The news is by your side.

روشنگري یا فکري بلوغ/ خالد تکل

0

مخکې تر دې چې د روشنګرۍ یا روښان فکرۍ په هکله بحث پیل کړم، غوره ده چې له دغه ترکیبي نوم څخه په جوړو شویو او په ټولنه کې عامو کلیمو ته هم اشاره وکړو. هغه ډېر روشنفکره ځوان دی. ملالۍ جویا یوه ازاد خیاله وکیل وه. اروپا یوه ازاده ټولنه ده. پلانکی ډېر دیموکرات فکر لري.

دا هغه جملې دي چې تاسې به هرومرو اورېدلې یا لوستلې وي، خو ایا فکر مو کړی چې روشنفکر څه معنا؟ ازاد خیاله یعنې څنګه؟ دودپالی یعنې څه ډول او دیموکرات یعنې څوک؟

روشنفکره هغه څوک دی چې د ټولنې بدلونونو ته له نوي دیده او زاويې ګوري، په ټولنه کې تحولات وزغمي او سازش ورسره وکړي. روشنفکر هغه چا ته ویلی شو چې د دودپالنې او سنت پالنې پرځای په عقل باورۍ او د عقل حکم ته ارزښت  ورکړي.
روشنفکر هغه څوک دی چې له مسایلو سره سطحي چلند نه کوي. یا روشنفکر هغه څوک دی د معاصرې نړۍ له غوښتنو سره معقول چلند کوي. روشنفکري ښايي د هر چا له لیدلوري خپل تعریف ولري او هر څوک ورته خپل تعریف ولري، خو د روشنفکرۍ اساس او بنسټ فکري، عقیدتي او ښاروندي ازادي ده.

روشنګري څه ته وايي؟ لومړی ځل چېرته او ولې پیل شوه او ټولنې ته يې محصول څه وو؟

روشنګري یو فکري او فلسفي غورځنګ، حرکت یا جنبیش دی چې په ۱۶۵۰ میلادي کال پیل او تر ۱۷۸۹ کاله پورې يې په ټولنه کې اغېزناک رول ولوباوه. دغه غورځنګ په انګلستان کې پیل او په فرانسه کې يې د اوج مرحلې طی کړي دي.  دیني دیدرو، ولټر، ژان ژاک روسو، امانویل کانت، شارل دومینتسکو او فرانسوا دیساد د دغه غورځنګ سرلاري وو.

دا غورځنګ ولې پیل شو؟ د پیل لاملونه يې څه وو؟ او څنګه يې رشد وکړ؟ د اوولسمې پېړۍ له لومړۍ نیمايي مخکې په اورپا کې د انسان د ټولنیز ژوند واک، اختیار او د ژوند ټولې سمبالونکې چارې د پاپانو، سلطنتي پاچاهانو او کاتولیکي کلیسه یا کلیساګانو په اختیار کې وې.

انسان هېڅ فردي ازادي نه لرله او نه يې کولای شوای چې د خپل عقل پر بنسټ پرېکړې وکړي. د دغه وخت یوه مشهوره بېلګه د نامتو فزیک پوه ګالیله اعدام و چې ده د ځمکې په کره يي والي عقیده درلوده، ځمکه يې ثابته نه ګڼله او ویل يې د لمر پر مدار څرخي؛ خو کلیسا دا بغاوت وګاڼه او بلاخره کلیسا نوموړی په اعدام محکوم کړ.

دلته یوه یادونه مهمه ده چې لوستونکي باید ورته ځیر شي، زموږ د بحث اصلي موضوع روشنګري ده، ښايي تاسې فکر وکړئ چې رنسانس یعنی کوم پړاو؟ رنسانس په ۱۳۰۰ میلادي کې په ایټالیا کې پیل شو او په روشنګرۍ پای شو، نو رنسانس چې په اروپا کې يې یو علمي انقلاب رامنځته کړ، هغه یو جلا بحث او څېړنې ته اړتیا لري، خو باید ووایو چې د رنسانس دورې د روشنګرۍ لپاره بسترسازي وکړه او که رنسانس نه وای، نو روشنګري، خو به بېخي نه وه.

