The news is by your side.

ژبنۍ سپما او اقتصاد/ پوهندوی شاه محمود کډوال

0

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی، لغمان پوهنتون

لنډیز: ژبه او وینا هغه وګړنی فعالیت دی چې انرژي لګوي، لګښت پرې راځي، نو بویه چې د کارونې لپاره يې اقتصادي اړخ ته پام وشي. ژبنی لنډون او په لږو الفاظو او وييونو کې د ډېرې معنا لېږد، د ژبنۍ سپما لامل ګرځي. که یوخوا د ژبې ژوندۍ بڼې ؛ ګړېدنګ او وینا کې د لنډون او سپما آر ته پام په کار دی، بل خوا په مړه او ليکنۍ ژبه کې هم دې آر ته پام په کار دی چې ګټه وشي. ژبنۍ سپما او د الفاظو او وييونو پر ځای کارونه ویناوال، لیکوال، اورېدونکي او لوستونکي ته ګټه اړوي. وخت، انرژي، کار او فعالیت يې بېځایه نه لګېږي.

دا ليکنه په ژبه کې سپما او اقتصادي ارزښت څيړي، ځکه دا د یوې ژبې د پرمختګ لپاره مهم دی. د دې ليکنې په ترڅ کې پر ژبنۍ سپما او اقتصاد د پوهېدنې په موخه، عملي او تطبیقي بېلګې وړاندې شوې دي.

د پرمختللو ژبو د پرمختګ یو لامل همدا دی چې ویونکي او لیکوال يې سپما او اقتصادي اړخ ته پام کوي او د وروسته پاتيو ژبو هغه یې نه کوي. موږ په پښتو او نورو ژبو کې هم همدغه ستونزه لرو چې سپما ته ډېر پام نه کېږي. د دې څېړنې موخه د همدې ستونزې د هواري لپاره لار موندل دي.

سپما او اقتصاد د ژبې په پرمختګ کې هم هغومره ونډه لري، لکه څومره يې چې د نورو ټولنیزو ښکارندو په پرمختګ کې لري. موږ که غواړو، یو ارزښتمن څیز په ارزانه او وړ بیه ترلاسه کړو، همداسې په کار ده، په لنډه وینا او لیک کې وړ او ډېره معنا او مفهوم ولېږدوو. که څه هم په بشري ژوند کې اقتصادي پرمختګ پر ژبه هم اغېز کوي، خو ښه ده، له پرمختللیو ژبو نه دغه ځانګړنه واخلو او په خپله ژبه کې يې عملي او تطبیق کړو.

د دې څېړنې ډول کتابتوني او د څېړنې میتود يې تشريحي ـ توصیفي دی.

سریزه: د ژبې د پرمختګ لپاره يو مهم اړخ د هغې اقتصادي جوړښت او له ټولنیز پرمختیايي بهیر سره د هغې لاس په لاس کېدل دي. که څه هم ژبه د ټولنیز بدلون د قوانینو تابع ده، په دې معنا، کله چې د ژوند بېلابېل اړخونه پرمختګ او بدلون مومي، ژبه هم ورسره پرمختګ او بدلون کوي، خو بیاهم دا د ليکوالو او ژبپوهانو کار دی چې ژبنی بدلون او پرمختګ په يوه علمي لاره سم کړي. په اسانه او لنډه پوهېدنه کې ګټه او سپما ده، خو دا ګټه په دې معنا نه ده چې ژبه دې داسې لنډه او تنګه شي چې معنا زیانمنه کړي. د معنا د لېږد لپاره وړ وييونه، نښې او غونډلې کارول د ژبنۍ سپما غوښتنه ده.

کلیدي نومونې: ژبه، وینا، لیک، سپما، لنډون، اقتصاد.

ارزښت : ژبنۍ سپما او د ژبې اقتصادي اړخ ته پام کول، د اوسنۍ پرمختللې نړۍ او ژوند غوښتنه ده. اوس په ګړنۍ او ليکنۍ ژبه کې له داسې نښو او لنډون څخه کار اخیستل کېږي چې يوخوا سپما ته پام کېږي، بل خوا پوهېدنه په وړ ډول ترسره کېږي. د دې ترڅنګ د داسې ژبو په زده کړه کې هم اسانتیا راځي چې پوهونه او راپوهونه يې لنډه وي.

