The news is by your side.

د الوتکې مساپرو ته د ديدن غم وخوړل شو

0

ډېر وخت په الوتکه کې مساپر هڅه کوي چې د کړکۍ خوا ته کېني، ځکه له هغه ځایه فضا ډېره زړه راښکوونکې ښکارېږي.
د الوتکې کړکۍ ته پر نږدې څوکۍ باندې تر ډېره د مساپرو جنجال سره پېښ شي، خو د کړکۍ د چوکۍ مينه‌وال دې نور فکر نه ‌کوي، ځکه ټکنالوژي نور له دې جنجاله خلاص کړل او غم یې ورته وخوړ.
په برېټانیا کې د ټکنالوژي یوې کمپنۍ د الوتکو لپاره داسې ډیزاين په نظر کې نیولی دی چې هر څوک د خپلې څوکۍ له لارې د پینو رامک په مرسته د فضا ټولې خواوې کتلای شي.
د نوې ټکنالوژي په مرسته په راتلونکي کې له الوتکو کړکۍ لرې کېږي او مساپر کولای شي د الوتکې له ټولو څوکیو د «اوايل‌ای‌ډي» لمسي ښیښو په مرسته د فضا هره خوا وویني.
پر دې ښېښو چې د مساپرو په مخ کې لګول شوې، دوی کولای شي د بهرنۍ فضا تر څنګ د خپلې خوښې تفریحي او نور پروګرامونه هم وګوري.

(Visited 112 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.