The news is by your side.

ځان جوړونه

سید عبیدالله نادر

0

که ډیری سختی دا روزګار پرتاسو راولي ،بیا هم هماغه یواځینۍ لاره د مهربانۍ و نیسئ ، خپل شخصیت ، ضمیر باطن ته د بدو اعمالو په تر سره کیدو بدلون مه ورکوئ ، کوښښ وکړئ مهربانی، او زړه سوی ولرئ ، او په نورو کې هم د محبت او زړه سواندی او عاطفی احساس وروزۍ په زړه کې ځای د محبت ډیر پریږدئ .

ځیني د روزګار په سختو کې خپل شخصیت ته بدلون ورکوی ،یعنی بیا هغه مهربانه کس نه وي ، لکه چې  پرون وو ، انسان باید پرځان ډیر کار وکړي ، تر څو خپله یو ښه او بی سارۍ شخصیت د ځانه څخه جوړ کړي ، مونږ باید یو نمونه اوسو ، تر څو زمونږ په لیدلو ، نور زمونږ څخه د ځان جوړونۍ درس واخلي.

مونږ باید آ دې عوامو په اصطلاح په ډزو کې هم مهربانی پرې نږدو ، او خپل ضمیر او باطن بدل نه کړو ، د مهربانی څخه د نوي نسل په ذهنونو کې ډیر ښکلي خاطرات پاتی کیږي ، په مهربانۍ کې زړونه یو بل ته نږدې کیږي او نوی نسل چې مونږ ووینې نو زمونږ نقش قدم ځي ، او دا به یو لوی درس راتلونکو ته پاتي شي.

(Visited 49 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys