The news is by your side.

ولې ادبیات؟

حفیظ همیم

0 125

ایمل پسرلي نن نوې کيسه ليکلې وه. راویې لېږله و مې لوسته او وروسته مو بحث پرې وکړ. دا کیسه ساینس فیکشن وه، ځکه زموږ بحث د ادبیاتو او ساینس ترمنځ پر اړیکو و څرخېده او بیا مو په ژوند کې د ادبیاتو او تخیل پر ازرښت خبرې وکړې. ده وویل: ((د ادبیاتو رول موږوال نه مني، شعر مو منلی خو داستان راته د وخت ضیاع ښکاري، حال دا چې فکر پارونکی داستان ډېر څه کولی سي.))
پر کيسې نورې خبرې بل فرصت ته پرېږدو، خو ما ورسره وعده وکړه چې د ادبیاتو پر ارزښت مې د یوه بهرني لیکوال لیکنه لوستې وه نچوړ به یې را اخلم او پر فیسبوک به یې خپروم.
لاندې لیکنه د خورخه ماریو پدرو بارگاس یوسا له کتاب، ولې ادبیات (Why Literature?) څخه اخيستل سوې او دلته یې نچوړ لولئ. ماریو بارګاس یوسا په ۲۰۱۰ کال کې د نوبل ادبیاتو جایزه وګټله. دده په اړه مشهوره، وايي که له نورو خلکو وپوښتې چې داسې کوم ځواک دی چې د انسانانو اعمال رهنمايي کوي، نو ښايي درته ووايي چې د هغې یو پټ اخروي ځواک دی او یا ښايي درته ووايي چې مينه دا کار کوي، خو که له بارګاس یوسا څخه دا پوښتنه وکړې نو له شکه پرته به درته ووايي چې دا ځواک ادبیات دي.
د لیکنې نچوړ
ماریو بارګاس یوسا وايي: ډېر ځله داسې سوي دي چې د کتابونو په نندارتونو او یا کتابتونونو کې یو سړی راته راغلی او راته یې ويلي دي چې لاسلیک دې راته وکړه او دایې هم زیاته کړې چې ((دا لاسليک یا د خپلې مېرمنې، لور او یا مور لپاره غواړم.)) ما هم سملاسي ترې پوښتلي چې خپله کتاب نه مطالعه کوئ؟ د دوی ځواب همېشه یو وي:‌((مطالعه مې خوښېږي، خو تاسې پوهېږئ چې وخت نه لرم کارونه مې زيات دي.)) دا ځواب مې لسګونه وارې اورېدلی دی. دا سړی او ده ورته زرګونه نور، هومره مهم کارونه لري چې نه سي کولای خپل قيمتي وخت د یوه ناول، شعري ټولګې او یا یوې ادبي مقالې په لوستلو ضایع کړي. ددغه ډول خلکو په نظر ادبیات یو غیر ضروري فعاليت دی، د احساس د روزنې او مناسبو کړو وړو د زده کړې لپاره له شکه پرته ښه دي مګر په اصل کې یو ډول تفریح/ساتېری او یو تجملي شی دی او یوازې هغو ته په درد خوري چې زیات وخت ولري. کټ مټ سینما، د استاد زیار په خبره تکړښت او شطرنج… یا په بله وینا د ژوند لومړيتوب نه دی. په همدې خاطر ادبیات ورځ تر بلې پر ښځينه فعاليت بدلېږي.
ددې وضعیت سنتي توجیه دا ده چې د منځنۍ طبقې ښځې د نارینه و په پرتله، کم کار کوي او زیاتې یې د نارینه و په پرتله په ډېر ارام وجدان سره کولای سي چې خپل وخت پر تخيلي فعاليت او موهوماتو باندې تېر کړي.