موخه : موږ هم ژبه کاروو او په داسې ژبو غږیږو چې د نړۍ په ژوندیو ژبو کې شمېرل کېږي، خو پرمختللې نه دي. له دې کبله په کار ده، د نړۍ د پرمختللو ژبو د پرمختګ پر لاملونو ځان پوه کړو او له هغې کار واخلو چې زموږ ژبه هم پرمختګ وکړي. ژبنۍ سپما او د ژبې اقتصادي اړخ ته پام د دې ليکنې موخه ده.

مواد او میتود : د دې ليکنې او څېړنې لپاره له باوري سرچينو ګټنه شوې ده. په دې برخه کې له څيړونکي سره شته آثار کتل شوي چې لوستونکو ته غوره مواد چمتو شي. د دې څېړنې ډول کتابتوني او میتود يې تشریحي ـ توصیفي دی.

پوښتنې : 

۱ ـ په ژبه کې سپما کوم ارزښت او ګټه لري؟

۲ ـ په ژبه کې څنګه سپما وکړو؟

د وګړو او بشري ټولنې له پيداپښت راهیسې دا فکر شته چې څرنګه د ژوند په ټولو اړخونو کې سپما وشي او داسې ژوند وکړي چې په هغه کې د ګټې او لګښت ترمنځ انډول وي. سپما او اقتصاد د ژوند دومره مهم اړخ دی چې په الهي لارښوونو کې هم ځای ورکړل شوی دی. الله ج په قران پاک کې موږ ته داسې لارښوونه کوي : ”… کلوا واشربوا و لاتسرفوا… “ ( قرانکریم ).

ژباړه : وخورئ او وڅښئ، خو اسراف مه کوئ !

په ژوند کې له سپما او اقتصاد نه موخه دا ده چې وګړي خپل لګښتونه داسې وکړي چې له ګټې يې ډېر نه وي او داسې هم نه چې له ډېرې ګټې سره لګښتونه هم ډېر شي. ډېره ګټه او لږ لګښتونه هغه هم ګټور ؛ ګټه ده. د دې موخه دا هم نه ده چې سړی دومره سپما وکړي چې شته شونتیاوې او زیرمه د خپل ژوند د پايښت لپاره ونه کاروي.

ژبه د پوهونې هغه وسیله ده چې له سپما او اقتصاد سره اړخ لګوي. که د بېلابېلو وګړو ټولنیز پرمختیايي ژوند تر کتنې لاندې نیسو، له اقتصادي پرمختګ سره يې ژبو هم ځان سم کړی او ژوند يې پايښت موندلی، که نه له منځه تللې دي. که د ټولنو ادبي پنځونې وګورو، پخوا رومان دود وو، هغه وخت چې د وګړو د ژوند رنګ بدل وو، بوختیاوو يې له اوس سره توپير درلود، ځکه نو ليکوال د رومان ليکلو لپاره وخت درلود او لوستونکي يې د لوستو لپاره. ادبي اثارو د ټولنیز ژوند له پرمختیايي بهیر سره يوځای خپله بڼه او منځپانګه اړوله، له اوږدو ليکنو وروسته، يو څه را لنډې ادبي ليکنې رامنځته شوې، لکه ناول او بیا لنډه کیسه او…. په دې ټولو اوښتنو او پرمختیاوو کې اقتصاد او سپما خپله ونډه درلوده، له وګړو سره د ګټې او زیان تر شا اقتصادي فکر وو.

د پوهې د پراختیا سره وګړي سوکه سوکه په دې هم پوهېدل چې په دماغي، اروايي او ذهني فعالیتونو کې هم سپما وکړي او پر هغه څه فکر وکړي چې ګټه لري. تر ډېره په عمل باندې تمرکز وشو او له داسې فکرونو ډډه وشوه چې عملي بڼه ونه لري. په فکر او عمل دواړو کې بیاهم د ګټې، سپما، زیان او په ټوله کې اقتصاد مهم اړخ وو.