د کلیساګانو او پاپانو پرضد تر روشنګرۍ له مخه په رنسانس دوره کې یوه فکري او فلسفي مبارزه پیل شوې وه چې په اروپا کې پراخ بدلون راوست. امانویل کانت د روشنګرۍ سرلاری ګڼل کېږي، ویل کېږي چې دی د نقد د فلسفي بنسټګر دی او په لومړي ځل يې عقل باورۍ یا د عقل حکم معتبر وګاڼه. د کانت په وینا د انسان عقل دی، چې موږ ته اخلاقي قوانین راښيي. د کانت له دیده د روشنګرۍ تعریف: روشنګري له فکري نابالغۍ وتل دي او د فکري بلوغ لپاره عقیدتي، فکري او ښاروندي ازادي مهم ارزښتونه دي.

 کانت د روشنګرۍ بنسټ په ازادۍ کې ګوري او په دې باور دی چې ټولنیزه ازادي د روشنګرۍ د ودې لپاره داسې ده لکه د تږې د ژوند بقا لپاره چې اوبه دي.  د روشنګرۍ د جنبش په پیل سره عقل باوري زیاته شوه، انسان له کلیسا او روحانیونو پرته وکولای شول چې د خپل عقل او منطق پر اساس پېښې توپير او د ژوند چارې سمبال کړي.

روشنګرانو د انسان د مدني ژوند لپاره مبارزه وکړه او د لوړ مدني ژوند لپاره يې د اصولو په ټاکلو ځینې ارزښتونه ایجاد کړل. دیموکراسي، بشري حقوق، د ازادۍ غوښتنې جنبشونه، ازاد بازار، اصلاح غوښتنه (ریفورم) او ټاکنې د دغه فکري جنبش د عمده لاسته راوړنې یا محصول ګڼلی شو.  یوه خبره چې زه يې دلته د ټینګار او تاکید په توګه یادونه اړینه بولم، هغه دا ده چې موږ باید له روشنګرۍ داسې برداشت وا نه اخلو چې ګوندې روشنګري د دین یا مذهب نفي کول دي یا هم د دین پر خلاف عمل دی. روشنګري اصلاً د قضاوت یا ارزونې وړتیا پیدا کول دي.
مخکې تر دې چې په ټولنه کې د روشنګرانو په ځانګړنو تم شم، زما نظر دا دی چې روشنګري باید تر ډېره په لوستي او نالوستي قشر یا په ځوان، زاړه او پاخه منګ خلکو په معیار ونه تلو، ځکه موږ چې تر ډېره یوه دودپاله ټولنه یو، داسې بېلګې به مو حتمن لیدلي وي چې ان ډېر لوستي خلک ډېر تنګ نظري او سنتي وي. د بېلګې په توګه یو لوستی کس خپله لور ښوونځي/پوهنتون ته نه لېږي، مګر یو نالوستی، خو ګرځېدلی یا له بلې ټولنې متاثره شوی کس به خپلې مېرمنې ته د دندې اجازه ورکوي. په دغه بېلګه کې ګورو چې سواد د روشنګرۍ لپاره معیار نه شو ګڼلی.

دا چې په ټولنه کې روشنګر، روښانفکر یا فکري بالغ څوک دی او کومې ځانګړنې لري، لږ تر لږه یو څو ځانګړنې يې دلته ذکر کوم:

 ۱ –   د عقل او احساساتو ترمنځ انډول ساتي: موخه دا نه ده چې احساسات او عواطفو ته په کمه سترګه ګوري، بلکې له هر یو يې په مناسب ځای کې کار اخلي. پوه او باثباته خلک دا ځانګړنه لري چې کوم ځای له احساساتو او چېرته د عقل خبره میره وګڼي.

۲ـ فکري بالغ انسان د وخت په مدیریت کولو کې تر نورو  ډېر استعداد لري. په پراخ فکری او د قوي فکر خاوند د کارونو لپاره بهانې نه لټوي، بلکې د لا پرمختګ او چټک پرمختګ په هڅه کې وي.

۳-   روشنګر انسان په ټولنه کې پېښېدونکي بدلونونه زغمي او سازش ورسره کوي، خو لنډ او تنبل انسان بیا راحت طلبی وي او هر څه په خوله کې غواړي.

۴-  ځینې انسانان په ژوند کې له ستونزو او ننګونو ډار لري او همدا ډار يې د ګوښيتوب او وروسته پاتې والي لامل شي، مګر په جسمي او فکري لحاظ بالغ انسانان وېره او ډار په اقدام وژني.

