The news is by your side.

په دستارنامه کې اووه خصلتونه/ زین الله احمدي

0

دستارنامه د خوشحال خان بابا اثر دئ، په ۱۰۷۶ ه ش کال کې یې هغه وخت چې دی (بابا) د رنتهبور په زندان کې و بشپړ کړی دئ.
دستارنامه دوه بابونه لري، په لومړي باب کې یې شل هنرونه او په دوهم باب کې یې شل خصلتونه راغلي؛ دغه خصلتونه او هنرونه یې د هر انسان په ځانګړي ډول د پاچا، امیر یا حاکم لپاره یې ضروري ګڼلي دي.
اووه خصلتونه یې پر لاندې ډول دي:
۱ـ مشوره کول:
مشوره کول د نېکو او بریالیو کسانو خصلت دئ، د پاچا لپاره خو ډېره اړینه ده، که څه هم په هر څه به پوه وي؛ مګر مشوره کول مو د کارونو په پایله کې له ملامتۍ څخه ژغوري.
رسول (ص) په هر څه پوه و؛ مګر ابوبکر، عیسی، جبرائیل او میکائیل یې خپل ځمکني او اسماني مشاورین بلل.
۲ـ عزم او اراده:
ملک او پاچا باید قوي او رښتینی عزم ولري، څه چې وايي هغه باید ترسره کړي، که مري که پاتې کېږي، که د ورانۍ کار وي یا د آبادۍ مګر پاچا باید پر خپله خبره ټینګ ودرېږي، لومړی خو ضرور ده چې خپله هره خبره په پوره غور، دقت او فکر وکړي، مګر که د ورانۍ خبره هم وه، بیا نو باید هغه کار ترسره کړي؛ د کشمیر ملوک په تمسخر ویلي و چې زه به زهر خورم؛ وروسته یې فکر شو چې دا خو مې په مسخرو وویل؛ مګر خپله خبره یې بدله نه کړه، خېلخانې او امیرانو یې زارۍ ورته کولې؛ مګر ده زهر وخوړه او مړ شو.
۳ـ خاموشي:
تر خاموشي بل غوره خصلت نشته، پاچا باید ځینې وخت خاموشۍ اختیار کړي، خپل راز دې هیچا سره نه شریکوي، تر دې چې له خپلو محرماتو دې هم پټ ساتي، ژبه هم زیان لري هم سود مګر که ډېر په وغږېږو زیان یې ډېرېږي.
ارسطاطالیس د سلطان سکندر د کوچني والي ملګری، ټولګیوال او وزیر و؛ مګر خپل عزم یې کله هم نه ورسره شریکاوو.
۴ـ رښتینولي:
پاچا باید رښتینی وي، په مسخرو کې دې هم درواغ نه وايي، نه دې وعده خلافي کوي، نه دې داسې ژمنه کوی چې پوره کولای یې نه شي، که په رښیتنولۍ ولاړ وي کله به هم مصیبت ور ونه رسېږي، رب په قران کې رښتیني خلک ستایلي دي.
۵ـ شرم او حیا:
څوک چې شرم نه لري، دین او دنیا نه لري، حیا د ایمان پوست دئ، شجاعت، سخاوت، عفت، عصمت، امانت، دیانت، مروت، صیانت، فتوت او محافظت واړه له حیا سره تړلي، څوک چې حیا ولري دا ټول به ورسره وي؛ همسایه ازارول، ملګرتیا کې خیانت کول، صله رحمي نه کول، د استاد حق نه پر ځای کول، وږي لیدل خو رحم نه پرې کول هر څه بې شرمي ده.
شرم هم په درې ډوله دئ، له خدایه شرم، له پرښتو شرم او له خلکو شرم، کله چې کوم بد کار کوو، خدای خو مو هر ځای ویني، پرښتې مو پر اوږوو ناستې دي، ممکن خلک مو هم وویني، خو که شرم ولرو له هر ډول ګناه به مو ځان ژغورلی وي.
زلیخا چې کله په زور یوسف ع خلوت ته راضي کړ، خپل بت یې پټ کړ، له هغه شرمېده، چې وې نه ویني.
۶ـ نېک اخلاق:
انسان باید نېک اخلاق ولري، تر څو نور خلک او زړونه خپل کړي، په مسخرو کې هم باید بد ونه ویل شي، دښمن په بد نوم یادول هم بد اخلاقي ده، بن عباس له خپل دښمن سره هم ښه اخلاق درلوده، چا به که بد هم ورته ویل ده به ورته خندل، هماغه و چې خراسان، بغداد او عراق یې فتح کړل او د لوړې مرتبې خاوند شو.
۷ـ عفوه او کرم:
عفوه او کرم سخا او عطا ته وايي؛ مګر اصلي کرم دادئ چې د یو چا ګناه او تېروتنه وبخښل شي، کریم هغه دئ چې د عفوې خوی ولري، کریم د رب نوم دئ او هغه تر ټولو ډېر کریم دئ، پاچا هم باید په ځان کې د عفوې او کرم صفت پیدا کړي.

(Visited 10 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.