The news is by your side.

په متن کې شمېرې څنګه ولیکو؟

0

پوهنمل اسدالله وحیدي _

موږ په لیکلو کې ډېر وخت له شمېرو سره مخ کیږو. کله دا شمېرې په حروفو لیکو او کله یې هم په شمېرو. څه وخت موږ شمېرې په حروفو او څه وخت یې پخپله په شمېرو لیکو؟ دغه راز په متن کې عادي، رتبي، اعشاري، کسري او نورې شمېرې څنګه ولیکو؟ په دغه لیکنه کې همدې پوښتنو ته د ځواب هڅه کوو.  ډېری ژبې په دې اړه اصول او قواعد لري، په پښتو کې په دې اړه زما سترګو ته خورا کم لیکل راغلي دي. دا اصول او قواعد هرې ژبې د خپلو حروفو او عددونو د جوړښت پر اساس ټاکلي دي، په همدې وجه یې پښتو ته کاپي کول ستونزې پیدا کوي. ما په انګلیسي، فارسي او ځینو نورو ژبو کې په دې اړه اصول لوستي، زه یې کاپي کوم نه، بلکې د پښتو لپاره خپله د پښتو حروفو او عددونو د جوړښت او وینګ پر اساس دغه قواعد او اصول وړاندې کوم. زه لومړنی ګام اخلم، څانګه وال پر دلایلو زما نظر ننګولی شي.

پکار ده چې د اصلي بحث تر پیل وړاندې یادونه وکړم چې دا اصول او قواعد په عمومي لیکوالۍ کې کارول کیږي چې ښايي په ژورنالېستیکو ژانرونو، ریاضیکي متنونو، قبالو او نورو رسمي اسنادو کې د پوره عملي کېدو وړ نه وي.

 په متن کې شمېرې څنګه ولیکو؟

لومړی غواړو ددې بحث پر اهمیت خبرې وکړو. ډېری کسان غواړي پوه شي چې په متن کې شمېرې څنګه لیکل کیږي. دا بحث د لاندې دلایلو پر اساس مهم دی:

الف: د اسانه لوستلو لپاره. “که په متن کې د شمېرو په لیکلو کې قاعدې او اصول مراعات شي، نو له لوستونکو سره مرسته کوي چې متن په اسانه ولولي. که مراعات نه شي، لوستونکی له ستونزو سره مخ کیږي او کله هم د متن لوستل ډېر وخت اخلي.” (۷: ۱۳۶)

ب: ډېری وخت په متن کې قواعد نه وي مراعات شوي، نو ځينې شمېرې او حروف سره ګډیږي. مثلا؛ په پښتو کې الف (ا) او یو (۱)، یا ټکی (.) او صفر (۰) یو ډول یا سره نږدې دي. که مراعات نه شي، ښايي موږ الف حرف او یو عدد سره کډ کړو.

ج: په دې برخه کې د اصولو مراعاتول مرسته کوي چې شمېرې په کره او سم ډول ولېږدول شي او تېروتنه پکې ونه شي. “ډېری وخت د قاعدې له مخې د اد شمېرو ناسمه لیکنه ددې سبب کیږي چې شمېره په کره ډول ونه رسیږي.” ( ۴ -۶۴۶)

د: دا بحث له دې اړخه هم مهم دی چې که اصول مراعات شي، نو تر ډېره کم ځای نیسي. دغه راز د لوستلو او لیکلو پر مهال هم کم وخت اخلي.

 اوس چې ددې بحث اهمیت واضح شو، نو شمېرې پر بېلابېلو کټه ګوریو وېشو او د هرې یوې لپاره یې جلا لارښود وړاندې کوو:

الف: عادي شمېرې:

لومړی: له ( ۱-۹ ) شمېرې په حروفو لیکو.  ( یو، یوه، دوه، دوې، درې، څلور، پنځه، شپږ، اووه، اته، نهه)

ځیني کسان اووه ( اوه) لیکي او ځیني نهه (نه) لیکي، چې سم نه دي. پکار ده اووه او نهه ولیکل شي. ځیني کسان په (یو) او (دوه) کې ښځینه بڼه نه مراعاتوي، چې پکار ده مراعات شي. یو کتاب، یوه کتابچه. دوه کتابونه، دوې کتابچې. نور عددونه بیا له معدود سره د جنس له اړخه نه ګردانیږي. “ځیني کسان د ( دوه) مغیره حالت هم نه مراعاتوي. وايي: دوه هلکانو راته وویل. دا جمله سمه نه ده، پکار ده وویل شي: دوو هلکان راته وویل. دغه راز وايي: دوه نجونو راته وویل. سمه بڼه یې دا ده چې وویل شي: دوو نجونو راته وویل.” (۸-۷۷)

دویم:  له (۱۰- ۱۰۰ ) په حروفو او شمېرو دواړو لیکلی شو. ښه ده چې ( ۱۰، ۲۰، ۳۰، ۴۰، ۵۰، ۶۰، ۷۰، ۸۰، ۹۰ او ۱۰۰) په حروفو ولیکو.  د دغو پوره شمېرو ترمنځ نورې شمېرې په حروفو او شمېرو دواړو لیکلی شو، خو غوره بڼه یې دا ده چې په شمېرو ولیکل شي.

