The news is by your side.

نوښت پالنه او له نوښت پالنې وروسته

0

(Modernism and postmodernism)

څېړونکې: ولوله لغمانۍ

کابل پوهنتون

ژبو او ادبیاتو پوهنځی

پښتو څـــــــــانګه

لارښود استاد: ډاکټر اجمل ښکلی

کال: ۱۳۹۸ه ش

ټولګی: څلورم الف

سر لیک

سریزه…………… ۱

موډرنیزم…………..۲

د موډرنیزم ځانګړنې…………………..۲

د رامنځته کېدو بنسټونه…………….۳

د موډرنیزم لاسته راوړنې……………….۳

پوست موډرنیزم……………………………۴

د پوست موډرنیزم مخینه……………………….۴

د پوسټ موډرنیستانو نظر…………………..۵

د پوسټ موډرنیزم ځانګړنې……………..۶

نومیالي پوسټ موډرنیستان……۶

نیچه…………………….۶

مېشل فوکو…………………….۷

دریدا………………………۷

ژان فرانسوا لیوتار………….۷

هایدیګر………………………۸

ریچارد راورټي……………….۸

ناپېژندنه کلمې………………….۹

پایله……………………………۱۰

ماخذونه…………………………۱۱

سریزه

په یوه مقاله کې څېړنه یعنې د یوې مقالې پرمختګ نوي مواد ورته پیدا کول او یو زړه فرضیه په یوې نوي فرضیې بدلول دی. په ټوله کې زما د سیمینار موضوع هم پوسټ موډرنیزم دا چې په فرهنګ او ادب کې یې څه اغېز لرله ددې څېړنه اصلي موخه ده. د ازادي، عقل پالنې او نوښت کارونې پر وړاندې یو حرکت پیل شو چې نه یوازې د معمارۍ، هنر او ادبیات یې تر پوښښ لاندې ونیول بلکې حقوقو، اخلاقو، سیاست، ټولنپوهنې، اقتصاد او نورو علومو ته یې هم سرایت وکړ او دا د پوست موډرنیزم په نوم یې شهرت وموند. ټوله مقاله کې له موډرنیزم څخه نیولې ان تر پوسټ موډرنیزم پورې رسېږي. د پوسټ موډرنیزم مخینه، نومیالي فیلسوفان او ځانګړنې په پشپړ ډول تشریح شوی. په پای کې هم د استاد اجمل ښکلي څخه د زړه له تله منندوی یم چې ددې څېړنې لپاره یې موږ ته موضوع وټاکه او موږ ته یې د هغه درس مو چې په څېړنې اصول کې لوستي و زمینه مساعده شوه چې په عملي بڼه ترې ګټه پورته کړو.

مخکې له دې چې په پوست موډرنیزم بحث وکړو لومړی باید موډرنیزم پخپله وپېژنو چې موډرنیزم څه دی؟ او له پوست موډرنیزم سره یې تړون یا بیلوالی شته کنه؟

موډرنیزم

له منځنیو پیړیو(قرون وسطي) او پر اروپا د کلیسا له لسو پېړیو زیاتې واکمنۍ وروسته فلسفې او علم په تدریج سره د کلیسا له الهیاتو فاصله واخیسته او د څوارلسمې پیړۍ وروستي لسیزه وه چې په فرهنګ کې لوی تحول راغی او له امله یې رنسانس دوره رامنځ ته شوه. د نویو او تازه افکارو زیری انسان یې د انسان پالنې خواته سم کړ دغه تحولات په شپاړسمه او ولسمه پیړۍ کې اوج ته ورسېدل.

موډرنیزم د هغې دورې سمبول دی چې په کې دیني او دنیوي حوزې سره بیلې او له پخوانیو دودنو سره مقابله پيل شوه. ډېری کسان په دې باور و چې موډرنیزم هغه فرهنګي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه، او فلسفي مجموعه ده چې له پنځلسمې پیړۍ پيل او تر څو تېرو لسیزو پورې یې ادامه لرله په دې دوره کې د انسان له عقل څخه د باندې هرډول معنوي ځواک پوچ ګڼل کېده. یعنې هر څه یې عقل پورې تړلی بلل او عقل تر درک او حس لوړ ځای لرل.