۵-  روشنفکران له تېروتنو درس اخلي. دغه ډول انسان خپلې نیمګړتیاوې او تېروتنې له خلکو نه پټوي، بلکې له ماتو ، تېروتنو  او نیمګړتیاو څخه د بریا لپاره درس اخلي.

۶-  روشنفکره خلک معمولاً منونکې وي، دوی د نورو پرمختګ ته خوشالېږي او هېڅ وخت له چا سره کینه نه ساتي.

۷- لومړیتوبونو ته په کتو پرېکړې کوي.

۸ـ روشنفکران نمایشي او لباسي ژوند نه کوي، بلکې دوی تل د رښتیني ژوند په هڅه او د مهارتونو په زده کولو پسې مزل کوي.

د دې لیکنې په پای کې غواړم په افغانستان کې د روښانفکرۍ د تاریخ په اړه خپل نظر څرګند کړم، زه پر دې بحث نه کوم چې روشنګري په افغانستان کې څه وخت پیل شوه یا يې څرکونه په کومو دورو کې لیدل شوي دي. په افغانستان کې د روشنګرۍ تاریخ ته کتنه یو ژور تحقیق غواړي؛ ترڅو دا ثابته شي چې د نظر اختلاف څنګه په یوه دوره ورټول شي، ځینې د امیر شېر علي خان د وخت اصلاحات د روشنګرۍ پیل بولي، ځینې نور د حبیب الله خان د وخت عصري ښوونځي او مطبوعات او ځینې خو ان د پیر روښان سیاسي او مذهبي مبارزه د روشنګرۍ پیلامې بولي، خو دا موضوع یو جلا او هر اړخیز تحقیق ته اړتیا لري.

زما په اند په افغانستان کې څه ډول چې اړتیا وه او ده د روشنګرۍ جنبش یا دا فکري جریان نه پیل او نه پلی شوی دی، ترڅنګ يې روشنګرۍ فکري مسیر ته تغییر نه دی ورکړی، بلکې دا تغییرات له ټکر سره مخ شوي او خنثا شوي دي.

روشنګري چې په افغانستان کې يې غازي امان الله خان وده ورکونکی او معراج ته رسونکی شخص ګڼلی شو، د یو سنت په توګه په دې ټولنه کې پاتې نه شوه او څه ډول يې چې په غرب کې وده وکړه، په افغانستان کې که څه هم پیل خورا ښه و، خو  پر وړاندې ننګونې او بغاوتونه پیل شول.

د نه رشد یو لامل يې دا هم دی چې په منظم او سلسله وار ډول دا فکري جریان حاکم نه و، کله به پیل او کله به پرې شو، ترڅنګ يې د فعالیت او مبارزې ساحه افغانستان شموله نه ده، په ښارونو کې د روشنګرۍ تحولات محسوس وو، خو په کلیو او بانډو کې بیا د دې فکر سره ان هېڅوک اشنا نه وو.

د امانویل کانت په باور روشنګري  دا مانا چې د خپلې خبرې په کولو کې زړه ور اوسه، خو په افغانستان کې استبداد او فکري ازادي دومره محدوده وه چې د حکومت پر ضد خبره د مرګ په بیه تمامېدله.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته د فکري ازادۍ او فردي غوښتنو ازادي حاکمه شوه او د رسنیو، ټولنیزو انټرنیتي شبکو په مرسته خو اوس بېخي زیاته ده او هر شخص کولای شي، د فېسبوک او ټویټر له لارې خپل نظر او فکري محصول له خلکو سره شریک کړي، خو ستونزه دا ده چې افغان حکومت د فکري ازادۍ لپاره د حدودو کوم میکانیزم نه لري، چې دا د یو جدي ستونزې په توګه منلی شو.

په پای کې زما وړاندیز دا دی چې په افغانستان کې هغه دولتي او نادولتي ادارې چې د نسلونو د روزنې او د ټولنې د هر قشر د فکري سطحي د لوړولو او پراخولو مسوولیت لري، د روشنګرۍ د ودې او بنسټي کولو لپاره اوږدمهاله تګلارې جوړې کړي او خلک دې ته وهڅوي چې له تحولاتو سره څه ډول چلند وکړي. د عقل حکم ته ارزښت ورکول، خلکو ته د فکر کولو زمینه برابرول او نور، دا مسوولیت تر ډېره د پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعاتو او فرهنګ او حج او اوقافو وزارتونو او د افغانستان د علومو اکاډمي ته راجع کېږي.

(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.