کېدای شي موږ  ۱۳/ دیارلس، ۲۸ / اته ویشت، ۳۷ / اووه دېرش، ۴۱/ یوڅلوېښت، ۵۹/ نهه پنځوس، ۶۳/ دري شپېته، ۷۵، پنځه اویا، ۸۲/ دوه اتیا، ۹۴/ څلور نوي ولیکو ، خو غوره بڼه یې شمېرې دي.

درېیم:  له (۱۰۰) پورته شمېرې موږ په عددونو لیکو، خو ځیني یې بیا په حروفو او ګډ هم لیکلی شو. په دغه حالت کې یې په حروفو لیکلی شو:

چې پوره شمېرې یا له (او) پرته دوې کلمې وي:

دوه صفر والا:  ۲۰۰/ دوه سوه، ۳۰۰/ درې سوه، ۴۰۰/ څلور سوه، ۵۰۰/ پنځه سوه/ ۶۰۰/ شپږ سوه، ۷۰۰/ اووه سوه، ۸۰۰/ اته سوه، ۹۰۰/ نهه سوه، لیکلی شو.

درې صفر والا:  همداسې ۱۰۰۰/ زر، ۲۰۰۰/ دوه زره، ۳۰۰۰/ درې زره، ۴۰۰۰/ څلور زره، ۵۰۰۰/ پنځه زره، ۶۰۰۰/ شپږ زره، ۷۰۰۰/ اووه زره، ۸۰۰۰/ اته زره، ۹۰۰۰/ نهه زره

څلور صفر والا: ۱۰۰۰۰/ لس زره، ۲۰۰۰۰/ شل زره/ ۳۰۰۰۰ / دېرش زره، ۴۰۰۰۰/ څلوېښت زره، ۵۰۰۰۰/ پنځوس زره، ۶۰۰۰۰/ شپېته زره، ۷۰۰۰۰/ اویا زره، ۸۰۰۰۰/ اتیا زره، ۹۰۰۰۰/ نوي زره. غوره ده چې دا شمېرې په متن کې په حروفو ولیکل شي، خو په شمېرو لیکل یې هم په لوستلو کې لویه ستونزه نه پیدا کوي.

پنځه صفر والا: د پنځه صفر والا شمېرو لوستل په متن کې ستونزمن دي، نو ښه ده چې دا عددونه په حروفو ولیکل شي. دوه سوه زره/ دوه لکه، درې سوه زره/ درې لکه، څلور سوه زره/ څلور لکه، پنځه سوه زره/ پنځه لکه، شپږ سوه زره/ شپږ لکه، اووه سوه زره/ اووه لکه، اته سوه زره/ اته لکه، نهه سوه زره/ نهه لکه.

شپږ صفر والا: په لوست کې د ستونزې په وجه ښه ده چې شپږ صفر والا عددونه هم په حروفو ولیکل شي. یو میلیون، دوه میلیونه، درې میلیونه، څلور میلیونه، پنځه میلیونه، شپږ میلیونه، اووه میلیونه، اته میلیونه، نهه میلیونه. یو ځل بیا یادونه کوم چې پورته د صفر والا شمېرو څخه مې موخه پوره صفر واله شمېرې دي.

ګډ لیکل: ګډ لیکل دې ته وايي چې یوه برخه یې په حروفو ولیکل شي او یوه برخه یې په عدد. د بېلګې په ډول ۵۱ زره، ۳۳ زره، ۲۵ میلیونه، ۷۷ میلیارده… .