د موډرنېزم لپاره نور اصطلاحات هم کارېدلي ځینې یې هغه لودیځه مفکوره بولي چې د نولسمې پیړۍ په پای کې د ښکلا پېژندنې په ستر غورځنګ او نهضت واوښته هغه غورځنګ چې د هنر، موسیقي، ادبیات او ډرامې ساحو ته ننوت د هنر له جوړښت نیولې ان د هنر کارونې تر څرنګوالي پورې ټول زاړه معیارونه رد کړل موډرنیزم له ۱۹۱۰م تر ۱۹۳۰م کلونو پورې اوج ته ورسېد. د شعر او داستان رول له نوي تعریف سره یې مرسته وکړه وولف، جویس، الیوت، ستونز، پروست، ملارومه او کافکا د موډرنیزم بنسټ اېښودونکي ګڼل کېږي.

ددې دورې د ستر فلاسفه څخه دکارت، لایب نتیز او باروخ سپېنوزوا یادولی شو چې د موډرن افکارو په وده کې ستر او د پام وړ رول درلود.

موډرنیزم په شلمه پيړۍ کې دا هنري مکتبونو ته اشاره کوي.

دادایېزم، سوریالېزم ، فوټورېزم او کوبېزم.

د موډرنیزم ځانګړنې:

له فورم څخه ازادي او پر ازادو فورمونو ټینګار.

 ردول.

 د هنري اثر په تولید کې غیر ارادي او لاشعوري عمل خواته تمایل. له مذهب څخه د سیاسي او ټولنیز بنسټونو بېلول یا له مذهب سره ښکاره مخالفت. په لیکنو کې ذهن پالنې او د عقل په وړتیا ټینګار، په هغه څه ټینګار چې لېدل کېږي نه هغه څه چې درک کېږي.

    دغه مهال علم د ټولنیز ناخوالو د درملنې لپاره وکارول شو.(میرخېل، حبیب الله، تاند ویبپاڼه)

د موډرنیزم رامنځته کېدو اساسي بنسټونه:

د موډرنیزم په رامنځته کېدو کې څلور توکې بنسټ ګڼل کېده.

۱: رنسانس د ادب او فرهنګ بیا زېږنده دوره وه چې د لومړي ځل لپاره په ۱۴ میلادي پیړۍ په ایتالیا کې رامنځته شوه.

۲: رفورماسیون په ۱۶ میلادي پیړۍ کې د مارتین لوتر او جان کالون له خوا د پروتستان کلیسا جوړول. رفروماسیون یعنې ټول اصلاحات د دیني عقاید او کلیسا تر سیوري لاندې.

۳: د روښنایي پړاو په ۱۷ او ۱۸ میلادي پیړۍ کې ټول ایمان په عقل او همدا عقل د ټولو پرمختګونو لامل او د هر ډول خرافاتو سره مبارزه ددې پړاو ځانګړنې وې چې دکارت، نیوتن او لاک ددې پړاو هم فکره او هم مهاله کسان و.

۴: صنعتي انقلاب د بزګرۍ او تجارت ټولنه په صنعتي ټولنې بدلول. په اقتصادي جوړښتونو کې بدلون، فکري، فلسفي، سیاسي، حقوقي او د ډلو رامنځته کېدل د صنعتي انقلاب پایلې وې.(دبیري، مهر، ۱۳۸۸، روش شناسي مودرنیزم و پاست مودرنیزم،ص۲۵)

د موډرنیزم لاسته راوړنې:

عقلاني کېدل یعنې ټوله تکیه په عقل او د عقل په وړتیا ټینګار، داسې چې ټول درک د عقل په اساس لکه: د چارو تخصصي کېدل، ښاري ژوند… .

په اجتماعي حوزې کې بدلون لکه: د طبقاتي نظام ړنګېدل.

په سیاسي حوزې کې بدلون لکه: د پخوانۍ سیاسي نظام له منځه تلل.

په اقتصادي حوزې کې بدلون لکه: د شرکتونو رامنځته کېدل، د ګټو لاسته راوړنې او مصروفولو بدلون او د ژوند نوی سبک.

په فرهنګي حوزې کې بدلون لکه: ډلییز او مذهبي رسانۍ جوړېدل په نمایش او ان مجسمه جوړونې کې بدلون.(همان، ۵۸۱)

پوست موډرنیزم

د ازادي، عقل پالنې او نوښت کارونې پر وړاندې یو حرکت پیل شو چې نه یوازې د معمارۍ، هنر او ادبیات یې تر پوښښ لاندې ونیول بلکې حقوقو، اخلاقو، سیاست، ټولنپوهنې، اقتصاد او نورو علومو ته یې هم سرایت وکړ او دا د پوست موډرنیزم په نوم یې شهرت وموند.

