The news is by your side.

پرتلهيز ادبيات /اجمل ښکلی

0

انسان ناشعوري پرتله کوي. په ژوند کې چې له کومو پېښو يا کسانو سره مخېږي، شعوري ناشعوري يې له تېرو پېښو او ورته کسانو سره پرتله کوي او په دې ډول قضاوت کوي. دا پرتلهيز قضاوت چې علمي اساس ومومي، په يوه فرهنګي چاره واوړي او ټولنې ته ګټه ورسوي.
اوس‌مهال د ادبياتو پرتله په يوه مهم تمايل اوښتې او دا بېلابېل لاملونه لري. په لوېديځ کې په ماډرنيز کې د غرب کلچر پر وړو کلچرونو ځان تحميلاوه، خو په پسنويتابه «پوسټ ماډرنيزم» کې د يوه کلچر د نه انتخاب له امله نړۍ وړو سيمه‌يزو فرهنګونو ته اهميت ورکړ. يونيسکو د ټولو ژبو د خوندي کولو خبره راپورته کړه، ځکه چې يوه ژبه مازې يوه ژبه نه ده، بلکې يو فرهنګي ميوزيم دى.«چامسک»
د ټولو فرهنګونو اهميت سيمه‌يزو او هېوادنيو کلچرونو ته زمينه مساعده کړه چې په نړيوال بازار کې ځان ته ځاى پيدا کړي او په دې ډول هېوادونو فرهنګي او علمي سيالي پيل کړه. اوس هېوادونه هڅه کوي چې پر نړيوالو خپل علمي او فرهنګي توليدات وپلوري او د خپلې اړتيا په کچ او د خپلې ټولنيزې تشې د ډکولو لپاره د هغوى فرهنګي او علمي توليدات وپېري.
اوسنۍ نړۍ د تعامل نړۍ ده. په مجاز او واقعيت کې نړۍ په يوه کلي اوښتې. نيټ بشر سره نږدې کړى. همدا ډول سړکونو، ريل‌لارو او په تېره هوايي ليکو په واقعي نړۍ کې د بشر راشې درشې او فرهنګي راکړې ورکړې ته لار هواره کړې. د زياتو هېوادونو بوخت هوايي ډګرونه د بشري تعامل بېلګې دي. شپه او ورځ فرهنګي ټولي او د علم د زده‌کړې لارويان ډلې ډلې په بېلاېلو هېوادونو کې فرهنګي فیسټيوالونو او علمي غونډو ته روان وي او له يو بله زده‌کړه کوي. همداسې په جال «نيټ» کې هم د علمي او فرهنګي تعاملاتو او پېر او پلور بازار ګرم وي.
هوښيار ملتونه له اوسني بشري تعامله استفاده کوي او په دې سيالې کې فعاله ونډه اخلي. له يوه لوري نړۍ ته ښيي چې دوى هم د خرڅلاو او تقليد وړ توليدات لري او له بل لوري د نړۍ له تجربو استفاده کوي او په پايله کې پر نړۍ اغېز شيندي او د ځان په اړه مثبت فکر ورکوي، ځکه چې اوس هېوادونه په انزوا کې ژوند نه‌شې کولاى او ان د ځمکې د بل ګوټ په هېواد پورې د خپل هغه برخليک تړلى ويني؛ نو په چارو کې يې لاسوهنه خپل حق بولي.
په دې بهير کې ساده ملتونه هغه دي چې هيڅ بې‌هيڅه پر خپل فرهنګ غره دي او له ځانه لوړ لوړ دېوالونه را تاووي، خو دا يې هېر دي چې يو فرهنګ هم پر ځان بسيا او بشپړ نه دى، بلکې د خپلې بډاينې لپاره پور ته اړ دى.
د تعامل يوه بڼه په هنر کې د پرتلې په ډول وينو. هېوادونه په دې پوهېږي چې په انزوا کې يې تاوان دى او د ګټې لپاره نړيوال مارکيټ ته اړ دي؛ نو هڅه کوي چې له نړۍ سره فاصلې کمې او مشترک ټکي ورسره پيدا کړي. د پرتلهيزو ادبياتو د مهم کېدو تر شا دا سياسي او اقتصادي موخه پرته ده، ځکه چې د نړۍ د پرمختلليو فرهنګونو له نړيوالو څېرو سره د خپلو پنځګرو د پرتلې په مټ د نړۍ پام ځان ته را اړولاى شو.
د پرتلهيز مېتود پيل د پنځګرو تر منځ له پرتلې نه کېږي. پرتله دا مانا چې دوه يا کله ناکله درې پنځګر سره د ګډو خواوو پر بنسټ مقايسه شي او په دې ډول يې توپيروونکې ځانګړنې را برسېره شي.

