The news is by your side.

په شعر کې اروايي تمایلات

ساجد بهار

0

شعر او ارواپوهنه دوه بیلابیلې پدیدې دي، شعر د ادبیاتو برخه ده او ارواپوهنه نن سبا یو جلا علم.

 عموماً ادبیات او په ځانګړي ډول شعر د مقناطیس حیثیت لري، د ادب اغیز پر ژوند وارد دی، زیاترو علومو ته یې په خپله غیږه کې ځای ورکړی، پخوا چې ارواپوهنه د جلا علم په توګه نه پیژندل کیده، ګڼ شمېر بحثونه او مسایل یې په ادبیاتو کې خوندي کړي وو.

په اردو کې د شعر دوه لوی مکتبونه موجود دي، یو یې دابستان ډهلي او بل دبستان لکهنو.
په ډهلي مکتب کې داخلیت او لکهنو کې خارجیت ته توجه شوې ده، د لکهنو شاعري یوازې د ژبې د سینګار شاعري بلل شوې او پر عېني تصویرونو ولاړه ده، خو د ډهلي شاعري بیا برعکس د ځینو نورو ځانګړنو تر څنګ د ‌ذهني تصویرونو په لرلو د انسان د اندروني کوایفو د بیان له امله هم مشهوره ده، همدا علت دی چې میرتقي میر ، میرزا غالب، مومن، ذوق او نور تر اوسه له سوونو کالونو را په دیخوا نن هم پر ذوقونو راج چلوي او خپل تلپاتیوالی یې ساتلی دی.

د هرې ژبې په شعر کې رواني تمایلاتو خپلې ریښې تر دې غځولې ، چې د شعر روح او اصلي سرچینه یې بللی شو. 

دا به مو هرومرو تجربه کړي وي، چې مونږ هغه وخت شعر لیکلو ته مخه کوو، چې یا بې نهایته خفګان محسوس کړو، یا له کوم ناڅاپي غم، درد او… سره مخ شو او ځینې بیا برعکس وایي، چې د خوشالۍ پر مهال شعر ته پناه وړي.

که پورتنیو جملو کې خفګان، درد ، غم ، خوشالي ته ځیر شو، دا پخپله د انسان اندروني کیفیات په ګوته کوي، چې اروایي تمایلات یې بللی شو، نو که چیرې مونږ له خپل شعر نه درد، عاطفه، هیجان ، نهیلي، هیلامندي او نور وباسو ، فکر کوم ، چې د شعر ساحه به مو محدوده او بې خونده شي ، نو په همدې بنیاد ویلی شو، چې شعر له اروایي تمایلاتو سره د نوک او ورۍ حیثیت لري، دواړه د یو او بل تکمیلونکي دي او له یوه او بل پرته نیمګړي هم.

(( د هنري اثارو کره کتونکي بیا شعرونه خوبونو ته نږدې بولي، دوی فکر کوي چې په خوب او شعر کې عادي منطق، د زمان او مکان دقیق مراعات او متناوب طرز و فکر نه ځایېږي)) مونږ چې کله خوب وینو نه پوهیږو چې دا به حقیقت نه وي ، همداراز په شعر کې هره تخیېلي مفکوره په هماغه جدیت سره مطرح کوو، لکه د ساینس کومه قضیه چې غواړو ثبوت کړو. دلته د استاد غضنفر یو مثال راوړم، چې د درویش شاعري خوبونه ور یادوي ، استاد لیکي: په خوبونو کې اکثره وخت په کوټه کې ناست نه یو، یا په دروازه کې یو ، یا مثلاً په کوڅه کې روان یو ، دی لیکي د درویش په شعرونو کې هم ډیر ځله یا څوک راځي یا څوک ځي ، فضا معمولاً ازاده فضا ده ، یانې اسمان را ښکاري.

دلته د شعر سره د خوب کلمه هم اضافه شوه، خوب بیا په سېمبول جوړونه کې بېله ونډه لري، مخکې له دې چې پر سېمبول خبري وکړو، دوو نورو نقاطو ته تم کیږم.

