کله کله داسې هم شوي چې یوې مېرمن سړی په اوبو لاهو کړی وي او خپله ورته د سيند پر غاړه چکچکې وهي، خو راځئ نن د یوې هندۍ له کیسې هم خبر شئ چې ډېری سړي یې د ګړنګ غاړې ته برابر کړي وو، خو پر ۱۲م یې خدای رحمېدلی.

په هند کې یوې مېرمنې له یوولسو سړیو سره واده کړی او له دولسم سره یې هم خبرې روانې کړې وې چې اووه پېرې ورسره ووهي، خو هغه پرې پوه شوی او پولیسو ته یې خبر ورکړی دی.

دا ښځه اته ویشت کاله عمر لري، میګهنا نومېږي او له هر خاوند څخه یې پرېمانه پیسې او سره زر غلا کړي دي.
اوس پولیسو نیولې او یوولس خاوندان یې یو ځای محکمې ته حاضر شوي چې خپله ونډه ترې بېرته واخلي.

سرخط ورځپاڼه