پرتله پر ورته واليو ولاړه ده. پرتله کېدونکي اثار يا پنځګر بايد دومره همرنګۍ ولري چې پر بنسټ يې پرتله شونې شي. که دا نه وي، پرتله‌یز مېتود ګټور نه دى.
ادبي پرتله لاندې ډولونه لري
لومړی؛ دوه هم‌مکتبه شاعران سره پرتله شي او په پرتله‌يز نقد کې دا انتخاب ځکه اسان دى چې بالعموم د هم‌مکتبه پنځګرو تر منځ جوت ورته‌والی موجود وي، خو بيا هم لکه څنګه چې ان د غبرګونو وروڼو تر منځ توپير وي، د هم‌مکتبه شاعرانو د سبکونو تر منځ هم وي. په پښتو کې ډاکټر لياقت تابان د «د حميد او شمس الدين پرتله‌یز جاج» او د «د شيدا او حنان پرتله‌يز جاج» په نامه د هممکتبو شاعرانو پرتله کړې ده.
دويم؛ کله يو لوى پنځګر پيدا شي او ادبي روايت مات کړي او د يوه نوي سبک بنسټ کېږدي چې ور پسې او هم‌مهاله شاعران يې د شعر يا نثر په لوست اغېزمن شي او داسې يو سبک په يوه مکتب واوړي. د يوه مکتب د سرلاري او پیرو تر منځ يې هم د پرتلې امکان شته چې په دې ډول ښايي پرتله‌یزه کره کتنه د حکمي يا قضايي هغې رنګ واخلي او سرلارى د ماډل په توګه را مخ ته شي، لکه له رحمن بابا سره يې د کوم پيرو، يونس خيبري يا پير محمد کاکړ پرتله.
درېیم؛ د سبکونو همرنګي کله کله له ژبې پښه اړوي او په دوو يا څو ژبو کې داسې شاعران پيدا شي چې له يو بله اغېزمن وي. ښه بېلګه يې هندى سبک دى، خو تر دې پخوا هم په پښتو ادب کې سبکي همرنګي وينو او د دې يو لامل مسلطه فرهنګي او سياسي ژبه ده. پارسي د اسلام له راتګ سره په دې سيمه کې د مذهب دويمه او د رسمياتو لومړۍ ژبه شوه چې له سياسي، اقتصادي او مذهبي ځواک سره يې پر سيمه‌يزو ژبو او ادبياتو اغېز وشينده. زموږ شاعرانو له سبکونو او محتوا پرته ان محبوبه هم له پارسي دربارونو او ترکي چاپېرياله واخيسته. دا کار هغه وخت بد نه و او د تضمين، استحسان او بلهاوو نورو اصطلاحاتو په نامه روا ګڼل کېده، ځکه چې هغه وخت د وخت د بدلون انګېرنه کمزورې وه. خلکو فکر کاوه چې نړۍ له ادمه تر دې دمه همداسې ده او همداسې به وي، ځکه يې؛ نو د خپلو اسلافو تجربې د کاڼي کرښې ګڼلې چې بيا بيا يې په ولاړه زمانه کې په ورته بڼه تکرار حتمي ګڼل کېده. په داسې زمانه کې د انفراديت پر ځاى ټولنيزتوب اهميت لري او د ورته اخلاقي خبرو بيان عيب نه ګڼل کېږي.
خو صنعتي انقلاب، د ساينس پرمختګ، د فلسفي افکارو بدلون او په ډيموکراټیکو نظامونو کې د فرد نقش د ټولنې پر ځاى فرد مهم کړ او خلکو ته يې د تحول تصور ورکړ. کومو ټولنو چې پخوا ثبات منلى و، اوس د تحول پر ثبات باور لري، خو په دې نوې نړۍ کې لا هم داسې دودپالي ملتونه شته چې له تحوله وېرېږي او داسې انګېري چې که سترګې پټې کړي، تحول به محوه شي.
د علومو پرمختګ او د فرديت اهميت چې فرد پکې د ټولنې د هوساينې لپاره د فکر او نقد خپلواکي ترلاسه کړه، خلک له تکرار سره حساس کړل او پر خپله ماضي او اسلافو يې د شک او نيوکې جرات پيدا کړ، ځکه نو اوس په هنر کې هغه څه ته پليجريزم يا غلا وايي چې پخوانو په بېلابېلو نومونو روا ګڼل.
خو د دې مانا دا نه ده چې د بلې ژبې له يوه پنځګره اغېزمنتيا ګنې غلا ده. د هغه پر سبک تګ او له هغه غلا دوه بېل مفاهيم دي. په معاصر وخت کې هم موږ وينو چې د لوېديځ ډېرو ادبي مکتبونو زموږ ادبيات اغېزمن کړي چې د سوسيالیسټي رياليزم او سمبوليزم په بڼه يې وينو. په ګاونډي ايران کې يوشيج د فرانسې له سمبوليزم اغېزمن و چې تر اخوان ثالث، شاملو او فروغ فرخزاد پورې ډېرو بيا د يوشيج لار ونيوه. همداسې په هند کې ميراجي او بيا «ن» «م» راشد هم د سمبوليزم په اغېزمنو کې و.
