The news is by your side.

اوس کانټينرونه داسې هم استعمالېږي

0

ه ټوله نړۍ کې د لويو کانټينرونو په مرسته د کښتیو له لارې مالونه انقالېږي، خو یوه امریکايي ډیزاينر د خپل هنر ننداره بل ډول وړاندې کړې ده.

د امریکا په ټکساس ایالت کې د ول بریاکس په نوم د کورونو ډیزاینر یوولس کانټينرونه داسې ایښي دي چې درې منزله کور ترې جوړ شوی دی.

د خوبونو دا کور که څه هم له بهره دومره ښکلی نه‌ ښکاري، خو بریاکس لومړی دا کور درې څنډیز داسې ‌ډیزاين کړی دی چې له حده زیات ښکلی ښکاري.

بریاکس وايي، هر انسان په خپله ازاد فکر لري او هغه داسې متفاوت فکر کړی دی چې د مالونو لېږد رالېږد له کانټينرونو یې داسې کور جوړ کړ.

هغه دا کور په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې پیل کړی و، خو وايي، په دې کور کې لږ لږ کار کاوه چې دوه کاله وروسته یې چارې نږدې بشپړې شوې دي.

بریاکس زیاتوي، که ورسره په پیل کې ډېرې پیسې وای، د خوبونو دا کور به یې ډېر پخوا بشپړ کړی و، خو اوس هم تمه لري چې د دې کور چارې سل سلنه بشپړې شي.

(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.