مونږ په شاعرۍ کې د هندي سبک اصطلاح لرو، ددې سبک د خپلو نورو اړخونو تر څنګ یوه مهمه برخه د مینې ارواپوهنې بیانول هم دي ، هغه شاعران چې د هندي سبک له رموزو او اسرارو خبر دي ، هرومرو یې د مینې ارواپوهنې په رنګ ښکلي شاعري لوستې.
د حمزه بابا لاندې دوه بیتونه یې غوره نمونې دي:

غل د محبت غلطیدی نه شي
څوک چې په محفل کې چاته نه ګوري
ـــــ
حمزه جوړ په محفل کې د اشنا په تا نظر و
بیګا چې ټوله شپه رقیب په سترګو کې ساتلې

که پورتنیو بیتونو ته متوجه شو، یوه پټه او خوندوره اړیکه به پکې ومومو، چې دا دواړه حالتونو د مینې د ارواپوهنې د بیان په نامه یادیږي.

د دې ترڅنګ په شاعرۍ کې د ارواپوهنې یوه بله برخه اذیت پسندي هم ده ، اذیت پسندي د هندي شاعرۍ د ویشنو بهګتي تحریک یوه مهمه ځانګړنه ده، دا بیا له خود اذیتۍ را زیږي او په اذیت پسندۍ بدلیږي، ددې منشا عموماً محرومیت او نا اسوده جنسي غریزه ده.

دلته معمولاً شاعر په ځان تشدد کوي او همدا تشدد یو مهال دومره مخکې لاړ شي، چې شاعر پکې یو پټ خوند محسوسوي، لکه د نشې غوندې ورسره ملګری کیږي او په مختلفو شکلونو کې یې په روحیاتو کې ځان څرګندوي، د بیلګې په توګه یې د لوی شاعر احمد فراز او ممتاز اورکزي لاندې بیتونه غوره نمونې دي:
 
رنجش ہی سهی دل ہی دکھانے کیلے آ
آ پھر سے مجھے چھوڑ کے جانے کیلے آ
ایک عمر سےہو لذت گریه سے بھی محروم
اے راحت جاں مجھ کو رلانے کیلے آ
فراز
ــــــ
د دې عذاب تجربه هم ښایي په ځان وکړمه
چې ته مې څنګ کې یې او زه د ستا ارمان وکړمه
ممتاز
اوس راځو پر سېمبول څو یو څو خبرې کوو.
مخکې مې وویل، چې شعر خوب ته نږدې شی دی، په دې مانا چې د شعر  سېمبولونه
دیر ځله د خوبونو له سېمبولونو سره ورته دي.

(( خوب د یو شمېر سېمبولیکو نښو، اشیاوو او یا د کسانو یوه غیر ارادي مجموعه ده، چې د انسان په تخت الشعور کې زیرمه شوي دي، شعر بیا د همدغی لاشعوري زیرمې هغه منظم تصورات دي، چې په ارادي بڼې سره اوډل کیږي))

د دې تصوراتو ظهور هم تر یوه حده نیمه ارادي وي، خو د څنګه ویلو، پیغام ورکولو، ژبني پسول او ښکلایېزو تکنیکونو په مرسته شعر رامنځ ته کوي، چې له دې اړخه سېمبولونه رغونکی عناصر دي، په خوبونو کې هم سیمبولونه همداسې رغنده ونډه لري.
 
که له بحث نچوړ راوباسو، ویلی شو، چې سېمبول ارواپوهنیزه سرچینه لري، دا زمونږ رواني فعالیت دی، چې سېمبولونه زیږوي او شعر چې د انسان د رواني حالت او فعالیتونو هنري تمثیل دی، آن پخپله سرچینه کې له سیمبولونو سره همزولې اړیکه ټینګوي.

نو که چېرې دغه اړیکه پیاوړې نه وي، کمزورې او سرسري شاعري یې بللی شو.
ددې سره د شعر او ارواپوهنې اړیکه هم همداسې وبولئ، دواړه په یو او بل کې داسې ننوتې، چې له یو او بله یې پریکون ناشونی دی، دواړه د یو او بل همزولي او د یو او بل بشپړونکي هم دي.
 
لیکوال: ساجد بهار/ خوست

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.