The news is by your side.

دغه (۷) مهمې خبرې باید له واده مخکې په نظر کې ونیسئ

0

۱. که چیرې تاسو د مقابل کس سره واقعین هم مینه لرئ، او په دې باور لرئ چې د هغه کس په شتون کې به د خوښئ احساس وکړئ نو بیا ورسره واده وکړئ، خو که چیرې مقابل کس سره یوازې د ضرورت لپاره واده کول غواړئ، یا مقابل کس ستاسو لپاره یوازې یو ضرورت دی، نو په دې دلیل ورسره بیا واده مه کوئ.

۲. که چیرې تاسو باندې د کورنۍ، ملګرو او یا د ټولنې فشار وي، چې باید واده وکړئ، نو په دې دلیل سره هیڅکله واده مه کوئ. ځکه ددې زیات امکان شته چې په یوې ناسمې اړیکې کې ښکیل شئ، واده هغه وخت وکړئ، کله چې له مقابل کس سره واقعین هم مینه ولرئ، تر څو یو خوښ ژوند ولرئ.

۳. که چیرې تاسو مقابل کس سره په دې خاطر واده کوئ، چې هغه بهترین کس دی چې باید شریک ژوند ورسره تیر کړئ، نو دا ستاسو لویه تیروتنه ده. ځکه تاسو باید دا حقیقت ومنئ، چې په دې نړۍ کې هیڅوک بهترین او پوره نه دی، هر څوک نیګړتیاوې لري او هر څوک تیروتنې کوي.

۴. که چیرې تاسو له بل کس سره مینه لرئ، او د ځینو مشکلاتو له امله مو اړیکه سره پرې شوي وي، نو تر هغې پورې واده مه کوئ، تر څو چې مخکینی کس له ذهن ونه باسئ.

۵. یو چاسره په دې دلیل واده مه کوئ، چې کورنۍ یا ملګري مو د هغه کس په اړه ښه نظرونه ورکوي یا وایي چې دا کس فوق العاده دی. بلکې واده له هغه چاسره وکړئ، چې ستا د خوښې وړ وي او شتون یې ستا د خوښۍ سبب کیدای شي.

۶. تاسو باید واده له هغه کس سره وکړئ، چې د ژوند تر پایه ورسره اوسیدل غواړئ؛ که څه هم فزیکي بڼه، څیره او ښکلا مهم څه دي، خو دا هم باوري کړئ چې ته او مقابل کس څومره شریک ارزښتونه لرئ.

نظریات مو د ټولنې او ژوند په اړه سره څومره نژدې دي. که تاسو داسې چاسره د واده پریکړه وکړئ، چې هیڅ شریک ارزښتونه او باورونه ونه لرئ او یوازې مو د یو بل څيرې خوښې وي، نو ممکن په راتلونکې کې ستاسو اړیکه زیانمنه شي او د طلاق سبب شي.

(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.