښت وړ هم نه دی ګرځیدلی.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.