The news is by your side.

انسان، ارواپوهنه او ورزش

پوهنمل سید اصغر هاشمي

0

ارواپوهنه نوی علم دی. په تخصصـي ډول په معاصره دوره کې یې پرمختګ وکړ. په لومړیو وختونو کې فلسفه د علومو د مور په ډول مطالعه کېده او ارواپوهنه یې د نورو علومو په ډول یوه برخه وه، چې ښې بېلګې یې د «اپلاتون ـ plato » په لاس د «سوکرات ـ Socrate » د مکالمو په لیکنو کې دي چې د ارواپوهنې له اړخه شننې ته اړتیا لري، له ده وروسته د اپلاتون «جمهوریت» او د «ارستوـAristotole» «نیکوماخوس» اثار ارواپوهنیزې خبرې لري.  پوښتنه دا پیدا کېږي چې ارواپوهنه معاصرې او مودرنیتي دورې کې د یو اساسي علم په ډول د مطالعې برخه وګرځېده، نو بیا ولې د ډېرو هغو پوهانو په ویناوو کې داسې ارواپوهنیز نظریات پیدا کېږي چې ډېر وروسته د یو علم په ډول منځ ته راغلي دي؟ د بېلګې په ډول د پښتو ادبیاتو خوشحال د ماشوم د ذهن د پاکوالي خبره کوي چې په سلګونو کلونو وروسته د سپني لوحې نظریه ثابتېږي او یا په دستارنامه کې سترنج، غشی ویشتل، لامبو کول او یا هم ځينې نورې داسې خبرې شته چې د سپورت ارواپوهنې په اړه خبرې لري چې په سلګونو کلونو مخکې ویل شوي دي.  د دې خبرو لوی لامل دا کېدای شي چې ارواپوهنه په ځانګړي ډول د انساني کړو وړو څخه بحث کوي او د هر ډول نظريي خاوند انسان وي، نو د تاریخي پس منظر له مخې د بېلابېلو پوهانو په نظریاتو کې ډېرې داسې خبرې شته چې په غیر ارادي ډول یې ویلي دي او نن د معاصري ارواپوهنې نظریات دي.

د انسان او ارواپوهنې له دې اړیکو پرته ورزش هم په مسلکي ډول په معاصر وخت کې د پیاوړتیا مرحلې ته رسېدلی دی، خو په غیر مسلکي او تخصصي ډول موجود وو.

په حماسو او اسطورو کې د نړۍ د لومړني انسان «کیومرث ـ Keyumars» یادونه د یو پهلوان په ډول کېږي او یا هم د «خضـر» یادونه چې مرګ نه لري او د تلپاتې ژوندون څښتن دی، چې په انګریزي ادبیاتو کې «سوپر مین ـSuper man» او په پارسي ـ دري ادبیاتو کې د «انسان کامل ـ Al-Insān al-Kāmil» یادونه چې کېږي، په فزیکي او رواني لحاظ داسې پیاوړي انسانان دي چې ساری یې نه لیدل کېږي او له نورو انسانانو څخه د فزیکي او معنوي قوت له مخې توپير لري.

د سومریانو په لومړنۍ حماسې کې «ګلګمېش» او «انکېدو» عادي انسانان نه دي، له دوی هر یو سره په لسګونو کسان زور ازمايي نه شي کولای او یا د پښتو ادبیاتو د لومړني شاعر په اړه ویل کېږي چې د سلو کسانو سره جنګېده، د دومره ډېرو کسانو سره مقابله او مجادله کول، فزیکي او رواني قوت ته اړتیا لري چې په زرګونو کلونو مخکې په لسګونو داسې بېلګې په علومو کې لیدل کېږي. انسان، ارواپوهنه او ورزش د مثلث هغه درې اړخونه دي چې د تاریخ په اوږدو کې یو له بل سره اړیکې لري.

