The news is by your side.

اډېلي پېنګوېن / زکریا رحیمي

0
Adélie penguin
د ډول علمي نوم یې (Pygoscelis adeliae) ده، د پېنګوېن ډول ده، په (order Sphenisciformes) ډله کې ډلبندي شوي، ځانګړنه یې تورې اوسپینې بڼکې دي، د سترګو چار چاپېره یې د بڼکو سپینه کړۍ ده. په ګرمو میاشتو کې یې د مثل د تولید موده وي او د انترکتیکا په یخ لرونکو ساحلونو کې ډله ګرځي، له دې پرته په (South Shetland, South Orkney, and South Sandwich islands) کې هم د مثل د تولید کالونۍ جوړوي. په ژمي کې شمال لور ته ځي او خپلو خوړو پسې په یخ نیولو اوبو کې ګرځي.
 
فزیکي ځانګړنې
قد یې له ۷۰ تر ۷۳ سانتي متره (له ۲۸ تر ۲۹ انچه) پورې لوړیږي او وزن یې له ۴ تر ۶ کیلو ګرامه (له ۹ تر ۱۳ پونډه) پورې رسیږي. نر یې ډېره کمه اندازه له ښځې لوړ او دروند وي. سر، غاړه، ملا او لکۍ یې تور رنګ او خېټه یې سپین رنګ لري. یوازې له سترګو یې ډېرې کمې سپینې بڼکې د کړۍ په څېر تاو وي. د وړو بچیانو غاړه یې سپینه او د سترګو د بڼکو کړۍ یې توره وي، د نور بدن بڼکې یې خړ یا تېز تور رنګ لري.
 
خواړه
اډېلي پېنګوېن په خوړو پسې د اوبو لاندې تر ۱۷۰ (۵۶۰ فټه) پورې غټه وهلای شي خو ډېر وخت خپل خواړه په ۵۰ متره (۱۶۵ فټه) ژورو اوبو کې پیدا کوي ځکه چې ۵۰ متره پورې ژوروالي کې رڼا موجوده وي. خواړه یې د کرېل (Euphausia superba and E. crystallorophias) ډولونه دي. د انترکتیکا د بلېني کب (blenny) یو ډول چې علمي نوم یې (Pleuragramma antarcticum) ده هم ښکار کوي له دې پرته سېفالوپوډ هم خوري. واړه بچیانو باندې یې سکیواس (skuas) او غټ سمندري فلمر (giant fulmars) مرغان برید کوي.
 
ځاله او د مثل تولید
د مثل د تولید لپاره مجرد او په یوازېتوب کې نران د مثل د تولید ځای ته ځي تر څو له ډبرو ځالې جوړې کړي. د مثل د تولید میاشت یې ډېر وخت په سپټمبر کې وي خو په هر عرض البلد کې توپیر لري کوم غړي یې چې د شمالي عرض البلدونو لور ته نږدې دي تر نورو د مثل تولید مخکې کوي. کله چې ښځې هم له سمندر څخه نرانو ته ورشي نو له رسېدو وروسته نران یو ډول د خوښۍ اظهار کوي د مینې چلند خپلوي چې په دې چلند کې په مښوکه ټېل وهل او غاړې ته منحني یا زرغونې ته ورته شکل ورکول شامل دي تر څو ښځه خپل ځان ته جذب کړي. جنسي نزدیکت یې لکه د چرګ او چرګې په څېر وي نر یې د ښځې په ملا سپریږي. که چېرې خپل منځکې سره بریالي شوي وي نو د نومبر په پای کې دوه هګۍ کوي.
 
دواړه نر او ښځه په نوبت په هګیو کیني او له ۳۵ ورځو وروسته په بچیانو بدلیږي. دواړه نر او ښځه بچیانو ته خواړه ورکوي او ساتنه یې کوي. له درې اوونیو ورسته یې مور او پلار دواړه خوړو پسې سمندر ته ځي او ټول واړه بچیان خپله کې سره یو ځای کیږي تر څو له ښکاریانو او سړو خپله ساتنه وکړي. کله چې بچیان دوه میاشتیني شي نو یوازې د خپل ځان تغذیه کولو لپاره سمندر ته ځي. ښځه یې په ۳ کلنۍ کې او نر یې په څلور کلنۍ کې جنسي بلوغ ته رسیږي. ډېری یې هغو کالونیو ته د مثل د تولید لپاره ځي چېرې چې پیدا شوي وي. تر ۱۶ کالو پورې عمر کوي.
 
په ټوله نړۍ کې د د اډېلي پېنګوېن مرغانو ۲.۵ میلیونه جنسي بلوغ ته رسېدلې جوړې موجودې دي. مطالعې ښي چې نفوس یې په ډېرېدو ده او د ډېرېدو لامل یې د انترکتیکا د سمندر غاړو له پاسه د یخ ماتېدنه ده.
(Visited 47 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.