د پوست موډرنیزم لغوي او اصطلاحي مانا: 

  پوست کلمه په ټولیزه توګه د یوه جریان د ادامې مانا لري او د مختاړي په توګه د (وروسته له) مانا ورکوي چې د موډرنیټي دورې وروسته مهال  ته اشاره کوي. نو پوست موډرنیزم د موډرنیزم پای نشو ګڼلی بلکې د موډرنیزم کره کتنه نقد او د هغه د لړۍ دوام دی. چې په فارسي کې ورته فرانوګرایي(پسامدرنیسم) او په پښتو کې د مودرنیزم لپاره نوښت پالنه او عصري کېدل وضع شوی خو د  پوست موډرنیزم لپاره داسې نومونه نه ده شوې که لفظ په لفظ وژباړل شي نو د نوښت پالنې وروسته یا عصري کېدو وروسته ژباړل کېږي.

پوسټ موډرنیزم د عقل پالنې ضد هغه فکري جریان دی چې په دې باور دی هیڅ یوه نظریه او تیوري باوري نه شي کېدای او د نړۍ تفسیر لپاره هیڅ حد او پوله نشته.

د پوست موډرنیزم مخینه:

د پوست موډرنیزم د رامنځته کېدو په هکله پوهان بیلابیلې نظریې وړاندې کړي

پوست موډرنیزم اصطلاح چې د فلسفې، سیاست، ادبیات او په ځانګړي توګه معمارۍ هنر لپاره کارول کېده د موډرنیټه تیوري نقد او د هغه په اړه عمومي لید لوری دی. دغه اصطلاح د معاصر او موډرن زمانې ترمنځ د توپیر تکی ګنل کېږي.

  • دغه اصطلاح لومړي ځل لپاره د اسپانیا په ادبیاتو کې د لومړي نړیوالې جګړې وروسته او د امریکا په ادبیاتو کې د دواړو نړیوالو جګړو وروسته د ۱۹پيړۍ  په ورستیو لسیزو کې رامنځته شوه.
  • داسې هم ویل کېږي چې په ۱۹۱۷م کال کې د روډلف پانویتس په نوم جرمني فیلسوف له لوري په شلمه پیړۍ کې د لوېدیځ فرهنګ د بیانولو لپاره د نیچې له مضمون څخه کار واخیستل شو
  • دغه اصطلاح بیا په ۱۹۴۳م کال کې د فدریکو اونیس په نوم هسپانوي ادبي کره کتونکي له خوا د ادبي موډرنیزم په وړاندې وکارول شوه
  • په ۱۹۳۹م کال دغه اصطلاح په انګلستان کې د دوو بیلا بیلو لارو لپاره وکارول شوه. لومړی برناډ اډنیګزبل لخوا د دنیوي موډرنیزم ماته او بېرته مذهب ته رجوع او په رسمیت پېژندلو لپاره. دوهم  هم د ارنولد توین مورخ لخوا د لومړي نړیوالې جګړې څخه وروسته د کتله یې ټولنې( کارګره ټولنه دې تر پانګوالې ټولنې ډېر اهمیت پیدا کړي) وکارول شوه.
  • له دې وروسته پوست موډرنیزم اصطلاح د شلمې میلادې پیړۍ د ۵۰ او ۶۰ لسیزو په کره کتنه کې د معرفتي موډرنیزم په ضد او په ۷۰ لسیزه کې د همدا کره کتنې کې د معمارۍ په ساحه کې وکارېده
  • په فلسفه کې د پوست مودرنیزم اصطلاح کارونه د شلمې پیړۍ۸۰  لسیزې ته رسېږي؛ چې لومړی له جوړښت پالنې وروسته فرانسوې فلسفې او بیا په عمومي ډول ماډرن عقل پالنې او بنسټ پالنې پر ضد وکارېده.
  • ډېرې پوهان په دې باور دي چې پوسټ موډرنیزم اصطلاح په ۱۹۷۰م کال په ورستیو لسیزو کې مطرح شوه چې لومړیو کې یوازې د معمارۍ د وضعیت لپاره کارول کېده خو نن ورځ د فرهنګ، هنر، ټکنالوژي او ادبیات لپاره هم کارول کېږي.
  • نیچه، هادیګر او ویګنشتاین ددې مکتب سر لاري دي
  • ژاک دریدا، ژان فرانسوا لیوتار، هایدیګر، رولان بارت، بودریا، ریچارد راورټي، ایهاب حسن او میشل فوکو ددې مکتب له مخکښو څېرو څخه دي.(سرشت، رحمان ،۱۳۸۹ تیوري های مدیریت تجدید ګرایي او پسا تجدید ګرایي)

