The news is by your side.

د انسانانو ورېښمینې مجسمې

0

مجسمې عموماً د کاغذ پر مخ لیکل کېږي او یا تراشل کېږي، خو په فنلېنډ کې یوه نجلۍ له ورېښمو داسې مجسمې جوړوي چې انسانانو ته کټ مټ ورته والی لري.
د لايیسا هیتنین په نوم له لسو کلونو را په دې خوا په خپل چم ګاونډ کې په ډېر مهارت له ورېښمو داسې مجسمې جوړوي چې په ليدو يې هماغه کسان په خپله هم حیرانېږي.
هغې لومړی ځل د خپل استاد مجسمه جوړه کړې وه، خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د خپل چم ګاونډ د ټولو کسانو مجسمې به جوړوي او د همدې لپاره د سیمې له ټولو اوسېدونکیو سره ليدنې کوي او مجسمې يې ورته جوړوي.
لايیسا وايي، له خپل مسلک سره ډېره زیاته مینه لري، ځکه له همدې لارې خلکو ته خوشالي وربښي او هره ورځ يې په دې سیمه کې مینه‌وال زیاتېږي.
سرخط ورځپاڼه

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.