ژبه او وینا د یوه مغزي او عصبي فعالیت زېږنده ده. په ژبه، وینا او مغزي فعالیتونو هم د وګړو ځواک او انرژي لګېږي، له مغزي فعالیت نه وروسته د ساييزو او غږیزو غړو فعالیت هم انرژي خوري، له دې کبله د دې انرژۍ لګول ښايي ګټور وي. اوس چې ژبه او وینا انرژي لګوي، ځکه نو د انرژۍ د لګښت ګټورتیا ته پام په کار دی، همدا لامل دی چې په بشري تاریخ کې پوهو وګړو خبرې لږې، خو ګټورې کړې دي. ډېرې او بې ګټې خبرې د ناپوهانو کار ګڼل شوی دی.

د هرې ژبې ویونکي په روږدي او طبیعي ډول د ګړېدنګ پر وخت سپما او اقتصاد ته پام کوي، لکه یو پوښتي چې پلانی راغلی دی ؟ بل یواځې د (هو) په وسیله ځواب ورکوي او غونډله بیا نه وايي چې (هو، پلانی راغلی دی)، ځکه ځوابوونکی پوهېږي چې د (هو) په وسیله پوهونه ترسره کېږي، نو ( پلانی راغلی دی ) ته اړتیا نه شته چې همدغې ته ژبنۍ سپما او اقتصاد وایو. په دې اړه بله بېلګه داهم کېدای شي چې یو وخت مو (د کابل پوهنتون ) وایه او لیکه، خو اوس ( کابل پوهنتون ) وایو او لیکو چې د تولوييکي (د) په غورځولو سره مو سپما کړې ده.

ليک چې د ژبې او وینا د لېږد او خونديتوب يوه وسیله ده، که د ژبې په ژوندۍ، وييزه او ګړنۍ بڼه کې يې ګټورتیا ته پام ونه شي او بې ګټې فکرونه د لیک له لارې خوندي شي، نو یوخوا به په خپله د لیکوال فکري ـ بدني انرژي او ځواک بې ګټې لګېدلی وي، بل خوا د اورېدونکي او لوستونکي. د لیک په ژبه کې د یوه توري یا ويي بې ګټې کارونګ ټولنیز او ځاني زیان رسولای شي. د بېلګې په توګه، د ښوونځيو په يو کتاب کې يو بې ګټې ويی، په لکونو او ميلیونو شمېرل کېږي، ځکه دا کتابونه لکونه او میلیونونه وي. همدې يو بې ګټې ويي لیکوال، لوستونکي، ښوونکي، سمونګر، تخنيکي کارکوونکو، ماشینونو، برېښنا، کاغذ او… په داسې بې ګټې کار بوخت کړل چې اقتصادي لګښت يې شته، خو ګټه نه لري او زیان يې راواړوه.

د وخت ګټورتیا او ژبنۍ سپما ته د پام له کبله هر ځای د غونډو او ناستو په بهیر کې له ويناوالو غوښتنه کېږي چې لنډ او ګټور وګړېږي، نه ځان وکړوي او نه اورېدونکي. بیاهم که ګټورې خبرې اوږدې وي، باک یې نه شته، وګړي او اورېدونکي يې د ګټې لپاره اوري.

په اوسني ژوند کې د ژبنۍ سپما او اقتصاد بېلګې ډېرې دي. که پرمختللې ژبې وګورو، ډېر لنډېزونه يې د دې لپاره دي چې ژبنۍ سپما وکړي او وخت، انرژي او… بې ګټې نه شي. په انګریزي ژبه کې د دې پرځای چې ووايي او وليکي (British Broadcasting Corporation) چې يوخوا د لوستونکي او ویناوال ډېر ځواک او انرژي لګوي، بل خوا د اورېدونکي، همدارنګه د ليکوالۍ په بهیر کې د قلم رنګ، کاغذ، د ټايپېست انرژي او وخت، د کمپيوټر فعالیت، برېښنا او… به ډېر لګوي، خو چې لنډ شي او (B.B.C ) وویل او ولیکل شي، نو پوهونه ترسره کېږي او لګښت يې لږ دی. (Hornby, 2010)

ژبنی پرمختګ، ښېګڼې، لنډون او سپما د هغې د ويونکو په پرمختګ پورې تړلي دي. د انګریزانو او نورو پرمختللیو وګړو او ټولنو د ژوند پرمختګ د هغوی پر ژبو هم اغېز کړی دی. د وروسته پاتېو ټولنو او وګړو د ژوند شاتګ يې په ژبه کې هم ښکاري، لکه موږ.