زه ددغه لیدلوري په اړه چې نارینه او ښځې په دوو وچو او انعطاف نه منونکو مقولو باندې وېشي او هر یوه ته جلا جلا عیبونه او ښېګڼې منسوبوي حساسيت لرم، مګر په دې کې شک نسته چې د ادبیاتو لوستونکي ورځ په ورځ کمېږي او پاتې لوستونکو کې یې هم د نارینه په پرتله د ښځو سلنه لوړه ده. دا وضعيت په ټوله نړۍ کې لږ و ډېر سره ورته دی. د بېلګې په ډول په اسپانیا کې د دغه هېواد د لیکوالو ټولنې وروستۍ ارزونه ښيي چې ددې هېواد نیم نفوس هېڅ کتاب نه لولي. په همدې ارزونه کې وينو چې د کتاب لوستونکو ښځو شمېره د نارینه و په پرتله ۶.۲ سلنه زیاته ده، همدغه فاصله مخ په زیاتېدو ده. زه ددغو ښځو لپاره خوښ یم مګر د هغو لپاره خپه یم چې یا کتاب نه سي لوستلای او یا یې لوستلای سي خو قران یې کړی وي چې و به یې نه لولي.
زه که ددغه ډول انسانانو لپاره خپه کېږم دا په دې خاطر نه ده چې زه وایم دوی نه پوهېږي چې له څومره یوه ښه لذت څخه بې نصیبه دي بلکې په دې خاطر ده چې زه باور لرم، ټولنه له ادبیاتو پرته، یا هغې ټولنه کې چې ادبیات پکې د انسان د تولنیز او خصوصي ژوند يوې ګوښې ته ټېل وهل کېږي، حتما معنوي وحشت رېښې غوړوي او حتی د ټولنې ازادي له ګواښ سره مخ کېږي.
دلته غواړم پر څو دلایلو دا تصور رد کړم چې ګني ادبیات تجملي وخت تېرول دي. زه غواړم ثابته کړم چې ادبیات یو اړين او بنسټیز ذهني فعالیت دی، داسې فعالیت چې په ماډرن ډیموکراتیکه ټولنه او هغې ټولنه کې چې له ازادو افرادو جوړه وي د ښاروند د جوړېدلو په برخه کې بې بدیله دی.
موږ د علم د تخصصي کېدو یا په وړو څانګو د وېشل کېدو په دور کې ژوند کوو. دغه فرهنګي بهیر به په ډېر احتمال سره په راتلونکو کلونو کې لا نور ګړندی سي. د علم تخصصي کېدل ډېر ګټې لري خو زیانونه یې هم کم نه دي، ځکه هغه شريکې فکري او فرهنګي ځانګړتیاوې چې نارینه او ښځې ته له یو بل سره د شريک ژوند، اړيکو او له یو بل سره د تړاو احساس وربښي له منځه ځي. د علم تخصصي کېدلو پایله د انسانانو ترمنځ د ټولنیز تفاهم محوه کېدل او هغوی پر بېلابېلو کټګوریو وېشل دي. د علم تخصصي کېدل ځانګړې ژبه او محرمانه کوډونه غواړي ځکه چې معلومات تر پخوا ډېر ځانګړي کېږي او په برخو برخو وېشل کېږي.
دا د وېش او تخصص په اړه هغه لیدلوری دی چې دا متل موږ ته ترې د ځان ساتلو سپارښتنه کوي: په پاڼو او څانګو باندې هومره زیات زړه مه بایله چې دا هېره کړې چې دوی د ونې برخه دي او پر ونه باندې دومره زړه مه بایله چې هېر دې سی ونه د ځنګل جز یا برخه ده. په اصل کې د ځنګل د وجود په اړه پوهه په موږ کې د کلیت او له یو بل سره د تعلق احساس راټوکوي، هغه احساس چې د ټولنې غړي له یو بل سره نژدې کوي او د ځانمحوري پر زرو اختصاصي برخو د وېشل کېدو او تیت و پرک کېدو مخه یې نیسي. د ملتونو او افرادو له ځانمحوري څخه بدګماني او د واقعیتونو تحریف منځته راځي او دا کار پخپله د کرکې، جګړې او حتی د یوه قوم د وژلو لامل کېږي.
زموږ په زمانه کې علم او تیکنالوجي نه سي کولای چې د یووالي لپاره کار وکړي او د دې کار لامل د علم بي نهایته پراختيا او د هغه ګړندی تحول دی چې پایله یې تخصصي کېدل او ابهامات دي.
