The news is by your side.

د ناروغ له خېټې دوه کیلو کاڼي راوتلي

0

په شمالي کوریا کې یو کس څو کاله پخوا د خپل غم د لرې کولو لپاره د هر څه خوړل پیل کړل، خو اوس چې هغه ناروغ شوی، ډاکټرانو يې له خېټې څلور نیم پونډه یا دوه کیلو ګرامه کاڼي او نور څېزونه راوېستلي دي.
د ډاکټرانو په خبره، ۶۳ کلن کس څو ورځې وړاندې د خېټې له درده شکایت پیل کړ، خو په وینا يې داسې وخت را غی چې له درده بېخي زیات وکړېد، کله چې ډاکټرانو د هغه ابتدايي معاینه کړې، په خېټه کې يې عجیب څه پراته وو.
راپورونه وايي، په پیل کې دوی باور نه کاوه چې د ناروغ په خېټه کې دې دومره کاڼي پراته وي، خو چې کله يې عملیات په نهو ورځو کې خلاص کړ مالومه شوه چې په نس کې يې ۲ کیلو کاڼي پراته او هغه هم تر رغېدو وروسته اعتراف وکړ دا کاڼي يې څو کاله وړاندې د پرېشاني د لرې کېدو په خاطر خوړلي وو.

(Visited 39 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.