پوښتنه دا ده چې څنګه کولای شو، لکه انګریزي په ګړنۍ او لیکنۍ پښتو ژبه کې لنډیزونه وکاروو چې ګټه وکړو، لګښت مو را لږ او پوهونه بشپړه او سمه وشي ؟

که په لیک کې لنډیزونه کاروو، ستونزه پکې نه لیدل کېږي، که ستره محکمه ( س. م ) یا د لوړو زده کړو وزارت ( ل. ز. و ) ولیکو، لیکلای یې شو، خو ویلو کې یې کړکیچ او ستونزه ده. معنا دا چې زموږ د تورو په نومونو کې ستونزه ده. موږ باید د سترې محکمې لنډیز ( سین، میم ) ووایو او د لوړو زده کړو وزارت لنډیز ( لام، زې، واو ).

که د انګریزۍ لڼدیزونه په ژبه کې کاروو، نو داسې ستونزه نه پېښوي، لکه د پښتو، دري او عربۍ، ځکه هلته د تورو نومونه زموږ په څېر ستونزه نه لري. موږ افغان ملي اردو ( ا. م. ا ) باید د وینا په بهیر کې (الف، میم، الف) ووایو چې وینا ټکنۍ کوي، خو انګریزان چې A.N.A ( ای، این، ای ) وايي، وینا نه ټکنۍ کوي. د دې ستونزې حل به همدا وي چې موږ د تورو نومونه واړوو.

د ژبنۍ سپما او اقتصادي اړخ په اړه د ليکوالۍ نږدې ټولو آثارو په بېلابېلو بڼو د وینا او ليکنې لنډون د لیکنې ښېګڼه ګڼلې ده :”د ایجاز رعایت په دې معنا چې پراخ مفاهیم او معناوې په لږو الفاظو کې ځای پر ځای شي.“ ( جعفري، ۱۳۸۵).

موږ وړاندې وویل چې لومړی خو په ذهني او فکري فعالیت کې هم سپما او ګټورتیا ته پام په کار دی، ځکه هلته هم ځواک لګېږي، خو بیاهم که ګټور مفاهیم او معنا ډېره او پراخه وه، لیکوال ته بویه چې د لیکوالۍ په بهیر کې خپل ذهني مواد سره وشاربي، وشني او ګټور يې ولیکي، په دې ډول به سپما او ګټه وشي. د دې پرځای چې وليکي (مينه او محبت) يواځې يو دې وټاکي، هغه چې د لیک ژبه يې غوښتنه کوي چې ګړنۍ او ليکنۍ سپما وشي.

د ژبنۍ سپما په اړه مجاور احمد زیار ليکي :٬٬ دا معنا چې تر وسې وسې او وروستني بریده په لږو وييونو کې ډېره معنا او مطلب ځای شي، بې له دې چې ابهام او ګونګوالی پېښ شي، یوه خبره چې په یوه جمله کې راتلای شي، دوو ته باید ونه رسېږي او یوه جمله چې له پنځو توکو څخه جوړېدای شي، په کار نه دي، اتو یا لسو توکو ته ورسي. البته په ادبي او هنري ډګر کې د یوه مطلب څو څو رازه څرګندول له سپما څخه سرغړاوی نه ګڼل کېږي، هغه هم په دې شرط چې نوې نوې معنوي او بدیعي رنګارنګۍ منځ ته راوړي، د چا خبره تکرار حسن اوسي، نه دا چې تشه لفاظي بڼه ولري. له بده مرغه زموږ ډېر ليکوال د ډېر پخواني ختیز دود تر اغېز لاندې د هممانیزو وییو او جملو بیا بیا کارول د خپل ليکني سبک ستر ټوک ګڼي. سپما په کړاوړون ( فعلي ګردان ) کې هم ډېره پاموړ بلل کېږي او هغه دا چې له بېلابېلو ګړدودي ځېلونو يې هماغه لنډه دا امرل کېږي، لکه : د ( پوه شوم ) پر ځای ( وپوهېدم ) یا د ( ډوډۍ وخوړلې شوه ) پر ځای ( ډوډۍ وخوړل شوه ). په وييغونډونو، لکه : (کابل پوهنتون)، (د کابل پوهنتون)، (کابل ښار)، (د کابل ښار) پر وړاندې. په نويزونو کې، لکه : (رسنۍ) د (خبري یا خپرندویه رسنۍ) پر وړاندې“ (زیار، ۱۳۸۶).

