The news is by your side.

نارسيزيم / محمد ياسین اديب

0

د نارسيزم اصطلاح په ارواپوهنه کې د لومړي ځل لپاره د زيګموند فرويد  لخوا په اتلسمه پېړۍ کې وکارول شوه. د دې کليمې ریښه له لرغوني یونان سره تړاو لري. هغه داسې چې په لرغوني يونان کې د (نارسيوس) په نامه يو ښکلی ځوان و، ده خپلې څېرې ته دقيق نه و کتلي، یوه ورځ په لاره روان و، چې خپله څېره يې په اوبو کې وليده؛ نو پر ځان دومره ميين شو چې بل څوک يې نه ليدل او د ځان په مينه کې تل غرق و، د همدې مينې له کبله په ډېر خفګان اخته شو او د همدې خفګان له امله ومړ. وروسته په ادبياتو او ارواپوهنه کې دې ناروغۍ ته نارسیزم او په دې ناروغۍ اخته انسان ته نارسیست وويل شو.

د ارواپوهانو په اند دا يوه اروايي ناروغي ده، چې انسان له ځان سره د بې حدې مينې په پايله کې پرې اخته کيږي. په دې ناروغۍ اخته کسان تل ځانونه ګوري او په نورو باندې نظر هم نه کوي.

ځينې وايي چې له ځان سره مينه کول فطري ده، دا خبره هم تريوه بريد سمه بريښي؛ خو کله چې دغه مينه له حده واوښتله؛ نو په ناروغۍ اوړي. کټ مټ د خفګان په شان. هر انسان خفه کيږي، خو ځينې پکې افراط کوي، چې د وخت په تېرېدو سره په ژور خپګان، چې يوه اروايي ناروغي ده، اخته کيږي، چې په نړۍ کې بې‌شمېره انسانان د همدې ناروغۍ له امله د مرګ په بستر څملي.

لکه څنګه چې مو وويل، په دې ناروغۍ اخته کس ته (نارسیست) وايي. نارسیستان تل د ځان په خيال کې وي او تل غواړي چې هرڅه د دوی وي او نورو ته ښه نظر نه کوي. ارواپوهان وايي چې انسان د خپل قدر د پوهېدو او پرمختګ لپاره بايد له نورمال نارسیزم څخه برخمن وي. يعنی دومره په ځان ميين نه وي چې نورو انسانانو ته په هیڅ سترګه وګوري؛ نو بايد منځلاری واوسي.

د نارسیيزم په ادبياتو کې ډېر لیدل کېږي، د کوزې پښتونخوا خلک په ادبياتو کې ورته (نرګسیت) وايي. نارسیست شاعران هم ډېر دي، چې ټول شعرونه يې د نرګیسیت رنګ لري، چې هرکله د دوی شاعري ولولئ، نو د هر بیت او د هرې مسرې شاته به شاعر ناست وي. او ټوله شاعري به يې د ځان په اړه کړي وي، لکه څنګه چې مې مخکې وويل نرګسیت بايد نورمال وي نه دومره زيات وي چې انسان اسمان په دبرو وولي او نه دومره پيکه وي، چې انسان د کمترۍ احساس وکړي او ځان ورته کم‌عقل ښکاره شي.

په دې ناروغۍ اخته کسان تل د ځان په اړه فکر کوي، دوی تل وايي چې په نړۍ کې يوازې موږ يو او هېڅوک موږ ته نه شي رسېدای.

دوی تل د قدرت تږي وي او تر خپل لاس لاندې انسانان تر خپل اغيز لاندې ساتي، خپلې خبرې په چل او فرېب باندې پر دوی مني، په هرکار کې له مکر او چل څخه کار اخلي خو دېری کسان په دې نه پوهېږي چې دوی نارسیست (په ځان مين) دي.

په دې ناروغي اخته کسان، کېدای شي په کورنۍ، ټولنه، يوه اداره او يا په نورو ځايونو کې وي، خو تل به دوی ځانونه له نورو لوړ ګڼي همدغه لوړ ګڼل د دوی د قدرت ټکي دي. که په کورنۍ کې وي دوی تل د کور هر څه د ځان  ګڼي او نور ورته هېڅ نه ښکاري او ټولو ته د نوکر خيال کوي.

په ټولنه کې هم دغه خلک تر سترګو کيږي. دوی هر ځای يوازې ځان ويني او هره غونډه کې بايد د دوی خبره واورېدل شي که نارسیست يوه خبره کوي بايد بل څوک د ده په خبره باندې بله خبره ونه کړي. يو نارسیست د خپل کار په چاپيريال او د دندو په ترسره کولو کې داسې مبالغه کوي، چې ته وا په ټوله نړۍ کې يوازې هغه د دې کار د ترسره کولو توان لري. تل غواړي چې د ټولنې قدرت په لاس کې ولري.  په دې ناروغۍ زياتره هغه مشران اخته وي، چې يوه مقام کې دي او څو کسان يې تر لاس لاندې دي. د مشري غوښتل او ځان غټ ښودنه د نارسیست له ځانګړنو څخه دی. دغه ځانګړنې د دې سبب کيږي، چې هغه ځان مهم وګڼي او له دې ځان ښودنې نه خوند واخلي.

نارسیست له خپلې ناکامۍ نه ډېر ډاريږي او له دې نه هم په وېره کې وي چې که زما خبره ونه منل شي؛ نو زه به د ټولو مخکې سپک شم او بيا به مې هغه قدر او قیمت نه وي.

نارسیستان دېر ځان ښوونکي دي، يوازې د شخصي ګټو له پاره له نورو سره اړيکه ټينګوي او په دروغ ويلو کې داسې مهارت لري، چې ظاهرا يو عادی انسان ته ورته وي او ډېر لږ کسان به وکولای شي د دوی کړنې وپېژنې. هغوی ښه لوبغاړې دي او په دې قادر دي چې لکه اوه رنګه مارانو غوندې ځان په اووه رقمه جوړ کړي.

نارسیست  داسې چارې ترسره کوي او داسې خبرې بيانوي، چې د عادي خلکو په فکر کې هېڅ نه ګرځي. له دې کبله يو نارسیست، د ټولې نړۍ خلک پرته له ځانه بې عقل او ليونی ګڼي. نارسیستان کولای شي ډېر خطرناک واواسي، ځکه چې د دوه ګوني شخصيت درلودونکي دي او کله چې اوضاع  د دوی له کنټروله ووځي دوی وحشي کيږي او خشونت ته لاس اچوي..

اخيرنيو تحولاتو ته په کتو او د يو ساده تحليل په پایله کې دې نتیجې ته رسيږو، چې په  زياتره هېوادونو کې قدرت د نارسيستو حاکمانو په لاس کې دی. دغه حاکمان تل د خپل قدرت د پایښت لپاره په هېڅ کار باندې صرفه نه کوي. کله چې يو نارسیست له چا سره ښکېل شي له دې ډاريږي چې حالت یې له کنتروله  ونه وځي نو داسې کارو ته لاس کوي، چې د عادي انسانانو له توانه وتلي دي

که دغه کسان له دې ناروغۍ نه ځانونه ونه ژغوري لکه څنګه مو چې وويل دغه کسان اړ دي چې د نورو لخوا ومنل شي او کله کوم شرايط چې دوی غواړي پوره نشي، دوی ته دېر زيان اړوي او په ژور خپګان باندې اخته کيږي. دوی بايد ارواپوهانو ته ولاړ شي او د هغوی د مشورو په پایله کې ځان له دې ناروغۍنه وژغوري.

(Visited 23 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.