د پوسټ موډرنسیتانو نظر:

پوسټ موډرنیستان په دې اند دي چې نه باید ځان یوازې او یوازې د ماډرن نړۍ د امکاناتو پورې وتړو؛ بلکې موږ کولای شو چې د تېرې زمانې له امکاناتو څخه هم ګټه واخلو. ددوې په اند موډرنیستان له تېرې زمانې سره خپل اړېکې پرېکړي چې دا مسله زیان اړوونکې ده. دوی وایي چې موږ کولای شو د تېرې زمانې له امکاناتو څخه د اومو موادو په توګه کار واخلو او هغه ته نوی بڼه ورکړو.

دا سمه ده چې پوسټ موډرنیزم د موډرنیزم څخه کار اخلي خو د هغوی په څېر د عوامو له فرهنګ څخه انکار نه کوي د مودرنیستان سره یې مخالفت هم په همدې کې دی چې نه شي کېدای د تېرې زمانې او د هغه له امکاناتو لاس په سر شو او شاته یې پرېږدو؛ خو دا هم سمه نه ده چې د رومنتیکانو په څېر پرې زړه وبایلو. باید د تېرې زمانې یادونه وشي که طنز په بڼه هم وي. او بل مهم ټکی دا ده چې پوسټ موډرنیستان د مودرنیزم له مراسمو هم په ناولونو او رمانونو کې د طنز په بڼه یادونه کوي ملنډې پرې وهي.

د پوسټ موډرنیزم ځانګړنې:

  • په قصدي او شعوري توګه د نویو ایماژونو او تصویرونو سره د پخوانیو سبکونو او قراردادونو ترکیبول.
  • په دې عقیده لرل چې  فرهنګي تمایلات د افسانې، استعارې او سیاسي مفاهیمو په څېر د اړیکې جوړونکي دي.
  • داسې ټولنه منل چې پکې هېڅ ډول اصالت شتون نه لري او یوازې له تېرو پېښوڅخه یادښتونه اخیستل کېږي.
  • په دې عقیده لرل چې مفهوم او تجربه د انسان فردي مصنوعات(جوړ شوی) نه دي.
  • د موډرن نړۍ په څېر ټوله تکیه په عقل نه بلکې د عقل سره سره یې درک ته هم ارزښت ورکول.
  • ژبه د عقل ځای ناستی شو د هغوی په اند ذهنیت هم له ژبې سره اړیکه لري ژبه یو ارتباطي وسیله نه بلکې د وجود ټول شته ژبه ده یعنې ژبه ده چې عقل هم شتون لري.(دبیري، مهر، ۱۳۸۸، روش شناسي مودرنیزم و پاست مودرنیزم،ص۲۷.۲۵)

نامتو پوست موډرنیستان:

د ددې مکتب له مخکښو څېرو څخه ژاک دریدا، ژان فرانسوا لیوتار، مېشل فوکو، نیچه، هایدیګر او ریچار راورټي دي چې د ځینو یې په لنډه توګه پېژندنه راوړم.

نیچه (۱۸۴۴ـ۱۹۰۰)

فریدریش ویلهلم نیچه د لاتین او یوناني ژبو استاد، فیلسوف، شاعراو فرهنګي کره کتونکی چې اثار یې ژور ارزښت او اغېز د مډرن نړۍ په تاریخ او د لودیځ په فلسفه لرل. د هغه عقیده هم په مډرن فرهنګ، دین او فلسفې باندې نقد و چې همدا نقد ددې لامل شو چې نور پوهان ددې له فکر او فلسفې څخه په ګټه اخیستو سره د مډرن مکتب ټول هغه عقیده چې عقل هر څه دی له منځه یوسي او په ځای یو نوی مکتب د پوسټ موډرنیزم په نوم رامنځته کړي. نو ځکه خو نیچه ته د پوسټ موډرن نړۍ سر لاری لقب هم ورکړل شوی.

اثار یې هم فراسوی نیک و بد، در باب حقیقت و دروغ در مفهومي غیر اخلاقي، ارمان ذُهد دی. چې په ارمان ذهد کې یوه جمله ډېر ارزښتناکه راغلې ده.(ګنهکاري انسان نه یک واقعیت، که تفسیر یک واقعیت است.)

