The news is by your side.

په ادبي متن کې تصویر او عاطفه

نورکمال ارشاد

0
جملې او کلمې هغه وخت هنري کېږي چې لۀ یوې خوا یو بشپړ انځور ولېږدوي او لۀ بلې خوا زموږ پر عواطفو اغېز وکړي، پۀ نورو کمالونو یې نۀ غږېږو، زۀ شخصاً دا دوه د هنري پنځونې اساس بولم، سمه ده چې پۀ تشبیهاتو، استعارو، کنایو، سېمبولونو او نورو یو ادبي متن رنګینېږي، خو دا توکونه کله، کله پۀ کلام کې ابهام را پیدا کوي، او تل هم لوستونکی د کلام دې رنګینیو ته متوجه نۀ وي، ترې تېريږي، که پرې پوه شو، ښه ده، او که نه کیسه کې یې نۀ کېږي، نو کله چې همداسې ترې تېر شي، طبیعي ده چې متن هېڅ اغېز نۀ شي لرلی.
پۀ ادبي متن کې انځورونه دوه ډوله دي چې یو ته یې متحرک انځورونه وايي او بل ته ساکن.
متحرک انځورونه هغه دي چې پۀ متن کې انځور پۀ حرکت کې وي، او زموږ او ستاسو ذهن ته هم همدغسې ښورېدونکی او حرکت کوونکی را لېږېږي، لکه د مثال پۀ ډول:
د ګلاب پاڼې شمال ښورورلې، لۀ لرې یوه ښکلې جنت کوکۍ را روانه وه، کله چې ګلاب ته را ورسېده، وزرونه یې ارام کړل او تر دورې وهلو وروسته د ګلاب پر ګل کېناسته.
پورته جمله څو متحرک انځورونه لري، پاڼې زموږ او ستاسو ذهن ته داسې راځي، لکه موږ یې وینو، چې ښورېږي، جنت کوکۍ را روانه ده، دا راتګ هم حس کوو او انځور یې متحرک را لېږدي او همداسې نور.
غیر متحرک یا ساکن د دې برعکس دي، پۀ پورته جملو کې جنت کوکۍ پر ګلاب ګل کېناسته، اوس د جنت کوکۍ یو ساکن انځور وینو.
بل پۀ جملو کې حساسیت دی، داسې چې موږ لۀ خپل طبیعي حالته باسي، دا هم د لیکنې دویم قوت دی چې حتی عادي لوستونکی یې هم درک کولی شي، کله چې داسې متن لولو، احساسات مو پۀ څپو کېږي، د لوستونکي عاطفې پارولو لپاره یوه لاره دا ده چې که لیکوال غواړي، لوستونکی احساساتي کړي، باید لومړی خپله هم دغه عاطفه پۀ خپله لیکنه کې حس کړي، کچېرې یې دی پخپله عاطفي نۀ کړ، ډاډه دې اوسېږي چې لوستونکی نۀ شي عاطفي کولای، تاسې د تولستوی پۀ لنډه کیسه (یرغل) کې دې وروستیو جملو ته پام وکړئ:
بریدمن خبرو ته غوږ نیوۀ او منلې یې، خو د هغه پۀ نظر کې چې خوښ ډاکټر ته یې کتل، حیرانتیا او غندنه ښکارېده، چې ډاکټر ونۀ لیده.
ډاکټر د هغه د ټپ پۀ کتلو پیل وکړ، خو د ټپي حوصله ختمه شوه او پۀ درانۀ  زګېروي سره یې د ډاکټر لاس ټېله کړ. بیا یې پۀ داسې غږ چې ایله بیله اورېدل کېدۀ وویل: پرې مې ږدئ، مرمه!
لۀ دې خبرې سره ستونی ستغ څملاست، پنځۀ دقیقې وروسته زۀ د هغه پر شاوخوا را ټولې شوې ډلې ته ور نژدې شوم او لۀ سرتېرو مې پوښتنه وکړه: بریدمن څنګه دی؟
لۀ ولاړې ډلې یو تن ځواب راکړ: ساه ورکوي!
که لۀ نورو ټولو جملو تېر شو، یوازې دا وروستۍ جمله د هر لوستونکي لپاره کافي ده چې لۀ ځان سره یې واخلي، ځکه جاري/استمراري ده، پۀ حواسو اور غوندې اغېز کوي او عاطفي کوي مو، کولای شو د هنریت د عروج بېلګه یې وبولو.
دغسې کلمې او جملې چې د هرې سویې لوستونکی یې حس کولی شي، خوند ترې اخیستلی شي، مانا ته یې رسېدلی شي، او عاطفي کولای یې شي، د لیکوال لپاره لنډه لاره ده چې خپل لوستونکی تل لۀ ځان سره ولري، ځکه تل زموږ مخاطبین ادیبان او ادبپوه خلک نۀ دي.
(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.