The news is by your side.

دا کسان څه شې له مرګه وژغورل

0

د امریکا په کلېفورنیا کې درې نفره چې په یوه پټ ابشار کې بند پاتې وو، د یوه پلاستیکي بوتل په منځ کې استول شوي لیک له مرګه وژغورل.
د کرټس وټسن، د هغه ملګري او دیارلس کلن زوی یې په مرکزي کلېفورنیا کې د ارویو سیکو په نوم سمندر ته د چکر په موخه وتلي وو.
هغوی د یوې کښتۍ په وسیله یو ابشار ته ورسېدل او غوښتل یې د همدې ابشار تر څنګ خېمه ودروي؛ نو د همدې لپاره د یوې رسۍ په وسیله د ابشار لاندې برخې ته کته شول.
څو ساعته وروسته چې یې بېرته کورته د ستنېدو پرېکړه وکړه، رسۍ د تېزو اوبو له کبله لاندې غورځېدلې او اوبو وړې وه، په دې مهال کې کرټس وټسن خپل موبایل هم وکاته، خو انتن یې نه ورکاوه؛ نو ډېر سخت خفه شول چې له دې ابشاره به څنګه ووځي.
د هغه ملګري له دې وروسته پر یوه کاغذ ولیکل، «موږ دلته په ابشار کې بند پاتي شوي یو، د مهربانې له مخې له موږ سره مرسته وکړئ.» تر لیکلو ورسته هغه لیک په یوه پلاستیکي بوتل کې واچوه.
د دوی نېکمرغي ته وګورئ چې له دې ابشاره څو کیلومټره لرې یو کس ته دا بوتل په لاس ورغلی او ژر تر ژره یې له مرستندویه کسانو سره اړیکه نیولې ده او هغوی هم د یوې چورلکې په وسیله درې واړه کسان له مرګه ژغورلي دي.

(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.