The news is by your side.

آیا په انټرنټ کې کار، پلټل/ پلټنه زموږ دماغ ته زیان رسوي؟

تمیم تکل

0

دا د انسان د دماغو انځور دی.ښي لور د دماغو د هغه وخت انځور دی چې دی په فسباکه یا عموماً انټرنټ کې پلټنه کوي او کیڼ لور ته بیا د هغه کس د دماغو حالت او وضعیت ښودل شوی چې د کتاب په لوستلو بوخت دی.( رویټرز/ د ټکنالوژۍ برخه Belinda Goldsmith)

توضیح:

– انټرنټ ټوله نړۍ پر یوه کلي بدله کړه او بیا چې فسبوک رامنځ ته شو او نورې رسنۍ هم مشهورې شوې دا کلی یې هم پر یوه کور بدل کړ.موږ د انټرنټ له آسانتیاوو ګټه اخلو او ډېر کار مو پرې حل کېږي؛ خو بدو اغېزو ته یې زموږ پام نه وي.

– موږ په انټرنټ کې پر یوه وخت څو کارونه کوو او داسې انګېرو چې ګواکې د خپلو دماغو له وړتیاوو مو ګټه اخیستې؛ خو داسې نه ده. په داسې حالت کې زموږ دماغ مطلق رکود حالت کې وي. دغه ډول کار او فعالیت چې په یوه وخت کې هم په موبایل کې لګیا یې، هم په کمپیوټر کې، هم له چا سره خبرې کوې، هم ځان سره فکر کوې چې روژه ماتی به څنګه شي، هم ځان سره فکر کوې چې د کور کرایه به څنګه شي او څنګه له کرونا ځان وساتم؟ او…

په یوه وخت کې دې د دماغو تر ریاست او مدیریت لاندې؛ ګوتې، شونډې، ژبه، فکر، زړه او ذهن هر څه مصروف وي.چې دا به په موږ کې د تمرکز او وړتیا ګراف راکم کړي.زموږ د پلرونو، میندو او نیاګانو ان د ظاهر خان وختونه یاد دي او حالات داسې ټکي په ټکي درته وايي او هر څه یې په یاد وي؛ خو زموږ بیا د پرون او وړمې ورځې خبره نه وي په یاد، عمده دلیل یې همدا دی چې موږ په انټرنټ کې پر یوه وخت څو کارونه کوو.

– څېړنو ښودلې چې په فسبوک او نورو انټرنټی شبکو کې چې څومره ډېرې اړیکې ولرو، هومره مو د سټرېس سطحه لوړه وي، په مجازي نړۍ کې د اړیکو ډېرېدل کولای شي د حقیقي ژوند او ټولنې په ژوند کې خنډونه او محدودیتونه رامنځ ته کړي.

– په « World Psychiatry » علمي مجله کې جوزف فارټ او ملګري یې د آسترالیا د سډڼي، آکسفورډ او منچسټر پوهنتونونو له آدرسه وايي چې:

« انټرنټ کولای شي د انسان پر دماغو منفي اثرات وښندي، چې دا اثرات به د ده په ټولنیز ژوند، ناسته پاسته، خوراک، ویدېدو، تمرکز او حافظې په برخه کې عمده منفي رول ادا کړۍ.»

دوی زیاتوي چې د فسبوک په نیوز فیډ کې د خبرونو تعدد او پراګنده گی فرد او انټرنټ کاروونکي ته دا اجازه نه ورکوي چې پر یوې مشخصې موضوع فکر وکړي.د ساري په ډول یو پوسټ د یو چا د شهادت، ترور، مرګ او اختطاف په اړه شوی وي، لاندې چې راځي د ملا نصرالدین ټوکه یا یوه خندوونکې ویډیو ویني. بیا چې لږ لاندې راشي د کرونا ناروغۍ هېښوونکي ارقام ویني او د رواني فشار لاندې راځي.که دی پر یوه وخت ۱۰۰ پوسټونه وګوري سل ډوله اهداف او غرایض لري چې فوق العاده پر دماغو منفي اغېز لري.

وړاندیزونه او مجبوریتونه: 

– ما پر یوې پروژې کار کاوه، په کابل، ننګرهار او نورو ولایتونو کې یې یو کتاب هم پیدا نه شو، بلاخره مې د اړوندې برخې شاوخوا ۱۰ کتابونه په انټرنټ کې پیدا کړل او ځینې کتابونه داسې وي چې باید پیسې ورکړې او کتاب واخلې او یا دا چې یوازې یې آنلاین مطالعه کولای شې او بس.داسې په لسګونه او سلګونه ماوارو نور ځوانان هم شته چې له یادې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.

– ډېر دفترونه، شرکتونه، کمپنۍ او رسنۍ د ځینو محدودیتونو یا مجبوریتونو له امله خپل کارکوونکي هڅوي چې له کوره آنلاین کار وکړي.یا دا چې د مخابراتي شرکتونو، بانکونو، ریاستونو، وزارتونو د کال سنټر او ارتباطاتو په برخه کې کار کوي.

– داسې کسان چې آنلاین درس وايي، تدریس کوي، تحقیق کوي، چټ کوي او سوال ځواب کوي؛ نو په کار ده چې احتیاط وکړي او د کار په منځ منځ کې باید ورزش، قدم وهل، اوبه څښل، آزادې فضا ته وتل او داسې نورې طبي او رواني سپارښتنې هېرې نه کړي.

– زما په نظر چې تر ۱۰۰ پنځوس او تر ۵۰ هم ۲۵ ملګري ښه وي، او په ملګرو کې هم د فکر، علم، پوهې، ښوونې، روزنې او اخلاق سمبولونه باید سړی انتخاب کړي.هغوی چې ډاروونکي(لکه دا د کرونا په تړاو چې نشرات لري) نشرات کوي باید چې له ملګرتیا څخه و ایستل شي.

– زه منم چې د ځوانانو اقتصادي حالت ښه نه دی، او ډېر ځله د اقتصادي ستونزو له امله؛ د دې پر ځای چې کتاب له کتابتون څخه واخلي، له انټرنټ څخه یې راډانلوډوي.ښه خبره به دا وي چې له ضرورت او سختې اړتیا نه پرته نور نو د PDFکتابونو مطالعه بنده او پرځای یې هارډ مطالعه کړو.

– د دې له پاره چې زموږ سترګې زیان و نه ویني، په ګوګل پلې او آپ سټور او پلي سټور کې د (Eye-care) په نامه کاریال شته چې موږ ته لارښوونه کوي چې څنګه باید خپلې سترګې وژغورو. او همداراز په خپله وینډوز کې هم ځیني موډونه لکه (Dark Mode) په نامه پروګرامونه شته چې دنده یې د سترګو حفاظت دی.

– عینکې هم هغه څه دي چې نور فلټر کوي او د کمپیوټر یا سمارټ فون د شعاع د خپرېدو مخنیوی کوي او هغه فلټروي.

– سره له دې چې دومره تدابیر هم نیسو بیا هم زموږ دماغ تر لوړ فشار لاندې وي، نو احتیاط ډېر ښه وي.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.