وايي ښځې ډېر کله په مېړونو ناز کوي او کله کله خو مېړه بې‌چاره په ناحقه بښنه هم وغواړي، خو راځئ نن په سرخط کې د یوه داسې مېړه په اړه ولولئ چې له ناز یې د مېرمن زړه تور کړی.

د درې بچو پلار یو جاپانی سره له دې چې په یوه کور کې اوسېږي له تېرو شل کلونو راهیسې له خپلې مېرمنې سره خبرې نه دي کړي.

د اوکو کاټایامه په نوم د دې شخص کیسه وروسته تر دې رسنیزه شوه چې یوې وړې لور یې په یوه ټلویزیون کې دا راز بربنډ کړ. دې نجلۍ له جاپانیانو وغوښتل چې د ده د مور او پلار په پخلا کولو کې له دې سره مرسته وکړي.

وروسته خلکو دواړه خاوند او مېرمن په یوه پارک کې کېنول او سره یې پرېښودل چې د اصلي ستونزې ریښه مالومه کړي. له شل کلونو ځنډ وروسته اوکو یوازې دومره خپلې مېرمنې ته وویل؛ شل کاله وشول چې درسره خبرې نه کوم، اوس هم ټوکي نه کوم.

سرخط ورځپاڼه