د ګاونډيو ژبو تر منځ د فرهنګي راکړې ورکړې امکان ډېر وي او دا د ګاونډيو ژبو تر منځ پرتله‌یز نقد ته لار پرانيزي. دا ډول نقد په پښتو کې د رحمن بابا او د سعدي او حافظ تر منځ شوى دى.
څلورم؛ پر ګاونډيو ژبو سربېره دا هم امکان لري چې د يوه لرې هېواد پنځګر له خپل يوه پنځګر سره پرتله کړو. يو خو دا چې بشر که د نړۍ په هر ګوټ کې اوسي، بيا هم بشر دى او د نړۍ د بل سر له انسان سره مشترکې بشري تجربې لري او دا موږ د انسان د تحول په ټوليز تاريخ کې وينو چې ټول بشر تقريباً له ډبر پېره د برونزو او اوسپنې تر مهال يو ډول بدلون کړى او د ټولن‌پوهنې له زاويې تقریباً يو شان له اسطوري پېره را تېر شوى چې دا ځانګړنه يې موږ د اسطورو په ګډو ټکو کې وينو.
په پښتو کې د دې ډول پرتلې يوه بېلګه د شکسپيير له «روميو جوليت» سره د نواز طاير د «ادم خان درخانۍ» د نکل پرتله ده. په دواړو کې د اتلانو مرګ، يو ډول ټولنيز اختناق، سوزنده مينه او ورته کيسه‌يز جوړښت پرتله ممکنوي. همدا پرتله د اروپا د منځنيو پېړيو او رنسانس د پيل د رومانونو او پښتو نکلونو تر منځ هم شونې ده.
څنګه چې نړۍ اوس سره نږدې شوې؛ نو د يو بل د اغېزمنولو امکان تر پخوا ډېر دى. په اوس‌ موږ وينو چې يوه نوې تجربه په چټکۍ سره د نړۍ په بل سر کې پورېږي او همدا لامل دى چې څلورم ډول پرتله نن سبا ډېره ده.
پنځم؛ ښايي د تېر مهال او اوس‌مهال د پنځګر تر منځ پرتله وشي. کله کله په ادب کې پوره يوه دوره را ګرځي چې يوه بېلګه يې په لوېديځ کې کلاسيزم ده يا د تېرې دورې يو تمايل په را روانه ژبه کې يو مکتب اغېزمن کړي، مثلاً؛ د رومانټسټانو په اړه وايي چې د رنسانس له ماروالطبېعي شاعري اغېزمن و يا هم يو مکتب يا شاعر د را روانې زمانې يو شاعر پليونۍ ته اړ باسي. په پښتو ادب کې رحمن بابا لوى شاعر و، خو که اوس څوک د رحمن بابا غوندې شاعري کوي، د عيب په سترګه ورته ګورو، ځکه د رحمن بابا واعظانه سادهګي په اوسنۍ پېچلې او رنګينه زمانه کې را باندې ښه نه لګېږي، خو هندي سبک چې اوسني پېچلي لوستونکي ته رنګينې خبرې لري او تنده يې خړوبولاى شي، لا سم له برمه نه دى پرېوتى. په دې توګه، له شيدا يا په بله ژبه کې د بيدل سره د پسرلي صاحب پرتله شونې ده.
شپږم؛ موږ تر اوسه د پنځګرو تر منځ پر پرتله خبرې وکړې، خو پرتله‌یز مېتود د مشترکو موضوعاتو، فورمونو او سبکونو تر منځ پرتله هم شونې بولي. مثلاً؛ د پښتو او پارسي غزل يا د پښتو د پخواني او اوسني غزل، همداسې د محتوا پر بنسټ د ويرنې، طنز او نورو پرتله. د فورم پر بنسټ زموږ لنډه کيسه د نورو ژبو له لنډو کيسو سره څه توپيرونه او ورته‌والي لري؟ همداسې د موضوع پر بنسټ، مثلاً د جنسيت له مخې د اردو د سعادت حسن منټو او د پښتو د اکبر بري او سوله‌مل شينواري د کيسو تر منځ پرتله ممکنه ده. همداسې د رواني او سوسيالیسټي موضوعاتو او تمايلاتو پر بنسټ د دې ټولو ډولونو لومړنۍ او بنسټي موخه دا ده چې که په هره بڼه وي.
پرتله هله شونې ده چې ورته‌والي موجود وي چې له دې لارې د دواړو خواوو مرموز او پټ اړخونه او توپيرونه را برسېره شي. همرنګي چې څومره ډېره وي، نقد به هغومره بريالى او ژور وي او که کمې وي، نقد به کمزورى وي.
په پرتله کې که د کر کتونکي کره کنته يو اړخ ته کږه وي؛ نو پښتانه متل کوي چې کوږ بار تر منزله نه رسي. ښه ده چې تر خپله وسه ناپېیلې اوسو او د تلې شاهين قاضي کړو.

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.