The news is by your side.

ځکه چې زه، ځان ته وعده خلاف ښکارم

سید عبیدالله نادر

0

هغه ورځ می په یاد ده ، چې د ښار په یوه لویه پلورنځي کې چې تا  په کې کار کولوهلته مو سره ولیدل ،یو تر بله ډیر خوشحاله شو، او ښي شیبې مو سره مرکې وکړې ، یاد می دي چې د خدای په امانی په وخت کې ما درسره ژمنه وکړه ، چې ښه شوه زه به دلته بیا څو څو ځله راشم ، ستا دیدن به وکړم ، خو بیا تقدیر داسي وکړه ،چې آخوا هیڅ درپیښ نه شوم، خو په دي پوهیدم چې ستا به یاد وي، او د انتظار سترګي به دي په لار وي، ما هم ډیر کوښښ وکړ،چې د زمانۍ د جنجالونو نه ځان خلاص کړم ،او هاغه خوا در پیښه وکړم ،او بیا په هغه لاره تیر شم، ډاډه وم چې ته هلته یې، خو څه وکړم چې د روزګار او زمانې لیندۍ زه بل خوا ګذار کړم ، ځکه ما د دې ښاره څخه کډه وکړه ،خو د کډه کولو سره می دې ته پام راوګرځید، چې ته به راته انتظاره یې، نو زما په زړه دا شیبې درنۍ تیریږي، ځکه چې زه ځان ته وعده خلاف ښکارم.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.