د فرد ګرایي، اګزیستانسیالیسم، پوسټ موډرنیزم، قاره یې فلسفې مکتبونو غړی او هم فکره پاتې شوی

د ارتورشوپهناور، پارامیندیس، میشل دومونتي واګنر او حافظ له افکارو اغېزمن و.

مېشل فوکو(۱۹۸۴ــ۱۹۲۶)

نوموړی تر ډېره د لودیځ فرهنګ او تمدن پېژندونکی، پوسټ جوړښت پال، د پوسټ موډرنیزم مفکر او د تاریخي فیلسوف په توګه پېژندل شوی د پاریس په نورمال اکو کې یې فلسفه لوستی، څه موده د فرانسې د کمونست ګوند غړی خو ورورسته ترې جلا شود ۱۹۶۰تر۱۹۷۰کالو یې د اصیل نوښت ګر مفکر په توګه شهرت وموند چې ستاینه او نیوکې پرې وشوې.

دریــدا(۱۹۳۰)

ژاک دریدا په ۱۹۳۰ کال په الجزایر کې نړۍ ته راغلی. د پاریس په نورمال اکول کې یې فلسفه ولوسته. د فلسفې لوستې او نظریات پر ادبي کره کتنې، ادب تیوري، او ادبي فلسفې ژور اغېز کړی دده اثارو ډېره برخه د دود ماتونې او جوړښت ماتونې په برخه کې ده.  ځان خوښونه، ځان پېژندنه، ارزښت پېژندنه ددې د فلسفې اساس دی. د پوښتنې جوړونه، متونونه، د پيچلي مسلو حل او د ژبو ترمنځ د توپير منونکی کس پېژندل شوی.

ژان فـــــــــــرانســــــــــوا لیوتار(۱۹۲۵ــ ۱۹۹۸)

د پاریس پوهنتون کې د فلسفې استاد دی پوسټ موډرنیزم د فلسفې پلار لقب ورکړل شوی ځکه خو د پوسټ مودرنیزم وضعیت کتاب یې د انجیل مانفیست پوست مودرنیزم په نوم یادیږي. ژان پوست مودرنیزم داسې تعریفوي: د موډرن نړۍ سترې پېښې، د روح ازادي، د کارګر ازادي، د شتمنۍ زیرمه، او یوشان ټولنه ته پوسټ مودرنیزم وایي.

د ده دا عقیده وه چې نړۍ د ۱۹۷۰ لسیزې له پیل سره داسې نوې پړاو ته ننوت چې ماډرن وضعیت سره ټکر لري د شک او ګمان وضعیت، د بې باوري وضعیت او د بې ایمانۍ وضعیت چې ټوله ته یې پوسټ موډرنیزم وایي.

د هغه له نظره علم په پوسټ موډرن مکتب کې په دوه ډوله وېشل کېږي.

۱: روایي علم: چې نامشروع علم ګڼل کېږي.

۲: علمي علم: د ژبې، فرهنګ او کاري قواعدو زده کولو ته علمي علم وایي.

د دنیا انځورنه یې د فکر تر ټولو ستره برخه او د پوسټ موډرنیزم لپاره یې کوچنی تعریف په پخواني روایتونوشک کول و.(لیوتار،۱۹۷۹، نوروزي، ژباړه،۵۳ـ۵۴، ۱۳۸۱)

هـایدیـګر(۱۸۸۹ــ۱۹۷۶)

مارتین هایدیګر د شلمۍ پیړۍ نامتو فیلسوفانو څخه دی. د هغه فلسفه هم د هغه له مړینې وروسته اغېز وکړ. ځان پېژندنه، د هستي په وجود او اصالت باندې فکرکول د هایدیګر د فلسفې بنسټ جوړوي. هایدیګر د پوسټ موډرنیستانو له ډلې څخه دی.

ریچارد راورټي (۱۹۳۱)

فلسفه پخپله هیڅ هم نه ده پرته له یوې مکالمې د ریچارد راورټي نظر د فلسفې په هلکه ریچارد راورټي هم د پوسټ موډرنیستانو له ډلې څخه دی. هغه په دې باور و چې هیڅ هم د رښتیا په نوم نشته هر څه لرو هغه یوه نظریه ده، هغه وایي چې زما اند د پوسټ موډرنیزم په هکله پخوا د لیوتار په څېر یوازې او یوازې بې اعتمادي او د شک په سترګه کتل هره نوې او لوی روایت په وړاندې و؛ خو نه زه غلط وم ځکه دغه نظریه اوس دومره کارول کېږي چې زیان اړونکی دی. اوس په دې باور یم چې هېڅ څه هم په ذاتي طبعیت کې نشته چې تشریح شي او هیڅ امر هم د وخت لاسته راوړنه نه ده.

