The news is by your side.

پر موخو مو تمرکز وکړئ

0

څېړنو ثابته کړې چې موږ هره ورځ ۳۰ زره ځله له خپل ځان سره خبرې کوو. زموږ په ذهن کې تل مکالمه روانه وي. وایي، هره ورځ هغه وعدې له ځان سره تکرار کړئ چې خدای پاک درسره کړې دي. تر څنګ یې هغه څه چې تکراروی، تمرکز او فکر هم پرې وکړئ. کله چې تاسې دغه وعدې او موخې له ځان سره تکراروی او تمرکز پرې کوی، نو هغه ده چې په واقعیت هم بدلېږي. کله چې تاسې د یوڅه په اړه اندېښمن وی او پرله پسې مو منفي خبرې ذهن ته راځي، هغه ده چې ورځنی ژوند به مو هم تریخ وي.

 که تاسې هره ورځ د کور پر ستونزو، بې خرڅۍ او نورو دې ته ورته مسایلو فکر وکړئ، له اضطراب سره مخ کېږی او په پایله کې پر ژور خپګان یا سټرېس اخته کېږی. په ژوند کې زموږ د ګډوډیو اصلي لامل پر ګډوډو او منفي فکرونو تمرکز او فکر کول دي. تاسې باید د خپل ذهن دروازه کنټرول کړئ، هغه چاته یې وازه کړی چې خوښه مو وي. کله چې منفي فکرونه ستاسې د ذهن دروازه در ټکوي، مه یې ورته پرانیزئ. په زغرده ورته ووایاست، نه مننه!

زه تاسې ته د ننوتو اجازه نه درکوم. ورته ووایاست، غواړم هغه څه تکرار کړم چې مثبت وي او خدای پاک یې راته د رسېدو او لاسته راوړلو وعده راکړې ده.

حمیدالله حمیدي

(Visited 21 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.