حضرت تهانوي (رح) د لیکنو د لنډون، ګټورتیا، سپما او اقتصادي اړخ ته په پام سره وايي :”… بې له اړتیا هيڅکله خبره نه اوږدوم“ (همت، ۱۳۸۵).

د ژبنۍ سپما په اړه د (لیکوالۍ هنر) لیکوال يوځای د ښې لیکنې ځانګړتیاوو کې ليکي :” چې د مطالبو په بیان او افاده کې له لنډیز څخه کار واخیستل شي“ (هاشمي، ۱۳۹۵ ).

”ننني وګړي ډېر وخت نه لري، لیکوال ته په کار دي چې د موضوع اړوند مطالب سره راټول او په موزونه بڼه يې لوستونکو ته وړاندې کړي. که چیرته موږ د موضوع اړوند بېځایه مقدمې او اضافي خبرې ځای پر ځای کړو، نه یواځې دا چې خپل او د بل وخت به مو ضایع کړی وي، بلکې اقتصادي زیان به مو هم ځان ته اړولی وي“ ( همکار، ۱۳۹۵ ).

ګل پاچا الفت په (لیکوالي) آثر کې د ژبنۍ سپما په اړه ليکي :” ضبط څخه مقصد دا دی چې په کلام کې زیاتې او بې ضرورته برخې نه وي“ ( الفت، ۱۳۳۹ ).

په همدې ډول نورو لیکوالو هم د ژبنۍ سپما په اړه څرګندونې کړې دي. محمد اقا شیرزاد لیکي :” د يوې موضوع په لیکلو کې باید اعتدال وساتل شي، نه ليکنه دومره وغځېږي چې اضافي خبرو ته لار پرانیستل شي او نه دومره لنډه شي چې مطلب پکې ورک شي“ ( شېرزاد، ۱۳۹۵ ).

په لیک کې د سپما لپاره یوه غوره لار د ليکنښو رامنځته کول او د هغوی پر ځای کارونګ دی. ليکنښې د لیکنې په بهیر کې ډېره اسانتیا او سپما رامنځته کوي. د بېلګې په توګه لورښود نښه ( −< ) چې د یوه ويي یا نوم تدریجي په لاس راتلو لپاره کارېږي، لکه لمپاکا −< لمګان −< لمغان −< لغمان ( افغان، ۱۳۹۵ ).

لورښود نښه بیا بل ځای داسې اسانتیا او سپما رامنځته کوي، لکه د یوه متن په منځ کې د یوه ويي یا وييغونډ ترڅنګ داسې راشي( −< ) موخه يې دا ده چې دغه ويی یا وييغونډ د ځانګړي سرلیک لاندې په راتلونکي کې څېړل کېږي. که په دې بڼه ( >− ) راشي، موخه يې دا ده چې دا موضوع، ويی یا وييغونډ مخکې څېړل شوی دی. که موږ دغسې نښې د لارښوونې لپاره وکاروو، نو ګټوره اسانتیا او سپما مو رامنځته کړه او که د دې نښو پرځای د دې نښو موخه په وييونو لیکو، نو ډېر ځای نیسي او اقتصادي زیان رااړوي.

