زموږ ډاکټران خو یوازې پنډونه درمل لیکي، په خط یې له ځان او درمل پلورونکي پرته بل څوک نه پوهېږي، خو په نړۍ کې داسې ډاکټران هم شته چې کلونه یې د خلکو په ګېډو کې اوسپنې ګنډلي دي.

کیسه داسې ده چې د ویتنام یوه ډاکټر ۱۹ کاله وروسته د یوه ناروغ له ګېډې هغه قیچي را وویسته چې د یوه جراحي عملیات پر مهال د هغه په ګېډه کې پاتې وه.

دا ویتنامی هیڅ خبر نه و چې په بدن کې یې کومه اوسپنه شته که خیر؟
د ويتنام روغتيايي چارواکيو ويلي، دغې ۵۴ کلن ناروغ یې په دې وروستيو کې د معدې له درد شکايت کاوه، کله چې ډاکټرانو د هغه التراساونډ وکړ، په گېډه کې یې يوه ۱۵سانټي مټره د جراحي قيچي وموندله.

سرخط ورځپاڼه