د راورټي له اثارو څخه: فلسفه در اینده طبیعت، نتایج عملګرایي، حدوث طنز و همبستګي… . ته اشاره وکړو.

ناپېژند وییونه

داداییزم: دادیېزم یا دادا مکتب هغه فرهنګي خوځښت و چې وروسته د لومړي نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوه دا خوځښت په ۱۹۱۶ کال د کاباره ولتر لخوا د سویس په زوریخ کې پیل شو. دا کتب په تیاتر، مجسمه جوړونېاو ګرافیک کې رامنځته شوه.

سوریالېزم: په فارسي ادب کې فراونوګرايي  بولي. هیلو ته پاملرنه، د شېبو ارزښت، د احساسات نه پټول او څرګندول یې، د کېدونکي او نه کېدونکي مرز ماتونه ددې مکتب ځانګړنې دي. په ۱۹۲۴ کال کې د فرانسوي لیکوال آندره برتون لخوا رامنځته شو. داسې ویل کېږي هم چې دا کتی د دادایسمیانو لخوا جوړ شوی.

فوټوریزم: د شلمې پیړۍ لومړی لسیزې له خوځښتونه څخه یو هم فوټوریزم چې په پارسي ژبه کې ورته اینده نګري وایي دی. فوتوریزمیان په ادبیات، پخلي، تیاتر، سینما، مهمارۍ، مجسمه جوړونه او نه عکاسۍ کې هم فعالیت کول. په ۱۹۰۹م کال کې دړ فیلیپو تومازو مارینتی لخوا په فیکارو ورځپاڼه کې دا مکتب رامنځته شو او ددی د چلرو مرکز هم ایتالیا هېواد و.

کوبیزم: حجم ګرايي له ۱۹۰۷ـ ۱۹۰۸کلونو ترمنځ د نقاشي او یو څه په مجسمه جوړونې کې فعالیت لرل.

کتله یي ټولنه: چې تر پانګوالي دې بزګران ډېر د احترام وړی

پایله  

پوسټ موډرنیزم نړۍ او ادبیاتو ته له نوې زوایې کتل دي، هغه څه چې نړۍ یې یو بل بدلون ته وهڅول د عقل پاېښت یې له منځه یوړ هغه څه چې په عقل ولاړ و او درک یې له منځه وړي و هغه نظریه ردول او یوه نوې فرضیه رامنځته کول چې کېدای شي له زاړه څېزونه څخه هم د اومو موادو په توګه ګټه واخیستل شي او له هغه څخه نوی څیز رامنځته شي. فردي او ټولنیز اصالت له منځه وړل د پوست موډرنیټي نړۍ ستره لاسته راوړنه وه. پوسټ موډرنیزم ټول یې یوې نوې مفکوره چې له زړو څیزونو څخه په ګټه اخیستو نوي مواد جوړول و وهڅاوه.

ماخذونه

۱: دبیري مهر، امیر، (۱۳۸۸)، روش شناسي پست مدرن در علوم سیاسي

۲: رضایان، علي، (۱۳۷۹)، مباني سازمان و مدیریت، انتشارت سمت، چاپ یازدهم

۳: سرشت، رحمان، (۱۳۸۹)، تیوري های متعدد تجدید ګرایي و پسا تجدید ګرایي، دویم ټوک

۴:شمسیا، داکتر سیروس، (۱۳۸۳)، نقد ادبي، انتشارات فردوس، تهران

۵: طاهر پور، فاطمه، (۱۳۸۸)، سازماندهي فعال برای مدیریت فرانوګرايي، نشریه تدبیر، شماره ۲۰۰

۶: عبداللهی، علي، (۱۳۸۶)، هایدګر، نشر مشکی

۷: میرخېل، حبیب الله، نوښت پالنه او له نوښت پالنې وروسته، تاند ویبپاڼه.

۸: نوذری، حسین علي، صورت بندي مدرنیته و پست مدرنیته، ص ۱۰۵ـ ۱۰۸، نشر رندیز، تهران

ګنهکاري یک انسان نه یک واقعیت که تفسیر واقعیت است.(نیچه)

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.