The news is by your side.

برازیلي جوړې ځنګل کېښود

0

یوې برازیلي مېرمن او مېړه په خپل شپنې او ورځنې زحمت سره پر یوه سیمه ۲۷ لکه ونې کېنولې چې اوس دا سیمه په یوه غټ ځنګل بدله شوې ده.
د سیبستیاو روبیرو سیلګیډو په نوم دې کس له خپلې مېرمنې لیلیا ډیلیويز وانک سیلګیډو په مرسته له ۲۰۰۱ مېلادي کال را وروسته په خپله سیمه کې ونې کېنولې چې اوس ترې لوی ځنګل جوړ شوی دی.

دا ځنګل ۱۷۵۰ هیکټاره ځمکه لري چې اوس‌مهال په کې د بېلابېلو مرغانو تر څنګ د ځنګلي ژوي، حشرات او نور حیوانات ژوند کوي.

دا جوړه وايي، د دې ځنګل کېنول دومره اسانه خبره نه ‌وه، خو دوی شپه او ورځ یوه کړې وه او تل به یې چې وخت پیدا کاوه په دې سیمه کې به یې ونې کرلې چې اوس ترې لوی ځنګل جوړ شوی دی.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 17 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.