پايله: د ژبې د پرمختګ لپاره سپما او اقتصاد بنسټیز اړخ دی. اقتصاد چې د اوسنۍ پرمختللې نړۍ ، ټولنې او وګړو لپاره څومره مهم دی، د ژبې لپاره هم مهم دی. په دې معنا چې په ژبني پوهاوي کې هم اقتصاد او سپما ته هاغسې پام په کار دی، لکه د ژوند په نورو اړخونو کې چې کېږي. په طبیعي ډول دا چار د ژبې د ويونکو له لوري ترسره کېږي چې په وییونو او غونډلو کې لویدنې يې يوه بېلګه ده، خو دغه موضوع یو پوهنیز ژبنی ارزښت دی چې څانګوال يې باید څانګیز او د ژبنیو څېړنو او کارونګ برخه وګرځوي.

مناقشه: د ژبنۍ سپما او اقتصادي اړخ په اړه د لیکوالۍ او ګرامر بېلابېلو څېړونکو لیکنې کړي او ټول پر دې متفق دي چې ( په لږو کلمو او جملو کې ډېره معنا لېږدول د ښې ليکنې ځانګړنې دي). دا لیکنه په ځانګړې بڼه د یادو څېړنو تداوم دی چې نوې او دغې موضوع ته ځانګړې شوې ده.

وړاندیزونه: زموږ په ژوند کې سپما او اقتصاد دومره پرمختګ کړی نه دی، ځکه نو په ګړنۍ او ليکنۍ ژبه کې هم دې اړخ ته ډېر پام نه کوو، خو دا د ژبې د پرمختګ لپاره یو مهم اړخ دی چې پام غواړي. لیکوالو ته په کار ده چې د ژبې سپمايي او اقتصادي اړخ ته په پام، په بېلابېلو علومو کې داسې ليکنۍ بیلګې وړاندې کړي چې نور ترې ګټه واخلي او هغه په خپلو لیکنو کې عملي کړي.

اخځونه:

۱ ـ  قرانکریم، ۸ پاره، سوره الاعراف، ۳۱ ايات. پېښور: تاج کمپني. ۲۱۳ مخ

۲ ـ افغان، شازیه. (۱۳۹۵ش). څېړنه. کابل : انتشارات نویسا. ۱۱۹ مخ

۳ ـ  الفت، ګل پاچا. (۱۳۳۹ش). ليکوالي. کابل : پښتو ټولنه. ۳۸ مخ

۴ ـ جعفري، محمود. (۱۳۸۵ش). راهنمای نویسندګی. کابل : بنګاه انتشارات میوند.  ص ۴۲

۵ ـ زیار، مجاوراحمد. ( ۱۳۸۶ ل ). لیکلارښود ( يوه پښتو ـ کره پښتو )، پېښور : دانش خپرندویه ټولنه. ۲۰ مخ

۶ ـ  شېرزاد، محمد آقا. ( ۱۳۹۵ش). ليکوالي. کابل : جهان دانش خپرندویه ټولنه. ۱۷۷ مخ

۷ ـ هاشمي، محی الدین. (۱۳۹۵ش). د لیکوالۍ هنر. ننګرهار : میهن خپرندویه ټولنه. ۸ مخ

۸ ـ همت، عبدالمالک. (۱۳۸۵ش). د مقالې ليکلو اصول او د مطالعې او څېړنې لارښود (ژباړه او راټولونه ). کوټه : صحاف نشراتي موسسه. ۲۰۵ مخ

۹ ـ همکار، محمد ابراهیم. (۱۳۹۵ش). ليکوالي. ننګرهار: مومند خپرندویه تولنه. ۱۰۰ مخ

  ۱۰. Hornby, A.S. (2010). Oxford Advanced Learner’s Dictionary.( 7 ed). Oxford: Oxford University Press. p 117

Lingual budgetary and economy

Assistant Professor, Shah Mahmoud Kadwal

Pashto department, literature and social science faculty, Laghman University

Abstract: Language and discourse are the most important activities that lay out energy; they have to be compensated, so that they should consider the economic aspects of use. Language shortcuts and a lot of meaning in small words and spoken form of the language considerate the spoken form of  language to be live, description, and speeches, it is also used in the dead and lasting language to focus on benefiting. Works around language  and vocabulary, must be saving and economic rolls in both spoken and written language to save time and energy of speakers, writers, listeners and readers.

(Visited 33 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.