اما ادبیات له پیل تر اوسه پورې او بیا تر هغه وخته چې ادبیات موجود وي، د انسان د مشترکو تجربو څپرکی و او تر دې وروسته به هم وي او د ادبیاتو په واسطه انسانان کولای سي چې یو بل له سره وپېژني او له یو بل سره خبرې اترې وکړي، او په دې منځ کې نو بیا د دندو، د ژوند ډول، جغرافيايي موقعيت، فرهنګ او نور شخصي مسايلو توپیر هېڅ اغېزه نه لري. ادبیات هر فرد ته له ټولو فردي ځانګړنو سره ددې امکان برابروي چې له تاریخ څخه د باندې پښه کېږدي او وړاندې ولاړ سي. موږ د سروانتس، شکسپیر، دانته او تولستوی د لوستونکو په توګه یو بل د مکان او زمان په پراخه سیمه کې درک کوو او ځانونه د یوه وجود د غړو په توګه احساسوو، ځکه چې ددغو لیکوالو په اثارو کې داسې شیان زده کوو چې نورو انسانانو هم زده کړي و او دا له هغو پراخو او ډېرو توپیرونو سره سره چې موږ یې له یو بل څخه جلا کړي یو زموږ د اشتراک وجه ده.
له حماقت، تعصب، توکمپالنې، مذهبي او سياسي تفرقې او ځانغوښتونکی نشنلیزم څخه د انسان د ساتنې لپاره هېڅ شی دومره اغېزناک نه دی لکه په لویو ادبي اثارو کې دغه څرګند حقیقت چې: د ټولو ملتونو نارینه او ښځې چې هر چېرته وي په اصل کې سره برابر دي او يوازې بې عدالتي ددې سبب کېږي چې د هغوی په منځ کې تبعیض، وېره او استثمار ته لاره هواره سي.
هېڅ شی موږ ته دا خبره هومره ښه نه سي را زده کولای لکه ادبیات چې یې را زده کوي چې قومي او فرهنګي توپیرونه د انسان د میراث د بډاینې نښه ده او باید درناوی یې وکړو.
د ادبیاتو مطالعه له شکه پرته خوندور شی دی اما په عین وخت کې موږ ته دا هم را زده کوي چې څه شی یم او څنګه یم، دغه راز موږ ته خپل انساني وحدت او خپلې انساني نیمګړتیاوې را په ګوته کوي.
په ننۍ نړۍ کې یوازینی شی چې موږ ته د انسان د جامع پېژندنې ځواک راکوي، هغه په ادبیاتو کې پټ دی. دا کار نه اجتماعي علوم کولای سي نه یې فلسفه، تاریخ او هنر. ټولنیز علوم هم له ډېره وخته راهيسي د علم د نورو برخو په څېر په وړو وړو ټوټو وېشل کېږي او تخصصي کېږي او ددغو علومو ټرمینالوژي ورو ورو د عادي انسانانو د پوهې او درک له سطحې لوړه سوې ده. یو شمېر منتقدین تر هغه ځایه مخکې ځي چې غواړي ادبیات هم په یو ډول علم واړوي خو دا کار شونی نه دی، ځکه چې داستان ددې لپاره نه دی پیدا سوی چې د انساني تجربو یوازې یوه ساحه وارزوي. د داستان د پیدایښت لامل د انسان ټول ژوند غني کول دي، او دا ټول ژوند موږ نه سو کولای چې په وړو ټوټو یې ووېشو تجزیه یې کړو او یا یې طرحو او فرمولونو یوې مجموعې ته راټيټ کړو.
د وروۍ هغه اړيکه چې ادبیات یې د انسانانو ترمنځ جوړوي او هغوی هڅوي چې له یو بل سره خبرې اترې وکړي او دوی د انسان د پیدایښت شریکه سرچینه او شریک هدف وریادوي له ټولو موانعو څخه وړاندې ځي. ادبیات د هغو متنونو په مرسته چې زموږ لاسته راغلي دي موږ تېرې زمانې ته بیايي او له هغو کسانو سره مو مخامخ کوي چې په تېرو زمانو کې یې په سر کې پخې سوداګانې لرلې، له ژونده یې خوند اخیست او خوبونه یې لیدل. همدا د نن ورځې متونونه موږ ته ددې امکان راکوي چې له ژونده خوند واخلو او خوبونه ووینو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.