The news is by your side.

داسې زندان چې بنديان پکې خوښ دي

0

د زندان نوم په اورېدو سره د ټولو په ذهن کې سخته، ربړه، شکنجه او د زړه تنګي ځای ښکاري، خو په سویټزرلينډ کې یو زندان داسې نه ‌دی.

په دې هېواد کې د زندان مسوولانو د یوې بندي‌خانې ټول دېوالونه په ګلابي رنګ لړلي او له دې کاره یې موخه د زندانیانو رواني حالت ارامول دي.

تر سویټزرلينډ وروسته په نورو اروپايي هېوادونو کې هم دا بریالۍ تجربه عملي کړې ده ماهرینو دې رنګ ته «کول ډاون پينک» نوم ورکړی دی.

ماهران په دې اند دي چې رنګونه د انسان پر مثبت او منفي طبېعت اغېز کوي. ویل کېږي سور رنګ د لوږه او اشتها زیاتوي او اسماني رنګ یې کموي او همدا عمده دلیل دی چې په رسټورانټونو کې د نورو په پر تله سور رنګ ډېر کارول کېږي.

همدا راز، هر رنګ پر روغتیا او روان اغېزه کوي او ګلابي هغه رنګ دی چې خوښې او همدردي زیاتوي او د انسان پر روان مثبته اغېزه کوي.

دا ډول تجربه په ۱۹۷۰ کې هم یو ځل پر بندیانو شوې وه. هغه وخت چې به یې بندیانو ته سور رنګ ښکاره کاوه، غوسه او قهر به یې زیاتېده، خو د ګلابي رنګ په ليدلو سره به ورته ذهني سکون پیدا کېده.

اوس په سویټزرلينډ کې ماهرانو لس زندانونه په ګلابي رنګ لړلي او په وینا یې ډېره ښه پایله یې هم ورکړې ده، زندانیان ترې هم ډېر خوښ دي او په مرکو کې یې ویلي چې د دې رنګ په ليدلو سره ورته ذهني سکون پیدا کېږي.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.