The news is by your side.

تر ټولو دروند موټر جوړ شو

0

په امریکا او اروپايي هېوادونو کې بېلابېل سپورټي موټر جوړ شوي چې ډېر زړه راښکوونکي وي، خو د متحده عرب امارات یو شیخ حمدان بن حمدان له ټرک او جیپه داسې عجیب موټر جوړ کړی چې د نړۍ تر ټولو دروند او لوی سپورټي موټر بلل کېږي.
دا لس ټیره سپورټي موټر د اوشکوش او رېنګلر پوځي موټرو له پرزو جوړ شوی چې ۱۰٫۸ مېټره اوږدوالی او ۲۴ ټنه وزن لري او ۶ سيلنډره ماشین پکې هم نصب شوی چې په هر ډول غونډیو پورته کېدای شي.
په ابوظبۍ کې شیخ حمدان بن حمدان دا موټر په خپل لګښت جوړ کړی دی او هغه په دې ښار کې د لوړې بیې او عجیب او غریبو موټرو په لرلو هم مشهور دی.
هغه اوس‌مهال دا موټر په خپل ګیراج تم کړی، خو تر دې دمه يې ورته بیه نه ‌ده ټاکلې، خو په ټولنیزو رسنیو کې ځینو کسانو پر هغه نیوکې کړي چې دومره لوی او دروند موټر جوړول غیر ضروري دی.

(Visited 56 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.