ګډ لیکل ډېر هغه وخت کیږي چې د حروفو برخه یې یوه یا دوې کلمې او د شمېرو برخه یې دوه رقمي او درې رقمي وي. په پښتو کې معمول نه ده چې یو رقمي شمېره او وروسته یوه کلمه ولیکل شي. یعنې موږ لیکلی شو؛ ۶۳ زره. دلته د عدد برخه دوه رقمي (۶۳) ده او حروف یوه کلمه ده. همداسې؛ ۱۱۱ میلیونه. دلته د عدد برخه (۱۱۱) درې رقمي او د حروفو برخه یوه کلمه ده. که څه هم په دري ژبه کې یو رقمي او تر دریو زیات شمېرې لرونکې شمېرې هم ګډې لیکل کیږي، “په فارسي ژبه کې کولی شو لومړی یو رقمي شمېره او بیا شمېرې په حروفو ولیکو، لکه: ۵ هزار” (۶: ۱۴۵ ) خو دا چاره د متن له روانوالي او له اسانه لوستلو سره مرسته نه کوي، نو ځکه یې موږ په پښتو کې نه لیکو. موږ په پښتو کې ۷ زره نه لیکو، ښه ده چې(۷۰۰۰) یا ( اووه زره) ولیکو، ځکه چې اسانه لوستل کیږي. همداسې ۱۴۰۰ میلیونه نه لیکو، ښه ده چې ۱۴ سوه میلیونه ولیکو. دلته بیا حروف دوې کلمې کیږي چې په ویلو کې ستونزه نه پېښوي. نو په لنډ ډول وایو چې ګډ لیکل موږ هغه وخت کوو چې عدد دوه یا درې رقمي وي او د حروفو برخه یې یوه یا دوې کلمې وي.

“په فارسي کې دا هم معمول ده چې لومړی عدد راشي، بیا کلمه راشي او بیا عدد راشي. یا عدد راشي، بیا کلمه راشي او بیا عدد راشي. دغو بېلګو ته پام وکړئ: ( ۸۰ زره، ۳۰۰ اویا)، ( پنځوس زره، ۵۰۰ او درې)….” ( ۲: ۱۴۷)

 موږ په پښتو کې دغه ډول لیکل نه کوو، ځکه مفهوم ګونګوي.

څلورم: کله چې په عددونو کې ( او) کلمه راغله، په حروفو یې نه لیکو، ښه ده چې په عددونو ولیکل شي. د بېلګې په ډول: ۱۷۷، ۲۳۴۲، ۲۳۴۵۶ او داسې نور. ښه ده چې دا عددونه په عددونو ولیکل شي.

پنځم: “سرحد ( borders ) شمېرې په حروفو او شمېرو دواړو لیکلی شو، خو ښه ده چې په حروفو ولیکل شي. صفر، لس، سل، زر، لک، ميلیون، ميلیارد، ټرېلیون…”  (۱-۲۷۴)

شپږم: د متن په منځ کې لیکل شوې شمېرې دې په قوسونو کې ولیکل شي، ځکه چې کله عددونه له حروفو سره ګډیږي. په پښتو کې چې کله پیل یا پای په صفر (.) او یو(۱) شوي وي، له ټکي (.) او الف(ا) سره یې د ګډېدو شونتیا شته، ځکه وایو چې شمېرې په قوس کې ولیکل شي.

 

ب: رتبي یا وصفي شمېرې:

په پښتو لیکنو کې د رتبي شمېرو په لیکلو کې تل ستونزې وي. موږ دلته د رتبي عددونو د لیکلو لپاره هم اصول وړاندې کوو:

لومړی: له ( ۱-۹ ) رتبي عددونه په حروفو لیکو.  ( لومړی، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، شپږم، اووم، اتم، نهم)

ځیني کسان لومړی ( لمړی)، دویم (دوهم)، درېیم ( دریم)، اووم (اوم)  لیکي، چې سم نه دي. “پکار ده ( لومړی، دویم، درېیم او اووم) ولیکل شي. په رتبي عدد کې یوازې یو او دوه نه، بلکې ټول له معدد سره د جنس له اړخه ګردانیږي. لومړی ګام/ لومړۍ هڅه،دویم ګام/ دویمه هڅه،  اتم کال/ اتمه ګڼه.” ( ۳: ۲۴۵)

دغه راز مغیره بڼه هم لري. لومړی ( لومړیو)، دویم ( دویمو/ دویمې) درېیم ( درېیمو/درېیمې)، څلورم ( څلورمو/ څلورمې). مثلا: دویمو ټولګیو ته درس ورکوم.

دویم:  له (۱۰- ۱۰۰ ) رتبي شمېرې په حروفو او شمېرو دواړو لیکلی شو. ښه ده چې ( ۱۰، ۲۰، ۳۰، ۴۰، ۵۰، ۶۰، ۷۰، ۸۰، ۹۰ او ۱۰۰) په حروفو ولیکو.  ځکه یوه کلمه ده، یوازې د (ام) او ( یم) وروستاړي ورسره یو ځای کیږي. د دغو پوره شمېرو ترمنځ هغه رتبي شمېرې چې (ام) وروستاړی ورسره یو ځای کیږي، ښه ده چې په حروفو ولیکل شي، ځکه د (ام) د الف او د یو (۱) عدد ترمنځ توپیر کله کله ستونزمنیږي. نو ښه ده چې (۱۱ ام) نه، (یوولسم)، (۲۲ ام) نه، ( دوه ویشتم) او همداسې څلور دېرشم، اته څلوېښتم، اووه پنځوسم، نهه شپېتم ولیکو. خو هغه رتبي شمېرې چې په (یم) ختمیږي په حروفو او عددونو دواړو لیکل یې ستونزه نه لري. موږ  ۷۲ یم/ دوه اویایم، ۸۳ یم/ دري اتیایم، ۹۴ یم او څلور نويیم… لیکلی شو.