ورزش او وراثت

جسماني او رواني قوت کله ـ کله په وراثت کې انسان ته پاتې کېږي. ډېر څه موږ له کورنیو تر لاسه کوو او ډېر څه د کورنیو په سبب له لاسه ورکوو. ډېر بې اختیاره انسانان مې ولیدل چې ډېر څه ورته له وراثت څخه پاتې دي او د دوی له غوښتنې پرته پرې خرابې ځانګړنې تپل شوي دي. د سپورت په نړۍ کې د لویو ورزشکارانو د ذکاوت معلومولو لپاره د دوی ژینیټیک تر څېړنې لاندې نیول کېږي او دې پایلې ته رسېږي چې دوی ته د سپورت دغه قدرت له کورنیو څخه پاتې دی. څه وخت مخکې د نړۍ د مشهورو لوبغاړو «لیونل مسي ـ Lionel Messi » او «کریستیانو رونالدو ـ Cristiano Ronaldo » په اړه مې یو راپور ولوست چې د دوی د ورزش په پرمختګونو کې یې ژینیټیک مهم رول درلود. د نړۍ د مشهور بوکسـر «محمد علي ـ Muhammad Ali » لور«لیلا علي ـ Laila Ali » چې د نړۍ اتلولي یې تر لاسه کړې، ښه بېلګه ده.
د اریانا په مشهورې حماسې شاهنامه کې د رستم او سهراب داستان هم په دې دلالت کوي چې دوه اړخیزه پیاوړتیا له کورنیو سره اړیکه لري او په لسګونو داسې نورې بېلګې هم شته.

ورزش او فزیکي قوت

د ورزش په وسیله غړي پیاوړي کېږي او د ورزشکار او عادي انسان توپیر پرې کېدای شي. پارسي ـ دري کې وايي: «عقل سلیم در بدن سالم» د سالم بدن څخه موخه یوازې هغه بدن نه دی چې د ورزش په وسیله جوړ شوی وي، ډېر داسې خلک شته چې ورزش نه کوي، خو د ښه صحت څخه برخمن وي. د انسان ټول بدن یو له بل سره اړیکې لري، د یوې عضوې په پیاوړتیا سره نورو عضوو ته ګټه رسېږي او د بلې عضوې په کمزورتیا نورو عضوو ته زیان رسېږي. د پیاوړي فکر لپاره پیاوړي بدن ته اړتیا وي، داسې استثنات شته چې فکر دې پیاوړی نه وي، خو بدن دې پیاوړی وي او یا بدن یې پیاوړی نه وي، خو فکر دې پیاوړی وي. خو کله چې د ورزش په وسیله فزیکي قوت پیاوړی شي، د انسان داخلي نظام منظمېږي، د وینې حرکت، زیاتوالی او کموالی، د هډوکو قوت او کمزورتیا او داسې نور له ورزش سره اړیکه لري.

ورزش، روان، عمر او فکر

ورزش روان پیاوړی کوي، په المپیک کې هغه مملکت کولای شي چې د سرو زرو ډېر مډالونه واخلي چې ورزشکاران یې د جسماني ځواکمنتیا پرته په رواني ډول پیاوړي وي. جرمني په لومړیو کې د المپيک څخه د سرو زرو ډېر کم مډالونه ګټل، خو چې کله یې د ورزشکارانو رواني اړخ ته پاملرنه وکړه، په المپیک کې یې ډېر مډالونه وګټل. په اوسط ډول د هغه ملکونو د خلکو عمرونه د هغو ملکونو څخه ډېر دي چې ورزش کوي.

ورزش فکر او پوهنې ته هم ګټه لري. یوه ورځ مې یاران ویبپاڼه کې په زړه پورې لیکنه ولوسته، یو رسنوال د نړۍ له شپږو بریالیو کسانو سره خبرې کړې وې او د هغوی له خبرو یې نهو هغو ویناوې لیکلې وې چې تر منځ یې ګډون لاره، له هغو نهو ګډو ځانګړنو یې یوه ځانګړنه هره ورځ ورزش کول وو.

د ورزش رواني درملنه

ډېر ډاکتران مریضانو ته د ورزش کولو لارښوونه کوي. د سټرس، اضطراب او د خوب کموالي لپاره ورزش مهم دی. که چېرې یو ورزشکار له سیالۍ مخکې له سترس او اضطراب سره مخامخ شي، نو د کامیابي تر لاسه کول به یې ستونزمن وي. د ورزشکار لپاره منظم خوب اړین دی.

ورزش او مثبت فکر

د سپورت ارواپوهنه دا لارښوونه کوي چې ورزشکار باید مثبت فکر ولري. مثبت فکر د سیګنالونو په ډول د جذب قوه لري. هر ښه فکر خپل ارزښت او قیمت لري، هر خراب فکر زیان او تاوان لري. فکر د جذبولو له قانون څخه تر لاسه کېږي، دا قانون د نړۍ تر ټولو پیاوړی قانون دی. د بهرنیو حسونو په وسیله له ټولنې سره اړیکه پیدا کېږي، دغه حسونه له فکر سره مرسته کوي او د جذب قانون سرته رسېږي. د جذب په قانون کې هر شی خپل همجنس شی جذبوي، هر مثبت فکر مثبت فکر جذبوي او منفي فکر منفي فکر جذبوي.

جلال اباد،۱۹جوزا ۱۳۹۹

(Visited 26 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.