The news is by your side.

روحي ژور خفګان یا (ډپریشن)/ عالیه راوی اکبر

0

 عموماً یو جدي صحي ناروغي ده، چې په انسان کې د دوامداره ژورخفګان باعث ګرځي. د انسان په افکارو، د عواطفو په څرنګوالي او عمل باندې منفي اغیزې کوي. انسان د ډیر خفګان له کبله د غمجنتوب احساس کوي او هغه مینه یا علاقه له لاسه ورکوي، چې پخوا یې له یو شی سره درلوده. دا ناروغي د روحي (رواني) او جسمي ستونزو باعث کیږي او د انسان په روزمره کار او روزګار باندې هم منفي اغیزه کوي.

د عادي، متوسط او شدید خفګان نښې نښانې په لاندې ډول دي:

د خفګان احساس، له پخوانیو شیانو سره خپله علاقه له له لاسه ورکول د دی ناروغۍ مثالونه دي.

وزن زیادیدل او یا کمیدل، ډیر خوب یا کم خوب کول، په اشتها کې بدلون، انرژي له لاسه ورکول او ضعف لرل، ضعیفه حرکت یا خبرې، ځان ته ارزش نه ورکول، د ګناه احساس کول، په فکري ځان بساینه او د تصمیم په نیولو کې مشکلات لرل او د ځان وژنې فکر کول. له دی سره سره ژورخفګان، غیر نارمل فعالیت او د جاغور تکلیف پیدا کېدل هم شامل دي.

په ټوله کې دا مرض په کال کې یو ځل د پڼځلسو کسانو تر منځ په یوه کس باندې راځي. د عمر په اوږدو کې یو له شپږو کسانو څخه پرې اخته کیږي. دپریشن هر وخت پیدا کیږي، مګرد ځوانۍ په آخري کلونو او د شلو کلونو کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي. په ښځو کې تر نارینو دا ناروغۍ ډیره ده، د ځان وژنې فکر ته په کتو دا ناروغي یو په درې په ښځو کې زیاته ده، چې تل د ژور خفګان باعث ګرځي.

 ژور خفګان یوه ماتم (سوګ) سره فرق  لري، ماتم یوه لنډه خو خاص یوه طبیعي دوره لري، چې  وروسته د یوې موده عادي حالت غوره کوي. کله چی انسان د ناخوالو له امله غمجن وي او ځان ډېر مایوسه او خپه ګڼي، نو دا کار نېغ په نېغه د انسان د کار او فعالیتونو د مخنیوي تر څنګ په هغه کې یو ډول بې وسي رامنځته کوي.

د ماتم په وخت کې د روحي درد احساس، لکه د بحر څپې ځی او راځی، چی د نارمال یا خوشحاله خاطرو سره ګډ وي. په ماتم کې تر ډېره په نفس اتکاء ساتلی وي او برعکس په دپریشن کې د بې ارزښتۍ او له ځان څخه د نفرت احساس موجود وي.

ځينې خلک د خپل دوست په مړینه ژور خفګان اخلي او ځينې نور بیا کار له لاسه ورکوي، یعنې له یو ډول جسمي شکنجې سره مخ وي، یا د لومړي ځل لپاره یې دا ډول درد لېدلای وي، چې په دې صورت کې له ژور خفګان سره مخ کېږي.   ځيني وخت ماتم هم دوامداره وي، چې په ژور خفګان بدلېږي.

   انسانان ولئ د دا ډول خفګان ښکار کېږي؟

–  د دی ناروغۍ یو لامل په مغزو کې د کیمیاوي موادو زیاتېدل او یا کمېدل په ګوته شوي دي.

– ډېر کله دا ناروغي میراثي وي، د غبرګونو زېږېدونکو کسانو تر منځ، چې یو یې په دې ناروغۍ اخته وي د بل د اخته کېدو ۷۰٪ چانس موجود وي.

– ډېر هغه ځوانان، چې په خپل نفس تکیه نه لري او ډېر ژر د فشار تر اغېزو لاندې راځي، نو په روحي مایوسي باندې اخته کېږي.

– ځېنې نور یې بیا هر وخت منفي ګرا وي او په ژوند کې ټولو پدېدو ته له منفي اړخه ګوري، نو دا کسان ډېر ژر په دې ناروغۍ اخته کېږي.

– ډېری هغه کسان، چې په چاپېریال کې د ځېنو پېښو تر تاثېر لاندې ژوند کوي، لکه تاوتریخوالی او نور ټولنېز مصیبتونه، نو هغه کسان دا ډول ناروغي تجربه کوي.

– د توجه نه لیرې اوسیدل، غربت کې ژوند کول، د غلطې ګټې ښکار کېدل او د ظلم لیدل، چې د حساسېت او کمزورتېا باعث ګرځي او ورته نور هغه څه دي، چې په انسان کې د ژور خفګان باعث ګرځي.

ژورخفګان په اکثرو عصبي او روحي ناروغانو کې د تداوي وړ ده، چی ۸۰ څخه تر ۹۰ فیصده یې ښه نتیجه ښودلې شوې ده.

د ژور خفګان د درملنې لپاره، جسمي او روحي معاینات لازم دي، ترڅو دا ناروغي د بل کوم جسمي ناروغي باعث نه شي، لکه جاغور مرض، عصبي کمزورتیا . د دی ډول ناروغۍ د تشخیص لپاره کلتوري او محیطي شرایط څیړل کیږي.

د دی ناروغي درملنه:

هغه ژور خفګان، چې د مغز د کیمیاوی تعاملاتو نه رامنځ شوی وي په دارو درمل کیږي، چی د مغز کیمیاوي تعاملات منظم او کنترولوي. دا دارو د درد مسکن نه دي، اعتیاد نه لري، محرک یا مهیج نه دي او داسی کار کوي، چې په څو هفتو کي یې اثر معلومیږي او څو میاشتو کې نتیجه ورکوي. ژورخفګان  کموالي ته، او که نتیجه یی ورنکړه دارو بدلیږی او یا نور دارو ور اضافه کیږي. په ځينې شرایطو کې  هغه دوا نه استفاده کیږي، چې روحیه بدله کړي. د ډاکترانو توصیه ده، چي مریضان اقلاً شپږ میاشتې له دوامداره دارو څخه ګټه پورته کړي. ترڅو دی ناروغۍ ته د پای ټکی پېدا کړي.

دوامداره تداوی باید حفظ شي، تر څو په راتلونکي کې د ژور خفګان مخه ونیول شي.

د خفګان په متوسط او شدید حالت کې، باید د خبرو کولو له لارې، له یو تخصص لرونکي کس څخه مشوره واخېستل شي. بله لار یې رهنمایي اخیستل دي، دا رهنما د دی لپاره وي، چې څه ډول خپل فکر او عادتونه بدل کړي. رواني درملنه یې د فامیل یا ملګری یا د ژوند له شریک سره اختلاط او خبری دي.

ګروپي درملنه یې په داسې حالت کې امکان لري، چې د هغو کسانو سره وي، چې عین دا مشکل ولري تر څو دوي ورسره د خپل ژوند تجربې شریکې کړي. معمولا دا درملنه په څو هفتو کې اغیز کوي او په ځينو شرایطو کې زیات وخت په بر کې نیسي.

په درنښت

(Visited 155 times, 10 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.