درېیم: تر سلو پورته شمېرو کې هم د عادي شمېرو یادې شوې قاعدې یوازې (م) او (یم) په زیاتولو سره مراعاتیږي.

ج: کسري شمېرې:

 کسري شمېرې باید تر ډېره په ریاضیکي بڼه ولیکل شي، ځکه چې که په حروفو ولیکل شي په مانا کې بدلون راولي. مثلا: پیسې مې یو پر دوه شوې. که په ریاضیکي بڼه ولیکل شي، مانا یې دا ده چې پیسې مې نیمې شوې او که په حروفو ولیکل شي مانا یې دا ده چې پیسې مې دوه چنده شوې. دلته د ( په) او ( پر) بحث شته، خو ډېری پښتانه ددغو دوو سربلونو توپیر نه کوي. نو ښه ده چې کسري شمېرې په ریاضیکي بڼه ولیکل شي.

د: اعشاریه شمېرې:

په متن کې ټول اعشاريه شمېرې باید په شمېرو او د اعشاريې په علامې سره ولیکل شي. مثلا: (۳.۳)، ( ۲.۷)، (۷.۱۱)، (۱۱.۹)، (۵۵.۷۳)، (۱۰۰.۶)… پکار ده چې په متن کې اعشاریه شمېرې په قوس کې ولیکل شي.

“یوازې ( اعشاریه پنځه) عددونه په حروفو لیکلی شو. مثلا (۱.۵)/ یو نیم، (۵.۵) پنځه نیم، (۷.۵) اوه نیم…” (۵: ۹۴)

ﻫ: سلنه یا فیصدي:

په سلنه او فیصدي هم د عادي عددونو قاعده د عملي کېدو وړ ده:

لومړی: له ( ۱-۹ ) سلنه په حروفو لیکو.  ( یو سلنه، دوه سلنه، درې سلنه، څلور سلنه، پنځه سلنه، شپږ سلنه، اووه سلنه، اته سلنه، نهه سلنه)

دویم:  له (۱۰- ۱۰۰ ) سلنه په حروفو او شمېرو دواړو لیکلی شو. مثلا: ۱۱ سلنه، ۳۱ سلنه، ۴۲ سلنه… همداسې پنځوس سلنه، اویا سلنه، دېرش سلنه، شل سلنه…

پایله:

که په متن کې د شمېرو په لیکلو کې قاعدې او اصول مراعات شي، نو له لوستونکو سره مرسته کوي چې متن په اسانه ولولي. که مراعات نه شي، لوستونکی له ستونزو سره مخ کیږي او کله د متن لوستل ډېر وخت اخلي. له بله اړخه که په متن کې قواعد نه وي مراعات شوي، نو ځينې شمېرې او حروف سره ګډیږي. په دې برخه کې د اصولو مراعاتول مرسته کوي چې شمېرې په کره او سم ډول ولېږدول شي او تېروتنه پکې ونه شي. دغه راز د دغو اصولو مراعاتول زموږ سره مرسته کوي چې په دې بوخته نړۍ کې مو په لوستلو او لیکلو کې کم وخت ضایع شي. اوس په پښتو متونو کې د شمېرو د لیکلو لپاره یو واضح لارښود وړاندی شوی دی چې پکار ده چې پرې عمل وشي.

ماخذونه:

۱-  ټایلور، ګارډن. 2017.(The students writing guide) . نیویارک: Cambridge university press

۲- ذوالفقاري، حسن. ۱۳۹۴. الگوهای غیر‌ معیار در زبان مطبوعات. تهران: انشارات خاور

۳- زیار، مجاور، 1387. لیکلارښود. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه

۴- کلوز، بابرا فاین. ۲۰۱۴.  (The student’s writers). نیویار: Mc Graw Hill

۵- کیلي، کورټس، 2009 (writing from within) . نیویارک: Cambridge university press

۶- محمدی، عباس. 1392. درست نویسي. تهران: انتشارات امیریان

۷- نذیز، سهار. ۱۳۹۵، ټلویزیوني خبریالي. کابل: اکسوس خپرندویه ټولنه

(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.